خبرونه
مکسیکو د کډوالو د وراستولو په اړه د امریکا غوښتنه رد کړه

د راپورونو له مخې مکسیکو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې هغه غوښتنه رد کړې چې دې هیواد ته په الوتکو کې د کډوالو د استولو او په خاوره کې یې ورته د کښینولو د اجازې ورکولو لپاره کړې وه.
دا خبره د دواړو هیوادونو دوو چارواکو رویترز خبري آژانس ته کړې ده.
د امریکا C-17 پوځي الوتکو د جمعې په ورځ ګواتیمالا ته دوه ورته الوتنې ترسره کړې، چې په هرې یوې کې یې شاوخوا ۸۰ تنه کډوال وو. خو وروسته له هغې چې د مکسیکو حکومت اجازه ورنکړه، امریکایي چارواکي ونه توانیدل چې مکسیکو ته ورته یوه الوتنه ترسره کړي.
د مکسیکو د بهرنیو چارو وزارت د جمعې د ورځې ناوخته په یوه بیان کې وویل چې هیواد یې له متحده ایالاتو سره "ډیرې ښې اړیکې" لري او د مهاجرت په څیر مسلو کې همکاري کوي. خو دایې هم وویل چې د کډوالو د بیرته ستنولو په مسله کې به دا هیواد په ورین تندي د مکسیکو وګړي ومني.
د مکسیکو یوه چارواکي چې نوم یې ندی څرګند شوی، رویټرز ته په دې اړه چې ولې الوتکې ته د کښیناستو اجازه نده ورکړل شوې، جزیات ندي ورکړي او د مکسیکو د بهرنیو چارو وزارت هم په خپاره کړي بیان کې دې پیښې ته اشاره نده کړې.
د ټرمپ ادارې د تیرې اونۍ په پیل کې اعلان وکړ چې په مکسیکو کې د پاتیدو په نوم هغه پروګرام بیا پیلوي چې په ترڅ کې یې د مکسیکو له اتباعو پرته نورپناه غوښتونکي دې ته اړکوي چې په مکسیکو کې تر هغه وخته پورې انتظار وکړي چې په متحده ایالاتو کې یې قضیې بشپړې شي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
له مصر او نورو افریقايي هېوادونو څخه یوشمېر افغان بندیان خوشې شوي دي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د مصر په ګډون له یوشمیر افریقایي هیوادونو څخه د اولس تنه افغان بندیانو د خوشې کیدو خبر ورکوي.
د دې وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد نن (د سلواغې ۲۷مه) پر خپله ایکس لیکلي چې پربیلابیلو جرمونو محکوم شوي دغه افغان بندیان په تیرو درې میاشتو کې په قاهره کې د افغانستان د سفارت د هڅو په نتیجه کې له مصر، مراکش، لیبیا، سودان او موریتانیا څخه خوشې شوې دي.
نوموړي ویلي دي چې دا کسان د آریانا افغان هوایي شرکت له لارې افغانستان ته لیږدول شوي دي.
ښاغلي ضیااحمد په دې اړه چې ایا دغه بندیان به د احتمالي بند پاتې موده په افغانستان کې تیروي او که پوره آزاد شوي دي جزییات نه دي ورکړل شوي خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په راتلونکې کې به هم د خپلو اتباعو د ساتنې او د هغوی د حقونو د خوندي کولو هڅو ته دوام ورکړي.
افغانستان د نړۍ له یوشمیر هیوادونو سره د بندیانو د تبادلې موافقې کړې دي خو دا نه ده څرګنده چې ایا له دغو هیوادونو سره چې دا افغان بندیان یې خوشې کړې دي، هم ورته هوکړې شته کنه.
د روسیې د څو هوایي ډګرونو فعالیتونه نن د امنیتي ګواښونو له کبله وځنډېدل

د روسیې د اوو هوایي ډګرونو فعالیتونه نن سهار وختي د امنیتي ګواښونو له امله د څو ساعتونو لپاره ځنډول شوي وو.
د استراخان، ولادي قفقاز، ولګاګراد، ګروزني، کالوګا او اولیانوفسک په هوایي ډګرونو کې د الوتنو د کیناستو او پورته کیدو بهیر د دوو ساعتونو لپاره درول شوی و.
په ۲۰۲۲ کال کې پراوکراین د روسیې د جګړې له پیل راهیسې لیدل شوي چې ځینې وختونه د حملو د ګواښ له کبله د روسیې په یوشمیرهوایي ډګرونو کې فعالیتونه ځنډول کېږي.
د روسیې پوځ پرخپل ټلګرام چینل په یوه بیان کې لیکلي چې تیره شپه یې د ولګاګراد، کالوګا، روستوف اوسراتوف ښارونو د پاسه د اوکراین ۴۰ بې پیلوټه الوتکې له منځه وړي دي.
په کالوګا کې پریوې صنعتي فابریکې د بې پیلوټه الوتکې د ټوټو د راپرېوتو په نتیجه اورلګیدلی دی. اوکراین د روسیې په وړاندې جګړه کې د روسیې د خاورې دننه اکثراً د بریدونو لپاره له بې پیلوته الوتکو کار اخلي.
حماس نن درې نور اسراییلي برمته خوشې کړل

د حماس له خوا یرغمل شوي درې اسرایلیان چې نن د غزې په تړانګه خوشې شول، اسراییل ته ورسیدل. د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند د هوکړې له مخې اسراییل به هم نن د ورځې په وروستیو کې سلګونو فلسطیني بندیان آزاد کړي.
دغه درې اسراییلیان به چې د غزې په خان یونس سیمه کې د نړیوال سره صلیب استازیو ته له سپارل کیدو وروسته د اسراییل په جنوب کې یوه پوځي مرکز ته لیږدول شوي، هلته له خپلو کورنیو سره یوځای شي.
د اسوشیتید پریس خبري آژانس د راپور له مخې د دواړو لورو ترمنځ اوربند چې نژدې څلور اونۍ مخکې نافذ شوی، په وروستیو ورځو کې وروسته له هغه له خطرسره مخامخ شو چې حماس اسراییل له شوې هوکړې په سرغړونه تورن کړ او ګواښ یې وکړ چې نور اسراییلي یرغمل به خوشې نه کړي.
اسراییل د دې ګواښ په غبرګون کې په غزه کې د جګړې د بیرته پیلولو ګواښ وکړ. خو حماس چې امریکا او اروپايي ټولنه یې تروریستي ډله بولي، له مصري او قطري چارواکو سره تر خبرو وروسته د پنجشنبې په ورځ وویل چې یرغمل به آزاد کړي. دې ډلې وویل چې منځګړو د ټولو خنډونو د لیرې کولو ژمنه ورسره کړې او ویلې یې دې چې اسراییل به خیمو، طبي وسایلو او نورو اړینو توکو ته اجازه ورکړي چې غزې ته ولیږدول شي.
د حماس اړوند د بندیانو د چارو ادارې ویلي چې اسراییل به د درې یرغملو په بدل کې نن ۳۶۹ فلسطیني بندیان خوشې کړي چې ۳۶ پکې په عمري بند محکوم شوي بندیان دي.
د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت ویاند؛ ټي ټي پي له افغانستان سره د اړیکو اصلي خنډ دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، یوې اساسي موضوع چې د اسلام آباد او د طالبانو د حکومت ترمنځ اړیکو ته زیان رسولی، په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي خوندي پټنځایونه دي.
د دې وزارت ویاند شفقت علي خان په خپله اونیزه خبري غونډه کې ټینګار وکړ چې پاکستان دا موضوع په ځلونو د طالبانو له حکومت سره شریکه کړې او ورته ویلي یې دي چې د دوه اړخیزو همکاریو د دوام لپاره باید دا ستونزه حل شي.
هغه وویل "تر هغو چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د پټن ځایونو مسله نه وي حل شوي، د دواړو لورو ترمنځ همکاري ناممکنه ده." له دې مخکې د پاکستان صدراعظم شهباز هم ورته څرګندونې کړې وي او ویلي و "پاکستان تمه لري د طالبانو حکومت د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې همکاري وکړي نه دا چې ملاتړ یې وکړي."
د طالبانو حکومت تراوسه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند د دغو څرګندونو په وړاندې غبرګون نه دی ښودلی خو له دې مخکې یې د پاکستاني چارواکو دا ډول ادعاوې تل ردکړي دي. طالبانو همدارنګه ویلي چې پاکستان دې د خپل امنیت غم په خپله وخوري او نورو ته دې د ملامتي ګوته نیسي.
افغانستان له پاکستان سره په تمریناتي لوبه کې په لوی توپیر ماتې وخوړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د چیمپینز ټرافي لوبو په درشل کې له پاکستان سره خپله لومړنۍ تمریناتي لوبه وبایلله.
د کوربه پاکستان الف لوبډلې په پرونۍ یوورځنۍ لوبه کې لومړی توپوهنه وکړه او په پنځوسو اوورونو کې یې د اتو لوبغاړو په زیان سره افغان ملي لوبډلې ته د ۳۱۵ منډو هدف ورکړ خو افغان لوبډلې د خپلو ټول لوبغاړو په زیان سره یوازې ۱۶۴ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۱۵۰ منډو په توپیر وبایلله.
ټاکل شوې چې ملي لوبډله د یکشنبې په ورځ په خپله دوهمه تمریناتي لوبه کې د نیوزیلنډ له ملي لوبډلې سره مخامخ شي.
د چیمپینز ټرافي لوبې د روانې اونۍ د چارشنبې په ورځ د فبروري په ۱۹مه نېټه، د پاکستان او نیوزیلنډ په سیالۍ پیلېږي. د افغانستان لومړۍ لوبه به د جمعې په ورځ د فبروري په ۲۱مه د جنوبي افریقا پر وړاندې وي.
حماس درې اسراییلي برمته او اسراییل سلګونه فلسطیني بندیان خوشې کوي

په پام کې ده چې د حماس له خوا یرغمل شوي درې نور اسرایلیان نن د غزې په تړانګه خوشې شي.
د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند د هوکړې له مخې، اسراییل به هم نن د ورځې په وروستیو کې سلګونه فلسطیني بندیان آزاد کړي.
د اسوشیتید پرس آژانس د راپور له مخې د دواړو لورو ترمنځ اوربند چې نژدې څلور اونۍ مخکې نافذ شوی دی، په وروستیو ورځو کې وروسته له هغه له خطر سره مخامخ شو چې حماس ډلې اسراییل له شوې هوکړې څخه په سرغړونه تورن کړ او ګواښ یې وکړ چې روانه اونۍ به نور اسراییلي یرغمل خوشې نه کړي.
اسراییلو د دې ګواښ په غبرګون کې په غزه کې د جګړې د بیرته پیلولو ګواښ وکړ. خو حماس له مصري او قطري چارواکو سره تر خبرو وروسته د پنجشنبې په ورځ وویل چې یرغمل به آزاد کړي.
حماس چې امریکا او اروپايي ټولنه یې تروریستي ډله بولي وویل، منځګړو ورسره د ټولو خنډونو د لیرې کولو ژمنه کړې او ویلې یې دې چې اسراییل به خیمو، طبي وسایلو او نورو اړینو توکو ته اجازه ورکړي چې غزې ته ولیږدول شي.
د حماس اړوند د بندیانو د چارو ادارې ویلي چې اسراییل به د دریو یرغملو په بدل کې نن ۳۶۹ فلسطیني بندیان خوشې کړي چې ۳۶ پکې په عمري بند محکوم شوي بندیان دي.
د اټومي انرژۍ نړیواله اداره؛ ایران د یورانیمو غني کول، د وسلو د جوړولو کچې ته نژدې کړي

د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې IAEA مشر خبرداری ورکوي چې ایران د غني شویو یورانیمو میاشتنی تولید د وسلو د تولید کچې ته نژدې کړی او د دې هیواد د اټومي پروګرام د مخنیوي لپاره یوې موافقې ته د رسیدو لپاره فرصت ډیر کم دی.
د IAEA عمومي رییس رافایل ګروسي پرون (د فبروري ۱۴مه) د مونشن د امنیتي کنفرانس په څنډه کې وویل چې تهران د ۶۰ سلنه غني شویو یورانیمو میاشتنی تولید نږدې اووه چنده زیاتوي.
ګروسي له رویټرز خبري آژانس سره په یوه مرکه کې وویل چې "په راتلونکو څو اونیو کې چې دا اداره د ایران د اټومي پروګرام په اړه خپل بل راپور خپروي، ایران به تر۶۰ سلنې پورې غني شوي شاوخوا ۲۵۰ کیلوګرامه یورانیم ولري."
هغه زیاته کړه "دا یوه څرګنده نښه ده چې موږ یې باید جدي وبولو او نور وخت ضایع نه کړو." ګروسي ټینګار وکړ چې باید پرایران تمرکز وشي.
د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر د دې میاشتې په پیل کې د ولسمشر ټرمپ اداره او تهران وهڅول چې ډیالوګ ته دې مخه کړي ترڅو په اټومي خبرو کې پرمختګ وشي.
زیلینسکي؛ اوکراین د امریکا له مرستې پرته د روسیې د یرغل پر وړاندې مقاومت نه شي کولای

د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وايي، د امریکا له پوځي مرستو پرته اوکرایین د روسیې د یرغل پر وړاندې مقاومت نه شي کولی.
ښاغلي زیلینسکي دا خبره، پرون د (فبرورۍ۱۴مه) په هغه مرکه وکړه چې د مونشن په نړیوال امنیتي کنفراس کې د هغه له وینا وړاندې خپره شوه.
د هغه په ټکو، اوکرایین به د روسیې په وړاندې د بقا لپاره له "ډير ډير ستونزمن" حالت سره مخامخ شي.
زیلینسکي په دې مرکه NBC ان بي سي نیوز ته ویلي، که څه هم دوی د خپلو پوځي تجهیزاتو تولید پیل کړی، خو په ټکو يې، د امریکا د مرستو نه شتون پرې نه جبرانیږي.
د مونشن نړیوال امنیتي کنفراس چې پرون جمعه پیل شو، اجنډا يې د اوکرایین او روسیې ترمنځ د جګړې پای ته رسول دي.
آی، او، ام وايي، له پاکستانه افغانستان ته د کډوالو په ستنېدو کې زیاتوالی راغلی

د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) وايی، له پاکستانه افغانستان ته د افغان کډوالو په ستنیدو کې د روان میلادي کال له پیل راهیسې ۱۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
دا تازه شمیرې د کډوالو نړیوال سازمان په هغې راپور کې ورکړي، چې پرون جمعه د (فبرورۍ په ۱۴مه) خپور شوی دی.
په راپور کې راغلي، د جنورۍ په دوو وروستیو اونیو کې نژدې ۱۰۰۰۰ افغان کډوالو افغانستان ته ستانه شوي دي.
د دې سازمان په ټکو، د پاکستان له بیلابیلو ښارونو د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ له ویرې سره مله ده.
پاکستاني چارواکو ویلي، دوی یوازې هغه افغان کډوال نیسي چې په دې هېواد کې د پاتي کیدو قانوني اسناد نه لري، خو افغان کډوال بیا دا موضوع ردوي او وايي، پولیس اسناد لرونکي او بې اسناد افغانان نیسي او ډیر شمیر يې بیرته افغانستان ته دپیورټ کوي.
جې ډي ونس؛ اروپا له خپلو اصلي ارزښتونو څخه لیرې شوې ده

د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي ونس د مونشن امنیتي کنفرانس ته په وینا کې ویلي دي چې په اروپا کې د بیان آزادي په شاتګ کړی دی.
په داسې حال کې چې د دې غونډې تمرکز تر دېره په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ولسمشر ډونالډټرمپ پر هڅو و، ښاغلي ونس وویل، اروپا له امریکا سره له خپلو اصلي ارزښتونو څخه لیرې شوې ده.
هغه زیاته کړه چې د ده اندیښنه د روسیې یا چین له لوري له ګواښونو څخه نه بلکې دا ده چې اروپا ته له دننه څخه ګواښونه کېږي یعنې له خپلو ځینو اساسي ارزښتونو څخه په شاتګ ګواښ ورته کوي.
د امریکا مرستیال ولسمشر دا هم وویل چې په اروپا کې د بیان آزادي په شا تللې ده. ونس او ولسمشر ټرمپ دواړو له دې مخکې هم په اروپا کې د بیان د آزادۍ، په ځانګړي ډول د نفرت خپروونکو ویناوو او ناسمو معلوماتو د مخنیوي لپاره د ټولنیزو رسنیو د قوانینو پر څرنګوالي انتقادونه کړي وو.
ونس همداراز اروپا ته د هغو کډوالو د ننوتو په اړه هم خبرداری ورکړ چې امنیتي سوابق یې نه دي کتل شوي. هغه دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه وکړې چې په مونشن ښار کې یوه ۲۴ کلن افغان پناه غوښتونکي پر خپل موټر د یوې مظاهرې کډنوال لاندې او ۳۶ کسان یې ټپیان کړل.