خبرونه
د افغانستان او روسیې ترمنځ د سپورټي همکاریو ژمنه وشوه
د افغانستان او روسیې ترمنځ د سپورتي همکاریو د پراختیا په اړه د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف او د طالبانو د حکومت د اولمپیک، بدني تربیت او سپورت د مشر احمدالله وثیق ترمنځ خبرې وشوې.
د طالبانو په واک کې باختر اژانس خبر ورکړ چې ژیرنوف او وثیق د سې شنبې په ورځ په کابل کې سره ولیدل.
د غونډې پرمهال د دواړو خواوو د اړیکو په پیاوړتیا ټینګار وشو، په ځانګړې توګه د سپورت په برخه کې، خو دا نه دې ویل شوي چې د سپورټ په کومو برخو کې به همکارۍ کیږي.
طالبانو د نجونو او ښځو پر سپورټ بندیز لګولی او په ځینو موارد کې یې د نارینه و یوشمیر لوبې هم منع کړې دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
نن د واورو د پړانګ نړیواله ورځ ده
نن د اکتوبر ۲۳مه د واورو د پړانګ نړیواله ورځ ده . ملګرو ملتونو په ۲۰۲۴ کال کې دغه ورځ د واورو د پړانګ د ساتنې په موخه د نړیوالې همکارۍ د پراختیا لپاره ونوموله.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو په اساس د واورو پړانګ د افغانستان ، پاکستان، هند، تاجیکستان او چین په شمول د ۱۲ هیوادونو په غرونو کې اوسي او د نړۍ د زیانګولو ژویو څخه ګڼل کیږي.
اقلیمي بدلون ، د استوګنځایونو له مینځه تلل او دهغو ژويو کمیدل چې ښکار یې کوي ، د واورو دپړانګ د بقا په وړاندې ترټولو لوی ګواښونه دي.
نتانیاهو وايي اسرائیلي عسکرو د دوه فلسطیني بریدګرو په وژلو سره د یو لوی برید مخنیوی کړی
د اسرائیلو صدراعظم وايي اسرائیلي عسکرو لویدیځه غاړه کې خلیل ښار ته نږدې د دوه وسله والو فلسطیني بریدګرو په له مینځه وړلو سره د یو لوی برید مخه نیولې .
پیل کې ویل شوي وو چې د برید ګرو په ډزو کې ۵ کسه ټپیان شوي دي خو وروسته د اسرائیلو اردو وویل چې دوه عسکر یې وژل شوي او درې نورټپیان دي.
رویترز خبري اژانس رپوټ ورکوي چې بنیامین نتانیاهو د جمعې په ورځ خپله اعلامیه کې له اسرائیلي عسکرو په ستاینه وویل چې دوی په خپل پریکنده عمل سره دیو لوی تروریستي برید مخه ونیوله او د ټپیانو لپاره یې د روغتیا هیله څرګنده کړه.
هغه دغه راز وویل چې پوځ ته یې امر کړی دی چې خلیل ښار باندې محاصره ولګوي او د ټولې لویدیځې غاړې د تړلو لپاره ځان چمتو کړي.
راپورونه وايي دایران او پاکستان ترمینځ د ریمدان بندر پاکستاني لوري ته «انتحاري برید او نښته» شوې
په یو شمیررسنیو او ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي انځورونه او راپورونه ښيي چې د ایران او پاکستان ترمنځ د ریمدان سرحدي بندر فعالیت پر دغه بندر له بریدونو وروسته مختل شوی دی.
پاکستان تر دې مخکې د دغه سرحدي بندر فعالیتونه درولي وو او له دې لارې یې د ایراني توکو د لېږد مخه نیولې وه. خو وروسته راپورونه خپاره شول چې ایران ته د پاکستان د پوځ د مشر عاصم منیر د وروستي سفر پر مهال د هغه په لارښوونه د دغه بندر فعالیتونه بېرته پیل شوي وو.
سپاه پاسداران ته نږدې فارس خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ، د تلې په ۳۰مه، راپور ورکړ چې د ریمدان پولې ته نږدې د پاکستان د ګمرک پر ودانۍ د دوو موټرو په ځانمرګي برید کې څو پاکستاني سرتېري ټپیان شوي او دوه لاریو هم اور اخیستی دی.
د دغه برید په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي، خو ایراني خبري اژانسونه وايي، چې د ریمدان په سرحدي سیمه کې د ایران څه باندې ۳۵۰۰ ټرانزیټي موټر، چې د تېلو او ګازو، معدني موادو او نورو سوداګریزو توکو بارونه لېږدوي، له نامعلوم برخلیک سره مخ پاتې دي.
په همدې حال کې، د حالوش خبري وېبپاڼې، چې د سیستان او بلوچستان په اړه خبرونه خپروي، د جمعې په سهار، د لړم په لومړۍ نېټه، راپور ورکړ چې د پاکستان په اړخ کې د ګوادر په بېلابېلو سیمو او د ریمدان سرحدي سیمې ته څېرمه د بریدونو او سختو وسلهوالو نښتو له زیاتېدو وروسته، دغه ستراتیژیک سرحدي بندر یو ځل بیا تړل شوی او ټول سوداګریز فعالیتونه او تګ راتګ پکې ځنډول شوي دي.
د افغانستان او زېمبابوې کرکټ ملي لوبډلې نن په پایلوبه کې سره مخامخ کېږي
د افغانستان او زېمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې نن جمعه د (لړم لومړۍ نېټه) د درې اړخیزې سیالۍ پایلوبه کې سره مخامخ کېږي.
لوبه د متحده عربي اماراتو په شارجه ښار کې د کابل په وخت مازیګر څلور بجې پیلېږي.
تر دې مخکې افغانستان په دغو سیالیو کې له زېمبابوې او بنګلهدېش څخه خپلې دوه لوبې په لوی توپیر ګټلې دي.
د متحده عربي اماراتو په ابوظبي او شارجې ښارونو کې دغه سیالۍ د افغانستان په کوربهتوب ترسره کېږي.
افغانستان د ایران له لارې ترکیې ته ۶۰۰ ټنه پنبه صادره کړه
افغانستان کې د طالبانو حکومت د ایران له لارې ترکیې ته د ۶۰۰ ټنه پنبې د صادرولو خبر ورکوي.
د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس د پنجشنبې په ورځ «تلې ۳۰مه» په خپله اېکسپاڼه ولیکل چې دغه محموله د خواف-هرات اوسپنیزې لارې له مسیر څخه د ایران د رېلګاډي د شبکې په لار صادره شوې ده.
افغان سوداګرو په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې لارې څه د پاسه یو کال کېږي چې تړل شوې دي، د منځنۍ اسیا او ایران لارو او بندرونو ته مخه کړې ده.
پنبه د افغانستان له مهمو صادراتي اقلامو څخه ده.
د طالبانو حکومت د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په تېره زمري میاشت کې ویلي و چې د افغانستان ۱۰ زره ټنه پخته په ازمایشي ډول ازبکستان ته صادره شوې او اوس دغه هېواد ژمنه کړې چې ۱۰۰ زره ټنه نوره پخته هم وپېري.
مکرون په فرانسه کې له ناکراریو وروسته پر اعتراضي غونډو محدودیتونه لګوي
د فرانسې ولسمشر اعلان وکړ چې په وروستیو ورځو کې د ناکراریو او لوټمارۍ له امله به په دغه هېواد کې پر اعتراضي غونډو پراخ محدودیتونه ولګول شي.
امانوئل مکرون د پنجشنبې په ورځ له لوړپوړو امنیتي چارواکو سره تر غونډې وروسته وویل، په راتلونکو ورځو کې به هغه اعتراضي غونډې چې د کارګرانو د اتحادیو لهخوا نهوي تنظیم شوې، د قانون په چوکاټ کې منع شي.
هغه زیاته کړه، د کارګرانو د اتحادیو لاریونونه هم ښايي د ښارونو د مرکزونو، دکانونو او عامه ودانیو د ساتنې په هدف نورو لارو ته واړول شي.
د فرانسې ولسمشر د تېرې شنبې د ورځې د تاوتریخوالي د یوې برخې پړه پر سخت دریځو کیڼ اړخو ډلو واچوله او ویېویل چې د دغو ډلو هدف «د جمهوریت نسکورول» و.
پر لاریونونو د محدودیت پرېکړه، په فرانسه کې د ژوند د لګښتونو د لوړېدو پر ضد د اعتراضونو د نوې څپې د پیل په درشل کې شوې.
د لیون ښار سیمهییزو چارواکو د شنبې ورځې لپاره ټول پلان شوي لاریونونه منع کړي دي.
فرانسه د تېرې شنبې په ورځ وروستیو کلونو کې د واټونو د تاوتریخوالي له یوې تر ټولو سختې څپې سره مخ شوه.
د دغو ناکراریو پر مهال، اعتراض کوونکي له پولیسو سره ونښتل، یو شمېر دکانونه لوټ شول او عامه ودانۍ ویجاړې شوې.
مکرون همداراز اعلان وکړ چې د امنیتي وضعیت په اړه نورو پرېکړو لپاره د جمعې په ورځ د دفاع شورا غونډه دایروي.
پر ایران د تازه بریدونو د چمتووالي په اړه له راپورونو سره هممهاله په هرمز تنګي کې پر کښتیو برید شوی
په ایران باندې د امریکا او اسراییلو د تازه بریدونو د چمتووالي په اړه د راپورونو له خپرېدو سره هممهاله د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو خبر ورکړی چې په هرمز تنګي کې یې په څو کښتیو بریدونه کړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ اعلان کړی چې واشنګتن له تهران سره د خبرو په حال کې نه دی او د جزییاتو له ورکولو پرته یې وویل چې «ډېر ژر به یو څه پېښ شي»
سپاه پاسداران د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې تېر ماښام یې څلور تېل وړونکې بېړۍ هدف ګرځولي او سوځولي دي. دغو ځواکونو همداراز ادعا کړې چې دری نورې کښتۍ له سمندري ماینونو سره لګېدلي دي.
تر اوسه کومې خپلواکې سرچینې د دغو اوه کښتیو د ډوبېدو خبر نه دی تایید کړی.
د ایران او امریکا د جګړې له پيله ایران هغه کښتۍ چې د دوی له اجازې پرته عمان ته له نږدې لارې له هرمز تنګي تیریږي متخلفې کښتۍ وایي او برید پرې کوي.
د ایران په سیستان - بلوچستان ولایت کې ۹ افغانان په یوه ټرافیکي پېښه کې مړه شوي
د ایران په سیستان – بلوچستان ولایت کې لږ تر لږه ۹ افغان کډوال او یو ایرانی موټر چلوونکی په یوه ټرافیکي پېښه کې وژل شوي.
د ایران دولتي رسنیو د سیستان بلوچستان د لارو د پولیسو د قومندان مهدي خمر په حواله تایید کړې چې د کډوالو موټر د میزان اته ویشتمې د شپې په یوه نیمه بجه له یوه باروړونکي موټر سره لګېدلی.
حالوش د ایران د بشري حقونو یوه مدافع سازمان هم د دې پېښې اړوند یوه ویډیو خپره کړې او ویلي یې دي چې د افغان کډوالو موټر له ټکر وروسته اور اخیستی دی.
ایران کې مخکې هم د افغان کډوالو د موټرو د ټکر مرګونې پېښې شوي.
اکثر قاچاقبران په داسې پېښو کې ګرم بلل کېږي چې کډوال له خرابو لارو یا په ډېر سرعت لیږدوي او لازم احتیاط نه کوي.
افغان لوبډلې بنګله دیش په لوی توپیر مات کړ او پایلوبه زیمبابوې سره کوي
د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي ټیمونه سبا جمعه د درې اړخیز ټورنمنټ پایلوبه کوي.
دا لوبه به په شارجې کې مازیګر څلور بجې پیل شي.
افغانستان، زیمبابوې او بنګله دیش د یو ورځنیو نړیوالو لوبو درې اړخیز ټورنمنټ د افغانستان په کوربه توب جوړ شوی.
افغانستان لومړۍ دوه لوبې له زیمبابوې او بنګله دیش په لوی توپير وګټلې.
له بنګله دیش سره لوبه د چهارشنبې په ماښام وشوه چې پکې بنګله دیش په ۴۲ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۰ منډې وکړې.
افغانستان ټاکل شوی هدف په ۳۶ اورونو کې د دریو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.
راشد خان د سیالې لوبډلې د څلورو لوبغاړو په سوځولو د افغانستان تر ټولو غوره توپاچوونکی و.
رحمت شاه د ۶۷، حشمتالله شهیدي د ۳۵ او ابراهیم ځدراڼ د ۳۴ منډو په جوړولو کې د افغانستان په بریا کې مهم رول ولوباوه.
د فیسبوک مالکه کمپنۍ مِتا له ۲۵ میلیارد ډالره جریمې سره مخ ده
یوه امریکایي قاضي د فیسبوک، انسټاګرام او وټسپ په مالکې کمپنۍ متا باندې ۲۵ میلیارد ډالره جریمه لګولې ده.
دا د امریکا په تاریخ کې له لویو مالیاتي سزاوو ګڼل کېږي.
مِتا د نړۍ د یوه شتمن او د فیسبوک د بنسټګر مارک زوکربرګ له خوا تاسیس شوې ده.
مِتا تورنه ده چې د فیسبوک د میلیونونو کاروونکو شخصي اطلاعات یې له یوې بلې شخصي کمپنۍ سره شریک کړي دي.
قاضي فرانسیس متیو په خپل حکم کې فیسبوک له کلونو راهیسې په سرغړونو تورن کړی او د ۲۵ میلیارد ډالرو جریمه یې پرې لګولې ده.
مِتا دا پرېکړه نه ده منلې او ډاډ یې ښوولی چې د بیا کتنې په پړاو کې به قضیه وګټي.