خبرونه
د اوکراین د سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر خبرداری
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به په څو ورځو کې د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې د منځګړیتوب له هڅې لاس واخلي، که چیرې داسې څرګندې نښې ونه لیدل شي چې یوې موافقې ته رسیږي.
د رویټرز اژانس په وینا، ښاغلي روبیو د جمعې په ورځ، د اپریل په ۱۸مه، په پاریس کې له اروپایي او اوکرایني مشرانو سره له لیدنې وروسته وویل، زموږ دا هڅې به د اونیو او میاشتو په مخه نه وي، ډېر ژر باید معلومه شي، که داسې وشي موږ به پکې یوو که نه موږ نور لومړیتوبه لرو چې تمرکز باندې وکړو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې ټرمپ لا هم یوې موافقې ته د رسیدو لیوالتیا لري، خو د ښاغلي روبیو په وینا، ټرمپ چمتو دی چې له دې موضوع څخه ووځي که چیرې د پرمختګ سمدستي نښې نښانې ونه لیدل شي.
ټرمپ د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال ژمنه کړې وه چې په سپینه ماڼۍ کې به په لومړیو ۲۴ ساعتونو کې په اوکراین کې جګړه پای ته رسوي.
خو سپینې ماڼۍ ته له ننوتلو او د خنډونو له زیاتېدو سره، هغه وړاندیز وکړ چې په دې برخه کې به په اپریل یا می کې یوه موافقه ممکنه وي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
طالبان وايي، د بندي امریکايي وګړو د مسلې حللارې لټوي
طالبانو ویلي چې د بندي امریکايي وګړو په اړه له متحدو ایالتونو سره په خبرو بوخت دي او د حل لارې لټوي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد په یوه غږیز بیان کې چې د دولتي ملي ټلویزیون له لارې خپور شو، وویل: «موږ په دې موضوع له امریکایانو سره خبرې کوو او د حل لارې تر بحث لاندې دي.»
دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې د افغانستان لپاره د امریکا د چارو سرپرست، ډان براون، چې مرکز یې په دوحه کې دی، وویل طالبان لا هم بندیان د امریکا او نورو هېوادونو پر وړاندې د خبرو اترو د فشار د وسیلې په توګه کاروي.
هغه په اېکسپاڼهکې لیکلي: «نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره د دغو ناوړه تاکتیکونو له امله حساب کتاب وکړي.»
امریکايي چارواکو ویلي چې دوه امریکايي وګړي، ډینس کویل او محمود شاه حبیبي، د طالبانو په بند کې دي. کویل ۶۴ کلن دی، د ژبپوهنې څېړونکی او د پوهنتون استاد دی او نژدې یو کال کېږي چې بندي دی. محمود شاه حبیبي د ۲۰۲۲ کال په اګست کې په کابل کې نیول شوی، خو تر اوسه یې د اوسېدو ځای نه دی روښانه شوی او طالبان یې هم په اړه بې خبري څرګندوي.
د یرغمل شوو کسانو د چارو لپاره د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي، اډم بوهلر، مخکې خبرداری ورکړی و چې طالبان باید هغه څه پای ته ورسوي چې نوموړي د یرغمل نیولو ټول ډولونه بللي دي.
همداراز، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ مرستیال سلاکار، سباستیان ګورکا، ویلي چې ولسمشر تمه لري طالبان د تښتونو او یرغمل نیولو لړۍ ودروي، که نه نو له عواقبو سره به مخامخ شي.
م.م. د مصنوعي ځیرکتیا لپاره یو پلاوی جوړ کړ
ملګرو ملتونو اعلان کړی چې د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې یې یو نوی پلاوی جوړ کړی، تر څو پر ټکنالوژۍ د انسان کنټرول پیاوړی کړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د هند په نوې ډیلي کې یوې غونډې ته وویل چې نړۍ په ډېر چټک ډول نامعلومې خوا ته روانه ده او اړتیا ده چې د وېرې او احساساتو پر ځای واقعیتونو ته پام وشي.
هغه زیاته کړه چې د «مصنوعي ځیرکتیا د نړیوال علمي پلاوي» لپاره ۴۰ غړي ټاکل شوي دي. د هغه په وینا، علمي مدیریت کولی شي دا ټکنالوژي لا خوندي او عادلانه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د مصنوعي ځیرکتیا له ګټو سره سره، ځینې جدي اندېښنې هم شته، لکه د کارونو له منځه تلل، آنلاین ناوړه ګټه اخیستنه او د برېښنا لوړ مصرف.
