د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۲۱

خبرونه

ایران وايي، افغانستان په جنوبي خراسان کې کونسلګري پرانیستلی شي

Iran Afghanistan Map
Iran Afghanistan Map

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د کونسلګریو مسوولې افسانې ابراهیمي پرون وویل، دا هیواد دې ته چمتووالی لري چې د جنوبي خراسان ولایت په بیرجند ښار کې د افغانستان کونسلګري پرانیستل شي.

د مهر خبري اژانس د راپور له مخې، دغه ایراني چارواکي همداراز وویل، په جنوبي خراسان کې د افغانستان د کونسلګرۍ جوړېدا د ایران د بهرنیو چارو وزارت غوښتنه هم ده.

د اغلې ابراهیمي په وینا افغانستان په ایران کې دوې نورې کونسلګرۍ لرلی شي او دا موضوع د دواړو خواوو ترمنځ مطرح شوې ده.

ایران تر دې وړاندې په مشهد کې د افغانستان کونسلګري د طالبانو استازي ته سپارلې او په تهران کې یې هم د طالبانو استازی د سفارت د سرپرست په توګه منلی دی.

سره له دې چې ایران د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو د طالبانو له حکومت سره یې په ځانګړي ډول سوداګري اړیکې پراخې کړي دي.

د ایراني چارواکو په وینا، په ۲۰۲۴ م کال کې افغانستان ته د ایران صادرات څو برابره زیات شول او تر درې میلیارد ډالرو واوښتل.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ریچارډ بېنیټ: په هرات کې د سوله ییزو لاریون کوونکو په وړاندې له حده زیات زور کارولو اندېښمن کړی یم

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ وايي، په هرات ولایت کې په ظاهرا د سوله ییزو لاریون کوونکو په وړاندې له حده زیات زور کارولو اندېښمن کړی.

د افغانستان یو شمیر کورنیو رسنیو او فعالان نن سه شنبې د هرات په جبراییل سیمه کې د لاریون خبر ورکړ او ویډیوګانې یې هم ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې دي.

ویل کیږي چې طالبانو د معترضانو په وړاندې له زور او ځواک څخه کار اخیستی او ډزې یې کړې دي.

خو د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی المنکر وزارت ویاند سیف الاسلام په یوه غږیز پیغام کې د محتسبان له خوا په هرات ولایت کې د ښځو نیول شایعات او اوازې بللي دي.

دغه پیغام د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون خپور کړی دی.

د څو معترضانو د ټپي کیدو راپورونه هم خپاره شوي.

د طالبانو حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ازادي راډیو په خپلواکه توګه دغه ادعاوې نه شي تاییدولی.

بېنیټ نن پر خپلې ایکس پاڼې لیکي، د تاواتریخوالي مسول کسان باید حساب ورکړي.

هغه وړاندې ویلي،"اوس د دې وخت دی چې تاواتریخوالی کم شي، خلکو ته د بیان ازادي ورکړل شي د ښځو په ګډون ټولو ته باید احترام وشي او د تاوتریخوالی مخنیوی وشي".

په هرات ولایت کې د نن ورځې لاریونونه د طالبانو له خوا د حجاب په اړه د ښځو د نیولو په غبرګون کې شوي دي.

د هرات اوسیدنکې ادعا لري چې د طالبانو د حکومت د امربالعمروف او نهې المنکر کارکوونکو په وروستیو کې د دوی په ټکو د "ناسم حجاب" له کبله د ښځو د نیولو لړۍ پیل کړې وه.

په دغه ولایت کې یو شمیر ښځو ازادي راډیو سره خبرو کې ویلی چې د حجاب او ماسک درلودلو سره د طالبانو له خوا نیول او ځورول کیږي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازی: طالبان لا هم د "یرغمل نیونې ډیپلوماسي" کاروي

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازی جفري بارتوس وايي، د طالبانو له خوا د "یرغمل نیونې ډیپلوماسي" لا هم دوام لري.

هغه پرون دوشنبې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې د دغې شورا له غړو هېوادونو وغوښتل چې د طالبانو له خوا د امریکايي وګړو "ناعادلانه" نیول وغندي.

د هغه په ټکو، په افغانستان کې د امریکا لومړیتوب د امریکایي وګړو ساتنه او د ملي امنیت ټينګښت دی.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو راهیسې پنځه امریکايي وګړي د طالبانو له بنده راخوشي شوي دي.

د راپورونو له مخې لا هم دوه امریکايي وګړي د طالبانو په بند کې دي.

افغان الاصله امریکايي محمود شاه حبیبي په ۲۰۲۲کال کې په افغانستان کې ونیول شو.

د هغه کورنۍ ادعا کوي چې حبیبي د طالبانو استخباراتو نیولی دی.

طالبان د حبیبي د نیولو په اړه بې خبري ښيي.

د راپورونو له مخې، یو بل امریکايي وګړی هم چې هویت يې په ډاګه شوی نه دی د طالبانو په بند کې دی.

په پکتیکا کې د یوې ناچاودنې مرمۍ چاودنې اووه کسان وژلي

د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د یوې ناچادوې مرمې د چاودنې له کبله اووه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پېښه پرون ماښام د برمل په ډنګرلیګډ کلي کې هغه مهال وشوه چې کباړي غوښتل مرمۍ اره کړي.

په وژل شویو او ټپیانو کې د دوو لویانو په ګډون نور ټول ماشومان دي.

د امریکا د پوځ یوه هیلوکوپټره هرمز تنګي ته نژدې غورځیدلې ده

د امریکا د پوځ یوه هیلوکوپټره هرمز تنګي ته نژدې غوځیدلې ده.

نیویارک ټایمز د دوو باخبره سرچېنو په حواله راپور ورکړی چې دا اپاچي ډوله هلي کاپټره وه چې د غورځېدو له پيښې یې دوه سپاره کسان ژوندي پاته دي.

تراوسه معلومه نه ده چې دغه هیلوکوپټره ایراني ځواکونو نسکور کړې او که د تخنیکي ستونزې له کبله رالویدلی ده.

د دې خبر له خپریدو وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د دغې هیلوکوپټرې غورځیدل تایید کړل او زیاته کړه چې جزییات به يې وروسته خپاره شي.

د افغانستان د تنکیو ځوانانو د هندبال ټیمونه بنګله دیش ته ولاړل

د افغانستان د هندبال ټیمونه بنګله دیش ته دسفر په مهال
د افغانستان د هندبال ټیمونه بنګله دیش ته دسفر په مهال

د طالبانو ترکنټرول لاندې د افغانستان دبدنې روزنې او ورزش عمومي ریاست اعلان وکړ چې د هندبال د ۲۰ او ۱۸ کلونو څخه د کم عمر ټیمونه د اسیا د جنوب په سیالیو کې ګډون لپاره بنګله دیش ته ولاړل.

اعلامیه وايي چې د لسو هیوادونو د ټیمونو ترمینځ دغه سیالي د غبرګولې په ۲۰ مه پیلیږي.

اعلامیه زیاتوي چې د لوبو په لومړنۍ ورځ دافغانستان د شلو کلونو د کم عمر د هندبال ټیم دکوربه هیواد بنګله دیش په وړاندې او د افغانستان د هندبال د ۱۸ کلونو څخه د کم ټیم د مالدیف په وړاندې لوبې کوي.

افغانستان کې په روان لمریز کال کې لسګونه کسان په اوبو کې ډوب شوي او ژوند یې له لاسه ورکړی دی

د افغانستان په جنوب کې د لامبو  یو انځور ، ارشیف
د افغانستان په جنوب کې د لامبو یو انځور ، ارشیف

افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي په روان لمریز کال کې ۷۵ تنه په هیواد کې په اوبو کې غرق شوي او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

د طبیعي پیښو په وړاندې د مبارزې د چمتوالي د ملي ادارې ویاند محمد یوسف حماد وايي په قربانیانو کې ۲۷ کسه نارینه ، ۷ ښځې او ۴۱ کوچنیان شامل دي .

د ازادي راډیو وروستیو رپوټونوهم وویل چې په افغانستان کې د لامبو په مهال د غرقیدو پیښې زیاتې شوي دي.

دقربانیانو ځینو خپلوانو ازادي راډیو ته وویل چې د څو ورځو په تیریدو سره یې هم د خپلو عزیزانو اجساد نه دي میندلي.

ځینې لامبوزن کسان وايي چې د غرقیدو ډیری پیښې د ناپوهۍ ، نه پاملرنې او بي احتیاطۍ څخه را مینځ ته کیږي.

بینت په هرات کې دنیول شویو ښځو د سملاسي خوشي کیدو غوښتنه کوي

د افغانستان دبشري حقوقو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی  ریچارد بینت
د افغانستان دبشري حقوقو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارد بینت

د افغانستان دبشري حقوقو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکی وايی په تیرو دریو ورځو کې لسګونه ښځې د طالبانو لخوا د وضع شوي حجاب د نه رعایت کولو له امله نیول شوي دي او دې له دې امله ډیر خواشینی دی.

ریچارد بینت د دوشنبې په ورځ (د غبرګولې په اتلسمه ) په خپله ایکسپاڼه دغه نیول خپلسري ، نا قانونه او نه منونکي وبلل.

هغه ددغو نیولو د درولو غوښتنه وکړه او ددغو ښځو د سملاسي خوشي کیدو غوښتنه وکړه.

د طالبانو د حکومت چارواکو او لدې ډلې دامربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند سیف الاسلام خیبرپه دې هکله دازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنکړ.

دهرات اوسیدونکو ازادي راډیو ته وویل په دې وروستیو د طالبانو له ویرې په ښار کې د ښځو تګ راتګ کې د پام وړ کمی لیدل کیږي .

ایران او اسرائیل پر یوبل بریدونه ودرول

ارشیف
ارشیف

د متحدو ایالاتو د ولسمشر دونالد ټرمپ له غوښتنې وروسته ایران او اسرائیل دواړو وویل چې پریوبل بریدونه یې ودرول.

د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو د دوشنبې په ورځ د بریدونو له دریدو وروسته وویل چې بریدونه ودریدل خو که ایران غلطي وکړي سخت ځواب به ورکړل شي.

تردې مخکې دایران سپاه پاسداران ځواکونو هم ویلي وو چې په اسرائیل د ایران بریدونه پای ته ورسیدل.

د امریکا ولسمشر ددغه وروستي کړکیچ په ترځ کې ویلي وو چې ایران سره یوې هوکړې ته رسیدل چې اوربند دسولې په یوې موافقې بدل کړي "ډیرنږدي" دي.

هغه ویلي وو نه غواړي چې په اسرائیل د ایران توغندیز بریدونه د سولې بهیر زیانمن کړي.

د ایران پوځ وایي، پراسراییل یې د بریدونو نوې څپه پای ته رسیدلې؛ اسراییل تراوسه غبرګون ندی ښودلی

د ایران پوځ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې پراسرائیل یې د اپریل د میاشتې له اوربند وروسته د بریدونو لومړۍ څپه پای ته رسېدلې، خو خبرداری یې ورکړ چې که اسرائیل پر لبنان خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، نو دوی به بیا هم بریدونه پیل کړي.

د رویترز خبري آژانس د راپورله مخې اسرائیل چې نن سهاروختي یې د ایران د بریدونو په وړاندې د ایران په ځینو برخو کې یوشمیرځایونه په نښه کړل، په دې اړه سمدستي غبرګون ندی ښودلی. ایران ویلي وو چې پراسراییل یې توغندویي بریدونه د لبنان د پلازمینې بیروت په څنډو کې د اسرائیلي بریدونو په ځواب کې ترسره کړي دي. تردې مخکې د اسراییل د دفاع وزارت ویاند ویلي و چې له ایران سره یې د شخړو نوی پړاو ښايي څو ورځې دوام وکړي.

په عین حال کې د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه تروټ سوشال کې په یوه پوست کې لیکلي چې اسراییل او ایران دواړو غوښتل چې سمدستي اوربند وکړي. یوه اسراییلي چارواکي همدارنګه ویلي چې ټرمپ نن د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره خبرې وکړې. د دې خبرو نور جزیات ندي څرګند شوي.

په تهران کې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي نن دوشنبې وویل چې تهران او واشنګټن په داسې فضا کې پیغامونه تبادله کوي چې پرې "ډیر شک او بې ‌باوري" سیوری غوړولی.

د اسراییل دفاع وزارت: له ایران سره نوې نښتې به څو ورځې دوام وکړي

د اسرائیل د دفاع وزارت وايي چې د ایران او اسرائیل ترمنځ د نښتو نوی پړاو ښايي څو ورځې دوام وکړي.

د اسرائیل د پوځ ویاند افی دفرین د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دې هېواد "لسګونو جنګي جټ الوتکو" نن سهار په بریدونو کې د ایران په بیلابیلو سیمو کې د دې هیواد د هوايي مدافعې سیسټمونه په نښه کړي دي.

هغه زیاته کړه چې ایران په وروستیو کې توانېدلی چې د خپلو هوايي دفاعي وړتیاوو یوه برخه، چې د ۴۰ ورځنۍ جګړې په ترڅ کې زیانمنه شوې وه، بیرته "ورغوي".

د نوموړي په خبره د اسراییل په دغو تازه بریدونو کې د هوایي مدافعې دغه سیسټمونه له منځه وړل شوي دي.

تر اوسه ایراني چارواکو د اسرائیل د دغو ادعاوو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

وروسته له هغې چې د ایران اسلامي جمهوریت د یکشنبې د ورځې ناوخته د لبنان د حزب‌ الله پر ضد د اسرائیل د بریدونو په ځواب کې پر اسرائیل د توغندویو بریدونه وکړل، اسرائیل هم د دوشنبې سهار وختي په بریدونو کې د ایران په لوېدیځ، مرکزي او جنوب کې ځینې ځایونه په نښه کړل.

د ایران او اسرائیل ترمنځ وروستیو نښتو په سیمه کې د کړکېچ د پراخېدو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG