خبرونه
زرداري وايي، ترهګري به د پاکستان او چین اړیکې ونه شلوي
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري وايي چې له چین سره د پاکستان ملګرتیا له لوړو ژورو څخه تیریږي خو دا ملګرتیا به د افراطي ډلو له لورې د چینایي اتباعو په وژلو ړنګه نه شي.
اصف علي زرداري پرون په پیکینګ کې د چین له ولسمشر (شي جین پينګ) سره د لیدو پرمهال دا هم وویل، که په نړۍ کې هرڅومره ترهګري وي، ستونزې وي، د پاکستان خلک به د چین د ولس ملاتړي وي.
په پاکستان کې په دوه زره څلرویشتم کال د دوو بریدونو په ترڅ کې اووه چینایان ووژل شول، تر دې حملو وروسته چین په پاکستان کې د خپلو خلکو امنیت ته اندیښنه څرګنده کړه.
اصف علي زرداري د سې شنبې په ورځ چین ته په څلور ورځني سفر ولاړ.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د سوریې پوځ وایي، په حلب کې یې کردي وسله وال شاته تمبولي
د سوریې پوځ نن وویل چې د حلب ښار د شیخ مقصود سیمه یې له کردي وسله والو نیولې ده.
د سوریې په دوهم ستر ښار کې جګړې د دغه هیواد د ولسمشر احمد الشرع هغه ژمنه ټکنۍ کړې ده چې له څوارلس کلنې جګړې وروسته به سوریه یو موټې او متحده ساتي.
د امریکا متحد ایالتونو او نورو نړیوالو له کردي وسله والو سره د سوریې د حکومت د تیرې اونۍ د اوربند هرکلی کړی و، خو کردي وسله والو دا ونه منله چې د شیخ مقصود سیمه به د شوې موافقې له مخې پریږدي.
د کردانو له مخالفت وروسته د جمعې په ورځ ناوخته د سوریې پوځ وویل چې دوی به په دې سیمه کې عملیات پيل کړي.
د سوریې پوځ په خپاره کړي بیان کې نن وویل چې سیمه یې نیولې ده خو لاهم په ځینو ځایونو کې کردي وسله وال پټ دي. کردي وسله وال بیا د حکومتي ځواکونو له لورې د شیخ مقصود سیمې د نیولو خبرونه ردوي، خو رویټرز اژانس له سیمې راپور ورکوي چې اوس ډزې نه اوریدل کیږي.
مارکو روبیو: د ایران د زړورو خلکو ملاتړ کوو
د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر نن په یوه پيغام کې د ایران د خلکو ملاتړ څرګند کړ. دا وروسته له دې چې ایراني چارواکو انټرنټ بند کړی او هڅه کوي چې په ټول هیواد کې د حکومت ضد سوله ییز لاریونونه وځپي.
مارکو روبیو نن په ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې د ایران د زړورو خلکو ملاتړ کوي.
یوه ورځ مخکې تر دې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران چارواکو ته یو نوی خبرداری ورکړ او ویې ویل، غوره ده چې پر لاریون کوونکو ډزې ونه کړئ، ځکه چې بیا به موږ هم ډزې پيل کړو.
په ایران کې اعتراض کوونکو تیره شپه د پلازمینې تهران د ځینو سیمو په ګډون په ګڼو ښارونو کې د حکومت ضد شعارونه ورکړل او د یوشمیر مظاهرو په ترڅ کې یې د ایران د شهزاده رضا پهلوي حمایت وکړ.
د ایران د بشري حقونو سازمان چې په ناروې کې میشت دی، د جمعې په ورځ چې د لاریونونو دیارلسمه وه، د اعتراضونو پرمهال د نهو ماشومانو په ګډون د لږ تر لږه یو پنځوس کسانو د وژل کیدو او د سلګونو نورو د ټپي کیدو خبر ورکړ.
په هند کې د افغان سفارت لپاره د طالبانو ګمارلی شارژدافیر نوي ډیلي ته ورسېد
په هند کې د افغانستان د سفارت لپاره د طالبانو ګمارلی شارژدافیر نوي ډیلي ته رسیدلی دی.
هندۍ رسنۍ ( د هندو) راپور ورکړ چې د جمعې په ورځ مفتي نور احمد نور نوي ډیلي ته ورسید چې د افغانستان په سفارت کې د شارژد افیر چارې مخته یوسي.
د هندي رسنیو په وینا هند د اکتوبر په میاشت کې هغه وخت د دې دیپلومات له منلو سره موافقه کړې وه چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر هند ته تللی و. د هغه سفر پرمهال ښاغلی نور هم له امیرخان متقي سره مل و.
طالبانو د دوه زره درویشتم کال په اپریل کې هم په نوي ډیلي کې د سفارت لپاره شارژدافیر معرفي کړی و چې هغه وخت یې د سفارت د کارکوونکو له لورې مخه ونیول شوه چې سفارت ته داخل شي.
د بښنې نړیوال سازمان له پاکستان غوښتي د افغان کډوال نیول او ځورول پای ته ورسوي
د بخښني نړیوال سازمان په پاکستان کې په غیرقانوني ډول د افغان کډوالو پر نیولو، د هغوی پر ځورولو او په زوره افغانستان ته د هغوی پر استولو اعتراض کړی دی.
د بخښني نړیوال سازمان د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ته د جمعې په ورځ په استولي لیک کې دا هم لیکلي دي چې د افغان کډوالو شړل ودروي.
په لیک کې دا ټینګار هم شوی دی چې پاکستاني چارواکي باید ډاډ ورکړي چې د افغان کډوالو حقونو ته درناوی کیږي او له کمپونو او استوګنځایونو په زوره نه ایستل کیږي.
د ملګرو ملتو د کډوالو د چارو د ادارې د راپور له مخې په دوه زره پنځه ویشتم کال کې له پاکستانه نهه لکه دیرش زره افغانان افغانستان ته اخراج شوې دي.
له قزاقستان سره سوداګري ۶۳ فیصده لوړه شوې
قزاقستان وایي چې په تیر یوه کال کې یې له افغانستان سره تجارت درې شپيته سلنه زیات شوی دی.
قزاقي رسنیو د دغه هیواد د چارواکو په وینا د جمعې په ورځ خبر ورکړ چې دا فیصدي د دوه زره پنځه ویشتم کال په وروستیو کې ثبت شوې ده.
د راپور له مخې د دوه زره پنځه ویشتم کال د سپتمبر او ډسمبر په میاشتو کې افغانستان ته د قزاقستان صادرات یو اویا په سلو کې د وړم کال همدې مودې په پرتله زیات شوې دي.
قزاقستان تر ډیره افغانستان ته غله دانې صادروي او په اکتوبر میاشت کې له پاکستان سره د لارو له بندیدو وروسته افغان سوداګرو تر ډیره قزاقستان او د منځنۍ اسیا نورو هیوادو ته مخه کړې ده.
اروپايي ټولنې له ایراني مظاهره چیانو سره تاوتریخوالی غندلی او د انټرنیټ د فعالیدو غوښتنه یې کړې
اروپایي ټولنې په ایران کې له لاریون کوونکو سره هر ډول تاوتریخوالی غندلی او انټرنټ ته یې د خلکو د لاسرسي غوښتنه کړې ده.
د اروپایي ټولنې ویاند انور العنوني د جمعې په ورځ وویل چې ایرانیان د ښه ژوند لپاره خپله مشروع غوښتنه کوي او د دوی د سوله ییزو مظاهرو پرضد هر ډول تاوتریخوالی د منلو نه دی.
ښاغلي العنوني له ایراني چارواکو همداراز وغوښتل چې د بیان د ازادۍ او سوله ییزو غونډو درناوی وکړئ او ټولو ته بیرته انټرنټ فعاله کړئ.
د ازادي اروپا د ازادي راډیو فردا څانګه چې ایران ته خپرونې کوي، خبر ورکړ چې په ایران کې د پنجشنبې له شپې راهیسې انټرنټ قطع شوی دی او دا ځکه چې لاریونونه پراخ شوې دي.
په ایران کې د مرغومې په اوومه وروسته له هغه لاریونونه پیل شول چې د ریال ارزښت د ډالر په وړاندې په بیسارې ډول ښکته شو.
روسیې پر اوکراین د اتومي وړتیا لرونکي توغندي برید وکړ
روسیې د اوکراین د لوېدیځ پر لور یو نوی اټومي وړتیا لرونکی بالستیک توغندی، چې څو جنګي سرګلولې لري، توغولی دی.
دا برید د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو د هغو پراخو حملو برخه وه چې ګڼ اوکرایني ښارونه، په ځانګړي ډول پلازمېنه کیف، یې وځپل.
په دې بریدونو کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د روسیې دفاع وزارت د جنورۍ په ۹مه وویل چې د «اورېشنیک» په نوم دا توغندويي حمله د اوکراین د یوې ادعا شوې ډرون حملې په غبرګون کې شوې، چې ګواکې د تېر دسمبر په وروستیو کې یې د ولسمشر ولادیمیر پوتین استوګنځای په نښه کړی و. کیف دا ادعا رد کړې ده او د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې (CIA) هم دا تور ناسم بللی دی.
د اوکراین هوايي ځواک تر نیمې شپې لږ مخکې خبرداری ورکړی و چې ښايي د روسیې له «کاپوستین یار» ازمیښتي مرکز څخه توغندی وتوغول شي. وروسته یې په یوه خبرپاڼه کې وویل چې روسیې یو ډېر چټک بالستیک توغندی توغولی دی.
د طالبانو د مالیې وزارت د مېوو پر وارداتو تعرقه لوړه کړه
د طالبانو د مالیې وزارت اعلان وکړ چې د ځینو توکو او مېوو پر ګمرکي تعرفو کې زیاتوالی راغلی دی.
دې وزارت د پنجشنبې په ورځ (۱۸ جدی) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، پر وارداتي مېوو لکه ناک، انګورو او توتۍ یا سټرابېري باندې ۸۰ سلنه ګمرکي تعرفه لګول شوې ده.
افغانستان په خپله د مېوو یو صادروونکی هیواد دی خو بیا هم ځینې مېوې له ګاونډیو هیوادونو څخه واردوي.
د طالبانو د مالیې وزارت همداراز ویلي چې پر پلاستيکي بوټونو ګمرکي تعرفه له ۳۰ سلنې څخه ۵۰ سلنې ته لوړه شوې او پر پټاکۍ او کاغذباد تعرفه له ۱۰ سلنې څخه ۸۰ سلنې ته زیاته شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، دا تعرفې د ګډې بینالوزارتي کمېټې له لوري د کورني صنعت د ملاتړ په هدف ټاکل شوې دي.
ترمپ: د ایران دوهم لوی ښار د معترضانو تر کنټرول لاندې دی
د امریکا ولسمشر د پنجشنبې په ماښام د مشهد ښار د اعتراضونو یو ویډیویي راپور بیا خپور کړ او ویې لیکل: «د ایران دوهم لوی ښار د معترضانو تر کنټرول لاندې دی.»
ډونالډ ټرمپ دا راپور په خپلې ټولنیزې شبکې «ټروت سوشل» کې شریک کړ او ویې لیکل: «له یو میلیون څخه زیات خلک راټول شوي دي. د ایران دوهم لوی ښار د معترضانو تر ولکې لاندې دی؛ حکومتي ځواکونو ښار پرېښی دی.»
د پنجشنبې په ماښام (۱۸ جدی) د پلازمېنې تهران ترڅنګ، د ایران په لسګونو لویو او وړو ښارونو کې خلکو پراخ او بې ساري اعتراضونه وکړل.
نیټ بلاکس وايي: په ایران کې د اعتراضونو د مخنیوي لپاره پر انترنیټ بندیز لګول شوی
غیردولتي بنسټ «نیټ بلاکس» چې د سایبري امنیت او د انټرنیټ د حاکمیت وضعیت څاري، په یوه تازه راپور کې، چې تېره شپه یې خپور کړ، ویلي چې په ایران کې انټرنیټ له ۱۲ ساعتونو څخه په بشپړ ډول بند شوی.
د دې بنسټ د معلوماتو له مخې، د انترنیټ له نړیوالې شبکې سره د ایران د انترنیټ ارتباط د عادي حالت یوازې ۱ سلنې ته راکم شوی دی.
نیټ بلاکس ټینګار کړی چې د ایران اسلامي جمهوریت چارواکو انټرنیټ د پراخو اعتراضونو د ځپلو او د تاوتریخوالي په اړه د راپورونو د خپرېدو د مخنیوي لپاره بند کړی دی.
له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپله ایکسپاڼه کې په فارسي ژبه یو پیغام خپور کړی او ویلي یې دي چې د ایران اسلامي جمهوریت رژیم د خلکو د غږ د چوپولو لپاره انټرنیټ په بشپړه توګه بند کړی دی.
په دغه پیغام کې ویل شوي چې که څه انټرنیټ ته د ایرانیانو لاسرسی بند شوی خو د انترنیټ په شان اړیکې د انسانانو اراده نه شي بدولی. دغه مرکز د ایران خلکو ته په خطاب کې لیکلي: «نړۍ لا هم تاسو اوري او ویني.»