په داسې حال کې چې د مدیترانې په سواحلو کې د سوریې په بندري ښار لاذقیه کې جګړه اوس هم روانه ده موقت ولسمشر احمدالشرع نن وویل چې هېوادوال یې باید ملي وحدت او په ملي کچه سوله وساتي.
د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان چې مرکز یې په لندن کې دی او جګړه څاري نن راپور ورکړ چې د دولتي ځواکونو او د تېر پرځېدلي رژیم د پلویانو ترمنځ د تېرو دوو ورځو په نښتو کې له زرو ډېر کسان وژل شوي دي.
الشرع په یوه ویډیو کې چې نن رسنیو خپره کړه وویل، د سوریې خلک په سوله کې ژوند کولای شي او ډاډ یې ورکړ چې سوریه د خپل طبیعت له مخې پايي. نوموړي دا څرګندونې د پلازمېنې دمشق په المِزه ناحیه کې چې ده د ماشومتوب ژوند پکې تېر کړی دی، په یوه جومات کې کولې.
د ملکي وګړو صحرايي اعدامونه
الشرع وايي، څه چې اوس مهال روان دي، هغه ننګونې دي چې تمه یې کېدله. د سوریې امنیتي سرچینو ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې یې لږترلږه ۲۰۰ سرتېري، پرځېدلي رژیم ته د وفادارو پوځیانو پرضد د عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي. د سرچینو په وینا دا عملیات دولتي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ پیل کړل.
دا عملیات هغه مهال په انتقامي وژنو بدل شول چې د سوریې د نویو مشرانو زرګونه پلویان د دولتي ځواکونو د ملاتړ لپاره له بېلابېلو سیمو څخه د لاذقیې ساحلي ښار ته ورسېدل.
چارواکو د علوي اقلیت د استوګنې په کلیو او ښارونو کې د لسګونه ځوانانو د صحرايي اعدامونو او د هغوی پر کورونو د حملو پړه پر هغو کسانو اچولې چې د امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره لاذقیې ته تللي او د اسد پلویان په دې هېواد کې د شویو جنایتونو مسوول بولي.
ویل کېږي چې د دې صحرايي اعدامونو په ترڅ کې شاوخوا ۷۵۰ تنه ملکیان وژل شوي دي.
په لاذقیه کې د نښتو او چریکي جګړو دوام
د سوریې امنیتي سرچینو پرون رویټرز خبري آژانس ته وویل چې نښتې تېره شپه هم روانې وې او په دې ترڅ کې وسله والو ډلو پر امنیتي ځواکونو ډزې کولې او ساحلي سیمو ته د غځېدلې لویې لارې په اوږدو کې یې پر موټرو حملې کولې.
د یوه امنیتي چارواکي په وینا د اسد پلویانو خپلو حملو ته زور ورکړی او د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې یې پر ګڼو عامه تاسیساتو چریکي حملې کړې دي. دا چارواکی وايي چې دې وسله والو د بریښنا اصلي سټېشن ویجاړ کړی چې له کبله یې د لاذقیې ولایت په ځینو برخو کې د بریښنا بهیر پرې شوی او همداراز د اوبو رسونې یوه سټېشن او د تېلو څو زېرمو ته هم زیان اوښتی دی.
دا وژنې د سوریې په کورنۍ جګړه کې چې ۱۳ کاله مخکې پیل شوه د تشدد له ډېرو خونړیو مواردو ګڼل کېږي او د نوي حکومت لپاره به چې درې میاشتې مخکې یې د بشارالاسد رژیم وپرځاوه او واک ته ورسېد یوه لویه ننګونه وي.
د اسد د کورنۍ د څو لسیزو واکمني د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر میاشت کې وروسته له هغه پای ته ورسېد چې د الشرع په مشرۍ مخالفو وسله والو د ناڅاپي حملو په ترڅ کې ګڼې سیمې ونیولې او بیا پلازمېنې دمشق ته ننوتل.
د پولیسو یوې سرچینې رویټرز خبري آژانس ته وویل د لاذقیې په غرني ولایت کې، چې پراخ ځنګلونه او پېچلي اراضي یې د وسله والو مخالفینو له عملیاتو سره مرسته کوي دولتي چارواکو د خپل حضور د پیاوړي کولو لپاره هلته اضافي سرتېري استولي دي.