د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۴۹

نړیوال سور صلیب وايي، شاوخوا ۸۰ سلنه افغانان کافي اوبو ته لاس‌رسی نه لري


په داسې حال کې چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې پاکو اوبو ته د خلکو د لاس‌رسي په اړه لا له وړاندې اندېښنې موجودې دي، تازه د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) ویلي، د افغانستان شاوخوا ۸۰ سلنه افغانان کافي اوبو ته لاس‌رسی نه لري.

دې کمېټې د مارچ ۲۲مه د اوبو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله د ایکس/ پخواني ټویټر پاڼه کې په یو بیان کې لیکلي دي، چې اوبو ته لاس‌رسی په افغانستان کې مهمه موضوع ده، او دا ستونزه عامه روغتیا، غذايي امنیت او د دې هېواد اقتصادي پرمختګ اغېزمنوي.

په ورته وخت کې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) وايي، چې د افغانستان یخچالونه د کرنې لپاره اړینې اوبه برابروي، خو د اقلیم د بدلون له امله د دغو یخچالونو چټک ویلي کېدل د اوبو لګولو او د خوراکي موادو تولید ګواښي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د اوبو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله ایکس/ پخواني ټویټر پاڼه کې له اقلیمي بدلون سره د مقابلې لپاره د افغانستان د طبیعي یخچالونو پر ساتنې ټینګار کړی دی.

په همدې حال کې، د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي، چې د څښلو او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره د اوبو له کمښت سره مخ دي.

د کابل ولایت د ده‌سبز ولسوالۍ یو اوسېدونکي، نذیر سحري، ازادي راډیو ته وویل:

"د پاچا صاحب په سیمه کې د غره د لمنې په طرف هېڅوک د څښلو پاکې اوبه نه لري، خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي، هغه کسان چې توانايي لري، هغوی د ځانونو لپاره ژورې برمې ویستلي دي، خو خلک له ډېرو لیرو سیمو د خپلو کورنیو لپاره د څښلو پاکې اوبه راوړي."

کروندګر خیرالله، چې د هرات د غوریان ولسوالۍ اوسېدونکی دی، وايي، د ځمکو د خړوبولو لپاره د اوبو د کمښت له ستونزې سره مخ دی.

"له بده مرغه دا زموږ لپاره په یوه جدي ستونزه بدله شوې ده، ډېری بزګران او کروندګر د خپلو کروندو د خړوبولو لپاره له خپلو ساه‌ګانو نه ګټه اخلي، خو دا ډېرو پیسو ته اړتیا لري، ځکه باید لمریزې شیشې ولګول شي، خو زموږ ډېری کروندګر دا توانايي نه لري."

د اوبو د برخې یو شمېر متخصصین په افغانستان کې د اقلیمي بدلون منفي اغېزې، اوبو ته د خلکو د اړتیاوو ډېرېدل، د اوبو د سرچینو کمېدل او د اوبو د مصرف په برخه کې د یوې روښانه پالیسۍ نه‌موجودیت، د اوبو د کمښت اصلي لاملونه بولي.

له ډلې یې ډاکټر فیاض عزیزي ازادي راډیو ته وویل:

"د دې ستونزې د حل لپاره د اوبو د وړو بندونو جوړول اړین دي، دغه راز باید د اوبو په بې‌ځایه مصرف کې د خلکو رول ډېر مهم وګڼل شي، حکومت باید په دې برخه کې سخت قوانین عملي کړي، تر څو د اوبو د بې‌ځایه مصرف مخه ونیول شي. د دې ترڅنګ باید حکومت د اوبو د مدیریت لپاره پالیسۍ رامنځته کړي او د دې لپاره باید ځانګړې بودجې وټاکل شي، تر څو اوبه مدیریت او د اوبو د بحران مخه ونیول شي."

د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند اخترمحمد نصرت په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړ، خو د تېر لمریز کال د حوت په ۶مه، د دې وزارت مرستیال مجیب‌الرحمن عمر په کابل کې د اوبو په نړیوال کنفرانس کې ویلي و، چې اوس‌مهال د افغانستان ۶۵ سلنه خلک د څښلو پاکو اوبو ته لاس‌رسی نه لري.

نوموړي لسیزو جګړې، په ښارونو کې د نفوس زیاتوالی، وچکالي او اقلیمي بدلون د افغانستان د اوبو د کمښت لاملونه بللي و.

XS
SM
MD
LG