خبرونه
د خبریال ملي ورځ; راپور وايي د تېر کال پرتله د خبریالانو پر وړاندي ۲۴ سلنه سرغړونې زیاتې شوي

نن د کب ۲۷ مه په افغانستان کې د خبریال ملي ورځ ده او د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو په هېواد کې د رسنیو او خبریالانو د وضعیت له کبله اندېښنه څرګنده کړې ده.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په ۱۴۰۳ کال کې په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو د ازادۍ د وضعیت په اړه د راپور په خپرولو زیاته کړې چې په تېرو ۱۲ میاشتوکې یې د رسنیو او خبریالانو له حقونو د سرغړونو لږ تر لږه ۱۷۲ پېښې ثبت کړې دي.
د راپور له مخې په دې پېښو کې د «حاکمې ادارې» له خوا د تازه محدودیتونو د لګولو له امله د ۵۰ خبریالانو د نیولو او د ۲۲ رسنیو د فعالیتونو ځنډول هم شامل دي.
که څه هم د طالبانو حکومت تل ویلي چې د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې له رسنیو او خبریالانو ملاتړ کوي.
خو د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، په روان لمریز کال کې د خبریالانو او رسنیو له حقونو د سرغړونې پېښې د تېر کال په پرتله چې هغه مهال۱۳۹ پېښې ثبت شوې وې، ۲۴ سلنه زیاتې شوې دي.
په دغه راپور کې چې د یکشنبې په ورځ د کب په ۲۶مه او (د کب ۲۷مې) د خبریالانو د ملي ورځې په مناسبت خپور شوی په کې راغلي چې په۱۴۰۳ کال کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د نوي قانون په پلي کېدو د طالبانو محتسبینو د رسنیو د کارکوونکو په ګډون د خلکو لپاره د باید او نه باید مقررات وضع او په ځینو مواردو کې یې د دوی د استخباراتو ادارې سره په ګډه له رسنیو او د خبریالانو په وړاندې په مستقیمه توګه اقدام کړی دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
یوسل او څلور اویا افغانان له پاکستانه جرمني ته ورسیدل

یوسل او څلور اویا افغانان له پاکستان څخه جرمني ته ورسیدل.
په دغو کډوالو کې دوه اتیا میرمنې او دوه نوي نارینه دي چې پرون ماسپښین د هانوور هوایي ډګر ته په الوتکه کې ولیږدیدل.
د راپورونو له مخکې برلین له شاوخوا دوه زره اته سوه نورو افغانانو سره هم ژمنه کړې ده چې هغوی به هم جرمني ته انتقالوي. دا هغه افغانان دي چې دوی په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د موجودیت په وخت له جرمنیانو سره کار کړی وو.
د جرمني دننه یوشمیر سیاسي ګوندونه دغه هیواد ته د کډوالو له ورتګ سره مخالفت کوي.
د تایلند پلازمینه بنکاک نن یوې زوروې زلزلې ولړزاوه

د تایلند پلازمینه بنکاک نن یوې زوروې زلزلې ولړزاوه.
دا زلزله د ریښتر په کچه اووه اعشاریه اووه اټکل شوې ده.
د امریکا د جیولوژیکي سروې او د جرمني د جیو ساینس مرکز وویل چې دا زلزله د ۱۰ کیلومتره په ژوروالي کې وه، چې د لومړنیو راپورونو له مخې یې مرکز په ګاونډي میانمار کې و.
په بنکاک او شاوخوا لمنو کې یې تر اوولس میلیونه ډیر خلک ژوند کوي چې ډیری یې په لوړپوړو اپارتمانونو کې استوګن دی.
په دې ودانیو کې د زلزلې په وخت په سیمه ییز وخت د ماسپښین یوه نیمه بجه د خطر زنګونه ووهل شول او خلکو خپل کورونه پریښودل.
تر اوسه د دې زورورې زلزلې د مالي او ځاني تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی.
استرالیا له افغان ښځو او نجونو سره په بشري برخه کې د پنځه میلیونه ډالرو مرستې اعلان وکړ

استرالیا له افغان ښځو او نجونو سره په بشري برخه کې د پنځه میلیونه ډالرو مرستې اعلان وکړ.
د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پیني وانګ نن وویل چې هیواد یې د افغان ښځو او نجونو ملاتړ ته چې د طالبانو په واکمنۍ کې له ننګونو سره مخامخ دي، ژمن دی.
د استرالیا د بهرنیو چارو د وزارت په ویبپاڼه کې په یوه بیان کې ویل شوې دي چې د استرالیا دا پنځه میلیونه اضافي مرستې به د ملګرو ملتو موسسو ته وسپارل شي چې په روغتیایي چارو کې له افغان نجونو او ښځو سره مرسته وکړي او همداراز د بیځایه شویو نجونو او ښځو لاسنیوی وکړي.
د سوډان پوځ؛ د پلازمینې خرطوم بشپړ کنټرول په لاس کې لرو

د سودان پوځ وایي چې پلازمینه خرطوم یې اوس په بشپړ ډول په واک کې دی.
په سودان کې د پوځ او له پوځه د بیلو شویو وسله والو ترمنځ له نژدې دوه کلنې جګړې وروسته د سودان پوځ له یوې اونۍ راهیسې د ولسمشرۍ ماڼۍ، هوایي ډګر او نور ستراتیژیک ځایونه لاندې کړل.
د پوځ ویاند نبیل عبداله پرون ناوخته په یوه بیان کې وویل چې ځواکونو یې د دقلو ترهګرو وسله والو وروستۍ مرچلې هم په خرطوم کې تصفیه کړې.
د محمد حمدان دقلو په مشرۍ د چټک غبرګون ځواکونو د دوه زره دریم کال له اپریل راپه دې خوا د سودان د پوځ پرضد جګړه پيل کړې ده.
اوچا: د بودیجې د کمښت له کبله میلیونونه افغانان له روغتیایي خدماتو بېبرخې کېدلی شي

د ملګرو ملتو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې( اوچا) خبرداری ورکړ که سمه بودیجه ترلاسه نه کړي، سږکال به په افغانستان کې تر اووه میلیونه ډير کسان له وړیا روغتیایي خدماتو بې برخې شي.
د اوچا په راپور کې چې پنجشنبه( د وري اوومه) یې خپور کړ، راغلې دي چې د ښځو او نجونو په برخه کې د طالبانو سختې تګلارې د دې سبب شوې دي چې هغوی سمې مرستې ترلاسه نه کړي.
طالبان تل دا ادعا کوي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې یې ښځو او نجونو ته حقوق ورکړې دي، خو د بشري حقونو فعالان تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو د ښوونځیو بندیدو ته په اشارې سره، طالبان د ښځو او نجونو له حقونو څخه په سرغړونو تورنوي.
پاکستاني امنیتي ځواکونه د جوماتونو د لاډسپیکرونو له لارې له افغان کډوالو غواړي چې تر دوشنبې له پاکستانه ووځي

د پاکستان امنیتي ځواکونه د جوماتونو د لاډسپیکرونو له لارې اعلانونه کوي چې افغان کډوال دې تر دوشنبې پورې له پاکستانه ووځي.
د پاکستان حکومت تر دې مخکې افغان کډوالو ته امر کړی و چې د مارچ تر یودیرشمې دې خپل هیواد ته ستانه شي.
په خواله رسنیو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د پاکستان امنیتي ځواکونه په لاډسپیکرونو کې وایي، دا د پاکستان د حکومت امر دی او باید پلی شي.
د پاکستان حکومت په دوه زره درویشتم کال کې اعلان کړی و چې تر یو میلیون او اووه لکه ډير افغان کډوال به د همهغه کال تر اکتوبر پورې له پاکستانه ووځي، هغه وخت د اسلام اباد پر دې پریکړي نړیوالو سختې نیوکې وکړې.
د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ویلي دي چې د پاکستان دا پریکړه چې کډوال په دې ډول باسي، د بشري حقونو له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې ده.
بل لور ته د بخښنې نړیوال سازمان ویلي دي چې پاکستان باید له خپلې خاورې د افغان کډوالو له ایستلو لاس واخلي.
په سره سمندرګي کې د یوه اوبتل د ډوبېدو په پېښه کې لږ تر لږه شپږ کسان مړه شوي

دا پېښه پرون په سره سمندر کې د مصر غردقه ښار ته نږدې رامنځته شوې.
له اوبتله شاوخوا ۳۹ نور کسان ژوندي ژغورل شوي.
دا کسان د سمندر تل ته د مرجاني کمرونو د لیدو لپاره په چکر تللي وو چې اوبتل یې ډوب شو.
تر دې مخکې هم په غردقه کې ورته پېښې شوي.
تېر نومبر یوه تفریحي بېړۍ غردقه ته نږدې ډوبه شوه چې پکې یوولس کسان مړه او لادرکه شول.
سراج الدین حقاني له څو میاشتني ځنډ وروسته کندهار ته تللی

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني چې څو میاشتې بهر وو کندهار ته تللی او له ملاهیبت الله اخندزاده سره یې کتلي دي.
دا خبره د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د جمعې په شپه په خپله ایکس پاڼه لیکلې ده.
مجاهد زیاته کړې چې د دوی د حکومت د کورنیو چارو او دفاع وزیران او د استخباراتو لوی رییس، ملا هیبت الله ته امنیتي راپور وړاندې کړ.
سراج الدین حقاني د طالبانو له هغو لوړپوړو مشرانو دی چې په خپلې مشرتابه او د واک په انحصار یې کلکې نیوکې کړي.
حقاني چې له ملا هیبت الله سره د مخالفتونو په سبب له افغانستانه وتلی وو او څو میاشتې ظاهراً په متحده عربي اماراتو کې وو دوه اوونۍ مخکې بېرته ستون شوی.
حقاني وروسته له هغه کندهار ته تللی چې متحده ایالتونو د هغه په سر د لسو میلیونو ډالرو جایزه لغوه کړې خو نوم یې لا هم د ترهګرو په تور نوملړ کې پاتې دی.
د امریکا ولسمشر یو وار بیا په افغانستان کې د پاتې وسلو غوښتنه وکړه

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ یو واربیا ویلي، که څه هم په افغانستان کې پاتې شوې وسلې زړې شوي، خو امریکا یې ممکن د بېرته ورسپارلو غوښتنه وکړي.
ټرمپ د ښځو په اړه په یوه غونډه کې، بې له دې چې د چا نوم واخلي، ویلي: افغانستان ته یې میلیاردونه ډالر ورکړي، او ممکن هغه بېرته ورڅخه وغواړي.
د امریکا ولسمشر تر دې وړاندې هم څو ځلې ویلي و چې له امریکا څخه پاتې شوې وسلې به له طالبانو څخه بېرته وغواړي. ده د دغو وسلو ارزښت ۷ میلیارد ډالره بللی و.
خو طالبانو ویلي چې له امریکا څخه پاتې شوې وسلې د غنیمت مال ګڼي او هیچا ته به یې ورنه کړي.
په وروستیو ۳ میاشتو کې د افغان ښځو لپاره شرایط نور سخت شوي

دوو بشرپالو بنسټونو او ملګرو ملتونو راپور ورکړچې په افغانستان کې د ښځو د مرستندویو فعالیتونو پر وړاندې خنډونه په تېرو درې میاشتو کې زیات شوي دي.
د دې راپور موندنې ښيي چې د طالبانو د امر بالمعروف د قوانینو تطبیق، د اقتصاد وزارت له لوري د ښځو پر کار محدودیتونه، او د نړیوالو مرستو، په ځانګړي ډول د امریکا له خوا د کومکونو کمېدا، سبب شوي چې ډېری ښځې په نادولتي موسسو (NGO) کې دندې له لاسه ورکړي.
دا ارزونه د بشرپال غبرګون لپاره د جنسیت کاري ډلې او د بشردوستانه لاسرسي کاري ډلې له خوا، چې د ملګرو ملتونو د ښځو له ادارې سره همکاري لري، ترسره شوې ده.
د راپور له مخې، د طالبانو د سیاستونو تطبیق د ښځو د کار کولو وړتیا ۲۵ سلنه کمه کړې ده.
په راپور کې همداراز راغلي چې د بهرنیو مرستو کمښت د ښځو اړوندو پروګرامونو بودجه ۱۲۱ میلیونه ډالره راکمه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې، د طالبانو تر واکمنۍ وروسته، پر ښځو د زدهکړو، کار، او اوږدو سفرونو محدودیتونه وضع شوي، خو د نړیوالو له پرلهپسې غوښتنو سره سره، دا محدودیتونه لا هم پر ځای دي.