خبرونه
په ارجنټاین کې د بارانونو له امله لږ تر لږه ۱۶ کسان مړه شوي دي
چارواکي وايي چې د ارجنټاین په ختیځ ساحل کې په یوه ښار کې د سختو بارانونو له امله لږ تر لږه ۱۶ کسان مړه شوي دي.
د ژغورنې ټیمونه پرون د لسګونو ورکو شویو کسانو په لټه کې وو، چې په کې دوه نجونې او دوه لویان شامل وو.
چارواکو د یکشنبې په ورځ (د کب ۱۹مه) وویل چې د باهیا بلانکا په ښار کې باران د جمعې په ورځ پیل شو.
په دې ښار کې د باران کچه ۳۰۰ ملي متره راپور شوې ده.
د ژغورنې ډلو د ارجنټاین د پلازمینې بوینس آیرس په جنوب کې له دې ښار څخه له ۱۴۵۰ څخه ډیر خلک ایستلي دي.
د یوه سیمه ییز روغتون ناروغانو په دې کسانو کې شامل وو.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
زیلنسکي : دروسیې بریدونو د اوکراین دانرژۍ سیستم زیانمن کړی
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي وایي، پر دغه هېواد د روسیې وروستي بریدونه د " روسیې د هوښیارې او بدبینانه ترهګرۍ" بیلګې دي، ځکه په خبره یې د ژمي په سړه هوا کې یې د انرژۍ سیستم ډېر زیانمن کړی دی.
د ازادۍ راډیو د خبر مرکزي څانګې پرون یکشنبه د زلنسکي په حواله ویلي، روسیې تېره یوه اونۍ کې پر اوکراین نژدې ۱۱ سوه ډرون وسلې، ۸۹۰ هدایت شوي بمونه او څه باندې ۵۰ بېلابېل توغندي ویشتلي دي.
که څه هم هغه د ژغورونکو او مرسته رسوونکو ټیمونو کارونه ستایلي، خو زیاته کړې ده چې ډېرو سیمو کې د روسیې له بریدونو وروسته وضعیت ستونزمن دی.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د روسیې د بلګورود والي وویل چې د اوکراین د توغندیو له برید وروسته په دغې سیمه کې د شپږ لکه استوګنو بریښنا قطع شوې ده چې نه مرکزګرمي لري او نه هم اوبه.
د طالبانو د حکومت دلوړو تحصیلاتو وزیر عمان ته سفر وکړ
د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د یوه پلاوي په مشرۍ پرون یکشنبه عمان ته ولاړ.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلی ندیم به د عمان له چارواکو سره د لوړو زده کړو په برخه کې د همکاریو پر پراختیا او د علمي تجربو پر تبادلې خبرې وکړي.
تر دې سفر څو ورځې مخکې د طالبانو د حکومت او عمان د بهرنیو چارو وزیرانو د همکاریو د پراختیا په موخه ټیلفوني خبرې هم سره کړې وې.
امیرخان متقي په هغو خبرو کې خپل عماني سیال بدر بن حمد البوسعیدي ته د کابل د سفر بلنه هم ورکړه.
عمان هغه اسلامي هېواد دی چې نجونې په کې د تحصیل تر څنګ د کار او رایې حق لري، خو د طالبانو حکومت واک ته له رسیدو وروسته نجونې او ښځې د تحصیل او کار له حقه تر ډیره محرومې کړې دي.
ایران کې د حکومت ضد لاریونونو یکشنبې دوام وکړ
په ایران کې د حکومت ضد مظاهرو پرون یکشنبه د ۱۵مې ورځې په مخه هم دوام درلود.
د ازادۍ راډیو ایراني څانګې راډیو فردا د عیني شاهدانو په حواله وویل چې د انټرنیټ د پرې کېدو په فضا کې د اعتراض کوونکو د ځپلو لړۍ روانه ده.
په ناروې کې د ایران د بشري حقونو د څار یوه سازمان پرون وویل چې د اعتراضونو له پېل راهیسې ۱۹۲ تنه وژل شوي چې نهه تنه یې تر ۱۸ کلونو کم عمره دي.
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان او د بښنې نړیوال سازمان هم په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې ایراني ځواکونو د ۸ ولایتونو په ۱۳ ښارونو کې اعتراض کوونکي په ډزو، فلزي ساچمو، اوښکې بهوونکي ګاز، اوبو او وهلو ډبولو ځپلي دي.
بل لور د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د شنبې په ورځ په تروت سوشل کې ولیکل چې «ایران ښايي تر بل هر وخت ازادۍ ته نژدې شوی وي او د امریکا متحد ایالتونه د مرستې لپاره چمتو دي.»
د ایران ولسمشر مسعود پیزشکیان بیا امریکا او اسراییل په ایران کې د ګډوډۍ په هڅو تورن کړي دي.
له افغان کرکټر رحمن الله ګربز څخه د بنګله دیش د کرکټ د فساد ضد کمېټې تحقیقات
د افغانستان له پيژندل شوي کرکټر رحمن الله ګربز څخه د بنګله دیش د کرکټ د فساد ضد کمېټې تحقیقات کړي.
ګربز دمګړۍ د بنګله دیش د کرکټ په غوره لیګ بي پي ایل کې له ډاکه کپټالز سره لوبیږي.
د دغه ټیم اجرايي رییس عتیق فهد رسنیو ته ویلي چې د فساد ضد کمېټې غړي د شنبې په شپه له اجازې پرته په هوټل کې د رحمن الله ګربز خونې ته ورننوتي او له هغه یې تحقیقات کړي او مبایل یې ترې ضبط کړی.
فهد ویلي له یوه لوی او پيژندل شوي نړیوال لوبغاړي سره دا چلند ناسم دی او باید په دې اړه د بنګله دیش کرکټ لازم سپیناوی ورکړي.
لا معلومه نه ده چې د بنګله دیش د کرکټ د فساد ضد کمېټې غړو ولې د رحمن الله ګربز په اړه اقدام کړی.
خو د بنګله دیش د غوره لیګ د مشرتابه پلاوي غړي افتخار رحمن میټو بیا ادعا کړې چې د فساد ضد کمېټې غړو له ګربز سره کوم ناسم چلند یا ناقانونه کار نه دی کړی.
د ایران له لورې واشنګتن ته د ځوابي برید خبرداری
ایران نن یکشنبه د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته خبرداری ورکړ، که پر ایران هر راز برید وشي، تهران به یې په ځواب کې پر اسراییل او په سیمه کې د امریکا پر پوځي اډو حملې وکړي.
د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف نن د پارلمان غونډې ته وویل چې ځوابي برید د ایران مشروع حق دی.
رویټرز اژانس د سرچینو په وینا خبر ورکړ چې په ایران کې د پراخو لاریونونو په ملاتړ د امریکا د احتمالي مداخلې په خاطر اسراییل د تیارسی په حالت کې دی.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون په خپله ټولنیزه شبکه، تروت سوشل کې ولیکل چې «ایران ښايي تر بل هر وخت ازادۍ ته نژدې شوی وي او د امریکا متحد ایالتونه د مرستې لپاره چمتو دي.»
په ایران کې د روانو اعتراضونو په ترڅ کې د وژل شویو کسانو شمیر په امریکا کې د بشري حقونو د میشتې ډلې( هرانا) په وینا یو سل او شپاړسو ته ورسید.
امریکا په سوریه کې د داعش وسله وال په نښه کړي
د امریکا پوځ د شنبې په ورځ وویل چې په سوریه کې یې د اسلامي دولت وسله والې ډلې پرضد ګڼ بریدونه ترسره کړې دي.
د امریکا مرکزي قومانداني (سینټکام) په یوه بیان کې وویل، نن یې په ټوله سوریه کې داعش په نښه کړ.
په بیان کې دا یادونه نه ده شوې چې په بریدونو کې څوک وژل شوي دي.
د داعش وسله والو د ډسمبر په دیارلسمه د سوریې په پالمیرا کې دوه امریکایي پوځیان او د هغوی یو ژباړونکي وژلي و. د سینټکام په وینا نني عملیات د هغه برید د غچ اخیستونکو عملیاتو یوه برخه وه.
په سوریه کې شاوخوا زر امریکایي سرتیرې پاتې دي.
په بغلان کې سږ کال ۱۱۵ تنه په ترافیکي پېښو کې مړه شوي
په بغلان ولایت کې طالب چارواکي وايي چې په روان لمریز کال کې په دغه ولایت کې په ترافیکي پېښو کې ۱۱۵ تنه مړه شوي دي.
په بغلان کې د طالبانو د ترافیکو مدیر قاري نذیرالله عابدي پرون (شنبې) دولتي خبري اژانس باختر ته ویلي چې د سږ کال له حمل میاشتې له پیله تر اوسه په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښو له امله ۱۱۵ کسان مړه شوي او ۶۸۴ نور، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.
نوموړي د موټرچلوونکو بېاحتیاطي، د سړکونو خرابوالی او تنګوالی، او د ترافیکي قوانینو نه مراعتول د دغو پېښو عوامل بللي دي.
په بدخشان کې په یوه ترافیکي پېښه کې د یوې کورنۍ ۵ غړي مړه شول
د بدخشان ولایت په ارګو ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي دي.
د دې ولایت ځایي مسوولانو پرون (شنبې) رسنیو ته وویل چې دا پېښه د جمعې په ورځ (د جدي ۱۹ مه) له سړکه د یوه موټر د اوښتو له کبله د ارګو ولسوالۍ طرق کلي ته څېرمه شوې ده.
په بدخشان کې د طالبانو د پولیسو ویاند احسانالله کامګار ویلي چې ټول قربانیان د یوې کورنۍ غړي وو.
جرمني له پاکستان څخه ۳۲ افغانان خپل هیواد ته ولېږدول
د جرمني د کورنیو چارو وزارت تایید کړې چې ۳۲ افغانان، چې د جرمني د منلو رسمي ژمنه ورسره شوې وه، له پاکستان څخه جرمني ته لېږدول شوي دي.
د دویچهوېلې د پروني (شنبې) د راپور له مخې، د جرمني د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي چې دغه کسان په الوتکه کې برلین ښار ته رسېدلي دي.
د هغه په وینا، په وروستیو اوونیو کې هغه افغانان، چې د منلو ژمنه ورسره شوې وه، په څو جلا الوتنو کې جرمني ته بېول شوي دي.
د راپور پر بنسټ، دغو افغانانو څو میاشتې او په ځینو مواردو کې ان کلونه په پاکستان کې د ویزې د صادرېدو او جرمني ته د انتقال لپاره انتظار ایستلی دی.
ټاکل شوې وه چې د دوی د انتقال بهیر د ۲۰۲۵ میلادي کال تر پایه بشپړ شي.
د جرمني حکومت د ۲۰۲۵ میلادي کال د مې په میاشت کې د زیانګالو افغان وګړو د منلو پروګرام درولی و.
طالبانو د هیروینو د قاچاق په اړه د ترک رسنیو ادعا رد کړه
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ترکیې د پولیسو هغه راپور رد کړ چې پکې ویل شوي افغانستان لا هم د هیروئینو لویه سرچینه ده.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالـمتین قانع پرون (شنبې) کورنیو رسنیو ته وویل، د اسلامي امارت د مشر د فرمان پر بنسټ د دې وزارت ځواکونو د نشهیي توکو پر ضد جدي او پراخ عملیات پیل کړي دي.
نوموړي ټینګار وکړ، هغه کسان چې ادعا کوي افغانستان لا هم د نشهیي توکو نړیواله سرچینه ده، د افغانستان له اوسنیو واقعیتونو خبر نه دي.
عبدالمتین قانع همداراز ویلي چې په افغانستان کې د نشهیي توکو تولید ۹۵ سلنه کم شوی دی.
د ترکیې رسنیو د خپل هیواد د پولیسو له قوله راپور ورکړی چې افغانستان لا هم د هیروئینو اصلي سرچینه ده.