د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۰۲

آی پي ایل: نور احمد غوره لوبغاړی شو


نور احمد
نور احمد

د هند د کرکټ د غوره لیګ یا آی پي ایل د سیالیو په دوهمه ورځ تېره شپه چینای سوپرکینګز لوبډلې، مومبی انډینز ته په ۴ ویکټونو ماته ورکړه.

د چینای سوپرکینګز په بري کې د افغان لوبغاړي نوراحمد ښې توپ اچونې ډېر رول ولوباوه.

نور احمد په ۴ اورونو کې نه یوازې د سیالې لوبډلې ۴ تکړه لوبغاړي وسوځول، بلکې تر ټولو لږ منډې یعني یوازې اتلس منډې یې ورکړې.

د ښې لوبې په خاطر نور احمد د تېرې شپې د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.

ټاکل شوې ده چې د هند د کرکټ د غوره لیګ د سیالیو په دوام کې نن ډیلي کپیټلز له لکنهو سوپر ګېنټس سره مخامخ شي.

آی پي ایل په نړۍ کې د کرکټ د سیالیو تر ټولو ستر لیګ دی.


XS
SM
MD
LG