نړۍ
امریکا پریکړه کړې په موقتي ډول د اوکرایني ماشومانو د اختطاف د ادعاوو پروژه بیا پيل کړي
د امریکا متحده ایالتونو پریکړه کړې ده چې هغه پروژه په موقتي ډول بیا پيل کړې چې د اوکرایني ماشومانو د اختطاف د ادعاوو مربوط ده.
روسیې د دوه زره دوه ویشتم کال د مارچ په میاشت کې پر اوکراین برید وکړ، د دې حملې له پيله تر اوسه داسې راپورونه خپاره شوې دي چې روسیې یو شمیر اوکرایني ماشومان ورسره خپلې خاورې ته وړې دي.
ماسکو دا ادعا رد کړې ده.
له څو کلونو راهیسې د امریکا له لورې د دې تمویلیدونکې پروژې هڅې چې د ییل پوهنتون هم پکې ونډه لرله، د دې سبب شوه چې د نړیوالې جزایي محکمې له لورې د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین او د کرملین د ماشومانو پر مدافع وکیل تورونه ولګول شي.
د ییل پوهنتون څیړونکو موندلې ده چې پوتین او د روسیې یوشمیر نور جګپوړي چارواکي په مستقیم ډول د داسې تنظیم شوي کمپاین برخه دي، چې د روسیې تر واک لاندې اوکراینیي سیمو څخه ماشومان روسیې ته انتقالوي او هلته یې د اوړي کمپونو او یوشمیر کورونو ته سپاري چې په خپله خوښه دې چارې ته چمتو کیږي.
څیړونکو ویلي دي چې دا چاره د ماشومانو د پلرونو او میندو یا هم قانوني سرپرستانو له پیژندلو پرته ترسره شوې ده.
د روانې میاشتې په پيل کې د ییل مرکز اجراییوي رییس ناتانیل رمند د ازادې اروپا ازادي راډیو ته ویلي و چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې پروژې تمویل درولی چې هغه دا اقدام د جنګي جنایتونو د ثبت هڅو ته یو ستر ګوزار بللی و.
د ټرمپ ادارې هم څېړونکو ته اجازه نه وه ورکړې چې خپل ثبوتونه د نړیوالې جزایي محکمې څارنوالانو ته وسپاري. سپینې ماڼۍ د هاګ نړیوالې محکمې ته سخت غبرګون ښودلی و، آن تر دې چې د دې محکمې مشروعیت یې تر پوښتنې لاندې راوستی و.
خو د واشنګتن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې د دې اونۍ په ترڅ کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپله پریکړه بېرته واخیسته او د څېړونکو لپاره یې د ۶ اوونیو اضافي تمویل برابر کړ، څو دوی خپل راټول شوي ثبوتونه د اروپايي اتحادیې د پولیسو ادارې ته وسپاري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سمدلاسه د دې پرېکړې په اړه تبصره نه ده کړې او نه هم ریمنډ سره سمدستي اړیکه نیول شوې ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ټرمپ: د ایران جګړه به د امریکا له منځپړاوه انتخاباتو وروسته پای ته ورسېږي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په ډالاس کې خبریالانو ته وویل، تمه لري چې له ایران سره روانه جګړه به د نوومبر له منځپړاوه انتخاباتو سمدستي وروسته پای ته ورسېږي.
ده ویلي چې تهران هڅه کوي د امریکا پر انتخاباتو اغېز وکړي.
ټرمپ ویلي، د جګړې د دوام له امله د تېلو بیې لوړې شوې دي او ښايي تر انتخاباتو وروسته بېرته راټیټې شي. نوموړي په داسې حال کې د جګړې د پای خبره کړې چې د امریکا او ایران ترمنځ شخړه لا هم روانه ده او د دواړو لورو ترمنځ د دیپلوماټیکو خبرو د بیا پیل څرک نه لیدل کېږي.
بریتانیا لوېدیځه غاړه کې له یهودي مېشتو ښارګوټو پر وارداتو بندیز اعلان کړ
د بریتانیا حکومت لوېدیځه غاړه کې له یهودي مېشتو ښارګوټو څخه پر وارداتو بندیز اعلان کړ.
روېټرز خبري اژانس راپور ورکوي چې د بریتانیا صدراعظم، اندي برنهام د چهارشنبې په ورځ (د وږې ۱۸مه) پارلمان ته خپله وینا کې د حکومت له دغې پرېکړې دفاع وکړه.
پر وارداتو د بندیز تر څنګ په دغو ښارګوټو کې ځینو کمپنیو او افرادو باندې هم بندیز لګول شوی دی.
بریتانیا، کاناډا او فرانسه غواړي د دغو ښارګوټو د پراختیا د مخنیوي لپاره په اسرائیلو فشار وارد کړي.
اسرائیلو په غبرګون کې په بیتالمقدس کې د بریتانیا د قونسلګرۍ د تړلو امر کړی او ۱۲ کسه بریتانویانیې اسرائیلو ته ممنوعالدخول اعلان کړي دي.
د سوریې د وسلو په یوه مرکز کې چاودنه؛ ۴ تنه وژل شوي او ۱۰ ټپیان دي
د سوریې چارواکو د چهارشنبې په ورځ (وږې ۱۸مه) وویل په ادلب ولایت کې د جګړو څخه د پاتې وسلو او مهماتو د راټولولو په یو مؤقت مرکز کې د چاودنې له امله ۴ کسه مړه او ۱۰ تنه نور ټپیان شوي.
د سوریې دولتي خبري اژانس "سانا" د دفاع وزارت چارواکو له قوله وویل چې چاودنه سرمدا ښار ته نږدې شوې ده.
د روېټرز خبري اژانس د ۱۴ کسانو د مړینې خبر ورکړ.
سرمدا د ادلب ولایت شمال کې ګڼ مېشتی ښار او د سیمې د سوداګرۍ اصلي مرکز دی.
په نړۍ کې د تیلو د یوه بیرل بیه نژدې سل ډالرو ته لوړه شوه
په منځني ختیځ کې د شخړو او د ایران او امریکا ترمنځ پریوبل د بریدونو له زیاتیدو سره په نړیوالو بازارونو کې د اومه تیلو د یوه بیرل بیه نژدې سل ډالرو ته رسیدلې ده.
په اسیايي بازارونو کې د برېنټ تېلو د یوه بیرل بیه ۹۹ ډالره او ۶۳ سېنټو او د امریکا د وېسټ ټېکزاس د انټرمیډیټ تېلو د یوه بیرل بیه هم نږدې ۹۵ ډالرو ته رسیدلې. دا په نږدې دوو میاشتو کې د تېلو تر ټولو لوړه بیه بلل کېږي.
د یمن د کورنۍ جګړې پراخوالی او د یمن د حوثیانو له خوا د سعودي عربستان د انرژۍ پرتاسیساتو بریدونه په نړۍ کې د تیلو د بیو د پام وړزیاتوالي مهم لاملونه بلل کیږي.
امریکا او ایران پر یوبل بریدونه بیا زیات کړي دي
د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ سینټکام نن چهارشنبې اعلان وکړچې د ایران پنځه تیل وړونکې بیړۍ یې د عمان په خلیج کې ویجاړې کړې دي.
سینټکام په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پربیړیو دغه بریدونه وروسته له هغې وشول چې سپاه پاسداران ځواکونو په تیرو دوو ورځو کې په بریدونو کې د امریکا د سمندري ځواک دوه بیړۍ په نښه کړې وې خو ورته زیان ندی رسیدلی. د خبرپاڼې له مخې امریکایي ځواکونو د عمان په خلیج کې «کاویز»، «چارمینار»، «هورایزن ۱» او «ریسکو» نومي ټانکرونه او د ایران د خارک ټاپو ته نږدې «دریا» ټانکرونه ویجاړ کړي دي.
د سینټکام په وینا د تیلو دغه ټانکرونه د ایران د تېلو د یوې څو میلیارد ډالري شبکې برخه وو چې ادعا کېږي د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو او په سیمه کې یې د هغوی د متحدینو لپاره مالي سرچینې برابرولې. ایران د دغو بریدونو په غبرګون کې په اردن کې د امریکا پوځي اډه په نښه کړې ده.
د اردن چارواکو په وینا، ایران تېره شپه د دې هیواد پر لور ۲۰ بالستیک توغندي توغولي وو چې د هوايي مدافعې سیسټمونو یې ۱۸ توغندي شنډ کړل، خو دوه نور پرهغو سیمو ولګیدل چې څوک پکې نه اوسي. په دغه بریدونو کې د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.
په عین حال کې سپاه پاسداران ځواک ادعا کړې چې د امریکا پر دوو جنګي بېړیو او په اتو نورو تیل وړونکو بیړیو یې بریدونه کړي او درانه زیانونه یې ور اړولي دي. خو دغه ادعا تر اوسه په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.
پر اسرائیل د ۱۲ هېوادونو تازه فشار؛ یهودي مېشتځایونو سره سوداګري محدودوو
د ۱۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو چې بریتانیا، کاناډا او فرانسه هم پهکې شامل دي، د سې شنبې په ورځ د «وږي په ۱۷مه» اعلان وکړ چې د یهودي مېشتځایونو لهخوا د فلسطیني سیمو پر اوسېدونکو د بریدونو د زیاتېدو په غبرګون کې به په لوېدیځه غاړه کې له یهودي مېشتځایونو سره پر سوداګرۍ محدودیتونه ولګوي.
د ډنمارک، فنلنډ، ایسلنډ، ایرلنډ، ناروې، پولنډ، پرتګال، هسپانیې او سویډن د بهرنیو چارو وزیرانو هم په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې له دغو مېشتځایونو سره د سوداګرۍ د محدودولو هوډ لري.
دغو هېوادونو ویلي چې د مېشتځایونو پراختیا او د مېشتځایونو د اوسېدونکو د تاوتریخوالي زیاتېدل، د دوو دولتونو حللارې ته د رسېدو امکان کمزوری کوي.
دوی هغې طرحې ته اشاره کړې چې له مخې بهیې اسرائیل او فلسطین د دوو جلا دولتونو په توګه یو د بل ترڅنګ په سوله کې ژوند کوي.
د اسرائیل د حکومت چارواکو له دغه ډول طرحې سره مخالفت کړی دی.
بریتانیا اعلان کړی چې په اشغال شویو سیمو کې له غیر قانوني مېشتځایونو څخه به د مالونو واردات منع کړي او فرانسې هم ویلي چې له دغو مېشتځایونو سره به سوداګري ودروي.
د اسرائیل چارواکو د دغو هېوادونو دغه اقدام غندلی دی.
د راپورونو له مخې، د لوېدیځې غاړې په مېشتځایونو کې له ۵۰۰ زرو څخه ډېر یهودان ژوند کوي.
د اسرائیل د مالیې وزیر د «وږې په ۱۵مه» ویلي و چې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو د لوېدیځې غاړې د ځینو هغو مېشتځایونو د تخلیې امر کړی چې د اسرائیل د قوانینو له مخې غیر قانوني بلل کېږي.
سعودي عربستان په خپله خاوره د حوثیانو برید وغنده
سعودي عربستان په خپله خاوره د حوثیانو برید چې په نتیجه کې یې ۷۳ کسان ټپيان شول وغانده او وايي چې د ځان څخه دفاع لپاره به ټولو اقداماتو ته مخه کړي.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې ورځې ( وږي ۱۷) اعلامیه له حوثیانو غواړي چې د کړکیچ د زیاتولو د هرډول اقداماتو او پر بیړیو بریدونو څخه لاس واخلي.
دیمن حوثیانو چې دتهران له ملاتړه برخمن دي په ریاض تور لګولی دی چې د یمن په شمال کې په یوه زندان باندې هوايي برید کې یې لږترلږه اوه کسه وژلي دي.
زیلنسکي: روسیې په کیف کې مهم تاسیسات په نښه کړي
د اوکراین ولسشمر وايي روسیې په کیف باندې په یو شپني برید کې مهم تاسیسات په نښه کړي دي.
ولودیمیر زیلنسکي نن سه شنبې ( وږي ۱۷) پرخپله ایکسپاڼه لیکلي دي چې "دا یوه پیچلې حمله وه چې روسانو زیار وکړ په داسې ډول یې پلان کړي چې د بالستیک توغندیو ، کروز او بیړۍ ضد راکټونو او شاهد ډوله بې پیلوټو الوتکو په کارولو سره خلکو ته زیان ورسوي.
داوکراین ولسمشر ددغه برید د مرګ ژوبلې په هکله څه نه دي ویلي.
په اوکراین د روسیې نا موجه پراخ برید چې د ۲۰۲۲ کال د فبروري په ۲۴ پیل شو تراوسه هم دوام لري.
د امریکا پوځ وايي د ایران د محاصرې په ترځ کې یې د لسګونو تجارتي بېړیو مسیر بدل کړی دی
په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځ مرکزي قومانداني (سنتکام) وايي، د ایران د بندرونو د سمندري محاصرې د نوي پړاو په ترڅ کې، امریکايي ځواکونو تر اوسه د ۹۴ تجارتي بېړیو مسیر بدل کړی دی.
سنتکام د دوشنبې په ورځ (د وږي ۱۶مه) اعلان وکړ چې تر اوسه امریکايي پوځ درې بېړۍ له فعالیت څخه غورځولې او دوه نورې یې تلاشي کړې دي.
سنتکام ټینګار کوي چې دغه اقدامات د دې لپاره ترسره شوي څو ډاډ ترلاسه شي چې د ایران سمندري محاصره په بشپړ ډول رعایت کېږي.
سنتکام پر اېکسپاڼې د «یواساس جورج اېچ. ډبلیو. بوش» الوتکېوړونکې بېړۍ څخه د شپې د عملیاتو په مهال د یوې F-18 ډوله جنګي الوتکې د پورته کېدو انځور هم خپور کړی او ویلي یې دي چې دغه بېړۍ په عربي سمندر کې د ایران پر وړاندې د امریکا د محاصرې د ملاتړ لپاره فعالیت کوي.
سیمه کې پر امریکايي شرکتونو د برید په اړه د تهران تازه خبرداری
د ایران د پارلمان رئیس او له امریکا سره د مذاکراتي پلاوي مشر محمد باقر قالیباف، امریکا ګواښلې چې که د ایران د تېلو او ګازو پر تأسیساتو برید وکړي، ایران به په سیمه کې د تېلو او ګازو امریکايي شرکتونه په نښه کړي.
قالیباف د دوشنبې په ورځ د «سپټمبر ۷مه» په اېکسپاڼه ولیکل چې "موضوع ساده ده: دلته د تېلو او ګازو د تولید ځنځیر پراخ، د لاسرسي وړ او زیانګالی دی. په ټوله سیمه کې د تېلو او ګازو امریکايي شرکتونه او د هغوی تأسیسات هم په همدې کچه له خطر سره مخ دي".
هغه زیاته کړې چې "که زموږ پر تأسیساتو برید وکړئ، موږ به هم تاسو په نښه کړو. موږ دا کار مخکې هم کړی دی. له هغو اډو څخه پوښتنه وکړئ چې نور د کارونې وړ نهدي".
د قالیباف دغه څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د امریکا د دفاع وزیر پیت هګست ایران ته خبرداری ورکړی چې په امریکايي بېړیو دې برید نهکوي.
هګست ایران ته ویلي و "موضوع ساده ده: که ایران پر امریکايي بېړیو ډزې وکړي، موږ به د هغوی تېلوړونکې بېړۍ لهمنځه یوسو او ډوبې بهیې کړو. هغوی باید پر امریکايي سمندري ځواکونو ډزې ونهکړي".