د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۵۰

خبرونه

سبا د هند د کرکټ د غوره لیګ سیالۍ پیلږي، ۷ افغان لوبغالي په کې ګډون لري

نور احمد د سږکال په اي پي ایل سیالیو کې تر ټولو کم عمره لوبغاړی دی
نور احمد د سږکال په اي پي ایل سیالیو کې تر ټولو کم عمره لوبغاړی دی

د هند د کرکټ د غوره لیګ( اي پي ایل) سیالۍ سبا پيلیږي.

دا د دې لوبو اتلسم لیګ دی چې لس لوبډلې پکې سیالۍ سره کوي.

سبا به د تیر کال اتله لوبډله کلکته نایټ رایډرز له رایل چلینجرز بنګلور سره مسابقه وکړي.

د ( ای پي ایل) په دې ټورنمنټ کې د افغانستان په شمول د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو لوبغاړي لوبیږي.

سږکال د افغانستان اووه لوبغاړي د ( ای پي ایل) لوبډلو اخیستې دي، راشد خان، کریم جنت، نور احمد لکڼوال، عظمت الله عمرزی، رحمت الله ګربز، فضل حق فاروقي او الله محمد غضنفر.

د ( ای پي ایل) د سږکال د برانډ ارزښت دولس میلیارډه ډالر اټکل شوی دی. تیرکال د دې ارزښت لس اعشاریه اووه میلیارډه ډالرو ته ورسید.

د ( ای پي ایل) دا ټورنمنټ به څه باندې دوې میاشتې، یعني د مې تر پنځه ویشتمې روان وي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د نړۍ په بازارونو کې د تېلو بیې نژدې ۹۴ ډالرو ته لوړې شوې

د نړۍ په بازارونو کې د اومو تېلو د بیو د لوړوالي لړۍ نن هم دوام موندلی او په اروپايي بازارونو کې د برنټ اومو تېلو بیه نژدې ۹۴ ډالرو ته رسېدلې ده.

د امریکا د WTI اومو تېلو بیه هم له ۸۶ ډالرو لوړه شوې ده. د رویټرز د راپور له مخې، برنټ تېل د اکتوبر لپاره شاوخوا ۹۴.۰۶ ډالر او WTI شاوخوا ۸۷.۶۷ ډالر فی بېرل ته رسېدلي دي. 

دا د روانې میاشتې تر ټولو لوړه کچه بلل کېږي. د تېلو د بیو د لوړوالي اصلي لامل د منځني ختیځ روان کړکېچ، د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې او د هرمز تنګي له لارې د تېلو د لېږد په اړه اندېښنې دي. 

بازارونه اندېښمن دي چې د سیمې د کړکېچ دوام ښايي د نړۍ د تېلو په عرضه کې نور اختلالات رامنځته کړي، چې په پایله کې به د تېلو بیې لا لوړې شي.

هند د کابل روغتون ته طبي توکي ولېږل

ارشیف
ارشیف

هند د افغانستان په پلازمېنه کابل کې یوه روغتیايي مرکز ته د طبي توکو مرسته رسولې او ټینګار یې کړی چې له افغان ولس سره به بشري ملاتړ ته دوام ورکړي.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، د طبي توکو دغه مرسته د کابل یوه روغتون ته سپارل شوې ده. د هند له لوري دا اقدام د افغانستان له خلکو سره د بشري او روغتیايي مرستو د دوام په لړ کې بلل شوی دی.

هند وايي، د روغتیايي اړتیاوو په برخه کې افغانانو ملاتړ کوي او هڅه کوي چې د اړتیا وړ طبي توکي روغتیايي مرکزونو ته ورسوي.

امریکا ایران ته د بې‌سارې اقتصادي جګړې ګواښ کړی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، واشنګټن د ایران د اقتصاد پر وړاندې د پراخو او سختو اقداماتو نوی کمپاین پیلوي او هغه هېوادونو ته یې هم د «ډېرو درنو» اقتصادي سزاګانو ګواښ کړی چې له ایران سره سوداګري یا د دغه هېواد ملاتړ وکړي.

ټرمپ د چهارشنبې په ماښام، د اسد ۲۸مه، په خپله خواله رسنۍ «ټروت سوشل» کې ویلي چې د یوه هېواد پر وړاندې «تر ټولو دروند اقتصادي اقدام» اعلانوي. د هغه په وینا، دا به د اقتصادي جګړې او انزوا یو بې‌ساری اقدام وي.

نوموړي خبرداری ورکړی چې هر هېواد، مالي بنسټ، شرکت، هوايي ډګر یا دولتي اداره چې په هر ډول ایران ته د مرستې زمینه برابره کړي، له «ډېرو درنو اقتصادي پایلو» سره به مخامخ شي.

ټرمپ د احتمالي مجازاتو ډول نه دی مشخص کړی او د ایران ترڅنګ یې د کوم بل هېواد نوم هم نه دی اخیستی.

هغه ادعا کړې چې ایران ته یې د یوې هوکړې لپاره ګڼ فرصتونه ورکړي وو، خو د ده په وینا، تهران له دغو فرصتونو ګټه وانخیسته.

له دې اعلان څو ساعته مخکې، د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې له ایران سره به ټول سوداګریز او مالي معاملات تر بلې خبرتیا پورې ودرول شي.

د ایران او متحده عربي اماراتو ترمنځ تاوتریخوالی په وروستیو اوونیو کې یو ځل بیا زیات شوی دی. راپورونه وايي، د اماراتو پر څو تېلو وړونکو بېړیو هم په هرمز تنګي کې بریدونه شوي چې ابوظبي یې مسوولیت پر ایران اچولی دی.

افغانستان او بیلاروس د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړي

د طالبانو د حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، د افغانستان او بیلاروس د ګډې اقتصادي او تجارتي کمېسیون دوهمه غونډه د بیلاروس په پلازمېنه منسک کې ترسره شوې ده.

دغه وزارت د پنجشنبې ورځې، د اسد ۲۹مې، په یوه بیان کې ویلي چې په غونډه کې د دواړو هېوادونو پلاوو ګډون کړی وو. د طالبانو د پلاوي مشري د کرنې وزیر عطاالله عمري او د بیلاروس د پلاوي مشري د کرنې او خوراکي موادو وزیر یوري ګورلوف کوله.

د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د کرنې او مالدارۍ په برخو کې پر همکاریو، د ټکنالوژۍ پر لېږد، د کرنیزو ماشینونو پر واردولو او مونتاژ، د کیمیاوي سرې پر تولید، د لبنیاتو او نورو خوراکي محصولاتو پر پروسس او ګډې پانګونې خبرې کړې دي.

په دې غونډه کې په افغانستان کې د کانونو او تېلو په برخو کې د بیلاروسي شرکتونو د پانګونې فرصتونه هم ارزول شوي دي.

بیلاروس د روسیې له نژدې متحدانو څخه دی. طالبان وايي چې د اقتصادي اړیکو د پراختیا له لارې هڅه کوي له بېلابېلو هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي. د طالبانو حکومت تر اوسه، له روسیې پرته، بل هیڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

له پاکستانه په ۱۵ ورځو کې له ۵۳ زرو ډېر افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي

ارشیف، له پاکستانه راستانه شوي افغان کډوال
ارشیف، له پاکستانه راستانه شوي افغان کډوال

د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او اېم) وايي چې د ۲۰۲۶ کال د جولای له لومړۍ تر ۱۵مې نېټې پورې له پاکستان څخه څه باندې ۵۳ زره او ۵۰۰ افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، له پاکستانه د افغان کډوالو داوطلبانه ستنېدنه د جون د دوهمې نیمایي په پرتله ۳۷ سلنه او د هغوی جبري ایستل ۱۳۶ سلنه زیات شوي دي.

دغه سازمان زیاتوي چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې څخه د ۲۰۲۶ کال د جولای تر ۱۵مې پورې نږدې ۲.۶ میلیونه افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.

یاد سازمان وايي، ۹۶ سلنه راستنېدونکو دوی ته ویلي چې د پاکستان د پولیسو له‌خوا د نیول کېدو وېره افغانستان ته د دوی د ستنېدو تر ټولو مهم لامل و.

د افغانستان په پنځو ولایتونو کې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو خبرداری

ارشیف، افغانستان کې سېلابونه
ارشیف، افغانستان کې سېلابونه

افغانستان کې د طالبانو حکومت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د پنجشنبې په ورځ «د زمري په ۲۹مه» د افغانستان په پنځو ولایتونو کې د سختو بارانونو، له دوړو او خاورو سره د تېزو بادونو او ناڅاپي سېلابونو خبرداری ورکړی دی.

په اېکس‌پاڼه د دې ادارې خبرپاڼه وايي، په نورستان، لغمان، کونړ، ننګرهار او خوست ولایتونو کې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو د راوتلو اټکل شوی دی.

په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه له ۱۰ تر ۳۰ ملي متره پورې اټکل شوې ده.

خبرپاڼه زیاتوي چې د افغانستان په شمالي، مرکزي، ختیځو، سوېل‌ختیځو او لوېدیځو ولایتونو کې د دوړو او خاورو له پورته کېدو سره د سختو بادونو د لګېدو امکان شته او په بېلابېلو سیمو کې یې سرعت په ساعت کې له ۵۰ تر ۹۵ کیلو مترو پورې اټکل شوی دی.

تر دې مخکې، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د یکشنبې په ورځ «د زمري په ۲۵مه» ویلي و چې د روان میلادي کال له پیل څخه د اګسټ تر میاشتې پورې په افغانستان کې له ۹۲ زرو ډېر کسان د طبیعي پېښو له امله اغېزمن شوي او ۹۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د هرمز تنګي د کړکېچ له زیاتېدو سره د نفتو بیې تر ټولو لوړې کچې ته ورسېدې

د امریکا د خامو نفتو بیه هم هر بېرل ۸۵ ډالرو ته لوړه شوې ده.
د امریکا د خامو نفتو بیه هم هر بېرل ۸۵ ډالرو ته لوړه شوې ده.

د نفتو د نړیوالو بیو د لوړېدو لړۍ په داسې حال کې دوام لري چې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو په اړه د خبرو اترو برخلیک لا هم څرګند نه‌دی.

د چهارشنبې په ورځ «د زمري په ۲۸مه» د برنټ خام نفتو بیه د تېرې ورځې په پرتله یو سلنه لوړه شوه او هر بېرل ۹۲ ډالرو ته ورسېد.

د امریکا د خامو نفتو بیه هم هر بېرل ۸۵ ډالرو ته لوړه شوې ده.

دغه بیې په تېرو دوو اوونیو کې د نفتو تر ټولو لوړه کچه بلل کېږي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سې شنبې په ورځ وویل: "له اسلامي جمهوریت ایران سره هېڅ ډول خبرې اترې یا مذاکرات روان نه‌دي او د هېڅ ډول خبرو یا مذاکراتو پلان هم نه‌شته."

په عین حال کې، په وروستیو ورځو کې د هرمز په تنګي کې هم کړکېچونه زیات شوي دي.

پر بېړیو د بریدونو دوام او د متحده عربي اماراتو له لوري د ایران د تازه توغندیزو بریدونو پر وړاندې د مقابلې اعلان، د دغو کړکېچونو له مهمو عواملو څخه بلل شوي دي.

درې افغان تکواندوکاران د نړیوال فدراسیون ریاست جام سیالیو لپاره لاهور ته ځي

ارشیف
ارشیف

تمه ده چې د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې درې لوبغاړي د پنجشنبې په ورځ، د «زمري په ۲۹مه» د پاکستان په لاهور ښار کې د نړیوال تکواندو فدراسیون د ریاست جام په سیالیو کې ګډون وکړي.

احسان رحیمي به د منفي ۵۴ کیلوګرامه وزن، حکمت‌الله زین به د منفي ۶۸ کیلوګرامه وزن او امېد سهاک به د منفي ۸۷ کیلوګرامه وزن په برخه کې له خپلو سیالانو سره مخ شي.

په دغو سیالیو کې د شاوخوا ۴۰ هېوادونو له ۵۰۰ څخه ډېر ورزشکاران ګډون کوي.

اوچا: کارکونکي یې په افغانستان کې له خطرونو سره سره د زیانګالو لاسنیوی کوي

د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره اوچا وایي چې کارکونکي یې په افغانستان کې په داسې حال کې د زیانګالو لاسنیوی کوي چې د اکثرو ژوند ته یې هره ورځ خطرونه متوجه دي. دې ادارې د چهارشنبې په ورځ د بشرپالنې د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي، کله چې بحرانونه رامنځته کیږي، مرستندویان سمدستي اقدام کوي. هر کال د اګست په ۱۹مه د بشر پالنې نړیواله ورځ د بشري چارو فعالانو او مرستندویانو ته د درناوي په پار او له هغو خلکو سره د پیوستون څرګندولو لپاره لمانځل کېږي چې په ټوله نړۍ کې له بحرانونو اغېزمن شوي دي. افغانستان هم یوله هغو هیوادونو دی چې له سخت بشري وضعیت سره مخامخ دی او ملیونونه وګړي یې بیړیو او نورو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د اوکراین د دفاع پخواني وزیر د انتخاباتو د ترسره کیدو غوښتنه وکړه

د اوکراین د دفاع پخواني وزیر میخایلو فیدوروف د سې ‌شنبې په ورځ پر فساد او د حکومتولۍ پربحران د سختو انتقادونو ترڅنګ په هیواد کې د انتخاباتو د ترسره کیدو غوښتنه وکړه. هغه همداراز وویل چې اوکراین باید د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره یو "قانوني، خوندي او واقع ‌بینانه" میکانیزم رامنځته کړي.

فیدوروف، چې په جولای میاشت کې یې له دندې لیرې کیدو اعتراضونه راوپارول، خبرداری ورکړ چې د جګړې پر مهال فساد د خپل ځان د دفاع په چارو کې د اوکراین وړتیا کمزورې کوي. هغه همداراز د سرتېرو، له هېواده بهر د میلیونونو اوکراینیانو او د جګړې د لومړۍ کرښې په سیمو کې د اوسېدونکو خلکو د رایې ورکولو د حق د تضمین پر اړتیا ټینګار وکړ.

د میخایلو فیدوروف دغو څرګندونو د اوکراین پر ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي سیاسي فشارونه زیات کړي دي. زیلنسکي په ۲۰۱۹ کال کې د پنځو کلونو لپاره د ولسمشر په توګه وټاکل شو خو پر اوکراین د روسیې د پراخ یرغل راهیسې چې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پیل شو، نافذ پوځي وضعیت د دې لامل شوی چې تر اوسه په اوکراین کې هېڅ ټاکنې ترسره نه شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG