خبرونه
ډونالډ ټرمپ د امریکا د ۴۷ ولسمشر په توګه لوړه وکړه
ډونالډ ټرمپ د امریکا د اووه څلوېښتم ولسمشر په توګه د امریکا د کانګرس په ودانۍ کې پرون (دوشنبې) لوړه وکړه او د خپلې ولسمشرۍ دوهمه دوره یې رسماً پیل کړه.
ښاغلي ټرمپ وروسته له هغه چې سپینه ماڼۍ یې له جو بایډن څخه تسلیم کړه، د لوړې د مراسمو لپاره کانګرس ته لاړ. دا مراسم د واشنګټن د شدیدې یخنۍ له امله په بند ځای کې ترسره شول، چې پکې د امریکا د پخوانیو ولسمشرانو او د هغوی د مېرمنو ترڅنګ د ایلن مسک په شان څو سترو میلیاردارنو هم برخه اخیستې وه.
د ښاغلي ټرمپ مرستیال، جيډي ونس، هم لوړه وکړه.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ټرمپ: تهران له اوربنده سرغړونه کړې
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر نن سې شنبه ایران تورن کړ چې بیا بیا یې له اوربنده سرغړونه کړې ده.
ډونالډ ټرمپ دا خبره په تروت سوشل کې خپره کړې ده.
ولسمشر ټرمپ په داسې وخت کې دا خبره کړې ده چې د واشنګتن او تهران ترمنځ د دوو اونیو د اوربند پای ته رسیدو ته تر څلرویشت ساعتونو لږ وخت پاتې دی او لاهم د ایران او امریکا تر منځ په اسلام اباد کې د روغې جوړې د بل پړاو د خبرو برخلیک څرګند نه دی.
د افغان طالبانو پلاوی بروکسل ته ځي
یوشمیر دیپلوماتیکو سرچینو فرانس پریس اژانس ته ویلي دي چې اروپایي اتحادیه د طالبانو پلاوي ته بلنه ورکوي چې بروکسل ته ورشي او د اروپایي ټولنې له هیوادو د یوشمیر افغان کډوالو د ایستلو پر لارو چارو ورسره خبرې وکړي.
یوې دیپلوماتیکي سرچینې د دوشنبې په ورځ وویل چې د طالبانو تخنیکي ټیم به په راتلونکو اونیو کې بروکسل ته ورشي او د اروپایي ټولنې له غړیو سره به د الوتنو، د کابل په هوایي ډګر کې د ظرفیت د امکاناتو ، همداراز پر دې خبرې وکړي چې له دې ستنول شویو کډوالو سره به څه کیږي.
د اروپایي ټولنې د اووه ویشت غړیو هیوادو له ډلې شاوخوا شل هیوادونو دا هڅې پيل کړې دي چې هغه افغانان له خپلې خاورې وباسي چې په جرمونو کې ښکېل دي.
اروپایي ټولنه د دې سربیره هڅې کوي چې یوشمیر افغانان خپل هیواد ته واستوي چې د بشري حقونو ډلو او د ملګرو ملتو د کډوالو د چارو ادارې په دې برخه کې خپلې اندیښنې ورسره بیا بیا شریکې کړې دي.
د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې نن د ورښتونو اټکل شوی
د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست د افغانستان په اوو ولایتونو کې د باران وریدو اټکل کړی دی.
د دغه ریاست د وړاندوینې له مخې به نن په فاریاب، بادغیس، سرپل، سمنګان، بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو کې باران ووریږي.
د هوا پیژندني ریاست په خپاره کړي بیان کې ویلي دي چې په دغو ولایتونو کې به د باران کچه له لسو تر شل ملي متره پورې وي.
ملګرو ملتو د اونۍ په پيل کې په یوه بیان کې ویلي و چې د افغانستان په یو دیرش ولایتونو کې د وروستیو څو اونیو ورښتونو او سیلونو له درې اویا زره څخه ډیر کسان اغیزمن کړې دي.
تیره میاشت د سیلونو له امله په افغانستان کې په لسګونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او په لسګونو نور ټپيان شول.
ښایي امریکایي پلاوی نن له ایران سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته ولاړ شي
د امریکا درې سرچینو اکسیوس خبرې ویبپاڼې ته ویلي چې تمه ده نن سهار د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي ونس اسلام اباد ته روان شي او هلته له ایران سره د یوې احتمالي روغې جوړې په تړاو خبرې وکړي.
د راپور له مخې د ولسمشر ټرمپ استازی ستیف ویتکوف او جراد کوشنر به هم د پاکستان پلازمینې ته ولاړ شي.
پاکستان ته له ایراني لورې سره د خبرو لپاره د امریکا د پلاوي د سفر راپورونه په داسې وخت کې خپریږي چې له ایران سره د امریکا د دوو اونیو اوربند په ختمیدو دی. ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی دی، که کومه موافقه ونه شي نو د ایران پر پلونو او د انرژي پر تاسیساتو به هوایي بریدونه وکړي.
ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل چې اوربند د واشنګتن په وخت د چهارشنبې ماښام پای ته رسیږي.
ایران تر اوسه دا خبره نه ده تایید کړی چې پلاوی یې اسلام اباد ته روان دی.
جاپان نورو هیوادو ته د وسلو صادرات پيلوي
د جاپان حکومت له نړیوالې دوهمې جګړې راوروسته د وسلو د صادراتو په بندیزونو کې نرمښت راوست.
د کیودو خبرې اژانس نن سه شنبه( د اپریل ۴ مه) خبر ورکړ چې د کابینې او ملي امنیت شورا له پریکړې وروسته اوس جاپان کولی شي چې پر هغو هیوادونو وسلې وپلوري چې له هغوی سره دفاعي تړونونه لري. د نوې پریکړې له مخې په استثنایي مواردو کې هغو سیمو ته هم جاپان وسلې صادرولی شي چې هلته شخړې وي.
د وسلو د صادراتو په محدودیتونو کې نرمښت ته د جاپان د کورني دفاعي صنعت د پراختیا د یوې هڅې په سترګه کتل کیږي. جاپاني شرکتونو تر اوسه یوازې د خپلو وسله والو ځواکونو لپاره وسلې تولیدولې.
شمالي کوریا او چین په چټکۍ سره خپلې پوځي وړتیاوې پراخوي، دغو هڅو ته په جاپان کې د یوه ګواښ په سترګه کتل کیږي.
ملګري ملتونه وايي سږ کال په افغانستان کې ملیونونه خلک عاجلې سرپناه ته اړتیا لري
د ملګرو ملتونو د بشري میشتیدنې پروګرام ( یو.ان. هبیتات) وايي په افغانستان کې سږ ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۴.۲ ملیون کسان عاجلې سرپناه او غیرخوراکي مرستو ته اړتیا لري.
د دغه پروګرام د افغانستان څانګې (دوشنبه د وري ۳۱مه ) په خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د باکو په نړیوال ښاري فورم کې یې د دغو خلکو د ستونزو په اړه خبرې کړی او هڅه کوي د هغوی لپاره د مرستو زمینه برابره کړي.
د ګڼ شمیر کډوالو راستنیدو او د سیلابونو په نتیجه کې د کورونو ویجاړي د سرپناه دنشتوالي ستونزه پراخه کړې ده.
بلخوا د کډوالی نړیوال سازمان ( IOM) وايي د سږ کال لومړیو څلورو میاشتو کې افغانستان ته له پاکستانه د ستنوشویو کډوالو شمیرکې د تیرکال دهمدې مودې په پرتله ۱۵ برابره زیاتوالی ولیدل شو.
دغه سازمان خپل تازه رپوټ کې چې یکشنبه د وري په ۳۰ مه یې خپور کړ وايي یواځې د مارچ له ۲۹مې د اپریل تر ۱۱مې پورې څه دپاسه ۴۲ زره کسان له پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي دي.
د لبنان او اسراییلو استازي دامریکا په منځګړیتوب بیا خبرو ته سره کیني
دامریکا متحدو ایالاتو تایید کړه چې دلبنان او اسراییلواستازي د راتلونکې پنجشنبې په ورځ یوځل بیا خبرو ته سره کیني.
رویترز خبري اژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له قوله رپوټ ورکړ چې واشنګټن کې د لبنان او اسراییلو سفیران د خپلو هیوادونو په استازیتوب د بهرنیو چارو وزارت په مقر کې سره ګوري.
دمتحدوایالاتو بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ددغو خبرو د لومړي پړاو کوربه وو چې له لسیزو وروسته تیره اونۍ د لومړي ځل لپاره په مخاخ توګه وشوې.
د بهرنیو چارو دوزارت ویاند رویترز خبري اژانس ته ویلي :«مونږ ددواړو هیوادونو ترمینځ د حسن نیت په اساس دمخامخ خبرو لپاره تسهیلاتو برابرولو ته ادامه ورکوو.»
اوسمهال د لبنان او اسراییلو ترمینځ لس ورځنۍ اوربند دوام لري.
په تور سمندرګي کې د روسیې د تیلو په بندر د اوکراین بیاځلي برید
اوکرایني بېپیلوټه الوتکو (ډرونونو) د تور سمندرګي د توآپسې د تېلو پر بندر برید وکړ.
د روسي چارواکو په وینا ددغه برید له امله بندر کې اور ولګید او لږ تر لږه یو کس په کې ووژل شو. دا په تېره یوه اوونۍ کې پر دې مهم جنوبي بندر دوهم برید دی.
د روسیې د کراسنودار سیمې والي، وینیامین کوندراتیف، دوشنبه (د اپرېل په ۲۰مه) وویل: «توآپسې یو ځل بیا د پراخ ډروني برید لاندې راغی.»
د اوکراین د ډرون ځواکونو قومندان، روبرت بروودي، تایید کړه چې د اوکراین پوځ یو ځل بیا د روزنېفت تر اداره لاندې د توآپسې د تېلو تصفیه خونه په نښه کړې.
له دغه برید څو ساعته مخکې هغه اور مړ کړای شو چې د اپرېل په ۱۶مه د یو ورته برید له امله رامنځته شوی وو.
دغه تصفیهخونه، چې په ورځ کې شاوخوا ۲۴۰٬۰۰۰ بېرله خام تېل پروسس کولی شي او د سون توکي لکه پترول او ډیزل تولیدوي، د روسیې د تیلو ستر شرکت روزنفت د صادراتي زیربناوو برخه ده او په وروستیو میاشتو کې د اوکراین له خوا څو ځله په بریدونو کې په نښه شوې ده.
په ورته مهال، د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې د اپرېل په ۲۰مه شپه یې ۱۱۲ اوکرایني بېپیلوټه الوتکې (ډرونونه) د هېواد پر فضا له منځه وړل شوې دي.
د طالبانو حکومت بلاروس سره د تیلو د پیرلو خبرې کړي
افغانستان کې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د بلاروس دصنعت وزیر یوګنیویچ کورنتسوف سره له دغه هیواده د پترولو او ډیزلو د پیرلو په هکله خبرې کړي دي.
دغه خبرې ددوشنبې په ورځ ازبکستان کې شوي دي.
د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلامیه وايي عزیزي په دې غونډه کې د بلاروس پانګه والو ته په افغانستان کې د پانګونې بلنه ورکړې ده .
نورالدین عزیزي په نړیوال صنعتي نندارتون کې چې دافغانستان محصولات هم په کې نندارې ته ایښول شوی ازبکستان ته تللی دی.
نوموړي په داسې حال کې بلاروس څخه د سونګ د موادو د پیرلو خبرې کړي چې ایران سره دامریکا او اسراییلو د جګړې او هرمز تنګي څخه د بیړیو د حرکت دمحدودیدو له امله افغانستان کې هم د تیلو بیې لوړې شوي دي.
ټرمپ : د جې ډي ونس په مشری امریکايي پلاوی د اسلام اباد په لور خوځیدلی دی
د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ وايي ددغه هیواد لوړ پوړی پلاوی به په څو ساعتونو کې اسلام اباد ته ورسیږي.
نیویارک پوست ورځپاڼې د دوشبنې په ورځ ( د وري په ۳۱مه ) د ټرمپ له قوله ولیکل چې د مرستیال ولسشمر جې ډي ونس په مشری دغه پلاوي چې سټیف ویټکاف او جیراد کوشنر یې غړي دي تهران سره د بل پړاو خبرو لپاره د پاکستان په لور خوځيدلی دی.
خو ایراني چارواکو دامریکا لخوا د ایران د بندرونو محاصره اوربند څخه سرغړونه ګڼلې ویلي دي چې اوسمهال امریکا سره د بل پړاو خبرو لپاره کوم پلان نلري.
ولسمشر ټرمپ د یکشنبه په ورځ یوځل بیا ګواښ وکړ که چیرې دا پلا خبرې مطلوبه نتیجه ورنکړي نو ایران د انرژۍ تاسیسات او زیربناوي به یوځل بیا په نښه شي.