د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۰:۵۱

خبرونه

ګلبدین نایب د غوره لوبغاړي جایزه د رضا اساهي کورنۍ ته ډالۍ کړه

ګلبدین نایب د متحده عربي امارتو شل اوریز نړیوال کرکټ لیګ کې د غوره لوبغاړي جایزه د علي رضا اساهي کورنۍ ته ډالۍ کړه.

ګلبدین نایب ته د غوره لوبغاړي په خاطر ۱۵۰۰ ډالره جایزه ورکړل شوې وه.

ګلبدین نایب چې په نننۍ لوبه کې ۸۰ منډې وکړې او ټیم یې بریا ته ورساوه وویل: «افغانستان د باډي بلډینګ په برخه کې یو مخکښ لوبغاړی له لاسه ورکړ. دا د ټولو لپاره لویه ضایعه ده. که څه هم زما د «نننۍ جایزې» اندازه ډېره کمه ده اما غواړم د علي رضا اساهي کورنۍ ته یې ډالۍ کړم»

علي رضا آساهي د افغانستان او نړۍ په کچه د مخکښانو یا زیات عمر لرونکو لوبغاړو په برخه کې د بدن د ښکلا اتل وو چې تېره اوونۍ یې د زړه د سکتې په خاطر ساه ورکړه او په کابل کې خاورو ته وسپارل شو.

اساهي له بیوزلۍ کړېده. د هغه له کورنۍ سره راشدخان او ځینو نورو ورزشکارانو هم د مرستې اعلان کړی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ریچارد بینټ:د طالبانو د «مبلغینو قانون» د بشر د حقوقو د نړیوالو قوانینو خلاف دی

 د افغانستان دبشري حقوقو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارد بینټ ، ارشیف
 د افغانستان دبشري حقوقو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارد بینټ ، ارشیف

د افغانستان دبشري حقوقو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارد بینټ د اندیښنې په څرګندولو سره وايي د طالبانو د «مبلغینو قانون» د بشر د حقوقو د نړیوالو قوانینو خلاف دی او داسې ښکاري چې د حنفي مذهب په ګټه تبعیض کوي.

ریچارد بینټ چهارشنبې د (غويی په نهمه) په خپله ایکسپاڼه ولیکل : «دبشر حقوق د مذهبي او قومي اقلیتونو ملاتړ کوي. »

هغه زیاته کړه چې ددغه قانون یوه بشپړه څیړنه روانه ده.

افغانستان کې د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت د سه شنبې په ورځ وویل چې دطالبانو مشر هبت الله اخوند زاده د «مبلغینو قانون» توشیح کړی چې په اساس یې «مبلغ باید مسلمان او حنفي مذهبی وي.»

په لندن کې د یهودانو د وژلو په تور یو تن نیول شوی

د لندن په ګولډر ګرین سیمه کې هغه ځای چې پر دوو تنو د چړې برید وشو- د اپریل ۲۹ مه- ۲۰۲۶
د لندن په ګولډر ګرین سیمه کې هغه ځای چې پر دوو تنو د چړې برید وشو- د اپریل ۲۹ مه- ۲۰۲۶

د بریتانیا پولیسو نن چهارشنبه( د اپریل ۲۹ مه) وویل چې یو کس په لندن کې د دوو کسانو د وژلو په تور ونیول شو.

د لندن په شمال کې چې یهودان ډير اوسي نن یوه نارینه دوه تنه په چاړې ژوبل کړل.

د لندن پولیس وایي چې دا دوه ټپیان روغتون ته انتقال شول او د دوی روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی.

پولیسو د نیول شوي مشکوک کس د هویت په اړه تر اوسه له رسنیو سره نور معلومات نه دې شریک کړي.

پر کونړ د پاکستاني ځواکونو نوې بمبارۍ

په کونړ کې د دوشنبې د ورځې تر بمبارۍ وروسته ټپيان روغتون ته ولیږدول شول
په کونړ کې د دوشنبې د ورځې تر بمبارۍ وروسته ټپيان روغتون ته ولیږدول شول

پاکستاني ځواکونو یو ځل بیا پر کونړ د توغندیو ډزې کړې دي.

د راپورونو له مخې دا ډزې سه شنبه د ماسپښین درې نیم بجې د چپې درې پر ډاګ او شونګره کلیو پيل شوې دي چې نن هم روانې دي.

د سیمې خلکو ازادي راډيو ته وویل چې د دې ډزو له امله یو تن وژل شوی او یوشمیر ټپيان شوې دي. همداراز په لسګونو کسان مجبوره شوې دي چې خپل کورونه پریږدي.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دې ویلي. پاکستاني ځواکونو د کونړ ولایت د مرکز اسعد اباد په ګډون پر یوشمیر سیمو د دوشنبې په ورځ بمبارۍ وکړې چې پرون په کابل کې د طالبانو حکومت د دې بریدونو په اعتراض د پاکستان شارژدافیر احضار کړ او هغه ته یې اعتراض لیک وسپاره.

فیفا د افغان کډوالو ښځینه فوټبال لوبډلې ته رسمیت ورکړ

د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډلې غړې په استرالیا کې-۲۰۲۲- ارشیف
د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډلې غړې په استرالیا کې-۲۰۲۲- ارشیف

د فوټبال نړیوال فدراسیون( فیفا) اعلان وکړ چې د کډوالو افغان ښځو لوبډلې ته به په رسمي سیالیو کې د ګډون اجازه ورکړي.

د فیفا مشر ګیاني انفنتینو د سې شنبې په ورځ وویل چې د فیفا شورا د دې پریکړې تایید وکړ چې د افغان ښځینه لوبغاړو ډله به په نړیوالو سیالیو کې د افغانستان په استازیتوب ولوبیږي او فیفا به یې ملاتړ وکړي.

فیفا وایي، دا تاریخي پریکړه ده او هدف یې دا دی چې دا ډاډ ترلاسه شي چې هغه لوبغاړې چې د دوی له واکه بهر د ځانګړیو شرایطو له امله نه شي لوبیدلی، له نړیوالو لوبو محرومې نه شي.

د فیفا د مقرراتو له مخې افغان ښځینه ټیم تر دې مخکې باید د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د فوټبال د فدراسیون له لورې معرفي شوی وای.

د دوه زره یو ویشتم کال د اګست له پنځلسمې راوروسته چې طالبانو کابل نیولی دی د ښځو پر سپورټونو یې بندیزونه لګولي دي.

د امریکا دفاع وزیر کانګرس ته د ایران د جګړې په اړه معلومات ورکوي

د امریکا د متحد ایالتونو د جګړې( دفاع) وزیر
د امریکا د متحد ایالتونو د جګړې( دفاع) وزیر

د امریکا د متحد ایالتونو دفاع وزیر ( جګړې وزیر) نن کانګرس ته ځي چې د ایران د جګړې په اړه د کانګرس د غړیو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي.

د دې جګړې له پیل راهیسې دا لومړی ځل دی چې پیت هیګست د کانګرس د غړیو سوالونو ته ځواب وایي او ټاکل شوې ده چې ښاغلی هیګست به د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یو اعشاریه پنځه تریلیونه ډالرو دفاعي بودیجې په اړه هم د استازیو جرګې غړیو ته توضیحات ورکړي.

په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو او ډیموکرات ګوند استازیو تر دې مخکې د ایران د جګړې په اړه د ترلاسه کړیو معلوماتو په اړه نارضایتي څرګنده کړې وه، نو داسې اټکل کیږي چې له ښاغلي هګیست څخه به سختې پوښتنې وشي.

له اوپیک څخه د متحده عربي اماراتو تر وتلو وروسته استانې د دې تړون ملاتړ وکړ

د قزاقستان پلازمېنه، استانه
د قزاقستان پلازمېنه، استانه

د قزاقستان د انرژي وزارت نن وویل چې هیواد یې پر دې فکر نه کوي چې د تیلو د صادرونکو هیوادو له سازمان( اوپیک) څخه به وځي.

د منځنۍ اسیا دغهَ هیواد یوه ورځ وروسته تر دې دا اعلان وکړ چې متحده عربي امارات وویل چې د ایران د جګړې له امله د انرژي د بحران په ترڅ کې له اوپیک څخه ووځي.

اوپیک په نولس سوه شپیتم میلادي کال کې د سعودي عربستان، ایران، کویت، عراق او وینزویلا له لورې په بغداد کې تاسیس شو چې اوس یې د متحد عربي اماراتو په ګډون شمیر دولسو ته رسیږي.

د بریټانیا پاچا چارلس د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ولیدل

د بریټانیا پاچا چارلس د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره 
ملکه او لومړۍ مېرمن شاته روانې دي
د بریټانیا پاچا چارلس د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ملکه او لومړۍ مېرمن شاته روانې دي

د برتانیا پاچا چارلس د سې شنبې په ورځ د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ولیدل.

دا غونډه د هغه دولتي سفر یوه برخه ده چې هدف یې د ایران د جګړې په اړه د ژورو اختلافاتو سره سره د دواړو اوږدمهاله متحدینو ترمنځ د یووالي لا ټینګښت دي.

کله چې سلګونه میلمانه د سپینې ماڼۍ په چمن کې ولاړ وو او د مراسمو لپاره توپونه وویشتل شول، د امریکا ملي سرود وغږول شو، او چارلس او ملکه کامیلا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او لومړۍ میرمنې میلانیا ټرمپ لخوا له تود هرکلي سره مخ شول.

ټرمپ خلکو ته وویل: "څومره ښکلې برتانوي ورځ ده" هغه پاچا "ډیر سټایلش او باعزته سړی" یاد کړ او ټوکه یې وکړه چې مور یې " د چارلس مینه واله وه".

د بریټانیا پاچا او ملکه په یوه څلو ورځني دولتي سفر امریکا ته تللي.

د دغه سفر هدف د بریټانیا او د هغې د پخوانۍ مستعمرۍ تر منځ د هغو اړیکو لا ټینګښت دی چې په تېرو ۲۵۰ کلونو کې د امریکا د خپلواکۍ تر ګټلو وروسته رامنځته شوي. د دوی اړیکه په وروستیو کلونو کې د یوې ځانګړې اړیکې په توګه یادیږي.

د امو دریا د تیلو له پنځو نورو څاګانو د استخراج چارې پیل شوې

د تېلو نوې پرانیستل شوې څاه
د تېلو نوې پرانیستل شوې څاه

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د امو دریا د نفتي حوزې د زمرد سای د تیلو په ساحه کې د تیلو له پنځو څاګانو د استخراج چارې پیل شوې.

د دغو څاګانو د استخراج بهیر د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له خوا پیل شو.

د کانونو وزارت د سې شنبې په ورځ په یوه ویډیويي بیان کې ویلي چې د ۱۲ څاګانو له ډلې له پنځو هغو د تیلو استخراج پیل شوی او نورې څاګانې به ډیر ژر د استخراج لپاره چمتو شي.

د طالبانو په حکومت باندې نیوکې دي چې د کانونو په تړونو کې لازم شفافیت نه رعایتوي او کانونه لا هم په غیر مسلکي او غیر منظم ډول راباسي.

د طالبانو حکومت د پاکستان د سفارت شارژدافیر احضار کړی

د پاکستان له شارژدافیر سره د امیرخان متقي یو پخوانی انځور
د پاکستان له شارژدافیر سره د امیرخان متقي یو پخوانی انځور

د طالبانو حکومت وايي چې په کابل کې یې د پاکستان د سفارت شارژدافیر احضار کړی او هغه ته یې د وروستیو بریدونو په تړاو خپل اعتراض ور اورولی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې راغلي چې د پاکستان شارژدافیر ته د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د ملکي اهدافو او عامه تاسیساتو په ګډون د کونړ پوهنتون په اړه د پاکستاني ځواکونو د وروستیو بریدونو په تړاو د اعتراض یو یادښت سپارل شوی دی.

د طالبانو د اطلاعاتو او عامه اړیکو مشر حافظ ضیا احمد تکل د سې شنبې په ورځ لیکلي چې دا وزارت په ملکي وګړو د پاکستان بریدونه په کلکه غندي، او دا د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه، د نړیوالو اصولو سرغړونه او پاروونکی عمل بولي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینټ، هم د سې شنبې په ورځ لیکلي چې ملکي وګړي باید تل خوندي شي. هغه د وروستیو او پخوانیو پیښو په اړه د سمدستي، خپلواکو او هر اړخیزو څیړنو غوښتنه کړې.

جرمني ۲۵ افغان پناغوښتونکي په یوه چارتر الوتکه کې کابل ته ولېږل

ارشیف
ارشیف

د جرمني حکومت نن سه شنبه ( د ثور۸مه) ۲۵ افغانان چې دغه هېواد کې په جرمونو محکوم وو، افغانستان ته واستول.

ډي.پي.اې خبري اژانس د جرمني د کورنیو چارو وزارت په حواله ویلي چې دغه پناغوښتونکي تیره شپه په یوه چارتر الوتکه کې له لایپزیګ ښاره روان شول او سه شنبه سهار مهال کابل ته ورسېدل.

د راپورونو له مخې دغه کسان په قتل، جنسي تیري، نورو ته د زیان اړولو او د نشه یي توکو اړوند جرمونو باندې محکوم وو.

دا اخراج د جرمني او د طالبانو د حکومتونو ترمنځ د یوې هوکړې له مخې شوی دی.

تر دې وړاندې هم جرمني لسګونه افغانان چې دوی مجرم بللي، کابل ته ډیپورت کړي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG