خبرونه
پاکستان ۱۴۱ افغان کډوال له زندانه خوشي او افغانستان ته واستول
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن (یکشنبې) اعلان وکړ چې ۱۴۱ افغان کډوال، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، تازه له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
د دغه وزارت په وینا، یاد کډوال د اسلامآباد په یوه محبس کې له دوو تر پنځو ورځو پورې بنديان وو.
تر دې وړاندې پرون پاکستاني رسنیو د خپل هیواد د چارواکو په قول ویلي و چې لسګونه افغان بندیان یې له خپلو زندانونو له خوشي کولو وروسته افغانستان ته لېږلي دي.
د طالبانو د کډوالو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د ننګرهار د تورخم سرحدي مدیریت د معلوماتو له مخې، دغه کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله د پاکستان په اسلامآباد ښار کې نیول شوي وو او د حاجي کمپ په زندان کې له دوو تر۵ ورځو بند له تېرولو وروسته افغانستان ته انتقال شوي دي.
پرون د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې د افغان کډوالو د ایستلو بل پړاو پیلوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
برېتانیه کې د بریښنا او ګازو بیې لوړیږي
د برېتانیا د انرژۍ د بازار د تنظیم ادارې (Ofgem) د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۴مه) اعلان وکړ چې د برېښنا او ګاز بیې به د ۲۰۲۷ کال له جنورۍ میاشتې څخه د میلیونونو کورنیو لپاره ۲۶ سلنه لوړې شي.
د دې ادارې د راپور له مخې، د بیو دغه زیاتوالی به د کورنیو کلني لګښتونه شاوخوا ۴۴۳ پونډه زیات کړي او د یوه کال ټول لګښتونه به ۲۱۶۶ پونډو ته ورسوي.
یاده اداره زیاتوي چې ، د بیو دغه لوړوالی به د دغه هېواد شاوخوا ۲۰ میلیونه کورنۍ اغېزمنې کړي؛ خو هغه کورنۍ چې د انرژۍ د ثابتو بیو قراردادونه لري، د خپلو قراردادونو د اعتبار تر پای پورې به اغیزمنې نه شي.
د امریکا او ایران ترمنځ جګړه او د هرمز تنګي له لارې د تېلو د لېږدوونکو بېړیو د تګ راتګ کموالی، په نړیوال بازار کې د انرژۍ د بیو د لوړېدو له مهمو عواملو څخه بلل شوي دي.
ملګري ملتونه : کونړ کې زلزله ځپلیو کورنیو ته سلګونه سرپناوې جوړې شوي دي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د نړیوال سازمان (IOM) څانګه وايي په کونړ کې یې زلزله ځپلیو کورنیو ته ۵۱۴ سرپناوې جوړې کړي دي.
یاد سازمان د چهارشنبې په ورځ ( لیندۍ څلرمه) په خپله ایکسپاڼه دیوې ویډیو په خپرولو سره وویل چې دا کار یې د اروپايي اتحادیې او هالنډ په مرسته ترسره کړی دی.
خبرزیاتوي چې ډیر ژر به لسګونه کورنۍ د کونړ په نورګل ولسوالۍ کې دغو کورونو ته ولیږدول شي او د ژمي په رارسیدو سره به له سختې یخنۍ څخه وساتل شي.
د ۲۰۲۵ کال اګست میاشت کې یوه ویجاوړونکې زلزله د افغانستان په ختیځ کې پیښه شوه چې په نتیجه کې یې شاوخوا ۲۲۰۰ کسان مړه او ګڼ کلي وران شول.
امریکايي رسنۍ : په سې آی اې سایبري برید کې یو لړ غیرمحرم معلومات افشا سوي
امریکايي رسنۍ د استخباراتو په مرکزي ادارې، (سي آی اې) او د ملي استخباراتو د مدیر په دفتر د سایبري برید خبر ورکوي.
خبرزیاتوي چې د برید په نتیجه کې دغیرمحرم معلوماتو یوه برخه افشا سوې.
نیویارک تایمز راپور ورکوي چې برید د معلوماتو د راټولونې او څیړنې پر سیستم شوی دی.
سی ان ان تلویزني شبکې دبرید دچینايي سرچینې احتمال مطرح کړی خو په برید کې د چین د حکومت ونډه تراوسه نه ده تایید شوې.
دا هم نه دي څرګند چې برید کله او څنګه شوی دی.
افغان میرمنې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له مینځه وړنې د نړیوالې ورځې په مناسبت د نړیوالې ټولنې د ملاتړ غوښتنه کوي
د بشري حقوقو فعالان او یو شمیر افغانې معترضې ښځې د کورني زورزیاتي په وړاندې د افغان ښځو د زیانګالنې د زیاتیدو خبرداری ورکوي.
دوی دا خبره د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي دله مینځه وړنې د نړیوالې ورځې په مناسبت چې نن د نومبر ۲۵ مه لمانځل کیږي کړې او په نړیوالې ټولنې یې غږ کړی چې دافغان ښځو ملاتړ وکړي.
په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه اندیښنې وروسته له هغې زیاتې شوې چې په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له ستنیدو وروسته د ښځو د ملاتړ ارګانونه او د امن کورونه منحل او وتړل شول.
د ګارډین ورځپاڼې او د زن ټایمز په نامه د افغان ښځو دیوې خپرونې ګډه څیړنه ښيي چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې څخه د روان ۲۰۲۶ کال تر نیمايي پورې د افغانستان په لسو ولایتونو کې لږترلږه ۲۳۱ ښځې د خپلو میړونو یا د کورنۍ د غړو لخوا وژل شوي دي.
بل خوا ملګري ملتونه وايي چې په تیر ۲۰۲۵ کال کې په نړۍ کې څه دپاسه ۴۷ زره ښځې او نجونې د خپلو میړونو ، د ژوند د شریکانو او یا د کورنۍ د غړو لخوا وژل شوي دي او دا شمیر ښیي چې په اوسط ډول په هرساعت کې ۵ ښځې یا نجونې وژل شوي دي.
د کاپیسا په یوه مدرسه کې چاودنه؛ یو زدهکوونکی وژل شوی او دوه نور ټپیان دي
د کاپیسا په یوه مدرسه کې د سې شنبې په ورځ «د لیندۍ درېیمه» د ناچاودو مهماتو د چاودنې له امله یو زدهکوونکی مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان کورنۍ رسنیو کاپیسا کې د طالبانو د حکومت د امنیه قوماندانۍ په حواله راپور ورکړی چې چاودنه په تګاب ولسوالۍ کې رامنځته شوې.
امنیه قوماندانۍ زیاتوي: "لومړني معلومات ښيي چې د مدرسې زدهکوونکو د مدرسې په ساحه کې یو ناچاودېدونکی څیز موندلی او له ځان سرهیې ساتلی و چې د ناپوهۍ له امله ورسره د لاسوهنې پر مهال د سهار د لمانځه په وخت چاودنه رامنځته شوې ده."
په دې اړه نور جزئیات نهدي ورکړل شوي.
دا په تېرو څو ورځو کې درېیمه دا ډول چاودنه ده چې په افغانستان کې پېښېږي.
د یکشنبې په ورځ د فاریاب په شیرینتګاب ولسوالۍ کې د ناچاودو توکو چاودنې یوه ښځه او یو ماشوم ووژل.
تر هغه مخکې د شنبې په ورځ د فراه په یوه دیني مدرسه کې د هاوان د زړې مرمې د چاودنې له امله ۴ طالب علمان مړه او ۲ نور ټپیان شوي و.
افغانستان کې د طالبانو د حکومت د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره وايي، د روان میلادي کال له پیل راهیسې په دغه هېواد کې د ماینونو او ناچاودو مهماتو د چاودنو له امله ۲۵۷ کسان مړه او ۸۷ نور ټپیان شوي دي.
د مړو او ټپیانو اکثریت ماشومان دي.
د روغتیا نړیوال سازمان: انتيبیوتیکونه د زکام یا انفلونزا درملنه نهکوي
د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) د درملو پر وړاندې د میکروبونو د مقاومت په اړه د پوهاوي د اوونۍ په دوام کې وايي چې انتيبیوتیکونه د باکتریایي انتانونو درملنه کوي، نه د زکام یا انفلونزا په څېر د ویروسي ناروغیو.
د روغتیا نړیوال سازمان دا خبره د انتيبیوتیکونو د ناوړه کارونې د مخنیوي لپاره د سې شنبې په ورځ په خپله اېکسپاڼه کړې.
دغه اداره وايي د ډاکتر له نسخې پرته د انتيبیوتیکونو کارونې څخه باید ډډه وشي او د بېلابېلو درملو ترمنځ توپیر د ژوند ژغورنې سبب کېدای شي.
د یادونې وړ ده چې د درملو په وړاندې د مېکروبونو د مقاومت په اړه د پوهاوي اوونۍ سږکال د نومبر له ۱۸ تر ۲۴ ولمانځل شوه چې پرونیې وروستی ورځ وه.
عربستان د ۲۰۲۷ کال بودجه د شاوخوا ۵۱ میلیارده ډالره کسر سره تصویب کړه
سعودي عربستان د ۲۰۲۷ کال بودجه د شاوخوا ۵۱ میلیارده ډالرو کسر سره په داسې حال کې تصویب کړه چې د یمن حوثیانو سره جګړې په دې وروستیو کې زور اخیستی دی.
د سعودي عربستان د مالیې وزیر محمد الجدعان وايي د هېواد اقتصاد د اوږدمهالې جګړې د زغملو وړتیا لري.
د تصویب شوې بودجې له مخې چې د سېشنبې په ورځ «د لیندۍ په درېیمه» اعلان شوه، اټکل کېږي چې د سعودي عربستان عواید به په راتلونکي میلادي کال کې شاوخوا یو ټریلیون او ۲۰۰ میلیارده سعودي ریالو ته ورسېږي، په داسې حال کې چې لګښتونه بهیې یو ټریلیون او ۳۹۰ میلیارده ریاله وي.
په دې توګه به د بودجې کسر ۱۹۰ میلیارده ریالو ته ورسېږي چې د ۵۰ میلیارده او ۷۰۰ میلیونو ډالرو معادل دی.
د سعودي عربستان د مالیې وزیر، خبریالانو ته وویل چې پر ملکي بنسټونو بریدونه او یا هم د «توغندیو له لارې باج اخیستل» نهشي کولای ریاض دې ته اړ کړي چې له خپلو امنیتي دریځونو شاتګ وکړي.
په ایران کې د تقلبي الکولو د څښلو له امله لږ تر لږه ۲۰ کسان مړه شوي
د ایران په بېلابېلو سیمو کې په روانه میاشت کې د ناقانونه جعلي الکولي مشروباتو د څښلو له امله لږ تر لږه ۲۰ کسان مړه او سلګونه نور مسموم شوي دي.
د فرانسې خبري اژانس د سې شنبې په ورځ «د لیندۍ درېیمه» د ایران د دولتي رسنیو په حواله راپور ورکړ چې د نومبر په میاشت کې د دغه هېواد په کچه د جعلي الکولو د مسمومیت ۳۵۶ پېښې ثبت شوې دي.
په ایران کې د الکولي مشروباتو تولید، پلور او څښل منع دي.
د ایران د روغتیا وزارت مرستیال سجاد رضوي دولتي ټلوېزیون ته ویلي: "د وروستیو شمېرو له مخې، ۲۰ کسان مړه شوي او ۱۸۷ نور په روغتونونو کې بستر شوي دي چې له ډلې یې ۳۳ کسان د جدي پاملرنې په څانګه کې دي."
د راپور له مخې، په هغو ولایتونو کې چې دغه پېښې پهکې رامنځته شوي، چارواکو د پېښو لامل جعلي الکولي مشروبات او د میتانول لرونکي مواد بللي دي.
په ایران کې د الکولو د بندیز سربېره، ناقانونه جعلي الکولي مشروبات په اسانۍ ترلاسه کېږي او وخت ناوخت د مرګونو مسمومیتونو لامل کېږي.
د افغان کډوالو د موقتي خوندیتوب د وضعیت د تصویب لپاره د کانګرس د غړو هڅې
د امریکا د استازیو جرګې نږدې ۱۵۰ غړو د افغان کډوالو د موقتي خوندیتوب د وضعیت یا ټي پي اس د تصویب پر غوښتنلیک لاسلیکونه کړي.
که دا غوښتنلیک د کانګرس ۲۱۸ غړي لاسلیک کړي د تصویب لپاره جرګې ته وړاندې کیدای شي.
د دغه پټیشن یوه پيلوونکي د امریکا د استازيو جرګې غړي سم لیکاردو د دوشنبې په شپه په خپل بیان کې ویلي: لږ تر لږه ۱۴۴ استازیو چې درې جمهوري غوښتونکي هم پکې دي دا غوښتنلیک لاسلیک کړی. او زموږ په دې هڅو سره به د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته زمونږ د افغان ملګرو د ډیپورټ مخه ونیول شي.
د هغه په خبره دا افغانان چې له امریکا سره یې اوږه ورکړې وه اوس کانګرس ورسره ولاړ دی.
ایرانۍ سندرغاړې پرستو احمدي ۷۴ دُرې وهل شوې
ایرانۍ سندرغاړې پرستو احمدي له اجباري حجاب پرته د کنسرټ په خاطر ۷۴ دُرې وهل شوې.
هغې او د موسیقۍ د ټیم څلورو غړو ته یې پرون دوشنبه په قم کې سزاوې ورکړل شوي.
پرستو احمدي د ۱۴۰۳ کال په قوس/لیندۍ میاشت کې د قم ولایت په یوه کاروانسرای کې له اجباري حجاب پرته کنسرټ ثبت او خپور کړی و چې میلیونونه کسانو وکوت.
هغه وروسته د قُم ولایت د قضايي ادارې له خوا د «عمومي عفت د زیانمنولو او په مجازي فضا کې د خرابو او له اخلاقو د لرې محتوا په خپرولو» باندې تورنه شوه.
پرستو احمدي همدارنګه په دوه کاله ممنوع الخروجي او د دوو کلونو هنري فعالیت په بندیز هم محکومه شوې ده.
د بشري حقونو ګڼو مدافع سازمانونو له ایراني چارواکو غوښتي و چې د پرستو احمدي او د هغې د موسیقۍ د ټیم له مجازاتو ډډه وکړي.