خبرونه
د طالبانو یو پلاوی پاکستان ته ځي او د پاکستان یو پلاوی کابل ته
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ د وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی نن پاکستان ته ځي.
د طالبانو دا پلاوی به د درې ورځني سفر په ترڅ کې د یوشمیر نورو موضوعاتو ترڅنګ په پاکستان کې د افغان کډوالو پر ستونزو له پاکستاني لورې سره خبرې وکړي.
له دې سفر سره په یوه وخت د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق په مشرۍ یو هیات نن په یوه ورځني سفر کابل ته تللی دی.
پاکستان له خپلې خاورې د هغو افغان کډوالو د ایستلو بهیر پيل کړی دی چې ( اې سي سي) یا د افغان تابعت کارتونه لري او د دوی په وینا هغه کډوال هم باسي چې په پاکستان کې د اوسیدو قانوني اسناد نه لري.
اسلام اباد ویلي دي چې روان کال به د دریو مرحلو په ترڅ کې شاوخوا درې میلیونه افغان کډوال له خپلې خاورې وباسي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
څلور ستورمزلي بیرته مځکې ته ستانه شول
د نړیوال فضايي سټیشن څلور عمله نن پنجشنبې سهار مهال د ارام سمندر له غاړې سره راښکته شول.
دا کسان وروسته له هغه مځکې ته ستانه شول چې د یوه ستورمزلي صحت خراب شو.
د امریکا فضایي مرکز( ناسا) د دې ستورمزلیو د ستنیدو تصویرونه خپاره کړي.
مایک فینکه او زینا کاردمن امریکایان دي، اولیګ پلاتونوف روسی دی او کیمیا یوی د جاپان دی، دوی ټول نن د امریکا د سان دیاګو له سمندرغاړې سره له فضا راښکته شول.
ټرمپ: دا به ښه وي که ایرانیان رضا پهلوي غواړي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې هغه د ایران له پخواني ولیعهد رضا پهلوي سره خبرې نه دي کړې، او زیاته یې کړه، چې دی نه پوهیږي چې ایا ایرانیان به د هغه مشري ومني، او که دوی دا کار وکړي، نو دا به د ده لپاره ښه وي."
ډونالډ ټرمپ په خپل دفتر کې له رویټرز اژانس سره په مرکه کې وویل: "رضا پهلوي ډیر ښه ښکاري، خو دی نه پوهیږي چې په خپل هیواد کې به یې څنګه هرکلی وشي.
په ایران کې د روانو پراخو لاریونونو په ترڅ کې، د ژوندی دې وي پاچا او پهلوي به بیرته راشي شعارونه ډیر اوریدل کیږي.
واشنګتن د ایران په اړه د بیړنۍ غونډې غوښتنه کړې
تمه ده چې نن د واشنګتن په غوښتنه د ملګرو ملتو امنیت شورا د ایران په اړه بیړنۍ غونډه وکړي.
د بخښني نړیوال سازمان هم په ایران کې د نورو کسانو د وژلو د مخنیوي په پار د امنیت شورا د دې غونډې هیله کړې ده.
د ناروې په پلازمینې اوسلو کې میشت د ایران د بشري حقونو موسسې ویلي دي چې په ایران کې د لاریونونو له پيله تر اوسه لږ تر لږه درې زره څلور سوه اته ویشت لاریون کوونکي وژل شوي او په زرګونو نور ټپيان دي.
د ایران د بهرنیو چارو ویر عباس عراقچي دا شمیرې ردوي او وایي چې یوازې څو سوه تنه وژل شوي او د دوی حکومت به وروسته دا شمیرې په ډاګه کړي.
طالبانو په ننګرهار کې ۱۸ تنه نیولي دي
طالبانو په ننګرهار کې اتلس تنه نیولي دي. دا کسان په شنیوارو ولسوالي کې په دې تور نیول شوې دي چې په پاکستاني روپیو یې راکړه ورکړه کوله.
په ننګرهار کې د پولیسو د بیان له مخې چې نن خپور شوی دی، نیول شوي کسان به عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي.
د طالبانو د نوي قانون له مخې په افغانستان کې په بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول پاکستاني روپیو پیرل او پیرودل منع دي.
وروسته تر دې چې د اکتوبر په میاشت کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو جګړه وشوه او لارې بندې شوې، د کابل او اسلام اباد اړیکي لږ ډيرې ترینګلي شوې دي او په افغانستان کې د پاکستاني روپیو پر راکړه ورکړه بندیز سخت شوی دی.
واشنګتن د لسګونو هیوادونو اتباعو ته د کډوالۍ د ویزو بهیر دروي
د امریکا متحد ایالتونو د افغانستان په ګډون د پنځه اویا هیوادونو اتباعو ته د کډوالۍ د ویزو بهیر دروي.
د ویزو د نه ورکولو دا امر به د جنوري له یو ویشتمې پلی شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ په ایکسپاڼه کې دا خبر ورکړ، خو د هیوادونو بشپړ لست تر اوسه نه دی خپور شوی.
د ځینو رسنیو په وینا په هغو هیوادونو کې چې وګړیو ته به یې د کډوالۍ ویزې نه ورکول کیږي، د افغانستان، پاکستان او سومالیا نومونه یاد شوې دي.
په ننګرهار کې ۱۴ تنه ټپیان شوي
د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالي کې یوې چاودنې څوارلس تنه ټپيان کړې دي.
په ننګرهار کې د طالبانو امنیه قومانداني نن وویل چې دا کسان د چهارشنبې په ماسپښین د بټي کوټ ولسوالي په سپین خور سیمه کې د ګازو د یوې ډبې د چاودنې له امله ټپيان شوې دي.
د سرچنې په وینا د ګازو دا ډبه په یوه هوټل کې چاودلې او ټول ټپيان د هوټل کارکوونکي دي.
د دې پیښې ټپيان روغتیایي مرکزونو ته انتقال شوې دي.
د افغانستان کرکټ بورډ، له هیواده بهرلیګونو کې پر لوبغاړو د لوبیدو شرایط ولګول
د افغانستان کرکټ بورډ د یوې نوې پالیسۍ له مخې د افغانستان د کرکټ غوره لوبغاړي لکه راشد خان کولی شي چې په کال کې په دریو بهرنیو تجارتي لیګونو کې ولوبوي، خو په کورنیو سیالیو کې یې ګډون هم حتمي دی.
کرکټ بورډ پرون چهارشنبې په یوه بیان کې وویل چې دغه پریکړه د بورډ په کلنۍ عمومي غونډه کې شوې او هدف یې دادی چې
"د لوبغاړو فزیکي روغتیا او ذهني هوساینه خوندي شي".
په بیان کې همدارنګه ویل شوي چې "دا اقدام د لوبیدو د فشار د مدیریت لپاره شوی او غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې لوبغاړي د ملي لوبو لپاره په ښه وضعیت کې وي."
د بیان له مخې ټول لوبغاړي باید د افغانستان د غوره لیګ پنځو ټیمونو لپاره چې ټاکل شوې لوبې یې د ۲۰۲۶ کال په اکتوبر کې په متحده عربي اماراتو کې پیل شي، حاضروي.
د آل رونډر ستوری راشد خان د هند، متحده عربي اماراتو، امریکا، جنوبي افریقا او انګلستان د کرکټ په لیګونو کې لوبیږي.
د هغه نورهمکاران، نوراحمد، مجیب الرحمان، رحمن الله ګربز او ځوان لوبغاړی الله محمد غضنفر هم په نړۍ کې په څو لیګونو کې لوبېږي.
د رویترز په وینا په نورو هیوادونو کې هم ورته محدودیتونه شته. پاکستان خپلو مهمو قراردادي لوبغاړوته د پاکستان له غوره لیګ څخه بهریوازې دوو بهرنیو لیګونو کې د لوبیدو اجازه ورکړې، پداسې حال کې چې هند خپل قراردادي نارینه لوبغاړي نه پریږدي چې په هیڅ یوه بهرني لیګ کې برخه واخلي.
بریتانیا: په تهران کې یې خپل سفارت د لنډې مودې لپاره تړلی دی
بریتانیا پرون چهارشنبې د ورځې ناوخته اعلان وکړ چې د دې هېواد سفارت په تهران کې مؤقتاً تړل شوی دی.
د آزادې اروپا/ ازادي راډیو د فردا څانګې د راپورله مخې یوه بریتانوي چارواکي ویلي چې د بریتانیا سفیر او د قونسلګرۍ ټول کارکوونکي د امنیتي ارزونو پر اساس او د کارکوونکو د خوندیتوب د لومړیتوب لپاره ایستل شوي دي.
دا اقدام په داسې وخت کې کېږي چې ایراني چارواکي هڅه کوي د اسلامي نظام پر ضد پراخ او سراسري اعتراضونه کنټرول کړي او هغه هم داسې مهال چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ځله د مداخلې ګواښ کړی دی.
بریتانیا او متحده ایالاتو همدارنګه وروسته له هغې چې یوه لوړ پوړي ایرانی چارواکي اعلان وکړ چې تهران خپلو ګاونډیو هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې که واشنګټن پرایران برید وکړي، په سیمه کې به امریکایي اډې په نښه کړي، په منځني ختیځ کې له پوځي اډو یوشمیرپرسونل ایستلي دي.
اروپایي ټولنې اوکراین ته د ۹۰ ملیارډه یورو پور تصویب کړ
اروپايي اتحادیې د اوکراین د بودیجې او پوځي اړتیاوو لپاره د ۹۰ ملیارډ یورو پور تصویب کړ.
اروپايي کمیسیون اعلان وکړ چې دغه پور په راتلونکو دوو کلونو کې د اوکراین د مالي اړتیاوو د زیاتې برخې د پوره کولو لپاره ورکوي.
دا اقدام په روانه جنوري میاشت کې وروسته لدې کیږي چې د اروپايي اتحادیې مشرانو تیرې دیسمبر میاشتې کې دا غوره کړه چې اوکراین ته د اتحادیې په هیوادونو کې د روسیې د کنګل شویو شتمنیو په ضمانت د "جبراني پور" په ځای د اتحادیې د بودیجې څخه پور ورکړل شي.
تېر کال، نړیوال وجهي صندوق (IMF) اټکل وکړ چې اوکراین به د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو لپاره شاوخوا ۱۳۵ ملیارد یورو ته اړتیا ولري.
کیف وار دمخه د راتلونکي پسرلي په پیل کې په خپله بودجه کې د ۷۱.۷ ملیارډ یورو کسر سره مخ دی.
په داسې حال کې چې واشنګټن ویلي چې اوکراین سره خپلې مالي مرستې کموي،اروپايي اتحادیې ژمنه کړې چې د دغه کسر لویه برخه به پوره کړي.
د ژغورنې نړیواله کمیټه: په افغانستان کې اولس ملیونه وګړي بیړنو مرستو ته اړتیا لري
د ژغورنې نړیواله کمیټه ، (IRC) وايي اوسمهال په افغانستان کې ۱۷ ملیونه خلک خوراکي مرستو ته بیړنۍ ارتیا لري.
خبرپاڼه وايي د افغانستان په سختو زیانمنو سیمو کې ددغې کمیټې څیړنې د لوږې دبحران ژوروالی څرګندوي او لدی امله یې په بامیان ، کنړ او هرات ولایتونو کې خوراکي مرستې زیاتي کړي دي.
د IRC موندنې ښيي چې ددوی لخوا په ترسره شوې سروې کې د ۹۵ سلنه ګډونوالو خوراکي مصرف کمزوری دی چې خوړو ته ناکافی لاسرسی ښيي.
۹۵٪ نورو ویلي چې د ژوند ستونزې ګالي ، پیسې له نورو په پور اخلي او خپل طبي معاینات هم ځنډوي .
د ژغورنې د نړیوالې کمیټې موندنې ښيي چې د شپږو میاشتو څخه د کم عمر ۹۳٪ کوچنیانو او ۸۴٪ د دوو کلونو څخه کم عمر ماشومانو ته د مور شیدې ورکول کېږي او دیته په کتو اټکل کیږي چې په ۲۰۲۶ کال کې به ۱.۲ ملیونه امیندواره یا شیدې ورکوونکې میرمنې د شدیدې خوارځواکۍ سره مخ شي.
(IRC) له ۱۹۸۸ کال راهیسې افغانستان کې فعالیت لري او په تیر ۲۰۲۵ کال کې یې ۵ ولایتونو کې ۷۸۰ زره کسانو سره مرسته کړې.