د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۰۸

افغانستان

د تورخم دروازې دواړو خواوو ته ۴ زره باروړنکې لارۍ له مالونو ډک ولاړي دي

د تورخم دروازې د خلاصیدو په تمه دواړو خواوو ته په زرهاوو له مالونو ډکې لارې د اوښتو په تمه دي، انځور له ارشیف څخه
د تورخم دروازې د خلاصیدو په تمه دواړو خواوو ته په زرهاوو له مالونو ډکې لارې د اوښتو په تمه دي، انځور له ارشیف څخه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم په دروازه کې څه باندې ۴زره باروړنکې لارۍ دواړو خواوو ته له یوې اونۍ راهیسې د اوښتو په تمه ولاړې دي.

پاکستان چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط د ازادي راډیو مشال ځانګې ته د پنجشنبې په ورځ ویلي،" د تورخم دروازې د بیا پرانیستو په خبرو اترو کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی".

دا لار د یوې اونۍ راهیسې د باروړنکو لارو سربیره، د مسافرو او ناروغانو پرمخ تړلی شوې ده.

په سیمه کې د مشال راډیو د خبریال په ټکو، مسافر او ناروغان په جوماتونو او هوټلونو کې دیره دي او د خوارک او څښاک له نه شتون شکایت لري.

بل پلو، د دروازې دواړو خواوو ته یو شمیر لارۍ چلوونکو شکایت کړی چې مالونه يې په خرابیدو دي او د طالبانو او پاکستاني چارواکو يې د دروازې د خلاصیدو غوښتنه کړې ده.

ټاکل شوې وه، د فبرورۍ په ۲۵مه طالبان او پاکستان چارواکي د دې لارې د خلاصیدو په اړه خبرې اترې وکړي، خو پاکستاني چارواکو د ازادي راډیو مشال برخې ته ویلي دي، "د فبرورۍ د ۲۵مې تر ماښامه له کابله د خبرو اترو د دویم پړاو لپاره تورخم ته د طالبانو پلاوی ورغلی نه دی".

د فبرورۍ په ۲۴مه د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو مرستیال والي عبدالعزیز مصطفی له پاکستاني چارواکو سره کتلي و، خو د لارې د پرانیستلو په اړه کومې پایلې ته رسیدلي نه وو.

پاکستاني امنیتي ځواکونو د فبرورۍ په ۲۱مه له طالبانو ځواکونو سره د مورچلو د جوړولو پر سر شخړه وکړه چې له کبله يې د تورخم دروازه د سوداګریزو مالونو او مسافر پر مخ وتړل شوه.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د افغانستان د فوټبال فدراسیون غړی محمد حامد میوند وفات شو

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د تخنیک ډایرکټر او د تدریساتو د برخې مسوول محمد حامد میوند د پنجشنبه په ورځ په کابل کې ومړ.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون په یوه بیان کې د هغه پر مړینه خواشیني څرګنده کړې ده او ویلي یې دي چې محمد حامد میوند کلونه کلونه د افغانستان د فوټبال د روزونکو او حکمانو په روزونه کې مهمه ونډه لرله.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د محمد حامد میوند د مړینې علت نه دی څرګند کړی، خو یوشمیر کورنیو رسنیو لکه طلوع نیوز یوازې دومره ویلي دي چې نوموړي په یوه پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په هرات کې د نژدې څلور میلیارډه افغانۍ په ارزښت پروژې پرانیستل شوې

د هرات جامع جومات
د هرات جامع جومات

په هرات کې د بریښنا د لیږد او ویش څلور پروژې پيل او پنځه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر دغه پرروژې چې نژدې څلور میلیارډه افغانۍ لګښت لري، پرون پرانیستې.

د پرانیستو په غونډه کې ښاغلي برادر وویل چې د دې ټولو پروژو له بشپړیدو سره به د هرات صنعتي پارکونو او صنعت کارانو ته څلرویشت ساعته بریښنا چمتو شي.

افغانستان خپله لویه برخه بریښنا له ګاونډیو هیوادونو واردوي او په ژمي کې چې د بریښنا لګښت ډیریږي د کابل په شمول په لویو ښارونو کې د بریښنا پارچوي زیاتیږي.

د افغانستان او پاکستان له ۱۹ کلنو لږ عمره کرکټ لوبډلو سیالي

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره ټیم
د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره ټیم

ټاکل شوې ده چې سبا شنبه د افغانستان د کرکټ له نولس کلونو کم عمره لوبډله له خپلې پاکستانۍ سیالې لوبډلې سره یو ورځنۍ لوبه وکړي.

دا لوبه به د زیمبابوې په پلازمېنې هرارې کې ترسره شي.

د افغانستان، پاکستان او زیمبابوې له نولس کلونو کم عمره لوبډلو په خپلو کې یو لړ مسابقې پیل کړې دي چې پرون یې لومړۍ لوبه د افغانستان او کوربه زیمبابوې ترمنځ وه. په دې لوبه کې افغان بالرانو د زیمبابوې ټول لوبغاړي د (۹۰) منډو په له لاسه ورکولو سره وسوځول او په ځواب کې یې د افغانستان لوبغاړو اته شپیته منډې کړې وې، یو لوبغاړی یې سوځیدلی و، خو باران وشو او لوبه بې نتیجې پای ته ورسیده.

د دغو دریو هیوادونو تر منځ دا لوبې له نولس کلنو لږ عمره کرکټ نړیوال جام ته د چمتوالي لپاره روانې دي چې ټاکل شوې ده د راتلونکې جنوري میاشتې په نیمایي کې د زیمبابوې او نامیبیا په کوربتوب پيل شي.

هه نګاو: ایران سږ کال ۶۵ افغانان اعدام کړي

ایران د نذیر په نوم یو افغان اعدام کړ. د بشري حقونو سازمان ( هه نګاو) د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د یوه افغان په ګډون د ایران په څو زندانونو کې دولس بندیان اعدام شول.

د بشري حقونو موسسې له اوږدې مودې راهیسې په ایران کې د اعدام پر سزاګانو نیوکې کوي او وایي چې نه محکمې عادلانه دي او نه هم شفافې.

د هه نګاو د راپور له مخې د کال له پیله تر اوسه په ایران کې لږ تر لږه یو زر دوه تنه اعدام شوې دي چې پنځه شپیته یې افغانان دي.

اسراییل په لبنان کې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب قوماندان وژلی

د لبنان په جنوب کې د ډسمبر په ۱۸ د اسراییلي الوتکو بمباري-ارشیف
د لبنان په جنوب کې د ډسمبر په ۱۸ د اسراییلي الوتکو بمباري-ارشیف

اسراییل وایي، د ایران د سپاه پاسداران انقلاب یو مهم غړی یې په لبنان کې وژلی دی.

د اسراییل پوځ د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې حسین محمود مرشد الجوهري د استخباراتو او داخلي امنیت د ادارو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې د لبنان په نصریه سیمه کې ووژل شو.

د اسراییل د پوځ په وینا الجوهري له سوریې او لبنان څخه د اسراییل پرضد پلانونه جوړل.

ایران تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.

د تاجکستان او افغانستان پر پوله نښته شوې

له افغانستان سره د تاجکستان سرحدي سیمه-ارشیف
له افغانستان سره د تاجکستان سرحدي سیمه-ارشیف

د تاجکستان سرحدي ځواکونو نن وویل چې د افغانستان له سرحد سره یې د یوې نښتې پرمهال دوه افسران وژل شوې دي.

د تاجکستان د ملي امنیت د دولتي کمیټې د سرحدي ځواکونو په اعلامیه کې راغلې دي چې دا پيښه د چهارشنبې په ماسپښن د شمس الدین شاهین په ولسوالي کې رامنځته شوه.

تاجک چارواکي وایي، په دې نښته کې درې برید کوونکي هم وژل شوې دي او درې ماشیندار، درې ټوپک، لس لاسي بمونه، د شپې لیدو لپاره یوه دستګاه او یوشمیر مهمات له برید کوونکو څخه نیول شوې دي.

د تاجکستان سرحدي ځواکونو افغان طالبان تورن کړل چې د سیمې د ثبات او د ترهګرو او قاچاق وړونکو د مخنیوي لپاره یې خپلې ژمنې نه دې ترسره کړي.

د افغانستان او زیمبابوې تر ۱۹ کلنو د لږه عمره کرکټ لوبډلو مسابقه

ارشیف
ارشیف

نن د افغانستان له نولس کلنو کم عمره ملي لوبډله د زیمبابوې له نولس کلنو کم عمره کرکټ ټیم سره مسابقه کوي.

دا د پنځوس اورونو لوبه په پلازمینې هرارې کې ترسره کیږي.

په دې لړۍ کې د افغانستان او زیمبابوې ترڅنګ د پاکستان تر نولس کلنو کم عمره لوبډلې برخه اخیستې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ څرګندوي چې د افغان لوبډلې دوهمه لوبه به د شنبې په ورځ له پاکستان سره وي.

یو.ان.هبیتات: فرا ښار پنځه برابره پراخ شوی دی، ایا پرمختګ یې بللی شو؟

د فراه ښار یوه څنډه، ارشیف
د فراه ښار یوه څنډه، ارشیف

د ملګرو ملتونو د بشري میشتیدنې پروګرام ( یو.ان.هبیتات) وایي، فرا ښار تېرو ۲۴ کلونو کې پنځه برابره پراخ شوی دی.

دغې اداره پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دغه پرخوالی ممکن یو پرمختګ وي.

دوی ویلي، دا ډول پراخوالی هغه مهال یو پرمختګ ګڼل کیږي چې د ښاري پلان او ځېرکې پانګونې له مخې شوی وي.

دوی ویلي، د ښارونو پلان شوی پراخوالی خلکو ته ښه خدمتونه برابروي او د خلکو لپاره د هستوګنې ښه زمینه برابروي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ښارونو پر غیر پلاني پراختیا باندې تل نیوکې کیږي.

د ښار جوړونې کارپوهان وایي، د افغانستان په اکثرو ښارونو کې معیاري کانالایزیسیون، سړکونه، پارکونه او د ژوند نورې اسانتیاوې له پامه غورځول کیږي.

د ازبکستان د کرکټ بورډ مشر کابل ته تللی

د افغانستان د کرېکټ بورډ عمومي ریيس ميرويس اشرف
د افغانستان د کرېکټ بورډ عمومي ریيس ميرويس اشرف

د ازبکستان د کرکټ بورډ (ACB) رییس عزیز مهیلیوف او ورسره پلاوي د کابل د سفر په ترڅ کې د افغانستان له کرکټ بورډ (ACB) سره د ریفریانو لپاره په جوړ شوي کورس کې برخه واخیسته.

دا کورس دوه ورځنی دی چې کابل و تاشکند په ګډه جوړ کړی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ چهارشنبه( ډسمبر ۲۴ مه) په یوه بیان کې وویل چې له ښاغلي مهیلیوف سره په دې سفر کې د ازبکستان د کرکټ یوشمیر لوبغاړي هم مله دي.

د بیان له مخي ښاغلي مهیلیوف د افغانستان د کرکټ بورډ له مشر میرویس اشرف سره د کتنې پرمهال د ګډې تخنیکي او مسلکي همکارۍ پر پراختیا خبرې وکړې.

مخکې له دې، د افغانستان او ازبکستان کرکټ بورډونو د دسمبر په لومړۍ نیټه په تاشکند کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا او د کرکټ د پراختیا لپاره دوه اړخیز تړون لاسلیک کړی وو.

یو شمیر افغان متقاعدینو خپل تقاعد ترلاسه کړ

د افغانستان مالیه وزارت
د افغانستان مالیه وزارت

طالبانو یوشمیر متقاعدینو ته د تقاعد پیسې ورکړې ، خو ځیني متقاعدینو د چهارشنبې په ورځ شکایت وکړ چې دوی ته یې لږې پیسې ورکړې دي.

د طالبانو د مالې وزارت د ویاند عبدالقیوم ناصر په وینا تر اوسه یولس زره کسان د تقاعد وړ پیژندل شوې دي چې ځینو ته یې د هغوی د میاشتني معاش له مخې تقاعد ورکړل شوی دی.

د اټکل له مخې په افغانستان کې شاوخوا یو نیم لک متقاعدین شته. دغو کسانو ته د تیرو څه باندې څلورو کلونو په ترڅ کې چې طالبان واکمنان شوې دي، تقاعد نه ورکول کیده. دوی د تقاعد د ترلاسه کولو لپاره په کابل او یوشمیر نورو ښارونو کې بیا بیا سوله ییز لاریونه وکړل، چې بالاخره د طالبانو حکومت سږکال پریکړه وکړه چې یوه ځانګړې محکمه به دا وڅیړي چې څوک د تقاعد د پیسو د اخیستو مستحق دی.

په افغانستان کې هغه کسان د تقاعد وړ بلل کیږي چې پنځه شپیته کلن شوي یا یې څلویښت کاله کار کړی ، خو د طالبانو په حکومت کې د تقاعد سیستم له منځه تللی او د مامورینو له معاشونو د تقاعد پیسې نه ګرځول کیږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG