د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۵ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۰:۵۴

افغانستان

راروانه دوشنبې په افغانستان کې د پولیو پرضد د واکسین کمپاین پیلېږي

په افغانستان کې د پولیو پرضد د واکسین کمپاین (آرشیف)
په افغانستان کې د پولیو پرضد د واکسین کمپاین (آرشیف)

ټاکل شوې چې د دوشنبې په ورځ د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ یا پولیو پرضد د واکسین کمپاین پیل شي.

پولیو فري افغانستان نن (د کب ۴مه) پر خپله ایکس پاڼه د دغه کمپاین د پیلیدو خبرورکړی او یوازې دومره یې ویلي چې دا کمپاین به په ځینو ولایتونو کې چې نومونه او شمیریې نه دي یاد کړي، پیل شي.

له دې مخکې د تیرې سلواغې میاشتې په لومړیو کې د پولیو د واکسین کمپاین د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې تطبیق شو چې د روغتیا وزارت په خبره په ترڅ کې یې له پنځو کلونو کم عمره شاوخوا شپږ ملیونه ماشومان د واکسین لپاره په پام کې نیول شوي وو.

له کله چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، د پولیو د واکسین کمپاینونه کور په کور نه تطبیق کیږي چې د روغتیا پالانو په وینا له دې کبله یوشمیر ماشومان له واکسین څخه بې برخې کیږي.

د پولیو پرضد د واکسین کمپاین داسې مهال پیلیږي چې په بادغیس کې د طالبانو سیمه ایزو چارواکو د دې ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د پولیو د یوې مثبتې پیښې خبر ورکړی. د طالبانو روغتیا وزارت تراوسه دا پیښه رسماً نه ده تایید کړې.

د روغتیا نړیوال سازمان WHO په تیر ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د پولیو د ۲۵ مثبتو پیښو خبر ورکړی و.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د سند عالي محکمې په طبي زده کړو د بوختو افغان محصلانو د ایستلو پرېکړه ځنډولې

د طبي څانګو افغان محصلین
د طبي څانګو افغان محصلین

د پاکستان د سند ایالت عالي محکمې په طبي زده کړو د بوختو افغان محصلانو د ایستلو پرېکړه د سپټمبر تر ۲۹مې ځنډولې.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې دې محکمې په کراچۍ او نورو ښارونو کې د افغان محصلینو د عریضو په بنسټ دا پرېکړه کړې ده.

د لاهور عالي محکمې هم د سپټمبر په لسمه له طبي پوهنتونو او کالجونو د افغان محصلینو د ایستلو پرېکړه ځنډولې.

د پاکستان د طبي او غاښونو شورا د سپټمبر په لومړۍ په پاکستان کې ټولو هغو افغان محصلانو ته د وتلو امر کړی چې په طبي زده کړو بوخت دي.

د راپورونو په اساس د ۳۵۰ نجونو په ګډون لږ تر لږه ۱۰۰۰ تنه افغان محصلین دمګړۍ د پاکستان د طب او ستوماتولوژۍ په پوهنتونو او کالجونو کې په زده کړو بوخت دي.

نن ماښام د افغانستان او هند دویمه شل اووریزه لوبه؛ هند لومړۍ ګټلې

د افغانستان کیپر رحمن الله ګربز او د هند ایشان کیشن توپوهونکی لومړۍ لوبه کې
د افغانستان کیپر رحمن الله ګربز او د هند ایشان کیشن توپوهونکی لومړۍ لوبه کې

افغانستان او هند د کرکټ ملي ټیمونه به نن ماښام خپله دویمه شل اوریزه لوبه وکړي.

دا لوبه د نوې ډهلي په ارون جيټلي سټډیوم کې ماښام شپږ نیمې پیلیږي.

افغان ټیم په لومړۍ لوبه کې یکشنبه ماښام له هنده ماته خوړلې وه.

په هغې لوبه کې افغان لوبغاړو د ۱۵۷ منډو هدف وټاکه خو هند بیا یواځې د درېو ویکټو په تاوان په ۱۴م اوور کې پوره کړ.

دا لوبې که څه هم هند کې کېږي خو کوربه توب یې د افغانستان په غاړه دی.

د ایران سراوان ته نږدې ۱۷ افغان کډوال د تندې او ګرمۍ له لاسه مړه شوي

سراوان سرحدي سیمه
سراوان سرحدي سیمه

د ایران د بشري حقونو یوه سازمان "حال‌وش" (Haalvash) ویلي چې لږ تر لږه ۱۷ افغانان سراوان ته نږدې په یوه سرحدي سیمه کې د زیاتې تندې له لاسه مړه شوي.

دغه سازمان په یوه بیان کې یکشنبه ویلي چې دا پېښه د وږي په ۱۹مه تېره پنجشنبه شوې او د دغو خلکو جسدونه د خاش سیمې سردخانې ته لیږدول شوي.

په مړو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

طالب او ایراني چارواکو لا د دې پېښې په تړاو رسماً څه نه دي ویلي.

ازادي راډیو په خپلواکه توګه په دې اړه خپرې شوې ویډیوګانې نه شي تاییدولی.

د افغانستان او ایران په سرحدي سیمو کې اکثر افغان کډوال په قاچاقي او خطرناکو لارو ایران ته اوړي چې کله ناکله له داسې مرګونو پېښو سره مخ کېږي.

تېره جولای میاشت هم د نیمروز ولایت په مارګو دښته کې د لږ تر لږه ۱۴ هغو افغانانو مړي وموندل شول چې ایران ته په قاچاقي لارو تلل او په دښته کې ورک شوي وو.

له لومړۍ ماتې وروسته افغانستان نن بیا د هند پر وړاندې لوبېږي

د افغانستان او هند د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۲۰ اوریزو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه.
د افغانستان او هند د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۲۰ اوریزو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه.

د افغانستان او هند د کرکټ ملي لوبډلې نن سې شنبه د ۲۰ اوریزو لوبو د لړۍ دوهمه لوبه ترسره کوي.

دا لوبه د کابل په وخت د ماښام په ۶ نیمو بجو پیلېږي.

افغانستان خپله لومړۍ لوبه وړمه ورځ هند ته د اوو وېکټو په توپیر وبایلله.

افغانستان د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۶ منډې کړې وې او هند د درېیو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۱۴ اور کې ټاکلی هدف پوره کړ.

د افغانستان په کوربه‌توب دغه لوبې د نوې ډېلي په ارون جیټلي لوبغالي کې ترسره کېږي چې درېیمه او وروستۍ یې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د «وږې په ۲۶مه» پلان شوې ده.

دا لومړی ځل دی چې هند په خپله خاوره کې د یوې لوبډلې په کوربه‌توب لوبې کوي.

تر دې مخکې ډېر ځلې افغانستان په متحده عربي اماراتو کې د هېوادونو له لوبډلو سره د لوبو کوربه‌توب کړی دی.

۳۲ افغان ورزشکاران د جاپان د ۲۰۲۶ کال اسیايي لوبو کې ګډون کوي

ارشیف، د المپیک نښان
ارشیف، د المپیک نښان

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د المپیک ملي کمېټې تأیید کړې چې د افغانستان له دننه څخه یو ورزشي کاروان به د ۲۰۲۶ کال په اسیايي لوبو کې د ګډون لپاره جاپان ته لاړ شي.

د دې کمېټې سرپرست محمد باور هوتک له کورنیو رسنیو سره په خبرو کې دا موضوع تأیید کړې ده.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلوېزیون راپور ورکړی چې د افغانستان ۳۲ ورزشکاران به د هېواد له دننه څخه په نهو ورزشي څانګو کې په دغو سیالیو کې ګډون وکړي.

په همدې حال کې، د افغانستان د ووشو ملي فدراسیون ویلي چې د دې برخې د ملي لوبډلې غړي د اسیايي لوبو د ګډون لپاره جاپان ته روان شوي دي.

د ۲۰۲۶ کال اسیايي لوبې به د سپټمبر په ۱۹مه د جاپان په ایچي او ناګویا ښارونو کې پیل شي او د اسیا له لسګونو هېوادونو څخه به زرګونه لوبغاړي په‌کې سیالي وکړي.

سبا ماښام د هند او افغانستان دویمه شل اووریزه لوبه کېږي

راشدخان له فیلډینګه ناخوښه دی - لومړۍ لوبه د هند او افغانستان تر منځ
راشدخان له فیلډینګه ناخوښه دی - لومړۍ لوبه د هند او افغانستان تر منځ

د افغانستان او هند د کرکټ ملي ټیمونه به سه شنبه ماښام خپله دویمه شل اوریزه لوبه وکړي.

افغان ټیم په لومړۍ لوبه کې یکشنبه ماښام له هنده ماته ومنله.

دا لوبه چې په نوې ډهلي کې وشوه افغان لوبغاړو د ۱۵۷ منډو هدف وټاکه خو دفاع یې ونه کړای شوه او هند په ۱۴ اوور کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو هدف ته ورسېد.

د افغانستان لپاره عظمت الله عمرزي ۶۴ او محمد نبي ۳۳ منډې وکړې خو نور اکثر لوبغاړي په ډېرو کمو منډو اوټ شول.

د هند پیلیز لوبغاړي ابیشک شرما بیا په ۳۲ توپونو ۸۲ چټکې منډې وکړې.

د ایران د نوي تعلیمي کال په درشل کې د افغان کډوالو ماشومانو ستونزې

د ایران یو لومړنی ښوونځی
د ایران یو لومړنی ښوونځی

په ایران کې د نوي تعلیمي کال د پيل په درشل کې د افغان ماشومانو د نوملیکنې په پروسو کې پیچلتیا افغان کډوال اندېښمن کړي.

د ایران نوی ښوونیز کال څه باندې یوه اوونۍ وروسته د تلې/میزان په لومړۍ پیلېږي.

د راپورونو له مخې د ایران اکثر ښوونځي د بهرنیو اتباعو او کډوالو د ادارې له معتبر معرفي‌لیک پرته د افغان ماشومانو نوملیکنه نه کوي.

په ایران کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ، د راپور له مخې تېر کال لږ تر لږه څلور لکه افغان او عراقي ماشومان هلته په ابتدایه او متوسطه ښوونځیو کې شامل شوي و.

ایران لا هم د څه باندې څلورو میلیونو افغانانو کوربه دی چې نږدې یو نیم میلیون یې اسناد نه لري.

اخوا د ځینو راپورونو له مخې چې ایراني چارواکو یې د څېړلو خبر هم ورکړی د ایران ځینو ښوونځیو د مرستې او د لګښتونو په نوم له کډوالو ماشومانو د لسو میلیونو تومانو غوښتنه کړې ده.

داوود سرخوش وایي په سرطان اخته و خو اوس ښه شوی

داوود سرخوش یوه کنسرټ کې
داوود سرخوش یوه کنسرټ کې

افغان وتلی سندرغاړی داوود سرخوش وایي چې په سرطان ناروغۍ اخته و او اوس بېرته ښه شوی دی.

ښاغلي سرخوش په یوه مرکه کې چې د یکشنبې په شپه خپره شوې ویلي چې تر شاوخوا دوو کلونو سختو درملنو وروسته اوس ښه شوی او غواړي خپل هنري فعالیتونه بېرته پیل کړي.

داوود سرخوش چې له کلونو په اروپا کې اوسیږي په بیلابیلو هېوادونو کې لسګونه کنسرټونه اجرا کړي.

ده په ۱۹۹۸ کال کې د «سرزمین من» سندرې سره چې د ده د لومړي البوم وه د لکونو افغانانو په منځ کې خاص شهرت پيدا کړ.

ایران کې څلور افغان کډوال مړه او ۵ نور سخت ژوبل شوي

ایران کې یوه ټرافیکي پېښه - انځور پخوانی دی
ایران کې یوه ټرافیکي پېښه - انځور پخوانی دی

په ایران کې د یوې مرګوني ټرافیکي پېښې په نتیجه کې لږ تر لږه څلور افغانان وژل شوي او پنځه نور سخت ژوبل دي.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا راپور ورکړی چې شنبه ناوخته د یاسوج – اصفهان په لویه لار یو وړوکی مسافروړونکی موټر له یوه باروړونکي موټر سره لګېدلی.
د راپور په اساس څلورو افغانانو د پېښې په ځای کې ساه ورکړې او پنځه نور ژوبل دي چې د دوو وضعیت ښه نه دی.

چارواکو ویلي چې د انسانانو قاچاقبران اکثر په بېړه او بې احتیاطۍ له خطرناکو لارو تګ راتګ کوي چې داسې مرګونې پېښې رامنځته کېږي.

اروپايي ټولنه: په افغانستان کې میلیونونه ماشومان له زده‌کړو بې برخې دي

د اروپايي ټولنې د ملکي خوندیتوب او بشري مرستو څانګه وايي، په افغانستان کې د ښوونځي د عمر شاوخوا نیمايي ماشومان له زده‌کړو بې برخې دي او شمېر یې میلیونونو ته رسېږي.

دې ادارې د یکشنبې په ورځ، (د سنبلې په ۲۲مه) په ایکسپاڼه کې په یوه خپره کړې ویډیو کې ویلي، په دغو ماشومانو کې شاوخوا یو میلیون نجونې دي چې د طالبانو حکومت د نجونو پر زده‌کړو د لګېدلو محدودیتونو له امله ښوونځیو ته له تلو بې برخې شوې دي.

د اروپايي ټولنې د ملکي خوندیتوب او بشري مرستو څانګې زیاته کړې چې ګڼ شمېر نور ماشومان هم د ښوونځیو د لارو د اوږدوالي، د ترانسپورتي او مواصلاتي لارو د نامناسب وضعیت او سختو هوايي شرایطو له امله له زده کړو بې برخې دي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) هم څو ځله ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د محدودیتونو له امله په تېرو پنځو کلونو کې شاوخوا ۲.۶ میلیونه نجونې د زده‌کړو له دوام څخه بې برخې شوې دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG