خبرونه
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د منځني ختیځ د سفر په لړ کې اسراییل ته ورسید
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د منځني ختیځ په سفر وتلی او اسراییل ته رسیدلی دی.
ښاغلی روبیو، چې د مونشن د امنیتي کنفرانس له ګډون وروسته منځني ختیځ ته روان شوی، پرون (شنبې) ماښام یې د تلابیب په بنګوریون هوایي ډګر کې د اسراییل د باندنیو چارو وزیر ګیدیون سعار هرکلی وکړ.
تمه ده چې د یکشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له اسراییلي صدراعظم بنیامین نتانیاهو او نورو جګپوړو چارواکو سره ویني.
د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي څو ورځې وړاندې ویلي و چې مارکو روبیو به د دې سفر په ترڅ کې د حماس د بریدونو د پایلو، او همداراز د غزې د راتلونکې په اړه د ډونالډ ټرمپ د وړاندیز په تړاو خبرې وکړي.
حماس، چې امریکا او اروپايي اتحادیه یې ترهګره ډله ګڼي، تیره اوونۍ اعلان وکړ، چې نور به اسراییلي یرغمل شوي کسان خوشي نه کړي، چې له دې سره د غزې اوربند د ماتېدو له ګواښ سره مخامخ شو.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ټرمپ: امریکا د هرمز تنګی له ماینونو پاک کړی او کنټرول یې په لاس کې لري
د امریکا ولسمشر د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې متحده ایالاتو د هرمز تنګي له ماینونو پاک کړی او دا سمندري لار اوس پرانیستې ده.
ډونالډ ټرمپ د هرمز تنګي د وضعیت په اړه وویل: «لکه څنګه چې ښايي تاسو اورېدلي وي، موږ ټول تنګی له ماینونو پاک کړی دی. کېدای شي تاسو دا نه وي اورېدلي. موږ د تنګي سل سلنه کنټرول په لاس کې لرو.»
د امریکا ولسمشر د دې پوښتنې په ځواب کې چې دغه سمندري لار به کله پرانیستل شي، ټینګار وکړ: «همدا اوس پرانیستې ده. یوازینی ځواک چې د هرمز تنګي کنټرول په لاس کې لري، د امریکا سمندري ځواک دی.»
ټرمپ د ایران پر وړاندې د سمندري محاصرې په اړه وویل چې یوازې امریکا پرېکړه کوي چې کومې بېړۍ دې تنګي ته داخلېدای شي او کومې ترې وتلای شي.
ایران د ۴۰ ورځنۍ جګړې له پیل وروسته د هرمز تنګی وتاړه او په یوه برخه کې یې سمندري ماینونه ځای پر ځای کړل. د اسلاماباد د تفاهملیک له مخې چې د غبرګولي په میاشت کې لاسلیک شوی و، تهران منلې وه چې د ۳۰ ورځو په موده کې به دغه لار له ماینونو پاکوي.
خو دغه تفاهملیک د چنګاښ په نیمایي کې وروسته لدې له مینځه ولاړ چې ایراني ځواکونو څو تېل وړونکې بېړۍ په نښه کړې او امریکا یې هم په ځواب کې په ایران بریدونه وکړل چې دوه اونۍ یې دوام وکړ.
اف بي آی وايی لاهم هڅه کوي چې محمود شاه حبیبي خپلې کورنۍ ته وسپاري
د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې (اېفبياې) د افغان-امریکايي وګړي محمود شاه حبیبي د ورکېدو د څلورمې کلیزې په مناسبت وايي چې لا هم هڅه کوي هغه بېرته خپلې کورنۍ ته وسپاري.
اېفبياې دوشنبې ناوخته، د زمري په ۱۹مه، پر اېکس ټولنیزې شبکې په یوه اعلامیه کې یو ځل بیا د محمود شاه حبیبي د ځای په اړه د معلوماتو لپاره د پنځه میلیونه امریکايي ډالرو جایزې اعلان تکرار کړ.
مایکل بورګوالډ، په واشنګټن کې د اېفبياې د ساحوي دفتر د ترهګرۍ ضد مبارزې د برخې ځانګړی مسوول وايي چې دا اداره ژمنه ده چې محمود شاه حبیبي بېرته د هغه عزیزانو، په ځانګړي ډول د هغه لور ته ورسوي چې د زوکړې له لومړۍ کلیزې راهیسې یې تر اوسه خپل پلار نه دی لیدلی.
اعلامیه زیاتوي چې د طالبانو استخباراتو محمود شاه حبیبي او موټر چلوونکی یې ، د ۲۰۲۲ کال د اګست په ۱۰مه، له موټر څخه راښکته کړل او د «اسیا کنسلټینګ ګروپ» د ۲۹ نورو کارکوونکو سره یوځای یې ونیول.
اېفبياې وايي، د حبیبي له نیول کېدو راهیسې تر اوسه د هغه په اړه هېڅ معلومات نه لري او طالبانو هم د هغه د وضعیت یا د ساتل کېدو د ځای په اړه معلومات نه دي ورکړي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن سه شنبې اریانا نیوز ته په څرګندونو کې وویل : "مونږ د محمود شاه حبیبي په هکله هیڅ معلومات نلرو هغه طالبانو سره نه دی."
تر دې مخکې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې الیزابت سټیکني له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي وو چې طالبان د «یرغمل نیولو» سیاست ته دوام ورکوي.
هغې ټینګار کړی و چې امریکا د ټولو هغو امریکايي اتباعو د خوشې کولو لپاره هڅې کوي چې په ټکو یې «په ناحقه نیول شوي» دي.
د «هانا» د بشري حقونو سازمان له ایران څخه د افغان پناهغوښتونکو، په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو، د اخراج د دوام په اړه اندېښنه څرګندوي
په ایران کې د «هانا» په نوم د بشري حقونو سازمان د افغان پناهغوښتونکو، په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو، د اخراج د دوام په اړه اندېښنه څرګندوي .
یاد سازمان وايي، په ایران کې د امنیتي فضا له سختېدو سره افغان پناهغوښتونکي لا ډېر زیانګالي شوي او د ایستلو دوام یې کولای شي د حقونو د نقض اندیښنه زیاته کړي.
هانا ټینګار کوي چې ماشومان باید د هغوی د انفرادي وضعیت له ارزونې پرته ونه نیول شي، له خپلو کورنیو څخه جلا نه کړل شي ،او ډیپورټ نشي.
یاد سازمان وايی هره هغه پریکړه چې د ماشوم په برخلیک اثر کوي باید د هغه د سترو ګټو ، د کورنۍ د یووالي او د بې سرپرسته ماشومانوځانګړي ملاتړ ته په پاملرنه وشي.
هانا لدې مخکې هم په خپلو دوه بیلابیلو رپوټونو کې ایران کې د افغان کډوالو د نیول کیدو، ورسره بد چلند، ډیپورټ ، او د کورنۍ د غړو بیلتون مواردو ته په اشاره ، ددوی د حقوقو د نقض په اړه خبرداری ورکړی وو.
د ایران کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې د بېاسناده افغانانو د پېژندنې او ایستلو بهیر دوام لري او د ۱۴۰۴ کال راهیسې شاوخوا دوه میلیونه افغانان له ایران څخه ایستل شوي دي.
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د ۲۰۲۷ کال نړیوال جام ته لار وموندله
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم پرونۍ لوبه کې د ایرلنډ ټیم ته له ماتې ورکولو وروسته، د ۲۰۲۷ کال د یو ورځنیو لوبو (ODI) نړیوال جام ته په مستقیم ډول لار وموندله.
افغانستان به په دې سیالیو کې له استرالیا، چې د تېر پړاو اتل دی، هند، نیوزیلنډ، پاکستان، سریلانکا، انګلستان، بنګلهدېش، سویلي افریقا او زیمبابوې سره یو ځای ګډون وکړي.
د نارینهوو د ۲۰۲۷ کال د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام سیالۍ به د اکتوبر له ۴مې څخه د نومبر تر ۲۱مې پورې په جنوبي افریقا، زیمبابوې او نامیبیا کې ترسره شي.
یو ورځنۍ لوبې؛ افغان کرکټ ټیم د ایرلنډ په وړاندې درېیمه لوبه وګټله
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د دوشبنې په ورځ د ایرلنډ په وړاندې د ۵ یو ورځنیو لوبو درېیمه لوبه په درېیو وېکټو وګټله.
بلفاست کې د لوبې پیل کې د ایرلنډ ټیم بېټنګ وکړ او افغانستان ته یې ۲۰۷ منډې هدف وټاکه.
د افغانستان ټیم وکولای شول چې د خپلو ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره په داسې حال کې چې ۳۱ توپونه ورته پاته وو دا هدف ترسره کړي.
راشد خان د لوبې غوره لوبغاړی وګڼل شو.
د د واړو ټیمونو ترمنځ لومړۍ سیالي د باران د اورېدو له کبله بې نتیجې لغوه شوه، خو د جمعې په ورځ دوهمه سیالي د افغانستان لوبډلې د ۹۲ منډو په لوړ توپیر وګټله.
دغه لوبلړۍ ټاکل شوې د اګسټ تر ۱۴مې دوام وکړي.
طالبانو د بدخشان یفتل کې د وروستۍ نښتو د څېړلو لپاره پلاوی استولی
افغانستان کې د طالبانو حکومت د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزیر ملا نورالله نوري د یوه پلاوي په مشرۍ بدخشان ته تللی دی.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان راډیو ټلوېزیون راپور ورکوي چې نوموړی د ریاست الوزرا په لارښوونه د یفتل په بازار کې د وروستۍ پېښې په اړه تحقیقاتو لپاره هلته تللی دی.
خبر زیاتوي چې ملا نوري هلته د علماوو او قومي مشرانو یوې غونډې ته ویلي چې له هر اړخیزې څېړنې وروسته به مسئول کسان د قانون منګولو ته وسپارل شي.
یوه اوونۍ مخکې د زمري په ۱۰مه د یفتل پایین په بازار کې د اعتراض کوونکو او طالب ځواکونو ترمنځ نښتو کې د ځايي سرچینو په وینا لږترلږه دوه ځايي اوسېدونکي او د طالبانو د ځواکونو یو غړی ووژل شول او ګڼ شمېر نور ټپيان شول.
تر هغه دوه اوونۍ مخکې وسله والو کسانو چې وروسته یې ځانونه "سپاهیان میهن" معرفي کړل د یفتل پایین ولسوالۍ مرکز د څو ساعتونو لپاره ترخپل کنټرول لاندې راوستی وو.
د ناروې د کډوالو شورا: ناټو له افغان ولس سره خپلې ژمنې هېرې کړي
د ناروې د کډوالو شورا (اېن ار سي) وايي، په داسې حال کې چې افغانستان له ژور بشري، اقتصادي او اقلیمي بحران سره مخ دی، د ناټو غړو هېوادونو له افغان ولس سره خپلې ژمنې هېرې کړې دي.
دغه شورا زیاتوي، پنځه کاله کېږي چې لوېدیځو عسکرو، ډیپلوماتانو او پرمختیايي ادارو افغانستان پرېښی دی او ولس ته یې چې ناوړه بشري وضعیت سره لاس او ګرېوان دی د شورا په ټکو خپله شا اړولې ده.
د ناروې شورا خپل راپور کې وايي چې د ۲۰۲۳ کال راهیسې له ګاونډیو هېوادونو څخه د څه باندې شپږ میلیونه افغانانو ستنېدو په داسې هېواد کې بشري اړتیاوې لا زیاتې کړې دي چې له وړاندې له ګڼو او پرله پسې بحرانونو سره مخ دی.
دغه مرستندویه مؤسسه وايي پرله پسې اقلیمي ناورینونو، سیمه ییز تاوتریخوالي او واک ته د طالبانو له ستنېدو وروسته د ښځو او نجونو لپاره د فعالیت او ژوند د محدودېدو فضا، پر ټولنو لا ډېر فشار اچولی دی.
د ناروې شورا وايي په عین حال کې د بشري مرستو او پراختیايي تمویل سخت کمښت د دې لامل شوی چې میلیونونه افغانان د ژوندي پاتې کېدو لپاره له جدي ستونزو سره مخ شي.
ایران: امریکا سره خبرې نهکوو، یوازې د پیغامونو تبادله کېږي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، ایران او امریکا له یو بل سره خبرې نهکوي، بلکې یوازې د دواړو لورو ترمنځ د پیغامونو تبادله کېږي.
اسماعیل بقايي وايي: "موږ له امریکا سره خبرې نهلرو. طبیعي ده چې د منځګړو له لارې به د ورځنیو موضوعاتو په اړه د دواړو لورو ترمنځ پیغامونه تبادله شي."
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ په خبري ناسته کې د خپلو څرګندونو په یوه بله برخه کې، پرته له دې چې جزئیات ورکړي، ویلي چې د ایران او امریکا ترمنځ راتلونکی ګام په شرایطو پورې تړاو لري.
بقايي په عین حال کې دا هم وویل چې ایران او عمان د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګ راتګ د «نقشې» په اړه یوې هوکړې ته رسېدلي دي.
هغه زیاته کړې چې د دواړو هېوادونو خبرې په ډېرې رغنده توګه دوام لري.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د خبري ناستې په بله برخه کې وویل، تر هغه چې امریکا سمندري محاصرې ته دوام ورکړي، د هرمز تنګی نه پرانیستل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، واشنګټن غواړي پر ایران د نویو پوځي بریدونو پر ځای اقتصادي فشارونه وساتي، څو تهران یوې هوکړې ته اړ کړي.
د ایران د کورنیو چارو وزارت وایي، د ۱۴۰۴ کال له پیل راهیسې له دوه ملیونه زیات افغانان له ایرانه ایستل شوي دي
د ایران د کورنیو چارو وزارت وايي، د ناقانونه افغان کډوالو د پېژندنې او ایستلو بهیر لا هم دوام لري او د ۱۴۰۴ کال د حمل له میاشتې راهیسې د دغې لړۍ په ترڅ کې شاوخوا دوه میلیونه افغانان له ایران څخه ایستل شوي دي.
د دې وزارت ویاند علي زیني وند د دوشنبې په ورځ، د اسد په ۱۹مه، ایسنا خبري اژانس ته وویل چې د دغه پلان پلي کول له جګړې وروسته هم نه دي درول شوي. د هغه په وینا، ځینې کډوال په خپله خوښه او ځینې نور د قضايي حکم له مخې له ایران څخه وتلي دي.
هغه زیاته کړه چې د روان کال له پیل راهیسې، له ۲۰۰ زرو څخه زیاتو افغان کډوالو په خپله خوښه ایران پرېښی دی.
په همدې حال کې، د بشري حقونو د څار سازمان تېر کال په ایران کې د بهرنیو او دوه تابعیت لرونکو وګړو د خپلسري نیونو او د افغان کډوالو د جبري ایستلو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.
د ایران د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړې راپورورکوونکې، مای ساتو، هم ویلي وو چې ایران د ۲۰۲۵ کال په لومړیو شپږ نیمو میاشتو کې له یو نیم میلیون څخه ډېر افغانان په جبري توګه خپل هېواد ته ستانه کړي دي.
یوناما: پرافغانستان واکمنو چارواکو په امنیتي ادارو کې د څارنې او حساب ورکولو هڅې ترسره کړي خو روڼوالي او اقداماتو کې یې نیمګرتیاوې هم شته
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت یوناما وایي، سره له دې چې پرافغانستان واکمنو چارواکو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له میاشتې راهیسې په امنیتي ادارو کې د څارنې او حساب ورکولو اړوند هڅې ترسره کړي خو د روڼوالي او اقداماتو په برخو کې یې ځینې تشې موجودې وې.
یوناما نن دوشنبې د اګسټ په لسمه په یوه ۳۸ مخیزراپورکې هغه موارد مستند کړي چې واکمنو چارواکو( طالبانو) د امنیتي پرسونل د راپور شویو ناوړه چلندونو په اړه نیونې او تحقیقات ترسره کړي او نظامي محکمو ته یې وړاندې کړي. د یوناما په خبره په عین حال کې ډیری شکایتونه ندي حل شوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت سرپرستې او د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیالې جورجېټ ګانیون په وینا" د خلکو له خوا د ثبت شویو شکایتونو، ترسره شویو څېړنو او د اړوندو ادارو له خوا د ترسره شویو انضباطي یا قضايي اقداماتو په اړه د عامه معلوماتو محدودوالی، پر باور منفي اغېز کوي او د سرغړونو د مخنیوي اغېز کموي." د نوموړې په خبره د حساب ورکونې ښه کول د واکمنو چارواکو قانوني مکلفیت او د حکومتولۍ او بشري حقونو د درناوي د ښه کولو لپاره یو اړین ګام دی.
د راپورله مخې د غچ اخیستنې له ویرې او پر واکمنو ادارو د باورنشتوالي او خنډونو له امله په ځانګړې توګه د هغو میرمنو لپاره چې په خپل ورځني ژوند کې له ډیرو محدودیتونو سره مخ دي، د ادعا شویو ناوړه چلندونو راپور ورکول مختل شوي دي.
یوناما سپارښتنه کوي چې د افغانستان واکمنان دې په ټولو امنیتي ادارو کې حساب ورکول پیاوړي کړي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې روښانه قواعد، طرزالعملونه او د چلند اړوند قوانین له نړیوالو معیارونو سره سمون لري او د ټولو کارکونکو له خوا یوشان پلي کیږي.
په دې کې د ځواک د کارولو، نیولو، توقیف، تلاشي او د لاریونونو او عامه غونډو د کنټرول په اړه د اصولو روښانه کول، د مسلکي چلند د واضح معیارونو رامنځته کول او پر ټولو امنیتي کارکونکو د ناوړه چلند د راپور ورکولو مکلفیت شامل دي. یوناما دغه راپورداسې مهال خپروي چې د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو ډیرځلې د طالبانو له خوا د غیرقانوني نیونو، توقیف او له تورونو پرته د اوږدې مودې لپاره په بند کې د افرادو په ځانګړې توګه د رسنیو د کارکونکو د ساتلو په اړه انتقادونه کړي دي.