خبرونه
ملګرو ملتونو ویلي روژه داسې وخت راغله چې ډېر افغانان د خوړو لپاره څه نه لري
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي چې روژه داسې وخت راغله چې په افغانستان کې ډیرې کورنۍ د خوراک لپاره څه نه لري.
اوچا د یکشنبې په ورځ، د روژې له رارسېدو سره په یوه وخت کې، په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي چې نږدې ۱۵ میلیونه خلک افغانستان کې د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي.
دې ادارې زیاته کړه چې ۳.۱ میلیونه خلک د خوړو د نه خوندیتوب په څلورمه کچه کې دي.
دې ادارې خبرداری ورکړی چې له څه باندې یو میلیارد ډالره اړینې بودیجې څخه دوی یواځې نهه میلیونه او نهه لکه ډالره مرسته ترلاسه کړې ده.
په افغانستان کې ځینو خلکو مخکې له ازادي راډيو سره په خبرو کې اندېښنه ښوولې وه چې د روژې په میاشت کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د پرتګال سترې محکمې د افغان کډوال د قتل دوسیه بیا محاکمې ته واستوله
د پرتګال سترې محکمې د عبدالبشیر په نوم د افغان کډوال، د دوسیې د بیا څېړنې امر کړی چې په ۲۰۲۳ کال کې یې د لیزبون په اسماعیلي مرکز کې دوې ښځې وژلې وې.
محکمې ویلي چې د نوموړي د رواني وضعیت د ارزونې لپاره باید نوې ګډه رواني او ارواپوهنیزه معاینه ترسره شي، څو څرګنده شي چې هغه د جرم پر مهال جنایي مسوولیت درلود که نه.
۳۱ کلن عبدالبشیر تېر کال د دوو ښځو د وژلو په جرم په ۲۵ کاله بند محکوم شوی و، خو څارنوالۍ استدلال کړی چې نوموړی رواني ناروغي لري او باید د بند پر ځای تر ځانګړې درملنې لاندې وساتل شي.
د محکمې نوې پرېکړه به یوازې د هغه د جنایي مسوولیت او سزا په اړه وروستۍ پرېکړه وټاکي، نه دا چې د قتل د جرم اصل تر پوښتنې لاندې راولي.
د پولیو ضد پروګرام: د ماشومانو پر وخت واکسینول د پولیو د مخنیوي یوازینۍ اغېزمنه لار ده
د افغانستان د پولیو ضد پروګرام له کورنیو غوښتي چې خپلو ماشومانو ته په وخت د پولیو واکسین ورکړي او د واکسیناسیون په کمپاینونو کې فعاله ونډه واخلي.
دغه پروګرام پرون (جمعه) په یوه بیان کې وویل، د پولیو واکسین ماشومان له فلج کوونکو ناروغیو او نورو جدي روغتیايي ستونزو څخه ساتي او د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره د خلکو همکاري ضروري ده.
افغانستان او پاکستان لا هم د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې د پولیو ویروس پکې په بشپړ ډول له منځه نه دی تللی، او روغتیايي چارواکي ټینګار کوي چې د بشپړ خوندیتوب لپاره باید ماشومان د پولیو ټول ډوزونه، چې سپارښتنه یې شوې، ترلاسه کړي.
قزاقستان افغانستان ته د متخصصو ډاکټرانو طبي پلاوی واستاوه
قزاقستان وايي، د بشري مرستو د دوام په ترڅ کې یې افغانستان ته د متخصصو ډاکټرانو یو پلاوی استولی، څو د افغانستان په روغتونونو کې ناروغانو ته طبي او جراحي خدمتونه وړاندې کړي.
د قزاقستان د روغتیا وزارت پرون (جمعه) وویل، په دې پلاوي کې د ارتوپېډۍ، ټراما، زړه، ماشومانو، عمومي جراحۍ، یورولوژۍ، سږو او وبا پېژندنې متخصصان شامل دي.
دغه وزارت زیاته کړې چې قزاقستان له دې سره هممهاله افغانستان ته ۳۱۸.۸ مټریک ټنه بشري مرستې هم استولې دي، چې د روغتیايي او بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره ځانګړې شوې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې د اعتیاد د درملنې ملاتړ ته دوام ورکوو
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) ویلي چې په افغانستان کې به د نشهیي توکو د روږدو کسانو د مخنیوي، درملنې او بیارغونې د پروګرامونو ملاتړ ته دوام ورکړي.
دغه سازمان د جمعې په ورځ له مخدرو موادو سره د مبارزې په نړیواله ورځ په یوه بیان کې وویل، دا مهال په ۱۰ ولایتونو کې د روږدو کسانو د درملنې د ۱۱ مرکزونو او ۱۱ ګرځنده روغتیايي ټیمونو ملاتړ کوي. د سازمان په وینا، دغه مرکزونه د اعتیاد درملنه، د رواني روغتیا خدمتونه او د بیارغونې پاملرنه وړاندې کوي.
د روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړې چې په کابل، کندهار او هلمند کې هم د درملنې مرکزونه او ګرځنده طبي ټیمونه فعال دي او د روغتیايي کارکوونکو د روزنې له لارې د درملنې پروګرامونه هم پیاوړي کوي.
د ایران د کسپین سمندرګي په ساحل کې درې افغان کډوال ډوب شوي
د ایران د ژغورنې چارواکو ویلي، د کسپین سمندرګي په ساحل کې درې افغان کډوال ډوب شوي او یو بل لا هم ورک دی.
د چارواکو په وینا، لږ تر لږه ۱۵ افغانانو سره له دې چې هوا خرابه او توپاني وه، اوبو ته ځانونه واچول او لامبو یې کوله. وژل شوي کسان ۱۲، ۱۴ او ۲۵ کلن وو او د ورک شوي کس د موندلو لپاره د لټون عملیات تر پرون (جمعې) پورې لا هم روان وو.
چارواکو ویلي، دغه کسان هغې ساحلي سیمې ته ورغلي وو چې د قوي اوبو د جریان له امله پکې لامبو وهل منع دي.
د وینزویلا زلزلو کې د مړو کسانو شمیر ۲۳۵ تنو ته ورسیده
د وینزویلا چارواکي وايي د چهارشنبې د ورځې پیاوړو زلزلو کې د مړو کسانو شمیر ۲۳۵ تنو ته ورسیده.
د ژغورنې عملیاتو د جمعې په ورځې هم دوام وکړ. زرګونه کسان لادرکه دي.
دریشتر په کچه ۷.۲ او ۷.۵ درجې دغو دوه زلزلو دچهارشنبې په ماښام د پلازمینې کاراکاس لویدیځې سیمې ولړزولې.
کارپوهان وايی دا په تیره یو پیړۍ کې په وینزویلا کې ترټولو پیاوړې زلزلې وې.
د کاراکاس هوايي ډګر له کار لویدلی او سلګونه ودانیو او روغتونونو ته زیان اوښتی دی.
یو شمیر هیوادونو د مرستې لپاره چمتووالی څرګند کړی دی . امریکا هم د بشري مرستو رسولو لپاره خپل ځینې بندیزونه لیرې کړي دي.
د افغانستان د شیعه علماوو شورا د محرم میاشتې پر مهال د وروستیو محدودیتونو په اړه اندېښنه څرګندوي
د افغانستان د شیعه علماوو شورا د پنجشنبې په شپه په خپلې فېسبوکپاڼه خپره کړې اعلامیه کې د ځینو جوماتونو او تکیهخانو د مسؤلینو د نیولو، د عزادارۍ د بیرغونو راټولولو، د خاتمالنبیین علمي حوزې د تړل کېدو او د تمدن تلویزیون د خپرونو د بندېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
شورا په خپله اعلامیه کې ویلي چې په وروستیو ورځو کې «د عزادارۍ د نښانو د پورته کولو له امله د ځینو جوماتونو او تکیهخانو مسؤلین نیول شوي دي» او همدارنګه د ځینو جوماتونو او تکیه خانو څخه د عزادارۍ بیرغونه او نور سمبولونه راټول شوي دي.
په اعلامیه کې راغلي چې د تمدن تلویزیون د فعالیت بندېدل او د خاتمالنبیین علمي حوزې تړل کېدل هم د افغانستان د شیعه ټولنې ترمنځ اندېښنې راپارولي دي.
د شیعه علماوو شورا له لوړپوړو طالب چارواکو غوښتي چې دې موضوع ته پاملرنه وکړي او زیاته کړې یې ده چې «په تېرو کلونو او همدارنګه په روان کال کې د محرم مراسم د ګډو هوکړو پر بنسټ، په ارامه او منظمه فضا کې ترسره شوي او تمه ده چې هماغه منل شوي چوکاټونه به په پام کې ونیول شي.»
شورا همدارنګه د خاتمالنبیین علمي حوزې د بیا پرانیستلو او د تمدن تلویزیون د فعالیت د بیا پیل غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دا موضوع به د عاشورا د مراسمو له پای ته رسېدو وروسته له طالب چارواکو سره مطرح کړي.
د دې اعلامیې په بله برخه کې دیني عالمانو او مذهبي ویناوالو ته سپارښتنه شوې چې خلک له اوسني وضعیت څخه خبر کړي، د ملي یووالي، د عامه نظم د ساتلو او د قانوني لارو چارو له لارې د خپلو غوښتنو د تعقیب ټینګار وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان یو شمېر شیعیان وایي، واک ته د طالبانو له ستنیدو وروسته د محرم په ورځو کې په مراسمو محدودیتونه زیات شوي دي.
د طالبانو حکومت تر اوسه د دې اعلامیې په اړه غبرګون نه دی ښودلی. خو په تېرو کلونو کې یې ویلي چې د عاشورا په ورځو کې لګول شوي محدودیتونه د امنیت د ټینګښت او د عامه نظم د ساتلو په موخه دي او هدف یې د مذهبي مراسمو مخنیوی نه دی.
مارکو روبیو: له ایران سره یوې هوکړې ته لېواله یو، خو په هر قیمت نه
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وایي، واشنګټن له تهران سره د سولې یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره د نرمښت «یو حد او حدود» لري.
روبیو، چې سیمې ته د سفر په ترڅ کې بحرین ته تللی، د پنجشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۴مه، وویل چې امریکا به هېڅکله ایران ته اجازه ور نه کړي چې د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګ راتګ په بدل کې مالیه واخلي، ځکه د هغه په وینا، دا کار به «بشپړه ګډوډي » رامنځته کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې عمان ته نږدې په یوې بار وړونکې بېړۍ برید شوی او یوڅه زیان یې لیدلی دی.
تر اوسه هېچا د دغه برید مسؤولیت نه دی منلی، خو څو امریکايي چارواکو ایران په دې برید تورن کړی دی.
بل لور ته، د ایران سپاه پاسداران ځواکونو د عمان له خوا د بېړیو د تګ راتګ لپاره د یوې لنډمهالې لارې د معرفي کولو په غبرګون کې ټینګار کړی چې د ایران له همغږۍ او څارنې پرته به هرمز تنګي کې د بېړیو حرکت ناامن او خطرناک وي.
ملګري ملتونه د مخدرو موادو په وړاندې دمبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت وايي دغه سازمان دافغانستان د ولس ترڅنګ ولاړ دی
ملګري ملتونه د مخدرو موادو په وړاندې دمبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت وايي دغه سازمان د مخدروموادو د ننګونو سره د مقابلې ، نویو ګواښونو،او د حللارو په میندلو کې دافغانستان د ولس ترڅنګ ولاړ دی.
دمخدرو موادو او جرایموپه وړاندې د ملګروملتونو دفتر (UNODC) په خپله ایکسپاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ټینګار کوي چې فعالیتونه یې په وقایې ، علاج او په رغونې متمرکز دي او په عین حال کې دهغو ټولنو ملاتړ کوي چې د کوکنارو د کښت څخه داوښتو له تګلارې زیانمنې شوي دي.
افغانستان کې ددغه دفتر مسئول پولیاک اوکې سیري وايي:" د مخدره موادو ستونزه لا هم یوه جدي ننګونه ځکه ده چې ډېر خلک، په ځانګړي ډول په کلیوالي سیمو کې، لا هم د مخنیوي، درملنې او رغیدنې باکیفیته خدماتو ته لاسرسی نه لري."
هغه زیاتوي چې په افغانستان کې د مخدره موادو کارول په زیاتېدونکي ډول له دودیزو نشه يي توکو لکه چرس (حشیش) او تریاکو څخه مصنوعي نشه يي موادو لکه میتامفیتامین (شیشه) او ټابلیټ K ته اوړي.
وروسته لدې چې افغانستان کې د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ کال اپریل میاشت کې د کوکنارو په کرنه او کاروبار یو مخ بندیز ولګاوه په دغه هیواد کې د کوکنارو کر په ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا ۹۵ سلنه راکم شو. د (UNODC) د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د کوکنارو کرنه نسبتا مخکني کال ته بیا هم ۲۰ سلنه نوره کمه شوه او تاریخي ټیټې کچې ته ورسېده.
د اروپايي اتحادیې دیپلوماتان: د طالبانو پلاوي سره بروکسل کې وروستۍ خبرې په تخنیکي چارو متمرکزې وې
د اروپايي اتحادیې دیپلوماتانو د ازادي راډیو خبریال ته ټینګار کړی چې د طالبانو پلاوي سره بروکسل کې د اروپايي کمیسیون په بلنه وروستۍ خبرې تخنیکي خبرې وې او د دیپلوماتیکې پیژندګلوۍ په معنا نه دي.
دوی وویل چې د کډوالو دستنولو موضوع غړو هیوادونو پورې اړه لري او ګڼ هیوادونه نیت لري اجباري ستنولو ته مخه کړي نو ځکه د طالبانو همکاري اړینه ده.
دغه ديپلوماتان وايي دوه ډلې کسان ستنول کیږي; هغه کسان چې امنیت ته خطر جوړوي او بل هغه کسان چې لوی جرمونه یې ترسره کړي دي او نه هرهغه کس چې د پناه اخیستو غوښتنلیک یې رد شوی دی.
دغه دیپلوماتان وايي دمثال په توګه سویدن نیت لري ۲۰۰ کډوال او ډنمارک څه کم ۲۰ تنه افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي.