خبرونه
پاکستاني چارواکی: د تورخم بندېدو سوداګرو ته ۱۲ میلیون ډالره زیان اړولی
د پاکستان ګمرکي چارواکو پرون (چهارشنبې) وویل چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د یوه مهم مځکني بندر د بندېدو له کبله دوه اړخیز تجارت ته ۱۲ میلیوه ډالره زیان اوښتی دی.
د تورخم بندر، چې خیبر پښتونخوا ایالت له ننګرهار ولایت سره نښلوي، د شنبې له ورځې راهیسې تړل شوی دی. د دې لارې د بندېدو دلیل د افغان لوري له خوا د نوې امنیتي پوستې د جوړولو پر سر شخړه بلل شوې ده.
د دواړو خواوو ترمنځ د دې لارې د پرانیستلو پر سر خبرو تراوسه نتیجه نه ده لرلې.
په تورخم کې د پاکستان د ګمرک یوه چارواکي، د نوم د نه ښودلو په شرط جیونیوز تلویزیون ته وویل چې په تېرو پنځو ورځو کې د دواړو هېوادونو سوداګرۍ ته ۱۲ میلیون ډالره زیان اوښتی دی.
تورخم د دواړو ګاونډیو هېوادونو له ۱۸ سرحدي دروازو څخه یوه ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
هرمز تنګي کې تاوتریخوالی؛ اروپايي ټولنې د ۵ هېوادونو پر حریم پروازونه محدود کړل
د اروپايي ټولنې د هوايي خوندیتوب ادارې د سې شنبې په ورځ د چنګاښ په ۲۳مه هوايي شرکتونو ته سپارښتنه کړې چې د بحرین، کوېټ، قطر، متحده عربي اماراتو د هوايي حریم او د عمان سمندرګي پر سر له الوتنو څخه د زمري تر لومړۍ نېټې پورې ډډه وکړي.
دا سپارښتنه په هرمز تنګي کې د زیاتېدونکو تاوتریخوالو او د ایران او امریکا ترمنځ د متقابلو بریدونو د دوام په نتیجه کې خپره شوې ده.
د ازادې اروپا/راډیو ازادي د ایران څانګې د راپور له مخې ایراني رسنیو د سې شنبې په ورځ د بندرعباس په لوېدیځ او د ایران په څو نورو سیمو کې د چاودنو د غږونو د اورېدو خبر ورکړ.
دا چاودنې په داسې حال کې شوي چې تېره شپه د امریکا پوځ د عملیاتو په نوې لړۍ کې چې د دغه هېواد د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) په وینا پنځه ساعتهیې دوام وکړ، له بوشهر، چابهار، ابوموسی او بندرعباس څخه نیولې د ایران په بېلابېلو سیمو کې هدفونه په نښه شول.
پاکستان د ملګرو ملتونو مرستندویه کاروان ته افغانستان ته د ننوتو اجازه ورکړه
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پي) وايي چې د پاکستان د ګمرک ادارې ۲۶ کانټینرونو ته چې د دې پروګرام اړوند خوراکي توکي او نورې بشري مرستې پهکې بار دي، افغانستان ته د داخلېدو اجازه ورکړې ده.
د «ډبلیو اف پي» په وینا، په دغو کانټینرونو کې هغه خوراکي توکي او نور اړین مرستندویه مواد دي چې د دې پروګرام د بشري مرستو په چوکاټ کې د افغانستان خلکو ته ځانګړي شوي دي.
د افغانستان د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
د تورخم لار د افغانستان او پاکستان ترمنځ له تر ټولو بوختو سوداګریزو او ترانزیټي لارو څخه ګڼل کېږي چې د ۲۰۲۵ کال د اکټوبر له میاشتې راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي له امله د عادي تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.
د کابل نړیوال هوايي ډګر د انتظار خونې نوې ودانۍ په بشپړېدو ده
د طالبانو حکومت د ټرانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت وايي چې د کابل نړیوال هوايي ډګر د انتظار خونې د نوې ودانۍ د جوړېدو چارې شاوخوا ۷۰ سلنه بشپړې شوي او تر راتلونکو څلورو میاشتو پورې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دې وزارت د عامه اطلاعاتو او نشراتو ادارې په هغه وېډیو کې چې د سې شنبې په ورځ د چنګاښ په ۲۳مهیې په اېکس پاڼه کې خپره کړې، ویلي چې دا ودانۍ د ټولټال ۳۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي او هڅه شوې چې تر ډېره د افغانستان له کورنیو تولیداتو په کې کار واخیستل شي.
د کابل د نړیوال هوایي ډګر لپاره د انتظار خونې دغه نوې ودانۍ داسې مهال جوړېږي چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان هوايي چلند له ډېرو ننګونو سره مخامخ دی.
«د کراچۍ د حملې د طراح نیونه»؛ پاکستان ادعا کوي چې حمله له افغانستانه تنظیم شوې
د پاکستان پولیسو د سې شنبې په ورځ د چنګاښ په ۲۳مه د یوه کس د نیولو خبر ورکړی چې ویل کېږي، تېره میاشت په کراچۍ ښار کې د پاکستان د رېنجرز ځواکونو پر یوه مرکز د مرګوني برید اصلي طراح و.
پاکستاني چارواکي وايي چې د جون په ۲۷مه نېټه شوی برید چې په کې د رېنجرز ځواکونو درې پوځیان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي وو، له افغانستانه تنظیم شوی او ملاتړ یې شوی و او حمله کوونکي هم د پولې هاخوا روزل شوي او لوژستیکي مرستې یې ترلاسه کړې وې.
چارواکو د یوه بریدګر د ژوندي نیولو خبره کړې او ادعا یې کړې وه چې هغه د افغانستان تبعه دی، خو د طالبانو حکومت دغه ادعا چې دغه برید د افغانستان له خاورې تنظیم شوی، رد کړې ده.
د ایبولا په اړه تازه خبرداری؛ کانګو کې واقعي شمېرې تر رسمي شمېرو زیاتې دي
د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) وايي چې په کانګو کې د ایبولا په ناروغۍ د اخته کسانو واقعي شمېر لږ تر لږه دوه برابره او ښايي تر رسمي شمېرو څلور برابره زیات وي.
د دې سازمان د بېړنیو حالاتو د څانګې مشر ډاکټر چیکوي ایهکویازو، د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت ختیځو سیمو ته له سفر وروسته، د سې شنبې په ورځ د چنګاښ په ۲۳مه په جنیوا کې خبریالانو ته وویل: "موږ باور لرو چې د ایبولا ناروغۍ د خپرېدو کچه لږ تر لږه له هغو مواردو دوه تر څلور برابره زیاته ده چې تر اوسه مو پېژندلي دي."
ایبولا یوه نادره، خو شدیده او ډېری وخت وژونکې ویروسي ناروغي ده چې د بدن عادي فعالیتونه ګډوډوي او د داخلي یا بهرنۍ وینې بهېدو سبب ګرځي.
اوچا: افغانستان لاهم په نړۍ کې د مېندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا وايي،"افغانستان لاهم په نړۍ کې د مېندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري".
اوچا نن سه شنبه په یو راپور کې ویلي،" د دوی د ارزونو له مخې په ۲۰۲۴کال کې په هرو ۱۰۰زرو زیږونونو کې ۶۳۷ مېندو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی".
د اوچا په خبره، دا شمیر په اسیا کې تر ټولو لوړ او په نړۍ کې اووم لوړ شمیر دی.
د ملګرو ملتونو د دې ادارې په ټکو، په روان کال کې نژدې ۱۱میلیونه نجونې او ښځې بشري مرستو ته اړمنې دي.
د راپور له مخې، د روغتیايي کارکوونکو کمښت، روغتیايي خدمتونو ته د ښځو محدود لاسرسی او د ولادت پرمهال د مور او ماشوم د روغتیا لپاره د لازمو دواګانو نشتون د مور او ماشوم د مړیني لوی لاملونه دي.
د ایران قضاییه قوې نن دوه کسان اعدام کړي
د ایران قضاییه قوې نن سه شنبه دوه کسان اعدام کړل.
د قضاییه قوې په بیان کې د دغو کسانو نومونه محيالدین عبدالهي او حسین پالاني یاد شوي.
د بیان په ټکو، دغه دوه تنه "داعش وسله والې ډلې" سره د اړیکو په تور د ایران او عراق په پوله کې د یوې نښتې پرمهال نیول شوي وو.
هغه مهال په نښته کې د ایران د سپاه پاسدارنو ځواکونو درې غړي وژل شوي وو.
دغه کسان د ایران د "حکومت پر وړاندې د وسله وال بغاوت" په تور اعدام شوي.
پر ایران د امریکا او اسراییلو له بریدونو وروسته د سیاسي زندانیانو په ګډون اعدامونه زیات شوي دي.
د بشري حقونو د څار سازمانونو په ایران کې د اعدامونو د زیاتیدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
سپین غر پړانګانو لوبډلې بست ساتونکو ته ماتې ورکړه
سپین غر پړانګانو لوبډلې بست ساتونکو ته ماتې ورکړه.
سپینغږ لوبډله واتونیده د ۱۴۴ منډو هدف په ۱۷ام اور کې د څلور لوبغاړو په سوځیدو سره پوره کړي.
دغه لوبه د خوست ولایت په مسرور کرکټ لوبغاړي کې ترسره شوه.
د شپږیزې لیګ د یولسم پړاو بله لوبه د مس عینک اتلانو او د بندامیرښامارانو لوبډلو ترمنځ ده.
پر ایران د امریکا د تازه بریدونو لرۍ پایته رسیدلې
په منځني خیتځ کې د امریکا مرکزي قومندانۍ سنټکام وايي، "پر ایران د تازه بریدونو لړۍ پایته ورسیده".
سنټکام نن سه شنبه د (جولای۱۴مه) په یو بیان کې ویلي،" امریکا د نن شپې په پنځه ساعته عملیاتو کې د ایران په بوشهره، چابهار، جاسک، کنارک، ابوموسی او بندرعباس کې پوځي هدفونه ویشتي دي".
په عین حال کې د ایران مهر خبري اژانس خبر ورکړی چې په بوشهر ښار کې د څو چاودونو غږونه اورېدل شوي دي.
دا دریمه پرله پسې شپه ده چې امریکایي پوځیان پر ایران بریدونه کوي.
بل پلو، د ایران سپاه پاسداران ادعا کړې چې په بحرین کې يې د امریکا پوځي اډې په نښه کړي.
د سپاه په ټکو، "بحرین کې يې د امریکا د وسلو، اړیکو مرکزونه او د امریکايي ځواکونو د اوسیدو سیمې ویشي دي.
په عین حال کې په بحرین کې د هوایي دفاع سیستم هم فعاله شوی دی.
بحرین په سیمه کې د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د امریکا پوځي اډې په کې دي.
بریتانیا «سپاه پاسداران» د ترهګرې ډلې په توګه اعلان کړه
د بریتانیا د سکاینیوز د راپور له مخې، د دغه هېواد حکومت د دوشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۲مه، د ایران سپاه پاسداران د ترهګرې ډلې په توګه اعلان کړه.
سپاه پاسداران له دې وړاندې د اروپایي اتحادیې د ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې شامل شوی و او اسټرالیا هم پاسداران د ایران د حکومت له هغو بنسټونو څخه ګڼي چې د ترهګرۍ ملاتړ کوي.
له همدې امله، د بریتانیا لومړي وزیر کایر سټارمر په دې وروستیو کې د دې پرېکړې د کولو لپاره له زیات سیاسي فشار سره مخ و.
د بریتانیا حکومتي چارواکو تر دې وړاندې استدلال کاوه چې د دغه هېواد د قوانینو له مخې، د بهرنیو هېوادونو رسمي حکومتي ادارې، لکه سپاه پاسداران، د ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې نهشي شاملېدای.
د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو هم د تېر لمریز کال د سلواغې په میاشت کې، له کلونو کورنیو او نړیوالو فشارونو وروسته، سپاه پاسداران د ترهګر سازمان په توګه وپېژندل.
سپاه پاسداران ځواکونه ایران کې د ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب له بریا لږه موده وروسته تأسیس شول. دا ځواک چې یوازې د ایران د ستر مشر څخه اوامر ترلاسه کوي په خپل جوړښت کې ځمکني، سمندري او هوايي ځواکونه لري.
متحده ایالاتو تر دې وړاندې سپاه پاسداران او د هغه بهرنۍ څانګه، سپاه قدس، د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامل کړي.