د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۱۵

د طالبانو له بندیزونو او اقتصادي ستونزو ، سږنی نوروز کم رنګه کړی


په افغانستان کې د ۱۴۰۴ لمریز کال په رارسېدو سره یو شمېر افغانان وايي، سږنی نوروز د پخوا په څېر نه دی، او د اوسنیو شرایطو، اقتصادي ستونزو او د ټولنیزو محدودیتونو له امله یې دا ورځ نه ده نمانځلې.

د کابل او مزار شریف یو شمېر اوسېدونکي، چې پخوا به یې د نوروز جشن په ښه ډول نمانځه، سږ کال وایي، کیسه پخوانۍ نه ده.

د بلخ ولایت د مزار شریف ښار اوسېدونکی او فرهنګي فعال رسول ملکزی د ۱۴۰۴ لمریز کال د وري په لومړۍ نېټه، د جمعې په ورځ، ازادي راډیو ته وویل:
"پخوا به نوی کال داسې لمانځل کېده چې دلته، په روضه مبارکه کې به جنډه پورته کېده، خلک به له بېلابېلو سیمو څخه راتلل، حکومتونه به یې رسمي لمانځنه کوله، خلک به تفریح ته وتل او تاریخي ځایونه یې کتل. خو درې کاله کېږي چې مطلق چوپتیا ده، ځکه چې د اوسني نظام له قوانینو سره سم، دا ورځ نه لمانځل کېږي. له یوې خوا روژه ده او له بلې خوا د شرایطو له کبله نه جنډه پورته کېږي او نه نوروز لمانځل کېږي."

د تېر جمهوري نظام پر مهال به، مزار شریف کې د حضرت علي (رض) په روضه کې د نوروز میلې رسمي مراسم ترسره کېدل.

د طالبانو تر بیا ځلي واکمنۍ مخکې په مزار شریف کې د نوروز په ورځ پر روضې د جنډې په پورته کولو نوروز په ځانګړو او پراخو مراسمو لمانځل کیده.
د طالبانو تر بیا ځلي واکمنۍ مخکې په مزار شریف کې د نوروز په ورځ پر روضې د جنډې په پورته کولو نوروز په ځانګړو او پراخو مراسمو لمانځل کیده.


خلک او دولتي چارواکي به د جنډې پورته کولو مراسمو ته راتلل او وروسته به یې بیا د ګل‌سرخ په میله کې ګډون کاوه.

فریبا نوري، چې د کابل ښار یوه اوسېدونکې ده، وایي شرایطو ناهیلې کړې او د نوروز نمانځنې پخوانی شوق نه دی ورپاتې:
"پخوا به مې هفت سین او سمنک جوړول، کورنۍ مو راټولېدې، دوه ورځې مخکې به روضې ته د جنډه پورته کولو لپاره تللو. هغه کیفیت او خوند چې څلور کاله مخکې وو، اوس یې حتی تصور هم نه شم کولای. پخوا به خلک میلو، سیل او سیاحت ته تلل، خو اوس فکر نه کوم چې څوک دومره خوشاله وي چې دا دودونه ترسره کړي."

محمد طاهر، چې د کابل یو بل اوسېدونکی دی، وایي د اقتصادي ستونزو له امله یې په وروستیو کلونو کې د نوروز لپاره هیڅ چمتووالی نه دی نیولی او نه یې له کورنۍ سره نمانځلی دی:
"سږ کال مو د نوي کال لپاره هیڅ ځانګړی چمتووالی نه دی نیولی، ځکه اقتصاد کمزوری دی. زموږ اقتصاد ښه نه دی، نه یې شو نمانځلی، داسې نه ښکاري چې نوروز وي، نوې جانې مو نه دي اخېستې، هفت میوه مو نه ده جوړه کړې، ان چا ته مو مبارکي هم نه ده ویلې."

خلک وايي، چې د اقتصادي ستونزو ترڅنګ، د نوروز او روژې یو ځای کېدو او د کوچني اختر نږدې کېدو هم دا نمانځنه پیکه کړې ده.

طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له رسېدو وروسته د نوروز رسمي رخصتي له منځه یوړه، خو اعلان یې وکړ چې خلک کولای شي دا جشن په شخصي ډول ونمانځي.
د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد، هغه مهال ازادي راډیو ته ویلي و، چې نوروز به نور د افغانستان د حکومت له خوا په رسمي ډول ونه نمانځل شي، خو خلک په خصوصي ډول د نمانځنې اجازه لري.

د یادونې ده چې تر طالبانو مخکې کلونو کې به خلکو نوروز ته ځانګړي خواړه، هفت میوه، هفت سین او سمنک جوړول، له مزار شریف ښار سربېره به د کابل په کارته سخي کې هم جهنده پورته کېده، بېلابېلو ولایتونو کې به د وزلوبې او نیزه‌بازۍ لوبې کېدې او دغه شان ځانګړي فرهنګي او تفریحي پروګرامونه به ورته جوړېدل.

نوروز نه یوازې په افغانستان، بلکې په ګڼو نورو هېوادونو کې هم نمانځل کېږي.
د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان یونسکو د ۲۰۰۹ کال د سپټمبر په ۳۰مه، نوروز د “د ګډو ناملموسو فرهنګي میراثونو” په لیست کې ثبت کړ.

XS
SM
MD
LG