خبرونه
د سره صلیب او سرې میاشتې د ټولنو فدراسیون د افغانستان ډېرو برخو وضعیت بېړنی وباله
د سره صلیب او سرې میاشتې د ټولنو نړیوال فدراسیون وايي چې د افغانستان ډېرو برخو ته د مرستو د رسولو وضعیت بېړنی دی.
د دې فدراسیون د آسیا او پاسیفیک د څانګې سیمه ایز مشر الکساندر ماتیو پرون پر خپله ایکس پاڼه په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي دي چې په افغانستان بشري وضعیت لاهم خراب دی او بېړنۍ مرستې کافي نه دي ځکه په دې هېواد کې بحران له اوږدې مودې راهیسې روان دی.
نوموړی زیاتوي چې ده تېره اونۍ افغانستان ته سفر کړی و، او ویې لیدل چې کلیوالې مېرمنې د وینو د کمښت په ناروغۍ او ماشومان په ډېره سخته خوارځواکي اخته دي.
نړیوال بانک تېره سه شنبې په یوه راپور کې وویل چې افغانستان اوس مهال د خوړو د کمښت له جدي ګواښ سره مخامخ دی او ۱۱ عشاریه ۶ میلیونه وګړي یې د کافي خوړو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
هند کابل ته د زرګونه ډوزه واکسینونو مرسته ولېږله
هند د افغانستان د عامې روغتیا له سکتور سره د مرستې لپاره کابل ته د ضروري واکسینونو نوې جوپه لېږلې ده.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند «رندهیر جیسوال» پرون (پنجشنبه) وویل چې نوي ډیلي د خپلې روانې بشري مرستې د پروګرام په چوکاټ کې د انفلونزا او مننژیت ۶۳ زره او ۷۳۴ دوزه واکسینونه د افغانستان روغتیايي ادارو ته سپارلي دي.
نوموړي زیاته کړه، دا مرستې په داسې مهال رسېږي چې د افغانستان روغتیايي امکانات لا هم له سخت فشار سره مخامخ دي.
هند په وروستیو کلونو کې د افغانستان د روغتیا په برخه کې یو مهم همکار پاتې شوی او له دې مخکې یې هم دغه هېواد ته طبي وسایل، ضروري درمل او څو ځلي واکسینونه استولي، څو د افغانستان روغتیايي بنسټونه پیاوړي کړي.
د قطر الغرافه خیریه بنسټ په فراه کې ۱۰۸ کورونه جوړ کړي دي
د قطر د «الغرافه» خیریه بنسټ په فراه ولایت د بېوزلو او بې کورو کورنیو لپاره ۱۰۸ کورونه جوړ کړي او د دوو جوماتونو او یوه روغتون پر جوړولو یې کار روان دی.
دا خبره پرون (پنجشنبه) د یاد بنښت مسوولانو د طالبانو د حکومت د اقتصاد له وزیر، قاري دین محمد حنیف سره په کتنه کې وکړه.
د الغرافه بنسټ مسوولانو په فراه ولایت کې د «خوشحال خان مېنې» په نوم د دې پروژې د لومړي فاز د فزیکي پرمختګ او وروستیو چارو په اړه راپور وړاندې کړ او ویې ویل چې د دې پروژې دوهم فاز به ډېر ژر پیل شي.
دوی تایید کړه چې په فراه کې اړو کورنیو ته ۱۰۸ کورونه بشپړ شوي او د دوو جوماتونو او یوه روغتون د ودانولو چارې هم د پای مرحلې ته رسېدلي دي.
د بنسټ مسوولانو دا هم وویل چې په ۲۰۲۶ کال کې به په افغانستان کې خپل فعالیتونه لا پراخ کړي او د افغانستان د اړو خلکو ته به په بېلابېلو برخو کې نورې مرستې هم زیاتې کړي.
طالبانو په هرات کې د ایران قونسل جنرال ته احتجاج لیک وسپاره
په هرات کې د والي ویاند مفتي محمد یوسف سعیدي د پنجشنبې په ورځ وویل، والي ملا اسلام جار د ایران له قونسل جنرال علي رضا مرحمتي سره په لیدنه کې د ایراني سرحدي ساتونکو له لورې د لسو افغانانو د وژلو د پیښې په تړاو دا احتجاج لیک هغه ته وسپاره او له هغه یې وغوښتل چې د دې پېښې عاملان دې محکمه شي.
د چهارشنبې په ورځ د وژل شویو کسانو د کورنیو یوشمیر غړیو په هرات کې د ولایت مخې ته اعتراضي لاریون وکړ او له طالبانو یې وغوښتل چې دا پیښه جدي تعقیب کړي.
په وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې لس افغانان ایران ته د اوښتو پرمهال د ایران د سرحدي ځواکونو له لورې وژل شوې دي. ایران د دې پیښې په تړاو رسما څه نه دې ویلي.
روبیو: په امریکا کې د ټولو افغانانو د اسنادو سمه ارزونه ستونزمنه ده
د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر وایي، امریکا ته د ورغلیو افغانانو بشپړه ارزونه ممکنه نه ده.
مارکو روبیو پرون فاکس نیوز شبکې ته په مرکه کې وویل، دا یو ریښتیني امنیتي ګواښ دی، ځکه چې ډیر شمیر خلک له جنګ ځپلي او افراطي سیمې امریکا ته داخل شوې دي.
روبیو زیاته کړه، که څه هم د ګڼو افغانانو ژوند له خطر سره مخامخ دی ځکه چې د امریکایانو ترڅنګ یې کار کړی، خو بیا هم دا ضروري ده چې د هر کس دوسیه په دقت وڅیړل شي. نوموړي بیا وویل، په هغو سیمو کې چې اسناد کم دي او د طالبانو حضور د څیړنو مخه نیسي دا ارزونه نورهم سخته کیږي.
د نومبر په شپږ ویشتمه په واشنګتن ډي سي کې د امریکا د ملي ګارد پر دوو سرتیرو ډزې وشوې، د دې قاتلانه برید تور پر یوه افغان رحمان اله لکڼوال پورې شو. تر دې وروسته سپینې ماڼۍ پریکړه وکړه چې د پخواني ولسمشر جو بایډن د ادارې پر مهال امریکا ته د ټولو لېږدول شویو افغانانو اسناد وڅیړل شي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ په یو خبري کنفرانس کې ویلي چې د بایډن د حکومت پر مهال لږ تر لږه یو لک افغانان له هېڅ یا کم کنټرول سره امریکا ته راوړل شوي او اوس د امریکا امنیت ګواښي.
په امریکا کې یوشمیر افغانان په بیلابیلو جرمونو نیول شوي
د امریکا د کورني امنیت وزارت وايي چې یو شمېر جنایتکاره افغانان یې نیولي دي.
دې وزارت تیره شپه ناوخته په یوه بیان کې څرګنده کړه چې دا کسان د پخواني ولسمشر جو بایډن د ادارې پرمهال په دوه زره یو ویشتم کال کې پرته له دې چې اسناد یې وارزول شي، متحد ایالتونو ته لیږدیدلي دي.
د بیان له مخې په شکمنو کسانو کې منصور وليزاده، قسمت الدین، محمد تابش رسولي، جاوید غمګین، محمد تڼی او اسیراله خالد شامل دي.
د امریکا د کورني امنیت وزارت د دغو کسانو جرمونه، له شپاړس کلنې سره جنسي عمل، د میتامفیتایمن نشه اي مواد موجودیت، غلا، پر دولتي مامور برید، اختلاف او جنسي تیری یاد کړي دي.
د بیان له مخې دا کسان سږکال په اګست، اکتوبر، جون، مې او جولای میاشتو کې نیول شوې دي.
تر دې مخکې امریکایي چارواکو د درې نورو افغانانو، رحمان اله لکڼوال، محمد داوود الکوزي او جهان شاه صافي د نیولو خبر ورکړی و.
د فوټبال د نړیوال جام ګروپونه به نن مشخص شي
ټاکل شوې ده چې نن) د ډسمبر ۵ مه) په واشنګتن ډي سي کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دوه زره شپږ ویشتم کال د فوټبال د نړیوال جام د لوبډلو ګروپونه مشخص شي.
تمه ده چې په دې مراسمو کې د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د مکسیکو ولسمشره ګلاودیو شینباوم او د کاناډا صدراعظم مارک کارني هم برخه واخلي.
د امریکا متحد ایالتونه، کاناډا او مکسیکو د دغو سیالیو ګډ کوربانه دي.
دا لوبې د اته څلویښت هیوادونو د ملي لوبډلو ترمنځ د راتلونکی کال د جون په یولسمه پیلیږي او د جولای په نولسمه به یې پایلوبه ترسره شي.
د یادونې ده چې تر اوسه دوه څلویښت لوبډلې توانیدلي دي چې دې جام ته لاره پيدا کړي او پاتې شپږ ټیمونه به د مارچ په میاشت کې د غوراوي سیالیو په ترڅ کې معلومې شي.
طالبانو په کابل کې یوشمیر کسان په درو ووهل
په کابل کې د طالبانو د مخدر موادو او مسکراتو د مخنوي د ابتداییه محکمې د پریکړو له مخې پنځلس تنو ته سزا ورکړل شوه.
د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼه کې چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوه، راغلې دي چې دا کسان د نشه اي ټابلیټونو، الحکولي مشروباتو او چرسو د قاچاق او پلور په تور نیول شوي وو.
خبرپاڼه زیاتوي چې ابتداییه محکمې دا تورن کسان له اوو میاشتو تر څلورو کلونو په بند او له لسو تر نهه دیرش دُرو په تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې دا پریکړه د سترې محکمې له لورې تر تایید وروسته، تطبیق شوه.
اسراییل او حماس یو بل له اوربند څخه په سرغړونه تورنوي
فلسطنیانو نن د غزې په خان یونس کې د خپلو وژل شویو عزیزانو ویر وکړ.
دا کسان یوه ورځ مخکې د اسراییلي ځواکونو د هوایي برید په ترڅ کې ووژل شول.
د خان یونس په کویتي روغتون کې ډاکټرانو وویل چې له دې برید وروسته دوی د پنځو فلسطنیانو جسدونه ترلاسه کړې دي چې دوه یې ماشومان دي.
د اسراییل پوځ بیا ویلي دي چې په خان یونس کې یې د حماس ترهګر په نښه کړي دي.
حماس د امریکا متحد ایالتونه او اروپایي ټولنه د ترهګرې ډلې په توګه پيژني.
حماس د اسراییل برید له اوربند څخه سرغړونه وبلله او د اسراییل پوځ وویل چې دا حمله په رفح کې د چهارشنبې په سهار پر اسراییلي پوځیانو د شوي برید په ځواب کې شوې ده چې له امله یې پنځه اسراییلي سرتیرې ټپيان شول.
عراق د دوو ایران پلوه وسله والو ډلو شتمنۍ کنګلوي
عراق ویلي دي چې د ایران ملاتړیو وسله والو ډلو، حزب اله او حوثیانو پیسې به کنګل کړي.
رویټرز اژانس په یوه راپور کې لیکلي دي چې دا اعلان د عراق په رسمي جریده کې شوی دی او ښایي واشنګتن یې هرکلی وکړي، ځکه چې له اوږدې مودې راهیسې د امریکا متحد ایالتونه په عراق او د منځني ختیځ په نورو هیوادونو کې د ایران د نفوذ د کمولو هڅه کوي.
ایران په عراق کې د شیعه وسلو والو او سیاسي ډلو په مټ پوځي، سیاسي او اقتصادي نفوذ لري خو په تیر یوه کال کې د متحد ایالتونو د فشاونو او په سیمه کې د اسراییلي ځواکونو له لورې د ایران د نیابتي ډلو له کمزوري کیدو سره د ایران اغیزې کمې شوې دي.
طالبان: له پاکستان سره تجارتي لارې په شرط پرانیزو
د طالبانو حکومت ټینګار کړی چې له پاکستان سره سوداګریزې لارې به یوازې هغه وخت پرانیستل شي چې له اسلام اباد څخه قوي ډاډ ترلاسه شي چې دا لارې به په راتلونکي کې د سیاسي فشار یا غیرقانوني کړنولپاره نه تړل کیږي.
پاکستان وایي چې د تورخم او چمن سرحدي لارې د دې لپاره خلاصوي چې د ملګرو ملتو د دریو ادارو له لورې افغانستان ته بشري مرستې ورسیږي.
د پاکستان د سوداګرۍ وزارت نن په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې دا لارې به د تجارت، ترانزیټ کارګو او نورو مسافرو لپاره تړلې پاتې شي.
د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد د پاکستان د سوداګرۍ وزارت تر اعلان وروسته په ایکسپاڼه کې ولیکل چې افغانستان اوس خپلې اړتیاوې د نورو هیوادونو له لارې پوره کوي او د دوی حکومت پریکړه کړې ده چې له پاکستان سره به تجارتي لارې وروسته له هغه خلاصې شي چې اسلام اباد دا تضمین ورکړي چې په هیڅ ډول حالاتو او شرایطو کې به بیا دا لارې د خپلو سیاسي اهدافو لپاره نه بندوي.