ټاکل شوې ده چې د نړۍ مشران به نن د ملګرو ملتو تر چتر لاندې د نوې ډیلي د مصنوعي ځیرکتیا د غونډې په پای کې د دې ټکنالوژۍ د خطرونو او فرصتونو په اړه خپل ګډ دریځ وړاندې کړي.
د بریتانیا د پاچا ورور د پولیسو له خوا تر توقیف وروسته بیرته خوشې شو
د بریتانیا د پاچا ورور انډرو مونټباټن-وېنډزور د پولیسو له خوا تر نیول کېدو وروسته بیرته له توقیفه ازاد شوی دی.
هغه د پنجشنبې سهار ۸ بجې ونیول شو او د همدې ورځې ماخوستن مهال تر لومړنیو څیړنو وروسته بیرته خوشې شو.
دغه پخوانی شهزاده او د بریتانیا پخوانی سوداګریز مسول تورن دی چې د رسمي دندې پر مهال یې احتمالي سرغړونې کړې دي.
بي بي سي لیکلي چې د هغه نیول کېدل د مړه شوي جنسي مجرم جېفري اېپسټین له دوسیې سره له تړلو رسوایۍ وروسته ترسره شوي دي.
پولیسو ویلي چې ماموران په انګلستان کې د هغه دوه ادرسونه پلټي چې یو هغه یې په ساندرینګهم کې د هغه استوګنځای دی.
ویڼدروز د هر ډول سرغړونې تور رد کړی دی.
پولنډ خپلو اتباعو ته: له ایرانه ژر تر ژره ووځی، بیا به د تخلیې فرصت نه وي
پولنډ له خپلو اتباعو غوښتي چې ژر تر ژره له ایرانه ووځي " ممکن څو ساعته وروسته فرصت نه وي"
د پولنډ صدر اعظم دونالډ توسک د پنجشنبې په ورځ ( د سلواغې ۳۰مه) په ایران کې خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړ چې ژر تر ژره دغه هېواد پریږدي.
د ازادۍ راډیو د ایرانۍ څانګې راډیو فردا د راپور له مخې، ښاغلي ټوسک په دغه خبرداري کې احتمالي پوځي شخړې ته په اشارې لیکلي، ممکن څو ساعته وروسته د خلکو د تخلیې امکانات نه وي.
که څه هم نوموړي دا وضاحت نه دی ورکړی چې دغه خبرداری یې له کوم احتمالي اقدام سره تړلی دی، خو په دې وروستیو ورځو کې پر ایران د امریکا او اسراییل د احتمالي برید په اړه راپورونه خپریږي.
امریکایي رسنۍ وایي، د دغه هېواد پوځ د ایران په اړه اقدام ته چمتو دی، خو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تراوسه په دې اړه کومه پریکړه نه ده کړې.
افغان کریکټ لوبډلې د نړیوال جام په وروستۍ لوبه کې کاناډا ته ماتې ورکړه
د کریکټ په نړیوال شل اوریز جام کې افغانستان د خپل ګروپ وروستۍ لوبه له کاناډا څخه په ۸۲ منډو وګټله او له دې جام سره یې مخه ښه وکړه.
افغان لوبډلې کاناډا ته ۲۰۱ منډې هدف ورکړ چې تر ټولو ډېرې یعنې ۸۷ منډې په کې د ابراهیم ځدراڼ وې.
کاناډا په ټولو شلو اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۱۸ منډې وکړې.
افغانستان په خپل ګروپ کې ۴ لوبې وکړې چې نیوزلنډ او جنوبي افریقا ته یې لوبې بایلودې، خو له متحده عربي اماراتو او کاناډا څخه یې وګټلې.
پاکستان د طالبانو یو ديپلومات احضار کړی او د باجوړ د برید په اړه یې اعتراض ور اورولی
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د طالبانو یو ډيپلومات احضار کړی او د باجوړ د برید په اړه یې خپل اعتراض ورته وړاندې کړی دی.
دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې د چهارشنبې په ورځ یې د افغانستان د سفارت مرستیال احضار او خپل ( پیاوړی احتجاج) یې ور واوروه.
پاکستاني چارواکي وایي چې د باجوړ موټر بم او ډله ییز برید چې ۱۱ پاکستاني سرتیري په کې ووژل شو، د تحریک طالبان پاکستان له خوا شوی دی.
هغه برید د فبرورۍ په ۱۶مه شوی و.
پاکستان تل تور پورې کوي چې تحریک طالبان پاکستان د افغانستان له خاورې پر دوی دا ډول بریدونه پلانوي، خو د طالبانو حکومت دا تورونه په کلکه ردوي او وایي، ټي.ټي.پي د پاکستان کورنۍ مسله ده.
چارواکي: له پنجاب ایالت څخه نن شل افغانان بیرته خپل هیواد ته ستنول کیږي
د پاکستان د پنجاب ایالات چارواکي وایي چې نن پنجشنبې به شل افغانان بیرته خپل هیوادته ستانه کړي.
د دې ایالت د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل چې د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو بهیرپیل شوی، تراوسه له دوه ملیونه زیات افغانان بیرته خپل هیوادته ستانه کړای شوي دي. د بیان له مخې یوازې له پنجاب ایالت څخه له یونیم لک زیات بې اسناده افغانان ایستل شوي دي. د کورنیو چارو وزارت په وینا ټول هغه افغان اتباع چې په دې ایالت کې د اوسیدو قانوني اسناد نه لري، ایستل کیږي. د راپورله مخې په پنجاب کې د بې اسناده کسانو د ساتلو ۳۷ مرکزونه فعال دي چې اوس مهال ۶۹ افغان اتباع پکې ساتل کیږي چې د دوی ۲۰ به یې نن بیرته خپل هیوادته واستول شي.
په کراچۍ کې د ګازو د ډبې په چاودنه کې لږترلږه ۱۶ کسان وژل شوي دي
پولیس وایي، د پاکستان په کراچۍ ښارکې نن پنجشنبې د ګازو د ډبې په چاودنه کې لږترلږه ۱۶ کسان وژل شوي دي.
د رویترزد راپورله مخې د دغې چاودنې په نتیجه کې د هستوګنې یوه درې پوړیزه ودانۍ ویجاړه شوې ده. د پولیسو په وینا په وژل شویو کې اوه ماشومان شامل دي.
چارواکو ویلي چې په دې پیښه کې ۱۳ کسان ټپیان شوي چې د درملنې لپاره روغتونونو ته لیږدول شوي دي.
د بیړنو حالاتو د ادارې کارکونکو د پیښې له ځایه له لسو زیات کسان ژغورلي خو ویل کیږي چې ښایي ډیرکسان د نړیدلې ودانۍ ترخاورو خښتو لاندې بند پاتې وي. د دې پیښې په اړه تحقیقات پیل شوي دي.
مرضیه حمیدی د ۲۰۲۶ کال د ښځو د حقونو نړیواله جایزه ترلاسه کړه
د افغانستان تکواندو لوبغاړې او د ښځو د حقونو فعالې مرضیه حمیدی د بشري حقونو او ډموکراسۍ لپاره د جینیوا په اتلسمه غونډه کې د ۲۰۲۶ کال د ښځو د حقونو نړیواله جایزه ترلاسه کړه.
دا جایزه د چهارشنبې په ورځ د سلواغې په ۲۹ د افغانستان د ښځو د حقونو د ملاتړ لپاره د هغې ژمنتیا ته د درناوي په پار ورکړل شوه.
اغلې حمیدي پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته فرانسې ته کډه شوې ده.
طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې ښځې په ډېرو دولتي ادارو کې له کار کولو منع کړې دي.
طالبانو همدارنګه له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځیو ته له تلو راګرځولي او پوهنتونونه یې هم د نجونو او ښځو پر مخ تړلي دي.
په افغانستان کې ښځې او نجونې ورزشي کلپونو، تفریحي پارکونو او ښځینه حمامونو ته هم له تلو منع شوي او هم نشي کولای چې له محرم پرته لیرې سفرونه وکړي.
سره له دې چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه زیات شوي، د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټول حقوق تأمین دي.
يو اېن هېبېټېټ: تیرکال په ۲۸ ولایتونو کې له دیرش زره زیات کسان ناڅاپي سیلابونو زیانمن کړي
د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدو پروګرام (يو اېن هېبېټېټ) وايي چې په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان په ۲۸ ولايتونو کې له ۳۱ زره څخه زيات کسان د ناڅاپي سېلابونو له امله زيانمن شوي دي.
دې ادارې نن پنجشنبه (۳۰ دلو، ۱۹ فبروري) په اېکس شبکه کې په يوه بیان کې وليکل چې په افغانستان کې اقليمي اغیزې په زياتېدو دي.
د افغانستان بېلابېلو ولايتونو په وروستيو کلونو کې د مرګونو او ويجاړوونکو سېلابونو شاهدان پاتې شوي دي. دا هیواد د هغو لسو هېوادونو له ډلې څخه دی چې د اقليمي بدلون پر وړاندې تر ټولو زيات زيانګالي دي.