د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۲۲

پایلوبه؛ یکشنبې هند او نیوزیلنډ سره مخ کیږي


کرکټ د اتلانو جام په پایلوبه کې به سبا، یکشنبه، د مارچ نهمه، هند او نیوزیلنډ سره مخامخ شي.

په دې نړیوال جام کې، نیوزیلنډ د نیمه پایلوبې په سیالۍ کې جنوبي افریقا ته د ۵۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه، او هند د نیمه پایلوبې په سیالۍ کې استرالیا ته د ۴ ویکټو په توپیر بریا خپله کړه.

د کرکټ د اتلانو جام د فیبرورۍ په ۱۹مه په پاکستان کې پیل شو، خو هند ادعا وکړه چې په پاکستان کې امنیتي ستونزې دي، نو هلته لوبې نشي ترسره کولی.

هماغه و چې د کرکټ نړیوالې شورا د هند لوبې دوبی ته انتقال کړې، او اوس چې هند پایلوبې ته رسېدلی دی، پایلوبه به هم سبا، د مارچ نهمه، په دوبی کې ترسره شي.

XS
SM
MD
LG