خبرونه
په غزه کې د اسرایل په هوايي برید کې څلور فلسطینیان ووژل شول

د سې شنبې په ورځ (د مارچ ۱۱مه) په غزه کې د اسراییلو په هوايي برید کې څلور فلسطینیان ووژل شول.
د رویترز خبری آژانس په دې اړه په راپور کې ویلي چې دا په داسې حال کې ده چې د عربي او امریکایي منځګړو له خوا د حماس او اسراییل ترمنځ د جنوري د ۱۹مې د اوربند د تړون د غځولو په اړه د اختلافاتو د حل لپاره هڅې روانې دي.
د اسراییلو دفاعي ځواکونو (IDF) هم اعلان وکړ چې دوی په مرکزي غزه کې د اسراییلو سرتیرو ته د ګواښونو په اړه شکمن یو شمیر ترهګر پیژندلي او د الوتکو په وسیله یې برید وکړ.
د اسراییلو او حماس ترمنځ د اوربند لومړی پړاو چې د امریکا متحدو ایالتونو او اروپايي ټولنې له خوا د یوه تروریستي سازمان په توګه په رسمیت پېژندل کېږي، له یوې اوونۍ زیاتې تېرې شوې او تر اوسه دواړه لوري د دې تړون د غځولو پر شرایطو نه دي سلا شوي.
په غزه کې جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومه پر اسرائیلو د حماس او نورو سخت دریځو ډلو له برید سره پیل شوه، چې په پایله کې یې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او تر ۲۵۰ ډېر کسان یرغمل شول.
په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا څانګې په وینا، له هغه وخت راهیسې له ۴۸،۵۰۰ څخه ډیر خلک وژل شوي دي، چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د نوروز په مناسبت د افغان او نړیوالو مشرانو پیغامونه؛ کرزي یو ځل بیا د نجونو د زده کړو غوښتنه وکړه

د جمعې په ورځ د افغانستان، ایران او د منځنۍ آسیا په یو شمېر هیوادونو کې د نوي کال لومړۍ ورځ ، نوروز- ولمانځل شو.
د افغانستان او نړۍ یو شمېر مشرانو د نوي کال، نوروز په مناسبت د مبارکۍ پیغامونو کې د خلکو د هوساینې او سولهییز ژوند لپاره هیلې څرګندې کړې دي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوه پیغام کې یو ځل بیا او په ټینګار د طالبانو پر سرپرست حکومت غږ کړی چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي، څو دوی هم وکولی شي د خپلو وروڼو په څېر زدهکړې وکړي او د هېواد د روښانه راتلونکي لپاره هڅه وکړي.
د افغانستان د پخواني حکومت اجرایه رییس عبدالله عبدالله تمه ښودلې چې په راتلونکي کال کې، په مختلفو برخو کې د افغانستان د خلکو لپاره د ښه ژوند شرایط مهیا او د هېوادوالو د ښځینه او نارینه وو انساني او اسلامي حقوق تامین شي.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوروز په مناسبت پیغام کې ویلي، د امریکا د متحدو ایالتونو په استازیتوب، خپل د زړه له کومې تبریکات له خوښیو ډک یو نوروز لپاره وړاندې کوم. نوروز مو بختور.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش ویلي، زموږ په جګړه ځپلې، ویشل شوې او له لانجو ډکې نړۍ کې، د نوروز ماهیت یوه باارزښته ډالۍ ده. هیلهمند یم چې نوروز د ټولو لپاره سوله، سلامتي او خوشحالي له ځان سره ولري.
په افغانستان کې د طالبانو له دوهم ځل واکمنۍ مخکې، د نوروز ورځ عمومي رخصتي وه او حکومت او خلکو نوروز او د نوي هجري لمریز کال پیل، په ځانګړو مراسمو سره لمانځل، خو دې حکومت عمومي رخصتي او د نوروز رسمي مراسم لغوه کړي دي.
له دوه کلنې جګړې وروسته د سوډان پوځ پلازمینه خرطوم ونیوه

د سوډان پوځ د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې له نږدې دوه کلنې جګړې وروسته یې په خرطوم کې د ولسمشرۍ ماڼۍ کنټرول بیرته ترلاسه کړی دی.
دا ماڼۍ د سودان په پلازمېنه کې د سیالو ملېشه ځواکونو وروستی کلک سنګرګڼل کېده.
په خرطوم کې د ولسمشرۍ ماڼۍ نیول د سودان د پوځ لپاره د چټک ملاتړ ځواکونو یا RSF ملیشو په وړاندې یوه لویه سمبولیکه بریا ګڼل کیږي.
د اسوشیټیډ پریس په وینا، دا پیښه ښایي د جګړې د پای ته رسیدو په معنی نه وي، ځکه د RSF ځواکونه لاهم د لویدیځ دارفور پرسیمې او د سوډان پر نورو برخو کنټرول لري.
د روسیې او شمالي کوریا ترمنځ د پوځي همکاریو پراخیدل، شویګو له کیم جونګ اون سره کتلي دي

د روسیې د امنیت شورا سلاکار سرګې شویګو د جمعې په ورځ د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره ولیدل.
د دواړو هېوادونو د رسنیو د راپورونو له مخې، شویګو شمالي کوریا ته وروسته له هغه لاړ چې په دې وروستیو کې د د دې هیواد لخوا روسیې ته د اضافي سرتیرو د لیږلو په اړه راپورونه خپاره شول.
د راپورونو له مخې، دا ځواکونه د اوکراین پر وړاندې د روسیې د جګړې د ملاتړ لپاره روسیې ته لیږل شوي دي.
د روسیې دولتي خبري اژانس تاس راپور ورکړی چې سرګي شویګو د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین پیغام کیم جونګ اون ته ورساوه.
په پیغام کې، پوتین ژمنه وکړه چې د دوی د وروستیو غونډو په جریان کې د شویو موافقو پلي کولو ته به "ډیره پاملرنه" وکړي.
د انټرفاکس خبري اژانس راپور ورکړی چې د غونډې په جریان کې، شویګو یو ځل بیا د امنیتي شراکت تړون ته د ژمنتیا لپاره د مسکو پر "بې قیدو شرطه چمتووالي" ټینګار وکړ.
د دواړو خواوو ترمنځ دا تړون تېر کال په پیونګ یانګ کې په یوه سرمشریزه کې لاسلیک شو او په هغه کې د "بهرني یرغل" په صورت کې د متقابل ملاتړ ژمنه هم شامله ده.
د لندن د هېترو په هوايي ډګر کې د اورلګیدنې له کبله په سلهاوو الوتنې لغوه شوي

د لندن په هیترو هوايي ډګر کې د اورلګېدنې له امله په سلګونه زره مسافر د الوتنو له لغوه کېدو سره مخ شول.
دا پېښه د اروپا په تر ټولو بوخت مسافرتي مرکز کې د برېښنا د قطع کېدو له امله رامینځته شوې چې چارواکي یې تړلو ته اړ کړل.
د الوتنو د څارنې د خدماتو، فلایټ رادار ۲۴ په وینا، د هیترو هوایی ډګر ته او له دې ډګر څخه لږ تر لږه ۱۳۵۰ الوتنې اغیزمنې شوې دي.
د امریکا له ښارونو څخه هم څو الوتنې لغوه شوې دي. پولیسو اعلان کړی چې تر اوسه پورې د ورانکارۍ کومه نښه نه ده لیدل شوې،
خو د ترهګرۍ ضد چارواکي د پېښې لاملونه څیړي.
سبا د هند د کرکټ د غوره لیګ سیالۍ پیلږي، ۷ افغان لوبغالي په کې ګډون لري

د هند د کرکټ د غوره لیګ( اي پي ایل) سیالۍ سبا پيلیږي.
دا د دې لوبو اتلسم لیګ دی چې لس لوبډلې پکې سیالۍ سره کوي.
سبا به د تیر کال اتله لوبډله کلکته نایټ رایډرز له رایل چلینجرز بنګلور سره مسابقه وکړي.
د ( ای پي ایل) په دې ټورنمنټ کې د افغانستان په شمول د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو لوبغاړي لوبیږي.
سږکال د افغانستان اووه لوبغاړي د ( ای پي ایل) لوبډلو اخیستې دي، راشد خان، کریم جنت، نور احمد لکڼوال، عظمت الله عمرزی، رحمت الله ګربز، فضل حق فاروقي او الله محمد غضنفر.
د ( ای پي ایل) د سږکال د برانډ ارزښت دولس میلیارډه ډالر اټکل شوی دی. تیرکال د دې ارزښت لس اعشاریه اووه میلیارډه ډالرو ته ورسید.
د ( ای پي ایل) دا ټورنمنټ به څه باندې دوې میاشتې، یعني د مې تر پنځه ویشتمې روان وي.
د ښځو د سیاسي مشارکت شبکه: طالبانو له خلکو د نوي کال د لمانځلو خوشالي اخیستې ده

د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې د طالبانو له لورې په نوروز او له شپږم ټولګي ور پورته د نجونو پر زده کړو د بندیز په اړه په یوه بیان کې ویلي، افغانستان ته نوی کال له خوښیو پرته په غم رارسیدلی دی.
په دې بیان کې راغلې، لکه څرنګه چې طالبانو ښځې او ازادۍ زنداني کړې دي، نوروز یې هم بند کړی دی.
د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې له نړیوالو غوښتې دي چې د ښځو د حقونو د ځپلو په تړاو غلي پاتې نه شي.
نن په افغانستان کې د نوروز لومړۍ ورځ ده.
د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ راوروسته نوروز کمرنګه شوی؛ رسمي مراسم او عمومي رخصتي لغوه شوي

په افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو کې نن د جمعې ورځ، د حمل لومړۍ نېټه، د نوي هجري لمریز کال لومړۍ ورځ او نوروز دی.
په افغانستان کې د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ مخکې د نوروز ورځ عمومي رخصتي وه، حکومت او خلکو نوروز او د نوي هجري لمریز کال پیل د ځانګړو مراسمو په ترسره کولو سره لمانځل.
د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه خلک مزار شریف ته تلل، چېرې چې به په دې ورځ، په ځانګړو او پراخو مراسمو کې، حضرت علي ته پر منسوبه روضه د نوروز جنډه پورته کېدله.
په کورونو کې د خلکو ترمنځ د سمنک، هفت میوې او نورو ځانګړو خوړو تیارول هم د افغانانو له لرغونو دودونو څخه دی.
ښځو او نجونو هم د سړیو په څېر، په دې مراسمو کې فعال حضور درلود.
خو د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ وروسته، د نوروز په ورځ عمومي رخصتي لغوه شوې، او د طالبانو یو شمېر مشرانو په ښکاره توګه د نوروز د جشن له لمانځلو سره مخالفت کړی، او د پخواني جمهوري نظام پر خلاف، د نوروز په مناسبت هر ډول رسمي مراسم منع شوي دي.
له کوره د ښځو او نجونو پر وتلو د محدودیتونو سربېره، د خلکو خراب اقتصادي وضعیت، پر موسیقۍ او نورو تفریحي مواردو محدودیتونو، د خلکو ترمنځ په دودیزه توګه هم د نوي کال د لومړۍ ورځې نوروز لمانځل کمرنګه کړي دي.
حوثي یاغیان: امریکايي ځواکونو پر پلازمینه صنعا هوايي بریدونه کړي دي

په یمن کې د حوثیانو په واک کې د المسیره تلویزیون تیره شپه خبر ورکړ چې امریکایي الوتکو پلازمینه صنعا په نښه کړې ده.
دا د امریکایي الوتکو تازه بریدونه دي، چې په سره سمندرګي کې د امریکا او نورې نړۍ پر کښتیو د حملو په ځواب کې ترسره کیږي.
د صنعا درې استوګنو رویټرز اژانس ته وویل چې امریکایي الوتکو د الجراف سیمه چې د ښار هوایي ډګر ته څیرمه پرته ده ویشتلې ده.
د حوثیانو د روغتیا وزارت ویاند انیس الاصبحي په ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې د الثوره په سیمه کې الوتکو نهه ملکیان ټپيان کړي دي.
د المسیره تلویزیون د راپور له مخې په البیضا ولایت کې هم امریکایي الوتکو بمبارۍ کړې دي. د یمن په جنوب کې دا ولایت د حوثیانو نظامي مرکز دی.
امریکایي ځواکونو د شنبې په ورځ پر حوثیانو حملې پيل کړې چې لږ تر لږه یو دیرش کسان یې ووژل.
د جنوري له شلمې راوروسته چې ډانالډ ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توګه لوړه کړې ده دا د امریکا تر ټولو ستر پوځي عملیات دي.
د اسیایي هیوادونو د ساحلي فوټبال سیالۍ نن په تایلنډ کې پيلیږي

د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي ټیم به سبا له متحد عربي اماراتو سره لوبه وکړي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون په وینا دا لوبه به د جمعې په ورځ د کابل په وخت د مازدیګر په څلورو بجو شروع شي.
افغان لوبډله به د یکشنبې په ورځ له ایران سره او د سې شنبې په ورځ د خپل ګروپ وروستۍ لوبه له اندونیزیا سره وکړي.
اوکرایین: له ولسمشر ټرمپ سره مو واضح او ګټورې خبرې کړي دي

د اوکراین ولسمشر وایي، چې هغه د متحده ایالاتو له ولسمشر سره واضح او ګټورې خبرې کړې دي.
ولسمشرانو ډانالډ ټرمپ او ولودومیر زیلنسکي پرون په تیلفون خبرې وکړې. د زیلنسکي تر څرګندونو مخکې ولسمشر ټرمپ په خپله خواله رسنۍ« سوشل تروت» کې لیکلي و چې دې خبرو نژدې یو ساعت دوام وکړ او د خبرو لویه برخه تر دې راڅرخیده چې د سې شنبې په ورځ یې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د اوکراین د جګړې په تړاو کړې وې.
ټاکل شوې ده چې د اوکراین د جګړې په ارتباط د راروانې یکشنبې په ورځ د امریکا او روسیې د پلاوو ترمنځ د سعودي عربستان په جدې ښار کې بیا مذاکرات پيل شي.
دواړه لوري تیره اونۍ هم د جدې په ښار کې د اوکراین پر مسالې غږیدلي وو.