خبرونه
د م.م. د خوړو نړیوال پروګرام په نورستان کې سلګونه شنې خونې جوړې کړې
د ملګروملتونو د خوړو او کرڼې اداره، FAO په نورستان کې د ۲۵۰ شنو خونو د جوړولو خبر ورکوي.
د دې ادارې د افغانستان څانګې نن یکشنبې په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې شنې خونې د نورستان له کروندګرو سره لوی کومک کوي.
د دې ادارې په خبره شنې خونې بوټو ته د څاڅکو اوبو په ورکولو سره د اوبو اغیزمنتوب زیاتوي، په ټول کال کې سبزیجات تولیدوي، عواید زیاتوي او واردات کموي او همدارنګه بزګرو ښځو ته فرصتونه رامنځ ته کوي.
په افغانستان کې چې اقتصاد یې ترډیره پرکرنې او مالدارۍ ولاړ دی، د ملګروملتونو دا اداره هڅه کوي چې په کلیوالي سیمو کې د بزګرو په لاسنیوي سره، هغوی د کرنیزو محصولاتو له لارې په خپل ځان بسیا شي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
له نن څخه پنځه کاله مخکې له افغانستانه د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو د وتلو بهیربشپړشو
له نن دوشنبې څخه پنځه کاله مخکې د اګسټ په ۳۱ له افغانستانه د امریکایي وروستیو ځواکونو په وتلو سره په دې هیواد کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو شاوخوا شل کلن حضورپای ته ورسید. که څه هم طالبان د اګسټ په پنځلسمه د کابل په نیولو سره پر افغانستان بیا واکمن شوي و خو امریکایي ځواکونو د اګسټ تر ۳۱ پورې د تخلیې پروسې ته چې د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې له ګډوډیو سره مله وه، دوام ورکړ. د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د دې ورځې په مناسبت په یوه ویډیوي پیغام کې چې نن دوشنبې یې پرخپله ایکسپاڼه خپورکړی، دا ورځ د ټولو افغانانو لپاره د ویاړو رځ بللې چې د ده په خبره مبارزو یې د نړیوالو شل کلن پوځي حضورته چې د ۲۰۰۱ کال په اوکتوبر میاشت کې پیل شوی و، د پای ټکی کیښود.
اوچا: د ختیځ د تیرکال زلزلې زیانمنې، سوونه کورنۍ لاهم بې ځایه دي او بیړنیو مرستو ته اړتیا لري
د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره، اوچا وایي، د افغانستان په ختیځ کې له ویجاړونکې زلزلې یو کال وروسته په سلګونو کورنۍ لاهم له خپلو سیمو بې ځایه دي او په خورا سختو شرایطو کې ژوند کوي. اوچا نن دوشنبې په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې د سرپناه، بنسټیزو خدمتونو او معیشت د بېرته رغولو او له دغو ټولنو سره د بیا رغونې او عادي ژوند ته د ستنېدو په برخه کې د مرستې لپاره بېړني ملاتړ ته اړتیا ده.
د اوچا کارکونکې امی مارټین چې په مزاردره کې یې د بې ځایه شویو حالت له نژدې لیدلی، په یوه خپره شویو ویډیو کې د په سلګونو بې ځایه شویو وضعیت ډیرخراب بولي او وایي له زلزلې وروسته څو زره کورنیو ته محدودې لومړنۍ مرستې رسول شوي خو تراوسه سلګونه کورنۍ د دایمي سرپناوو او د معیشت د رغولو په برخو کې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري. د افغانستان په ختیځ کې د تیرکال د اګسټ په ۳۱ د زوروې زلزلې له امله چې شدت یې د ریښتر په کچه ۶ ثبت شوی او مرکز یې په کونړ او ننګرهارولایتونو کې و، شاوخوا دوه زره کسان مړه او له درې نیم زره زیات ټپیان شول. د ملګروملتونو د شمیرو له مخې دغې زلزلې څه باندې اته زره کورونه ویجاړ یا زیانمن کړل. نړیوال بانک یې په دواړو ولایتونو کې د مالي زیانونو کچه شاوخوا ۱۸۳ ملیون ډالره اټکل کړې وه.
طالبانو ته نژدې رسنۍ: په کابل کې د رسنیو د یوه فعال بشیرهاتف د زوی مړی موندل شوی
طالبانو ته نږدې یو شمېر رسنیو په کابل کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ د ویاند خالد زدران له قوله راپور ورکړی چې د افغان خبریال بشیر هاتف د زوی، عبدالله هاتف مړی د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې موندل شوی دی. د دې پیښې په تړاو دوه مشکوک کسان هم نیول شوي او له هغوی څخه تحقیقات روان دي، خو تر اوسه د دې پېښې اړوند نور جزئیات نه دي ورکړل شوي. د نوموړي پلار بشیر هاتف چې د خبریالانو د اړیکو او روزنې د مرکز بنسټګر او اجرائیه رئیس او په افغانستان کې د خبریالانو د بنسټونو د فدراسیون د رهبرۍ د پلاوي غړی دی، د ۱۴۰۴ لمریز کال په زمري میاشت کې د طالبانو د استخباراتو ادارې له خوا نیول شوی و چې وروسته د "طالبانو د حکومت پر ضد د تبلیغ" په تور په یو کال بند محکوم شو. نوموړی د خپل محکومیت د مودې له تېرولو وروسته، د روان کال د زمري میاشتې په لومړۍ نېټه له بنده خوشې شو او په کابل کې له خپلې کورنۍ سره یوځای شو. تراوسه نده څرګنده چې ایا د هغه د زوی مړینه د نوموړي له کاري سابقې سره کومه اړیکه لري او که ترشا یې نورعوامل پراته دي.
د ایران ولسمشر: ایران به د هرډول تیري په وړاندې غلی پاتې نشي
د ایران ولسمشر په داسې حال کې قرغزستان ته ولاړچې امریکا له نژدې یوې میاشتې ځنډ وروسته بیا پرایران بریدونه وکړل.
مسعود پزشکیان د شانګهای د همکارۍ د سازمان په سرمشریزه کې د ګډون لپاره بشکیک ته تر رسیدو مخکې نن دوشنبې په تهران کې ادعا وکړه چې ایران د جګړې په لټه کې نه دی او دا هغه روښانه پیغام دی چې تر اوسه یې نړۍ ته رسولی دی.
د ایران ولسمشر همداراز ویلي: "د هر ډول تېري پر وړاندې به هېڅکله غلی پاتې نه شي او تېري کوونکو ته به قاطع ځواب ورکړي."
د قرغزستان پلازمینه بشکیک به نن او سبا د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانو د ۲۶ سرمشریزې کوربه وي.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې ټاکل شوې چې مسعود پزشکیان د دې سرمشریزې په څنډه کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین او د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره هم وګوري.
ناسا یو نوی څیړنیز ټلسکوپ فضا ته واستاوه
د امریکا د فضايي څېړنو ادارې (ناسا) د "رومن " په نوم یوپیاوړی فضايي ټلسکوپ فضا ته واستاوه.
دغه ټلسکوپ، د یکشنبې په ورځ په فلوریډا کې له یوې اډې څخه د سپیس ایکس هیوي توغندي په وسیله فضا ته واستول شو.
دغه ټلسکوپ به د کیهان پوهنې د ځینو سترو معماوو د څېړلو لپاره ماموریت ترسره کوي.
دغه فضايي څېړنیزه وسیله د یوې جاسوسي مصنوعي سپوږمکۍ بدله شوې بڼه ده چې له فضا څخه به پراخ او پانورامیک یا خوځیدونکي انځورونه اخلي.
د "نانسي ګرېس رومن" د فضايي ټلسکوپ د پروژې لګښت شاوخوا ۴ میلیارډ ډالره ښودل شوی او د ماموریت موده یې پنځه کاله ټاکل شوې خو ناسا ویلي چې ښايي دغه ټلسکوپ د پنځو نورو کلونو لپاره هم د سونګ کافي مواد ولري.
نن دوشنبې د هېواد په ۵ ولایتونو کې د بارانو او سیلونو اټکل شوی
د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلنډ وزارت د هوا پیژندنې اداې، په نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار او خوست ولایتونو کې د تیز باران، تالندې بریښنا، تیزو بادونو خاورواو دوړو او سیلابونو د پیښیدو اټکل کړی دی.
په هغې خبرپاڼه کې چې د دې ادارې په ایکسپاڼه کې خپره شوې ویل شوي چې د یوشمیرولایتونو په ځینو سیمو کې به د تیزو بادونو سرعت له ۵۰ څخه تر۹۰ کیلومترو په ساعت کې وي. په دې وروستیو کې شدیدو بارانونو او سیلونو د نورستان په ګډون په ختیځو ولایتونو کې خلکو ته پراخ ځاني او مالي زیان رسولی وو.
امریکا په هرمز تنګي کې د ایران پر پوځي ځایونو نوي بریدونه وکړل
امریکایي ځواکونو د هرمز تنګي په لارک ټاپو کې د ایران د توغندیو توغولو دوه ځایونه په نښه کړل. یوه امریکایي چارواکي د ازادې اروپاـ ازادي راډیو ته تایید کړه چې دا برید وروسته له هغه ترسره شو چې د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونه د دې مهمې سمندري لارې پر لور د سمندري ماینونو لېږدونکو توغندیو د توغولو لپاره د چمتووالي په حال کې ولیدل شول.
د تیرې یکشنبې د ورځې دغه بریدونه په څه باندې یوه میاشت کې د ایران پر پوځي ځایونو د امریکا لومړنی مستقیم برید ګڼل کیږي چې په اړه یې راپور ورکړل شوی. دغه بریدونه په داسې حال کې شوي چې واشنګټن هڅه کوي هرمز تنګي کې د کښتیو تګ راتګ بیرته عادي بڼه غوره کړي.
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ سینټکام وویل چې امریکايي ځواکونو په هرمز تنګي کې د نړیوالو کښتیو د تګ راتګ مسیرونه له سمندري ماینونو پاک کړی او په سیمه کې فعالیتونه له نږدې څاري.
په عین حال کې سپاه پاسدران وویل چې د غچ اخیستنې په توګه یې په اردن کې د امریکایي ځواکونو پر دوو اډو د بالستیک توغندیو بریدونه کړي دي. اردن چې د امریکا نږدې متحد دی، وویل چې نن دوشنبې د ورځې په لومړیو ساعتونو کې یې اته هغه توغندي شنډ کړل چې د دې هیواد هوايي حریم ته داخل شوي و.
د ایران مشر د اسلامي هیوادونو په ځانګړي توګه د خلیج هیوادونو د یووالي غوښتنه وکړه
د ایران مشر مجبتي خامنه یې په یوه پیغام چې د دې هیواد دولتي رسنیو د یکشنبې په ورځ خپورکړی، له اسلامي هېوادونو، په ځانګړې توګه د خلیج له هېوادونو، د یووالي غوښتنه کړې ده.
خامنه یي چې د اسلامي جمهوریت د درېیم مشر په توګه له ټاکل کېدو راهیسې یې نه غږ خپور شوی او نه هم تصویر، په دغه تازه لیکلي پیغام کې امریکا او اسرائیل د ټولو اسلامي هېوادونو "اصلي دښمنان" بللي دي.
هغه همدارنګه ویلي چې د اسلامي هېوادونو ترمنځ اختلافونه د هغوی د مخالفانو په ګټه دي او د سیمې له هېوادونو یې غوښتي چې د هغه څه پر وړاندې چې نوموړي بهرني ګواښونه بللي، ګډ دریځ ولري.
پرایران د امریکا او اسرائیل د ګډو بریدونو له پیل راهیسې، چې په نتیجه کې یې د هغه پلار د ایران مخکینی مشر علي خامنه یي هم ووژل شو، د ایران سپاه پاسدران انقلاب ځواکونو د خلیج پر ټولو عربي هېوادونو بریدونه ترسره کړي دي.
د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو په دغو هېوادونو کې د امریکا پوځي اډې د دغو بریدونو لامل بللي دي.
په نیپال کې د سلو نورو قربانیانو مړي خاورو ته وسپارل شول
په نیپال کې د وروستیو سېلابونو د قربانیانو له ۱۰۰ څخه زیات نور مړي د پېښې له ځای څخه شاوخوا ۲۰۰ کیلومتره لیرې پرځنګلونو پوښل شوې سیمه کې په ډله ییز ډول خاورو ته وسپارل شول. تردې یوه ورځ مخکې هم د نورو ۹۶ کسانو مړي په همدې ځای کې خاورو ته سپارل شوي وو.
د رویترز خبري آژانس په ګډون یوشمیررسنیو د چارواکو په حواله راپور ورکړی چې په نیپال او د چین په سرحدي سیمو کې د دغې پېښې د قربانیانو شمېر شاوخوا ۷۵۰ کسانو ته رسېدلی او لا هم له ۳۰۰۰ څخه ډېر کسان ورک دي.
د وږي په څلورمه د نیپال او چین په سرحدي سیمو کې ناڅاپي سېلابونو کورونو، سړکونو، پلونو او نورو بنسټیزو تاسیساتو ته پراخ زیانونه واړول. په زیانمنو سیمو کې د لټون او ژغورنې عملیات لا هم دوام لري.
د افغانستان او ازبکستان د سوداګرو ترمنځ د شلو هوکړه لیکونو لاسلیک
د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د افغانستان او د ازبکستان د قشقه دریا ولایت د سوداګرو او خصوصي سکتور د غړو ترمنځ د سوداګریزو ناستو په پایله کې د ۲۶۷ میلیونو ډالرو په ارزښت ۲۰ هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي.
دغه وزارت د یکشنبې په ورځ، د وږي په اتمه، اعلان وکړ چې دغه هوکړه لیکونه په کابل کې د افغانستان د خصوصي سکتور د غړو او قشقه دریا ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د کنفرانس په څنډه کې لاسلیک شوي دي.
په دې ناسته کې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو، د قشقه دریا ولایت چارواکو، په کابل کې د ازبکستان سفیر او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور استازو ګډون کړی و.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، دغه هوکړه لیکونه د خوراکي توکو، سوداګریزو مالونو، ساختماني موادو، مالدارۍ، برقي وسایلو او مبل او فرنیچر په برخو کې لاسلیک شوي دي.
د دغو هوکړه لیکونو د لاسلیک خبرداسې مهال ورکول کیږي چې په وروستیو میاشتو کې د طالبانو د حکومت د پلاوو او د ازبکستان د چارواکو ترمنځ کابل او تاشکند ته تګ راتګ زیات شوی دی.
د ازبکستان د صدراعظم مرستیال جمشید خواجه یف تېره میاشت افغانستان ته سفر کړی و.
له دغه سفر وروسته، د ازبکستان د ملي احصایې کمېټې وویل چې افغانستان له چین او روسیې وروسته د ازبکستان په دریم لوی صادراتي بازار بدل شوی دی.