افغانستان
ستره محکمه: په کابل، ننګرهار او تخار ولایتونو کې مو مجرمین په درو وهلي دي
د طالبانو ستره محکمه وايي، په کابل، ننګرهار او تخار ولایتونو کې يې ۷ تنه د بیلابیلو جرمونو په تور په دور وهلي دي.
په هغه اعلامیه کې چې نن یکشنبې د (مارچ۲مه) دغې محکمې خپره کړې ویلي، د دې ولایتونو د سیمه ییزو محکمو د پریکړو پر بنسټ يې دا کسان په درو وهلي او په تنفیذي بند محکوم کړي دي.
په اعلامیه کې وړاندې راغلي، د تخار په چاه اب ولسوالۍ کې درې کسان د نامشروع جنسي اړیکو په تور په ۳۹ درو، او له یوې تر شپږو میاشتو په تنفیذي بند محکوم شوي دي.
د اعلامیې په ټکو، د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کې درې نور کسان بیا د لواطت په تور په ۳۹ درو او له یوې تر شپږو میاشتو په تنفیذي بند محکوم شوي دی.
د سترې محکمې په اعلامیه کې وړاندې ویل شوي یو تن په کابل کې د الکولي مشروباتو د خرڅلاو په تور په ۳۹ درو او دوه کاله بند محکوم شوی دی.
د طالبانو له خوا مجرمینو په عام محضر کې د بدني سزاوو ورکول د بشري حقونو د بنسټونو له غبرګونونو سره مخ دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ازادي جبهه د کابل په هوايي ډګر د برید ادعا کوي
د "افغانستان د ازادۍ دجبهې" په نامه د طالبانو یوه مخالفه وسله واله ډله د پنجشنبې په ماښام د کابل په هوايي ډګر د برید ادعا کوي.
دغې ډلې د جمعې په ورځ خپل ویبسایټ کې د خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا کړې چې دپوځي ترانسپورت په برخه یې هدف لرونکی توغندیز برید کړی دی.
د خپلواکو منابعو لخوا ددغې ادعا تایید یا رد ترلاسه کول ګران دي. دطالبانو سرچینو په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی. خو تیرماښام کابل کې د چاودنو غږونه رپوټ شوي دي.
افغان ایواک د افغانانو لپاره د لنډمهالي خوندیتوب وضعیت (TPS) د طرحې هرکلی کوي
د افغان کډوالو د ملاتړ بنسټ، افغان ایواک، د امریکا په کانګرس کې د افغان وګړو لپاره د لنډمهالي خوندیتوب وضعیت (TPS) د طرحې د وړاندې کېدو هرکلی کړی دی.
دغه بنسټ د پنجشنبې په ورځ، د زمري ۱۵مه، په خپلې اېکس (X) پاڼه کې ویلي چې د امریکا د استازو جرګې یو شمېر غړو، د جېسن کرو، ډان بېکن، سام لیکارډو او ماریا سالازار په ګډون، د «د ۲۰۲۶ کال د افغان وګړو د لنډمهالي خوندي وضعیت قانون» په نوم یوه طرحه وړاندې کړې چې موخه یې په امریکا کې د افغانانو قانوني وضعیت ته مستقیمه پاملرنه ده.
د اعلامیې له مخې، که دا طرحه تصویب شي، نو د ۲۰۲۹ کال د جولای تر لومړۍ نېټې پورې به د شرایطو وړ افغان وګړي له امریکا څخه نه ایستل کېږي. همدارنګه، د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدماتو اداره (USCIS) به مکلفه وي چې د دې پروګرام اړوند غوښتنلیکونه په اعظمي توګه د ۹۰ ورځو په موده کې وڅېړي او وروستۍ پرېکړه پرې وکړي.
افغان ایواک وايي، د دې طرحې تصویب به په ځانګړي ډول د هغو افغانانو د ایستلو مخه ونیسي چې په ۲۰۲۱ کال د افغانستان د تخلیې پر مهال امریکا ته لېږدول شوي دي.
د یاد کال د اګست په میاشت کې د کابل له هوايي ډګر څخه د بېړنۍ تخلیې پر مهال شاوخوا ۷۹ زره افغانان امریکا ته ولېږدول شول، او وروسته هم زرګونه نور افغانان د انتقال او بیا مېشتېدو د پروګرامونو له لارې دغه هېواد ته داخل شول.
یونېسف: افغانستان کې د میندو روغتیا د ماشومانو روغتیا سره برابره ده
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو صندوق (یونېسف) کوچنیانو ته د مور د شیدو ورکولو لپاره میندو ته د ښځینه روغتیاپالانو د لارښوونو په اهمیت ټینګار کوي.
یونېسف د مور په شیدو د تغذیې د نړیوالې اوونۍ په مناسبت دا هم وايي چې د میندو روغتیا د ماشومانو روغتیا سره برابره ده.
د ملګرو ملتونو دغه اداره د مېرمنو د تغذیې او د زېږون دمخه دوی ته د اړینې پاملرنې په اهمیت هم ټینګار کوي.
هر کال د اګسټ میاشتې لومړۍ اوونۍ د مور په شیدو د تغذیې د نړیوالې اوونۍ په توګه نمانځل کېږي چې هدفیې د ماشومانو او نویو زېږېدلو د ودې او روغتیا لپاره د مور د شیدو حیاتي رول ته پاملرنه را اړول دي.
د راستنېدونکو کړکېچ؛ ۲.۷ میلیونه کسان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همږغۍ دفتر ( اوچا) وايي سږکال هېواد ته راستانه شوي ۲.۷ میلیونه کسان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
اوچا وايي کډوال خپل هېواد ته په ستنېدو سره نوی ژوند پیلوي چې د خوندي سرپناه، معیشت، تعلیم او روغتیايي خدماتو په برخو کې عاجلو مرستو ته اړتیا لري.
ملګري ملتونه وايي د ۲۰۲۳ کال له وروستیو راهیسې تقریباً ۶ ملیونه افغانان له ګاوڼدیو هېوادونو، پاکستان او ایران څخه خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي.
د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ دوهمه لوبه د جمعې په ورځ ترسره کېږي
د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د ۵ یو ورځنیو لوبو دوهمه لوبه د جمعې په ورځ ترسره کېږي.
د دغې لړۍ لومړنۍ لوبه د چهارشنبې په ورځ د باران له کبله بېنتیجې اعلان شوه.
ټاکل شوې ده چې دغه لوبلړۍ د اګسټ تر ۱۴مې دوام وکړي.
بلخوا، د افغانستان د فوټسال ملي ټیم د پنجشنبې په ورځ تایلنډ کې د کانټیننټل جام په سیالیو کې خپله وروستۍ لوبه کې د نیوزیلنډ ټیم ته ۶-۱ ماته ورکړه او له سیالیو بهر شو.
د افغانستان ټیم له دې مخکې په دغو سیالیو کې د تایلنډ، ویتنام او روسیې په وړاندې دوه ماتې او یوه تساوي درلوده.
نن د افغانستان په ۷ولایتونو کې د تیز باران او سیلونو د راوتو اټکل شوی
نن پنجشنبې د افغانستان په ۷ولایتونو کې د تیز باران او سیلونو د راوتو اټکل شوی.
د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست د یوې اعلامیې په خپرولو سره په نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پکتیا، خوست او پکتیکا کې د تیز باران او له کبله يې د سیلونو د راوتو اټکل کړی دی.
په اعلامیه کې په مرکزي، ختیځو، سوېل ختیځو، سوېلي او لویدیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو پېښېدو وړاندینه هم شوی دی.
وروستیو بارانونو او سیلونو د افغانستان په خیتځو ولایتونو کې په لسهاوو کسان مړه او خلکو ته په میلیونو افغانیو تاوان ورسوه.
د افغانستان د ازادي جبهه ادعا کوي چې پنځه طالب سرتیري يې وژلي دي
د افغانستان د ازادي په نوم جبهې ادعا کړې چې د بدخشان په زیباک ولسوالۍ کې يې د نښه پرمهال پنځه طالب سرتیري وژلي او یولس نور يې ټپیان کړي دي.
دغه جبهې پر خپلې ایکس پاڼې ادعا کړې چې پرون چهارشنبه یې د طالبانو یو برید په شا تمبول دی.
د جبهې په ټکو، نښتې شاوخوا څلور ساعته دوام وکړ.
تراوسه طالب چارواکو د دغې ادعا په اړه څه ویلي نه دی.
ازادي راډيو په خپلواکه توګه د دې جبهې ادعاوې نشي تاییدولی.
یو شمېر افغان کډوال د پاکستان له زندانونو تر خوشې کېدو وروسته هېواد ته راستانه شوي
د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي،"په روانه اوونۍ کې څه باندې درې سوه افغان کډوالو د پاکستان له زندانونو تر خوشي کیدو وروسته هېواد ته راستانه شوي دي".
دغه وزارت نن پنجشنبې پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي، د ماشومانو په ګډون ۳۲۵تنه کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارې بیرته افغانستان ته راستانه شوي دي.
وړاندې راغلي، دغه کسان د بیلابیلو لاملونو له کبله بندیان شوي وو.
پاکستان په وروستیو کې د افغان کډوالو د اخراج لړۍ تیزه کړې چې په زرهاوو کډوال يې بیرته افغانستان ته اخراج کړي دي.
افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي لسګونو زرو راستنو شویو کورنیو ته یې د استوګنې نمرې ورکړي
افغانستان کې د طالبانو حکومت څه دپاسه ۶۵ زره راستنوشویو کورنیو ته د استوګنې د نمرو د توزیع خبر ورکوي.
د کور او ښار جوړولو وزارت وايي تر دې مهاله په ټول هېواد کې د استوګنیزو ځمکو د وېش د بهیر له مخې ۶۵ زره او ۱۵۴ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې نمرې ورکړل شوې دي، او دا لړۍ لا هم روانه ده.
بلخوا ملګري ملتونه وايي د ۲۰۲۳ کال له وروستیو راهیسې تقریبا ۶ ملیونه افغانان له ګاوڼدیو هیوادونو،پاکستان او ایران څخه خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي.
دافغانستان او ایرلنډ د چهارشنبې د کریکټ لوبه بې نتیجې اعلان شوه
د افغانستان او ایرلینډ ترمینځ د ۵ یو ورځنیو لوبو دوهمه لوبه د جمعې په ورځ ترسره کیږي.
ددغې لړۍ لومړنۍ لوبه د چهارشنبې په ورځ د باران له کبله بې نتیجې اعلان شوه.
ټاکل شوې ده چې دغه لوبلړۍ د اګست تر۱۴ دوام وکړي.