خبرونه
یو افغان په لومړي ځل د انګلستان د کلبي سیالیو لوبډلمشر ټاکل شو

د افغانستان د بغلان ولایت اوسېدونکی همدردجان تېموري چې اوس د انګلستان په پلازمینې لندن کې مېشت دی، د ځايي " مېل هېل وېلج" د دویمې لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوی دی.
نوموړي له ازادي راډیو سره په خپلو خبرو کې وویل، میل هیل ویلج کرکټ کلب له تېرو ۱۵۷ کلونو راهیسې فعالیت کوي چې په لومړي ځل یې یو افغان د دویم کلب لوبډلمشر ټاکل شوی دی.
د ښاغلي تېموري په وینا، هغه ته د کلب له ۱۳۲ غړیو څخه ۸۰ کسانو رایه ورکړې ده چې خپل سریلانکايي سیال څخه د ۶۰ رایو په تفاوت مخکې شوی دی.
د نوموړي په وینا دې لوبډلمشرۍ دا فرصت ورکړی دی چې انګلستان ته د نویو راغلیو افغان کډوالو هغو ځوانانو ته د لوبو ذمینه سازي وکړي چې له کرکټ سره مینه لري.
دغه راز همدردجان تېموري خپله لوبډلمشري یوازې یو امتیاز نه ګڼي، بلکې وايي چې له دې لارې به د دې فرصت هم ترلاسه کړي چې د افغانستان د کرکټ یو روښانه انځور د خپل کلب او نورو کلبونو لوبغاړو ته وړاندې کړي.
د ویلو ده چې اوس مهال په لسګونه افغان ځوانان د برېټانیا په بیلابیلو کلبونو کې کرکټ کوي چې یو شمېر یې د انګلستان مهمو لوبډلو ته هم رسېدلي دي.
انځور: همدرد جان تېموري
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د بشري حقونو د موسسو راپور: اروپايي اتحادیې یوسلو ۲۰ زره پناه غوښتونکي شړلي

په یوه تازه راپور کې ویل شوي چې اروپايي اتحادیې په ۲۰۲۴ کې له خپلو پولو تر یوسلو ۲۰ زره ډېر پناه غوښتونکي بیرته شړلي دي.
راپور وايي، په اروپا کې د مهاجرو د شړلو پېښې "سیسټماټیکې" شوي دي
د بشري حقونو نهو موسسو په خپل تازه راپور کې، چې پرون خپور شو، ویلي چې په اروپا کې د مهاجرو د شړلو یا له خپلو پولو څخه د بېرته ایستلو پېښې په وروستیو کلونو کې زیاتې شوې دي، تر دې چې دا عمل اوس پر یوه منظم سیستم بدل شوی دی.
په راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۴ کال په ترڅ کې د اروپایي اتحادیې له پولو د مهاجرو د شړلو تر یوسلو ۲۰ زره زیاتې پېښې ثبت شوې دي.
د بشري حقونو د موسسو په راپور کې راغلي چې د اروپايي اتحادیې سرحدي ځواکونو دا کار د دې لپاره کړی چې مهاجر د پناه غوښتنې له پروسې بې برخې کړي، خو دا په داسې حال کې ده چې د پناه غوښتونکو دا حق د اروپایي اتحادیې او نړیوالو قوانینو له خوا تضمین شوی دی.
راپور زیاتوي چې ډېر ځله پناه غوښتونکي په وهلو – ټکولو شړل شوي او داسي موارد هم ثبت شوي چې هغوی په سمندر کې یا د سړې هوا له امله په ځنګلونو کې مړه شوي دي.
په ډېره اسماعیل خان کې چاودنې دوه پوځیان وژلي

د خیبر پښتونخوا د ډېره اسماعیل خان د کلاچي ولسوالۍ په بای پاس سړک کې د امنیتي ځواکونو د موټر په لاره کې د چاودنې له امله دوه پاکستانی پوځیان وژل شوي او څو نور ژوبل دي.
د پاکستان امنیتي سرچینو پرون (دوشنبې) رسنیو ته وویل چې چاودنه د سړک په غاړه د اېښودل بم له امله شوې، چې پکې د امنیتي ځواکونو دوه وسایط په نخښه شوي.
په همدې حال کې ټي ټي پي یا د پاکستاني طالبانو تحریک د دې حملې مسوولیت منلی دی.
تر دې دوه ورځې وړاندې، په شمالي وزیرستان کې له وسله والو سره په نښته کې د پاکستان د پوځ د یوه افسر په ګډون څلور عسکر وژل شوي وو.
جاپاني رسنۍ: د طالبانو پلاوی یوه غیرانتفاعي خصوصي بنسټ توکیو ته بللی

د طالبانو د حکومت یوه پلاوی، چې د اقتصاد مرستیال وزیر عبداللطیف نظري هم پکې شامل دی، د نیپون فاونډېشن په بلنه جاپان ته تللی دی.
دا د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، جاپان ته د طالبانو د حکومت د چارواکو لومړنی سفر دی.
د نیپون فاونډېشن یوه چارواکي د دوشنبې په ورځ جاپاني رسنیو ته وویل، د دې سفر هدف دا دی چې طالبان درک کړي چې له نړیوالې ټولنې څخه د کمزورو خلکو لپاره د بشري مرستې منل یوه مهمه اړتیا ده.
په افغانستان کې ښځې له سختو شرایطو سره مخامخ دي، نو د دې جاپاني بنسټ چارواکي هیله لري چې دا سفر به مرسته وکړي چې د ښځو په اړه د طالب چارواکو ذهن روښانه کړي.
طالبانو د اسلام په اړه د خپل تعبیر پر اساس، ښځې له تعلیم او کار کولو منع کړې دي. د بشري حقونو د محدودیتونو له امله، د جاپان په شمول نړیواله ټولنه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک ۲۰ میلیون ډالره لیلاموي

د بهرنیو اسعارو په تېره بیا ډالر په وړاندې د افغانۍ د ارزښت د ثبات لپاره د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک نن (سې شنبې) ۲۰ میلیون ډالره نور لیللاموي.
دې بانک په وروستیو اوونیو کې، چې د ډالر په وړاندې د افغانۍ ارزښت ټیټ شو، په ځلونو ډالر بازار ته وړاندې کړي دي.
د افغانستان بانک پرون په یوه خبرپاڼه کې له خصوصي بانکونو، صرافیو او د پیسو د تبادلې له مرکزونو وغوښتل چې د دالرو په داوطلبۍ کې برخه واخلي.
د افغانستان بانک له لوري د ټاکل شوي نرخ پر اساس، پرون هر امریکايي ډالر په ۷۳ افغانۍ او ۷۶ پوله تبادله کېده.
د جنورۍ په میاشت کې، چې افغانستان ته د امریکا د مرستو د ځنډېدو خبرونه خپاره شول، د افغانۍ په وړاندې د ډالر ارزښت له ۶۸ افغانۍ څخه، نژدې ۸۰ افغانۍ ته لوړ شو.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، بهرنۍ اړیکې د ایالتي حکومت په صلاحیت کې نه دي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خیبرپښتونخوا د ایالتي حکومت د هغه اعلان په غبرګون کې چې غواړي افغانستان ته دوه پلاوي ولېږي، پرون وویل چې بهرنۍ اړیکې د فدرالي حکومت صلاحیت دی.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان پرون وویل: «د اساسي قانون له مخې، د بهرنیو اړیکو چارې د فدرالي حکومت صلاحیت دی.»
د خیبر پښتونخوا د اعلي وزیر سلاکار، محمد علي سیف، د یکشنبې په ورځ وویل چې د دې ایالت حکومت به دوه پلاوي افغانستان ته واستوي چې له کابل سره خبرې وکړي.
د محمدعلي سیف په وینا دا پلاوي د دې لپاره کابل ته استول کېږي چې د خبرو اترو لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کړي او ډیپلوماټیکې چارې تنظیم کړي.
تر دې مخکې د جنورۍ په ۶ مه د خیبرپښتونخوا ایالت اعلي وزیر علی امین ګنډاپور ویلي و چې په دې ایالت کې د زیاتیدونکو ترهګریزو پیښو د مخنیوي لپاره به له فدرالي حکومت سره له مشورې وروسته یوه جرګه افغانستان ته ولیږي، چې د ده په خبره د بیلابیلو قومونو استازې به پکې ګډون ولري.
ګڼ شمېر اسراییلیانو د اوربند د دوام او د یرغملو د خلاصون لپاره مظاهرې وکړې

د حماس د افراطي ډلې له خوا د اسراییل پر خاوره د برید او په غزې کې د جګړې د پیل له ۵۰۰مې ورځې سره سم، پرون (دوشنبې) په ټول اسراییل کې ګڼ شمېر خلکو د اوربند د غځولو او د زیات شمېر بنديانو د خوشي کېدو په ننګه مظاهرې وکړې.
مظاهره چیانو په تل ابیب ښار کې یوه مهمه څلورلاره بنده کړه، او یو شمېر معترضانو له هغو بنديانو سره د همغږۍ په نښه، چې لا هم د حماس په کنترول کې دي، د ۵۰۰ دقیقو لپاره د لوږې اعتصاب وکړ.
یوه خوشي شوي یرغمل اوهاد بن آمي، د اسراییل له ولسمشر اسحاق هرتزوګ سره په کتنه کې وویل: یوازې هغه څه چې دی یې غواړي د خپلو دوستانو خوشي کېدل او بیرته راستنیدل دي.
اوهاد بن آمي، چې لس ورځې پخوا خوشي شوی، همداراز وویل، په شپږ متره ځای کې له شپږو کسانو سره په خورا بد حالت کې بندي و، دی ازادی شو خو نور لا هم بندیان دي.
هغه زیاته کړه چې برمته د اسارت ورځې نه بلکې ثانیې او دقیقې شمېري.
د کابل امنیه قومانداني، د کابل هوایي ډګر ته نژدې د چاودنې راپور رد کړ

د طالبانو د امنیتي قوماندانۍ ویاند خالدځدراڼ د کابل هوايي ډګر ته نژدې د چاودنې په اړه راپورونه ردوي.
له دې مخکې ځینو کورنیو رسنیو د سرچینو په حواله راپور ورکړی و، چې نن د کابل د هوايي ډګر پر سړک یوه چاودنه شوې ده.
خو ښاغلي خالد ځدراڼ له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې په کابل کې نن کومه امنیتي پېښه نه ده شوې.
په ټل کې د مالونو د وړونکو موټرو پر کاروان په برید کې یو سرتېری وژل شوی او ۱۵ نور کسان ټپیان دي

پاکستاني چارواکي وايي چې د خیبرپښتونخوا له ټل سیمې څخه پاړه چنار ته د مالونو د وړونکو موټرو پر کاروان د برید پرمهال یو امنیتي سرتېری وژل شوی او د پولیسو په ګډون ۱۵ تنه نور ټپیان دي.
د کورمې د پولیسو یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د آزادۍ راډیو مشال څانګې ته وویل چې نن (د سلواغې ۲۹مه) په خوراکي توکو او درملو بار د شاوخوا ۱۳۷ موټرو کاروان چې امنیتي ځواکونو او پولیسو بدرګه کاوه، هغه مهال چې له چپري سیمې څخه پاړه چنار ته روان شو، په وچت او مندریو سیمه کې د وسله والو تر برید لاندې راغی.
د دې چارواکي په وینا په دې برید کې پنځه موټر هم سوځول شوي دي. دا چارواکی زیاتوي چې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ جګړه کې له هیلیکوپټرو څخه هم کار واخیستل شو.
چارواکي وايي چې اوس مهال د ټل او پاړه چنار لاره د سوداګریزو موټرو پرمخ بنده ده.
د اوکرایین په اړه د اروپايي مشرانو بېړنۍ غونډه

د اروپايي هېوادونو مشران نن د یوې بېړنۍ غونډې لپاره د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې راټول شوي دي څو د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ د پلانونو په اړه بحث وکړي.
اروپايي مشران وېره لري چې د اوکراین او روسیې ترمنځ د روانې جګړې د ختمولو په اړه په خبرو کې به دوی ته ونډه ورنه کړل شي. ټاکل شوې چې په دې غونډه کې د جرمني، برتانیا، ایټالیا، پولنډ، هالنډ اسپانیا، ډنمارک او فرانسې مشران د اروپايي ټولنې د شورا مشر انتونو کوستا، د اروپايي کمیسیون مشره اوزولا فان دیرلین او د ناټو عمومي منشي مارک روټه د ولسمشر ټرمپ د طرحې په غبرګون کې پر یوه ګډه ستراتیژي موافقه وکړي.
سویډن وايي له جګړې وروسته اوکرایین ته د سوله ساتي ځواک لېږلو ته چمتو دی

د سویډن د بهرنیو چارو وزیرې ماریا مالمیر ستینرګارد، ویلي، هېواد یې د اوکراین لپاره تر جګړې وروسته د سولې ساتنې ځواک په چوکاټ کې د سرتېرو لېږلو امکان نه ردوي.
هغې له رویټرز سره په یوه مرکه کې ټینګار وکړ چې لومړی باید یوه عادلانه او دوامداره سوله رامنځته شي چې د نړیوالو قوانینو درناوی وکړي او ډاډ ورکړي چې روسیه په راتلونکو کلونو کې بیا د اوکراین یا بل هېواد پر وړاندې برید نشي کولی.
هغې زیاته کړه چې که داسې سوله ټینګه شي، حکومت به ټول احتمالات په پام کې ونیسي.
دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې د بریتانیا صدراعظمر، کایر سټارمر، اعلان وکړ چې که د روسیې سره د سولې تړون وشي، بریتانیا چمتو ده چې د سولې ساتنې دندې لپاره سرتېري اوکراین ته ولېږي.
سټارمر په یوه بیان کې وویل چې دا پرېکړه یې په اسانه نه ده کړې، خو د اروپا د امنیت لپاره اړینه ده.
په ورته وخت کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، سعودي عربستان ته رسېدلی ترڅو د روسي چارواکو سره د اوکراین جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې وکړي.