نړۍ
یونیسف: تېر کال د طبیعي افتونو له کبله۲۴۲ ماشومان له تعلیم بې برخې شوي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) ویلي دي تېر کال د سختې ګرمۍ د څپو، طوفانونو، سېلابونو او شدید موسم له وجې ((په ۸۵ هېوادونو کې د لږ تر لږه ۲۴۲ مېلیونه ماشومانو)) زده کړې له خنډونو سره مخامخ شوي دي.
یونیسف ویلي په افغانستان کې په مې میاشت کې د ګرمۍ تر څپو وروسته په سختو سېلابونو کې تر ۱۱۰ زیات ښوونځي ړنګ شول.
په افغانستان کې د طبیعي پېښو سربېره د واکمنو چارواکو د ستخدریځیو په سبب هم تر شپږم ټولګي پورته لکونه افغان نجونې له ښوونځیو محرومې دي.
د تعلیم نړیوالې ورځې په مناسبت یونیسف همداراز په خپل رپورټ کې زیاته کړې چې د افغانستات ګاونډ پاکستان کې هم تېر کال په اپرېل کې د سېلابونو له وجې تر ۴۰۰ زیات ښوونځي ړنګ شوي دي.
راپور زیاتوي چې ۱۷۱ مېلیونه ماشومان د ګرمې څپې له امله اغېزمن شول چې ورڅخه ۱۱۸ مېلیونه د بنګلادېش، هند، کمبوډیا، تایلینډ او فېلېپین اوسېدونکي ول.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
پر اسراییل د ایران توغندیز برید او د ټرمپ غبرګون
د یکشنبې په ماښام په اسراییلو باندې د ایران د توغندیو د برید له اعلان وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اکسیوس له خبریال سره په یوه تلیفوني مرکه کې وویل: "زه همدا اوس بي بي (بنیامین نتانیاهو) ته زنګ وهم او ورته وایم چې غچ وانخلي. دواړو خواوو خپل کار کړی دی. اسراییل خپل برید کړی او ایران خپله حمله کړې. د بل برید اړتیا نشته."
ډونالډ ټرمپ په مرکه کې زیاته کړه: "د ایران بریدونو هیچا ته زیان نه دی رسولی. زه هیله لرم چې اسراییل غچ وانخلي. که بي بي (بنیامین نتانیاهو) ځواب ورکړي، نو دا به دوام ومومي لکه په تیرو ۴۷ کلونو کې، یا حتی په تیرو ۳۰۰۰ کلونو کې او همداسې به دوام ومومي."
ټرمپ زیاته کړه: "موږ له ایران سره وروستۍ معاملې ته ډیر نږدې یو. دا به یوه ښه معامله وي. زه نه غواړم چې دا بهیر د هغه څه له امله چې اوس پیښیږي له منځه لاړ شي."
دا پیښه څو ساعته وروسته له هغه وشوه چې اسراییلي پوځ د بیروت په سویل کې د ضاحیه سیمه په نښه کړه، او ایران ګواښ وکړ چې د برید ځواب به ورکړي.
یوې ایراني سرچینې هم رویټرز ته وویل چې "ایران به د اسراییلو هر برید ته په ډیر سخت ځواک سره ځواب ورکړي."
د اسراییلو پوځ اعلان کړی چې تر دې دمه یې د ایران لخوا توغول شوي ټول توغندي شنډ کړي دي.
ټرمپ وايي له ایران سره احتمالي تړون به د تهران د کنګل شویو شتمنیو د سمدستي خلاصون لامل نشي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي له ایران سره احتمالي تړون به د تهران د کنګل شویو شتمنیو د سمدستي خوشې کیدو لامل نشي.
ولسمشر ټرمپ له ان بي سره په یوه مرکه کې چې یکشنبه خپره شوه د ایران کنګل شویو شتمنیو ته په اشارې وویل: «که چېرته مناسب چلند وکړي بیا به یې په اړه خبرې وکړو.»
دا وروسته له هغه چې د ایران د رهبر پوځي سلاکار محسن رضايي د جمعې په ورځ له سي ان ان CNN سره په یوه مرکه کې ټینګار وکړ چې هوکړې ته د رسېدو لپاره باید امریکا د ایران ۲۴ میلیارد ډالره کنګل شوې شتمني خلاصه کړي.
ټرمپ دا هم وویل که تهران د درې میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره هوکړې ته ورسیږي نو واشنګټن به له ایران سره د خورا غني شویو یورانیمو د زیرمو د راټولولو او له منځه وړلو لپاره همکاري وکړي.
هغه زیاته کړه چې امریکا د ایران د اټومي فعالیتونو د څارنې وړتیا لري.
په اسراییل کې د ډزو له کبله یو تن وژل شوی او پنځه نور ټپيان شوي
د اسراییل په مرکزي سیمه کې د ډزو له کبله یو تن وژل شوی او پنځه نور ټپيان شوي دي.
د اسراییل پولیسو ویلي چې بریدګر هم وژل شوی، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.
رویټرز د اسراییل د امبولانس خدمتونو په حواله ویلي چې د ډزو نننۍ پیښه کې د دوو تنو ټپيانو وضعیت نازک دی.
د ډزو مسولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی، خو حماس، چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي، دا برید ستایلی دی.
د پاکستان د پوځ مشر د ایران مشر مجتبی خامنه ای ته لیک استولی
د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر د ایران مشر مجتبی خامنه ای ته لیک استولی دی.
ایراني رسنیو نن یکشنبې هغه ویډیو خپره کړې چې په کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وايي چې له پاکستانه يې مهم پیغام ایران ته وړی دی.
د نقوي په ټکو،"فکر کوم دا پیغام، مهم پیغام دی او هیله مند یم چې هر څه ښه مخته لاړ شي او پایته ورسیږي".
د ایران او اسراییلو ترمنځ په تیرې درې میاشتنۍ جګړه کې د مجتبی خامنه ای له ټپي کیدو وروسته نه په عام محضر کې لیدلی شوی او نه يې کوم غږیز او ویدیو پیغام خپور شوی.
پاکستان په وروستیو کې د امریکا او ایران ترمنځ د سولې د مذاکراتو منځګړیتوب په غاړه درلوده.
د فوټبال نړیوال جام لوبې د شکیرا له سندرې سره پرانیستل کیږي
د نړۍ یوه نامتو سندرغاړې شکیرا به روانه اونۍ پنجشنبه( د جون په ۱۱مه) په مکسیکو کې د فوټبال د نړیوال جام لوبې د پرانیستو په مراسمو کې سندره ووایي.
د فوټبال نړیوال فدراسیون( فیفا) اعلان وکړ چې د ۲۰۲۶ کال د فوټبال د نړیوالې اتلولۍ رسمي سندره چمتو ده او د پاپ موسیقي کولمبیایي سندر غاړې شکیرا به یې د مکسیکو په « استادیو ازتیکا» لوبغالي کې د سټیج پر سر اجرا کړي.
د فوټبال د نړیوال جام د پرانیستو له مراسمو وروسته به لومړۍ لوبه د کوربه مکسیکو او جنوبي افریقا د لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
د ۲۰۲۶ کال د فوټبال په نړیوال جام کې د ۴۸ هیوادو ټیمونو برخه اخیستې ده چې د مکسیکو، د امریکا د متحد ایالتونو او کاناډا په کوربتوب ترسره کیږي.
ناټو د خپلو دوو نویو غړیو هیوادو شاوخوا تمرینات پيل کړي
د ناټو پلیو ځواکونو د سویډن او فنلنډ شاوخوا د شنبې په ورځ تمرینات پیل کړل.
د اروپا لپاره د ناټو قوماندان امریکایي جنرال الیکسس ګرینکویچ په یوه بیان کې وویل چې د سویډن او فنلنډ شاوخوا سیمه چې د ناټو د شمال ختیځې څنډې برخه ده ډیره ستراتیژیکه ده.
سویډن او فنلنډ د بالتیک سمندرګي پر غاړه پراته دي چې له دې اوبو روسیي جنګي بیړۍ د سینت پیترزبورګ او کالینګراد لور ته ځي.
فنلینډ، چې له روسیې سره ګډه پوله لري، د دوهمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې د شوروي اتحاد له ځواکونو سره دوه ځله جګړه هم کړې ده.
د دې تمریناتو د پایته رسیدو نېټه نه ده مشخصه شوې، ناټو وایي چې دا هڅې د وار له مخه دایمي دفاعي حضور لپاره دي.
په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکراین د روسیې له بشپړ یرغل وروسته سویډن او فنلنډ له ناټو سره یوځای شول.
روسیې او پاکستان د غیرقانوني مهاجرت پر مخنیوي موافقه وکړه
پاکستان او روسیې د غیرقانوني کډوالو د مخنیوي لپاره د همکارۍ هوکړه لاسلیک کړه
پاکستان او روسیې د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي او د امنیتي همکاریو د پراخولو لپاره یوه نوې هوکړه لاسلیک کړې ده.
دا موافقه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او د روسیې د کورنیو چارو وزیر ولادیمیر کولوکولڅیف ترمنځ د شانګهای همکارۍ سازمان د سرمشریزې په څنډه کې، چې په قرغیرستان کې جوړه شوې وه، لاسلیک شوه.
سنتکام: د ایران شپږ توغندي شنډ شول، اووم خپل هدف ته ونه رسېد
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) په تازه اعلامیه کې ویل شوي چې د ایران له لوري اووه بالستیک توغندي توغول شوي وو؛ له دې ډلې شپږ توغندي شنډ شوي او اووم هم خپل ټاکلي هدف ته نه دی رسېدلی.
سنتکام ویلي چې تر اوسه د امریکايي ځواکونو د زیانمنېدو هېڅ راپور نه دی ترلاسه شوی او هغه ادعاوې یې رد کړې چې ګواکې د امریکا د پنځم سمندري ځواک مرکز په بحرین کې زیانمن شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، امریکايي ځواکونو د جون په ۵مه د ایران له خوا د هرمز تنګي او د خلیج سیمې پر لور توغول شوي څو بالستیک توغندي او بېپیلوټه الوتکې شنډې کړې. سنتکام زیاتوي چې تر دې څو ساعته مخکې یې څلور ایراني ځانمرګي ډرونونه هم نسکور کړي وو.
بیان وایي، دغو ډرونونو د سیمې سمندري تګراتګ ته ګواښ رامنځته کړی و. وروسته امریکايي ځواکونو د نورو احتمالي سمندري بریدونو د مخنیوي لپاره د ایران د ساحلي څار رادارونه په قشم ټاپو او ګروک کې په نخښه کړل.
سنتکام ټینګار کړی چې ځواکونه یې لا هم چمتو او په بشپړه توګه بیدار دي او د ایران د هر ډول برید پر وړاندې به د ځان د دفاع لپاره مناسب غبرګون وښيي.
د لبنان ولسمشر ایران ته: د لبنان په چارو کې لاسوهنه مه کوئ
د لبنان ولسمشر جوزیف عون له ایران څخه غوښتي چې د لبنان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي. ده ټینګار کړی چې د حزب الله او اسرائیل ترمنځ د شخړې د حل یوازینۍ لار دیپلوماسي او خبرې اترې دي.
عون پرون (جمعه) په یوه مرکه کې ویلي: «دا ستاسو هېواد نه دی، دا زموږ هېواد دی؛ زموږ په چارو کې لاسوهنه ستاسو دنده نه ده.»
هغه زیاته کړې چې ایران له امریکا سره په خپلو مذاکراتو کې لبنان د فشار د وسیلې په توګه کاروي، چې د ده په وینا د منلو نه ده.
د لبنان ولسمشر همداراز حزبالله ته په اشارې ویلي چې باید درک کړي چې د ستونزو د حل او د هېواد د ژغورلو لپاره له خبرو اترو او دیپلوماسۍ پرته بله لار نشته.
دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه شوې چې ایران یو ځل بیا د حزبالله ملاتړ اعلان کړ او د لبنان له جنوب څخه یې د اسراییلي ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه.
امریکا حزب الله د ترهګرې ډلې په توګه پېژني، خو اروپايي اتحادیه یوازې د دې ډلې پوځي څانګه ترهګره ګڼي.
د لبنان په جنوب د اسرائیلو نوی برید
دلبنان په جنوب کې خلکو ته دتخلیې له خبرداري وروسته داسراییلو هوايی ځواکونو د جمعې په ورځ په سیمه کې یو کلی باندی برید وکړ.
دغه برید په داسې حال کیږي چې د لبنان د حزب الله مشر داسراییلو او لبنان د حکومت ترمینځ مشروط اوربند رد کړی دی.
نعیم قاسم دیوه جامع اوربند او دلبنان د جنوب څخه د اسرائیلي ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې او داسراییلو په شمال باندې یې دبریدونو ګواښ هم کړی دی.
متحد ایالات دلبنان حزب الله گوند یو ترهه ګر سازمان ګڼي خو اروپايي اتحادیه یې یواځي پوځي څانګه ترهه ګره ګڼي.