افغانستان
د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د واورو او بارانونو اټکل کړی دی
د طالبانو د ټرانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت د هوا پيژندنې ادارې په خپله اعلامیه کې ویلي چې په غور، هلمند، کندهار، زابل، ارزګان، دایکندي، غزني، پکتیکا، پکتیا، لوګر، میدان وردګ، پروان، بغلان، پنجشیر، کاپیسا، کابل او سالنګونو کې واورې او بارانونه وشي.
د وړاندوینې له مخې، د باران اندازه به د ۱۵ او ۳۰ ملي مترو ترمنځ وي او د واورې اندازه به د ۱۰ او ۴۰ سانتي مترو ترمنځ وي.
د هوا پېژندنې ادارې دا هم ویلي چې په مرکزي سیمو او سالنګونو کې به قوي بادونه وچلیږي.
افغانستان د اقلیمي بدلون په وړاندې د لسو ډېرو زیان منونکو هیوادونو څخه یو دی.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) په خپل وروستي رپوټ کې ویلي چې په تیرو دوو اونیو کې د افغانستان په ځینو شمالي او ختیځو ولایتونو کې د درنو واورو، بارانونو او سختې سړې هوا له امله لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د شپږیزې کرکټ لیګ دوام؛ آمو نهنګان او سپینغر پړانګان بریالي شول
د پنجشنبې په ورځ د شپږیزې کرکټ لیګ په دویمه ورځ، چې په خوست کې روان دی، آمو نهنګانو د بُست ساتونکو او سپینغر پړانګانو ،بند امیر ته ماتې ورکړه.
دا د آمو نهنګانو دویمه او د سپینغر پړانګانو لومړنۍ بریا وه.
د شپږیزې سیالۍ چې د چهارشنبې په ورځ پیل شوې، ۱۴ ورځې دوام کوي، او په ترڅ کې به یې ۲۱ شل اوریزې لوبې ترسره شي.
په دغه لیګ کې د افغانستان د کرکټ بورډ په وینا، د سپینغر، بند امیر، مس عینک، آمو او بُست لوبډلې د اتلولۍ لپاره سیالي کوي.
د شپږیزې لیګ په یوولسم پړاو کې د افغانستان د ملي لوبډلې ګڼ مشهور لوبغاړي د ځوانو او کورنیو استعدادونو ترڅنګ برخه لري.
د روان کال په سیالیو کې:
- راشد خان د سپینغر لوبډلې لوبډلمشر دی.
- عظمتالله عمرزی د آمو لوبډلې لوبډلمشر دی.
- رحمانالله ګربز د مس عینک لوبډلې لوبډلمشر دی.
- ابراهیم ځدراڼ د بُست لوبډلې لوبډلمشر دی.
- حشمتالله شهیدي د بند امیر لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوی دی.
د جنوبي اسیا د بدن جوړونې سیالیو کې د افغان ورزشکارانو ځلېدنه؛ سره زر، سپین زر او برونز یې وګټل
د افغانستان د بدن جوړونې او فټنس ملي لوبډله د جنوبي اسیا سیالیو کې وځلیده او دوه د سرو زرو ، درې د سپینو زرو او یو د برونزو مډال یې ترلاسه کړ.
د افغانستان د بدن جوړونې او فټنس فدراسیون وایي میوند بابکرخېل او نصیب الله عظیمي د سرو زرو مډالونه، او ریاض رحمان، احمد حبیبي او خواجه رفیع صدیقي د سپینو زرو مډالونه وګټل او بلال جلیلي د برونزو مډال خپل کړ.
دا سیالۍ د تېرې سېشنبې په ورځ د بوتان پلازمینه تیمفو ښار کې پیل شوې او له افغانستان څخه پکې ۱۵ ورزشکاران ګډون لري.
افغانستان کې بشري مرستو ته سخته اړتیا ; د اړتیا وړ بودیجې یوازې ۱۷ سلنه ترلاسه شوې
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، د روان ۲۰۲۶ کال په تیرو شپږو میاشتو کې یې د افغانستان دبشري مرستو لپاره د اړتیا وړ بودیجې یوازې ۱۷ سلنه ترلاسه کړې ده.
اوچا وایي، افغانستان ته د بشري مرستو لپاره ټولټال ۱.۷۱ میلیارده ډالرو ته اړتیا ده، خو تر اوسه یوازې ۲۹۲ میلیونه ډالر برابر شوي دي.
د دې ادارې په وینا، په افغانستان کې ډېری اړمن خلک هره ورځ له داسې سخت وضعیت سره مخ وي چې فکر کوي چې خواړه واخلي که درمل، او یا د نن ورځې خواړه برابر کړي که د سبا .
په دې وروستیو کې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) هم خبرداری ورکړ چې دا مهال ۱۳.۸ میلیونه افغانان له شدیدې یا بېړنۍ خوراکي ناامنۍ سره مخ دي.
پر اوکرایین د روسیې پراخ برید؛ لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي
د اوکراین چارواکي وايي چې د پنجشنبې په سهار په پلازمېنه کیف باندې د روسیې د توغندیو او ډرون په لویه حمله کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
برید څو ساعته وروسته له هغه وشو چې د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي د ډبلین سفر لنډ کړ او د استخباراتي راپورونو په حواله یې د روسیې د احتمالي لوی برید په خبر ورکړ.
د روسیې د دفاع وزارت تایید کړه چې دوی په کیف باندې "لوی برید" کړی، او ادعا یې کړې چې دا برید د روسیې په خاوره کې د اوکراین د وروستیو بریدونو په ځواب کې دی.
په اسټرالیا کې د افغان سفیر د کار موده پای ته رسېدلې؛ د افغان سفارت د تړل کېدو احتمال
په اسټرالیا کې د افغانستان د سفیر وحیدالله ویسي د کار موده د جولای په لومړۍ پای ته رسېدلې او ښايي هلته افغان سفارت وتړل شي.
وحیدالله ویسي له ۲۰۱۷ کال راهیسې هلته سفیر پاتې شوی.
ویسي خپله وروستۍ رسمي لیدنه د اسټرالیا له ګورنرې سم موسټین سره کړې او تر هغه وروسته یې د کار د پای ته رسېدو خبر ورکړی.
هغه لیکلي: سفارت ښایي وتړل شي خو زه هیله من یم چې اسټرالیا له افغانانو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.
د اسټرالیا د کډوالۍ او تابعیت د وزارت مرستیال او د پارلمان غړي جولیان هیل هم د ویسي د کار د پای ته رسېدو په اړه لیکلي او ویلي یې دي چې ښاغلي ویسي له ۲۰۱۷ کاله په یوه ډېر ستونزمن وخت کې د سفیر په توګه خدمت وکړ.
په اسټرالیا کې د افغانستان سفارت د نیوزیلنډ او فیجي هېوادونه هم تر پوښښ لاندې لرل او هلته یې مېشتو افغانانو ته خدمات وړاندې کول.
په اسټرالیا کې شاوخوا ۹۰زره افغانان اوسیږي او په نیوزیلنډ کې بیا د افغانانو شمېر شاوخوا ۹ زرو ته رسیږي. په فیجي کې یواځې ۳۰ افغانان په موقتو ویزو اوسیږي.
ملابرادر او امیرخان متقي د خامنه يي د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره ایران ته ولاړل
د طالبانو یو لوړپوړی پلاوی نن د ایران د مخکیني رهبر سیدعلي خامنه يي د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته ولاړ.
د طالبانو حکومت ته نږدې رسنیو له هغې ډلې حریت راډیو لیکلي چې د دغه پلاوي مشري د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر کوي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم په پلاوي کې شامل دی.
ایران کې به له راتلونکې شنبې د جولای څلورمې د خامنه يي د جنازې مراسم پيلیږي.
د راپورونو له مخې ایراني چارواکو د طالبانو د لوړپوړو چارواکو په بلنې سربېره لږ تر لږه ۲۵۰۰ افغانانو ته هم په دې مراسمو کې د ګډون لپاره ویزې ورکړې دي.
د ایران مخکینی رهبر علي خامنه يي شاوخوا څلور میاشتې مخکې د فبروري په ۲۸مه په ایران د امریکا او اسراییلو د بریدونو په لومړیو ورځو کې ووژل شو.
د شپږیزې کریکټ لیګ یوولسم پړاو چهارشنبې خوست کې پیل شو
د شل اوریزو سیالیو په چوکاټ کې د شپږیزې کرکټ لیګ یوولسم پړاو د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۰مه) د خوست ولایت د رحمت ولي مسرور ورزشي لوبغالي کې پیل شو.
د دغو سیالیو په پرانیستونکې لوبه کې د آمو نهنګانو لوبډلې د بند امیر لوبډلې ته ماتې ورکړه.
نن به د بست لوبډله له آمو نهنګانو او د سپین غر لوبډله له بند امیر سره سیالي وکړي.
دغه سیالۍ چې د خوست په کوربتوب ترسره کېږي، پنځه لوبډلې به په کې د ۱۴ ورځو لپاره د اتلولۍ جام د ګټلو په موخه له یو بل سره لوبې وکړي.
افغانستان کې شاوخوا ۸۷ سلنه وړ کسانو د کووېډ-۱۹ بشپړ واکسین ترلاسه کړی
ملګري ملتونه وايي سره لدې چې افغانستان کې هر وګړي ته واکسین رسول یوڅه ستونزمن دي خو بیاهم شاوخوا ۸۷ سلنه وړ کسانو د کووېډ-۱۹ بشپړ واکسین ترلاسه کړی دی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) دچهارشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې، له نیمایي څخه ډېر هغه کسان چې په افغانستان کې یې د کووېډ-۱۹ واکسین ترلاسه کړی، ښځې دي.
یونیسف ژمنه کوي چې د خپلو همکارو موسسو په مرسته، په افغانستان کې د واکسین د تطبیق هڅو دوام ته دوام ورکوي.
له جګړو پاته ناچاودېدلي مهمات لا هم په افغانستان کې د خلکو ژوند ګواښي
له جګړو پاته ناچاودېدلي مهمات لا هم په افغانستان کې د خلکو، په ځانګړې توګه د ماشومانو، ژوند له جدي ګواښ سره مخامخ کوي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) د چهارشنبې په ورځ په خپلې اېکسپاڼې وویل، چې د روان میلادي کال له جنورۍ تر مې میاشتې پورې په افغانستان کې د ناچاودېدلو مهماتو له امله ۱۷۵ د مرګ ژوبلې پېښې ثبت شوې دي، چې ۷۵ سلنه قربانیان یې ماشومان دي.
د اوچا په وینا، په افغانستان کې د ماین پاکۍ پروګرامونو لپاره له اړینو ۱۴.۵ میلیونه ډالرو څخه د روان میلادي کال تر جون میاشتې پورې یواځې ۳.۶ میلیونه ډالر برابر شوي دي. دغه اداره ټینګار کوي چې د بېړني ملاتړ برابرول کولی شي د نورومرګ ژوبلو مخه ونیسي.
روسیې له افغانستان او پاکستان وغوښتل چې لانجې د خبرو له لارې هوارې کړي
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان او پاکستان وغوښتل چې د خپلو اوږدمهالو اختلافاتو د حل لپاره له ډیپلوماسۍ کار واخلي.
د رویترز د راپورله مخې په هغه اعلامیه کې چې د سې په ورځ د دې وزارت په ویبپاڼه کې خپره شوې، پر سرحدي سیمو د پاکستان د هوايي بریدونو "غمجنې پېښې" ته اشاره شوې ده. ملګرو ملتونو ویلي چې په دغو بریدونو کې چې د یکشنبې په شپه ترسره شول، لږ تر لږه ۲۸ کسان وژل شوي دي. خو د طالبانو حکومت د وژل شویو ولسي وګړو شمیر۳۶ ښودلي. پاکستان بیا ویلي چې د ډیورند کرښې ته څیرمه د پوځ په ځمکنیو عملیاتو او هوایي بریدونو کې ۲۹ وسله وال وژل شوي دي. د افغانستان په درې ولایتونو، پکتیا، پکتیکا او کونړکې یې د ۲۵ وسله والو د وژلو او له کرښې خپلې غاړې ته د خیبرپښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ کې د څلورو وسله والو د وژلو خبرورکړی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي: "روسیه له اسلام آباد او کابل څخه غوښتنه کوي چې وسله والې شخړې پای ته ورسوي او لانجمن مسائل له سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو حل کړي."
پاکستان پر افغانستان تور لګوي چې هغو وسله والو ته یې په خپله خاوره کې پناه ورکړې چې پرپاکستان بریدونه تنظیموي خو افغان طالبان دا تورونه ردوي او وايي چې سختدریځي د پاکستان داخلي ستونزه ده.