خبرونه
د امریکا ولسمشر یو وار بیا په افغانستان کې د پاتې وسلو غوښتنه وکړه
د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ یو واربیا ویلي، که څه هم په افغانستان کې پاتې شوې وسلې زړې شوي، خو امریکا یې ممکن د بېرته ورسپارلو غوښتنه وکړي.
ټرمپ د ښځو په اړه په یوه غونډه کې، بې له دې چې د چا نوم واخلي، ویلي: افغانستان ته یې میلیاردونه ډالر ورکړي، او ممکن هغه بېرته ورڅخه وغواړي.
د امریکا ولسمشر تر دې وړاندې هم څو ځلې ویلي و چې له امریکا څخه پاتې شوې وسلې به له طالبانو څخه بېرته وغواړي. ده د دغو وسلو ارزښت ۷ میلیارد ډالره بللی و.
خو طالبانو ویلي چې له امریکا څخه پاتې شوې وسلې د غنیمت مال ګڼي او هیچا ته به یې ورنه کړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د افغانستان د کریکټ ملي ټیم راتلونکې مارچ میاشت سیریلانکا سره لوبې کوي
د افغانستان کریکـټ بورډ راتلونکې میاشت سیریلانکا سره د لوبلړۍ مهالویش اعلان کړ.
د درې شل اوریزو او درې ۵۰ اوریزو دغه لوبلړۍ د مارچ میاشتې په ۱۳ پیل او په ۲۵ پای ته رسیږي.
افغانستان په متحدوعربي اماراتو کې ددغې لوبلړۍ کوربتوب کوي چې شل اوریزې لوبې په شارجه او ورپسې ۵۰ اوریزې لوبې یې په دبۍ کې ترسره کیږي.
د افغانستان د کریکټ ملي ټیم د نړیوال شل اوریز جام څخه چې لوبې یې په هند او سیریلانکا کې روانې دي په ګروپې مرحله کې وروسته لدې خارج شو چې نیوزیلند اوجنوبي افریقا ته یې لوبې وبایللې او له کاناډا او متحدو عربي اماراتو یې لوبې وګټلې.
افغانستان کې د طالبانو حکومت د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ادعا رد کړه
افغانستان کې د طالبانو حکومت د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دا خبره رد کړه چې وايی په افغانستان کې د ترهګرو ډلو زرګونه جنګیالي شتون لري.
د طالبانو دحکومت ویاند ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز خصوصي ټلویزیون ته وویل چې افغانستان امن دی او د هیواد ټوله جغرافیه دیو واحد حاکمیت ترواک لاندې ده او بهرنۍ ډلې په کې د فعالیت توان نلري.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړه چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دغه ادعا پخوانۍ ده او له روسیې وغوښتل چې دافغانستان واقعیتونه درک کړي اوپه ټکو یې خپل رپوټونه دعیني واقعیتونو په اساس نوي کړي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت په خپل ویبسایټ کې ویلي چې په افغانستان کې د نړیوالو تروریستي ډلو د جنګیالو شمیر له ۲۰ - ۲۳ زرو کسانو ته رسیږي چې نیمایي برخه یې بهرني اتباع دي.
د یادونې وړ ده چې روسیه په نړۍ کې یواځنۍ هیواد دی چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پیژندلی دی.
هند خپلو اتباعو ته سپارښتنه کړې چې ژر تر ژره له ایران ووځي
په داسې حال کې چې رپوټونه وايی ټرمپ په ایران باندې یو برید ته لیوالتیا ښودلې ،هند له خپلو اتباعو غوښتي چې سمدلاسه له ایران څخه ووځي.
د هند حکومت یو ځل بیا په ایران کې خپلو اتباعو ته سپارښتنه وکړه چې ژر تر ژره له دغه هیواده ووځي.
په تهران کې د هند سفارت د دوشنبې په ورځ په یوه نوې اعلامیه کې له خپلو اتباعو څخه غوښتنه وکړه چې خپل هیواد ته د ستنیدو لپاره د سوداګریزو الوتنو په ګډون د ترانسپورت له ټولو شته لارو څخه کار واخلي.
دا سپارښتنه په منځني ختیځ کې د جګړې د احتمال او د تهران او واشنګټن ترمنځ د کړکیچ د زیاتیدو د اندیښنو په ترځ کې راځي.
په اعلامیه کې په ایران کې له ټولو هندي اتباعو څخه داهم غوښتل شوي چې په غونډو یا لاریونونو کې له ګډون څخه ډډه وکړي، په ایران کې د هند سفارت سره په تماس کې پاتې شي، او د ممکنه پرمختګونو لپاره سیمه ایزې رسنۍ تعقیب کړي.
بلخوا ، نیویارک ټایمز د امریکا د حکومت د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په راتلونکو ورځو کې پر ایران یوهدفمند برید ته لیوالتیا څرګنده کړې ترڅو د ایران حکومت ته وښيي چې باید د اټومي وسلو د جوړولو له وړتیا په بشپړه توګه لاس واخلي.
اروپايي اتحادیه سلا نشوه چې په روسیې باندې نوي بندیزونه ولګوي
اروپايي اتحادیې په روسیه باندې د نویو بندیزونو په اړه موافقه ونکړه.
پلان شوې وه چې دغه بندیزونه د روسیې لخوا په اوکراین باندې د بشپړ برید د څلورمې کلیزې په مناسبت پلي شي .
د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې داروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه، د هنګري او سلواکیا د مخالفت له امله موافقې ته ونه رسیده.
د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ د ادارې مشرې کایا کالاس وویل: " دیته په کتو چې سبا د جګړې د پیل غمجنه کالیزه ده ، زه واقعا خواشینې یم چې موږ نن موافقې ته ونه رسیدو ، ځکه چې موږ باید اوکراین ته د ملاتړ یو پیاوړی پیغام واستوو - او همدارنګه په روسیه باندې قوي فشار راوړو."
میرمن کالاس زیاته کړه چې په روسیه باندې د اروپايي اتحادیې د بندیزونو په دغې بستې باندې کار به دوام ولري.
روسیه باندې د نویو بندیزونو په وړاندې د هنګري او سلواکیا مخالفت خپله بندیزونو سره تړاو نلري بلکه د اوکراین له لارې د مرکزي اروپا دغو دواړو هیوادونو ته د " دروژبا" پایپ لاین څخه د د روسي تیلو د وارداتو د دریدو سره تړاو لري چې دتیرې جنوري میاشتې راهیسې د پایپ لاین د ویجاړې له امله دریدلې دي.
بوداپست وايي ترڅو چې اوکراین د غه پایپ لاین نه وي پرانیستی په روسیې نوي بندیزونه به ونه مني.
د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ مشره وايي د کندهار او کابل طالبان څه توپیر نه لري؛ افغان ښځې له سختو بشري سرغړونو سره مخ دي
د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې مشرې انالینا بربوک په افغانستان کې له کار او زده کړو د ښځو او نجونو محرومیت د بشري حقونو تر ټولو کلکه سرغړونه وبلله.
هغې نن دوشنبه په جنوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۶۱ ناستې ته خپله وینا د افغان ښځو او نجونو د حقونو په موضوع پیل کړه.
بربوک تر دې مخکې د جرمني د بهرنیو چارو وزیره وه. هغې د وزارت پر مهال هم د افغان ښځو او نجونو د حقونو د نقض په تړاو خپل غږ پورته کړی وو.
اغلې بربوک دغو بشري حقونو سرغړونو ته په پام چې د دې په خبره ځینې یې جنسیتي اپارتاید بولي نړیوالې ټولنې ته د طالبانو په وړاندې د نرم چلند خبرداری ورکړ.
اغلې بربوک وویل هغه تصور چې د کندهار د طالبانو په پرتله د کابل ډله معتدله دي ناسم ختلی دی.
د ملګرو ملتونو دې جګپوړې چارواکې همداراز وویل دوی په دې بحثونه کوي چې څنګه افغانستان کې اړمنو ته بشري مرستې ورسوي دې ته په پام چې د ملګرو ملتونو د دفاترو په ګډون افغان ښځې له کار کولو منع شوي دي.
ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ د پاکستان پر ضد شکایت ثبت کړی
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ وايي چې پر افغان خاوره د پاکستان د وروستیو بریدونو په تړاو یې امنیت شورا ته خپل رسمي شکایت وسپاره.
د دې استازولۍ مشر نصیراحمدفایق دوشنبه سهار په خپله ایکس پاڼه په بیان کې لیکلي چې: «موږ د دغو سرغړونو د سمدستي بندېدو او څېړنې، حساب ورکولو، د ځمکنۍ بشپړتیا درناوي، د ملګرو ملتونو منشور ته ژمنتیا، او د نړیوالو قوانینو بشپړ رعایت غوښتنه کوو.»
د فایق په خبره د پاکستان په وروستیو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون عام وګړي وژل شوي.
د شنبې ماخوستن ناوخته د پاکستان جټ الوتکو په ننګرهار او پکتیکا کې یو شمېر سیمې بمبار کړې.
د ننګرهار په بهسودو کې د ښځو او ماشومانو په شمول د یوې کورنۍ اتلس کسان وژل شوي.
اخوا د پآکستان د پوځ مطبوعاتو ادارې ای اس پي ار نن په یوه بیان کې بیا لیکلي چې افغانستان کې د طالبانو حکومت د هغو وسله والو په ځپلو کې پاتې راغلی چې د دوی په ادعا له افغان خاورې پر پاکستان بریدونه پلان او ترسره کوي.
ای اس پي ار زیاته کړې چې د پاکستان پوځ به د دغو وسله والو پر ضد خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا خبرداری ورکړی چې د پاکستان په څېر دوی ملکیان هدف نه شي ګرځولی بلکې پاکستاني پوځیان به په نښه کړي:
"د دغو بریدونو په ځواب کې پاکستاني پوځیان په نښه کړو".
ښاغلي مجاهد دا خبره د یکشنبې په ورځ له اریانا نیوز سره په یوې مرکه کې کړې ده.
د پوهني وزارت؛ د پاکستان په بریدونو کې اته زده کوونکي وژل شوي
د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت وايي، د ننګرهار په بهسود کې والسولۍ کې د پاکستاني پوځ په بریدونو کې اته زده کوونکي وژل شوي دي.
دغه وزارت د یکشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، وژل شویو کې پنځه هلکان او درې نجونې شاملې دي.
د اعلامیې په ټکو، د پکتیکا په برمل والسولۍ کې د پاکستان د پوځ په بریدونو کې د مدرسې یو بل زده کوونکی ټپي شوی دی.
پاکستاني پوځ د یکشنبې په ورځ په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې هوايي بریدونه وکړل.
د ننګرهار د امنې قومندانۍ ویاند ازادي راډيو سره خبرو کې ویلي، "د پاکستاني پوځ په بریدونو کې په بهسودو ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ ۱۸غړي وژل شوي دي".
د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي،"په دغو هوايي بریدونو کې يې د تحریک طالبان پاکستان او داعش ډلې ۷ غړي وژلي دي".
خو طالبان وايي،" په هوايي بریدونو کې په نښه شوي او وژل شوي کسان ټول ملکیان دي".
دعمان د بهرنیو چارو وزیر؛د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو دریم پړاو د پنجشنبې په ورځ په جینوا کې پیلږي
د عمان د بهرنیو چارو وزیر وايي، د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو دریم پړاو د پنجشنبې په ورځ په جینوا کې پیلږي.
بدرالبوسعیدي پرون یکشنبه ماښام پر خپلې ایکس پاڼې ولیکي،"خوشاله یمه چې تاییدوم چې ایران او امریکا د پنجشنبې په ورځ په جینوا کې خبرو ته کېني، دا خبرې د توافق د ترلاسه کیدو لپاره یو بل مثبت ګام دی".
بل پلو، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي امریکايي سی بي اس خبري شبکې سره په مرکه ویلي،" د دې احتمال شته چې د پنجشبې په ورځ د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي سټیف ویتکاف سره په جینوا کې دریم پړاو خبرې پیل کړو".
د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو لومړی پړاو په عمان او دویم پړاو يې د تیرې سه شنبې په ورځ په جینوا کې ترسره شو.
د عمان د بهرنیو چارو د وزیر له اعلان مخکې د اکسوس په نوم یوې امریکايي ویب پاڼې د یوه امریکايي لوړ پوړي چارواکي په حواله ویلي،" که ایران په راتلونکو ۴۸ساعتونو کې د خپل اټومي پروګرام په اړه امریکا ته یوه تفصیلي طرحه وړاندې کړي د دې احتمال شته چې د خبرو اترو دریم پړاو په جینوا کې د جمعې په ورځ ترسره شي".
هغه ۲۱کلن ځوان وژل شوی چې غوښتل يې په مارالاګو کې د ټرمپ استوګنځای ته داخل شي
په امریکا کې د قانون د تنفیذ چارواکي وايي، هغه سړی يې په ډزو وژلی چې غوښتل يې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ مارالاګو استوګنځای ته په غیرقانوني توګه ننوزي.
رویترز خبري اژانس د سرچینو په حواله ویلي،"دغه کس استین تاکر مارتین نومیږي او ۲۱کلن دی".
د رویترز په ټکو، تاکر چې د شمالي کارولینا څخه دی، د یکشنبې په غرمه يې غوښتل د فلوراید ایالت په پالم بیج کې د ولسمشر ټرمپ استګنځای ته داخل شي.
هغه مهال ټرمپ په واشنګټن کې و.
تراوسه د برید انګیزه معلومه نه ده او د پېښه په اړه څیړنې روانې دي.
له دې وړاندې په ۲۰۲۴کال کې دوه ځلې پر ولسمشر ټرمپ د ورته بریدونو هڅه شوې وه.
د کرکټ په شل اوریز نړیوال جام کې نن زیمبابوه او ویسټ انډیز لوبډلې سیالۍ لري
د کرکټ په روان نړیوال شل اووریز جام کې نن دوشنبې زیمبابوه او ویسټ انډیز لوبډلې سیالۍ لري.
دغه لوبه د کابل په وخت د ماښام ۶ بجې پیلږي.
په دغه نړیوال شل اووریز جام کې پرون یکشنبې انګلستان د ۵۱منډو په توپیر سریلانکا او سویلي افریقا۷۶منډو په توپیر هند ته ماتې ورکړه.
هند او سریلانکا د سږکال د شل اووریز نړیوال جام کوربه هېوادونه دي.