خبرونه
د امریکا نوی ولسمشر به په لومړۍ ورځ لسګونه اجرايي فرمانونه لاسلیک کړي
ټاکل شوې ده چې د امریکا نوی منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ سبا (دوشنبې) رسماً د ولسمشر په توګه دنده پیل کړي.
ډونالډ ټرمپ، چې د امریکا د ختیځ په وخت د غرمې په ۱۲ بجو د ولسمشرۍ دوهمه دوره پیلوي، ویلي چې د ولسمشرۍ له لومړۍ ورځې به د هغو ژمنو عملي کول پیل کړي، چې د دوه کلن انتخاباتي کمپاین په لړ کې یې کړې وې.
د امریکا رسنیو راپور ورکړ چې د ډونالډ ټرمپ انتقالي ټیم سل اجرایي فرمانونه چمتو کړي، څو هغه د خپلې دندې په لومړۍ ورځ لاسلیک کړي.
د دود له مخې، منتخب ولسمشر د لوړې د مراسمو په ورځ له تحلیف وروسته د سپینې ماڼۍ اوفل یا بیضوي دفتر ته ځي، او له دې مخکې چې سپینې ماڼۍ ته په څېرمه واټونو کې د رسم ګذشت په مراسمو کې ګډون وکړي، خپل لومړي اجرایي فرمانونه لاسلیک کوي.
په اروپا، روسیه، او اوکراین کې د ټرمپ هغه ژمنه ډېره مهمه ګڼل کېږي چې وايي د اوکراین د خونړي جنګ د ختمولو لپاره به اقدام کوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
روسیې او اوکرایین یو اړخیز او جلا اوربند اعلان کړی
روسیې او اوکرایین یو اړخیز او جلا اوربند اعلان کړی.
د ورسیې دفاع وزارت پرون دوشنبې وویل،" د ولسمشر ولادیمیر پوتین د پریکړې له مخې د مې اتمه او نهه له اوکرایین سره اوربند کوي".
روسیه هرکال په مې میاشت کې په دویمه نړیواله جګړه کې خپله بریا په لویو پوځو مراسمو سره لمانځي.
بل پلو، د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي پر خپلې ایکس پاڼې لیکي،" هغه اوربند چې مسکو په کې دغه جنش ولمانځي د اوکرایین لپاره "جدی نه دی".
د هغه په ټکو، "روسیه له دې ویره لري چې اوکرایین پر سره میدان د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ونه کړي".
هغه وړاندې ویلي،"د روسیې له خوا په جګړې د ځنډ هیڅ ډول جزیات له اوکراین سره شریک شوي نه دي".
زلنسکي بیا د مې میاشتې پنځه او شپږمه اوربند اعلان کړی دی.
د قابلو نړیواله ورځ؛ ملګري ملتونه وايي پر یو میلیون قابلو دې پانګونه وشي
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) وايي،" په افغانستان کې پر څه باندې یو میلیون قابلو پانګونه د میندو او نویو زیږیدلو ماشومانو د ژوند ژغورنې لپاره تر ټولو اغیزناکه لار ده".
دغه سازمان نن سه شنبې د مې ۵مه د قابلو د نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپلې ایکس پاڼې لیکي چې پر قابلو دغه پانګونه کولی شي له میندو سره د امیندوارۍ، خوندي زیږون او له زیږون وروسته مرسته وکړي.
دا تازه خبرداری په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق یونیسیف ویلي وو چې تر ۲۰۳۰کاله به افغانستان د ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له جدي کمښت سره مخ شي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته له شپږم ټولګیو پورته نجونې له زده کړو محرومې شوي او له پوهنتوني زده کړو هم راګرځول شوي دي.
د پاکستان د پوځ یو ملاتړی مشهور دیني عالم شیخ محمد ادریس ووژل شو
ناپیژنده وسله والو د پاکستان یو وتلی دیني عالم شیخ محمد ادریس وژلی دی.
پاکستاني رسنیو لیکلي چې پر نوموړي نن سه شنبه سهار مهال د خیبرپښتونخوا په چارسده کې ډزې شوي دي.
وړاندې راغلي چې ډزې د دوو موټرسایکل سپرو له خوا د شیخ ادریس پر موټر هغه مهال شوي چې نوموړی خپلې مدرسې ته روان و.
شیخ ادریس په دې وروستیو کې د پاکستاني پوځ او د پوځ د مشر عاصم منیر په ملاتړ څرګندونې کولې.
تحریک طالبان پاکستان ( ټي.ټي.پي) د هغه پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې او نوموړی یې د "اکوړه خټک حقانیه دارالعلوم د زرګونه مجاهدینو" استاد بللی دی.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په دې اړه یوه خبرپاڼه کې د شیخ محمد ادریس پر وژل کېدو خفګان څرګند کړی دی.
اعلامیه کې د هغه وژل کېدل غندل شوي او " د اسلام او علماوو د دښمنانو" کار بلل شوی دی.
تراوسه د پيښې مسولیت کومې ډلې نه دی منلی.
عراقچي؛ متحده عربي امارات دې د ایران پر وړاندې پوځي حل لارې نه کاروي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له متحده عربي اماراتو غوښتي چې د ایران پر وړاندې له "پوځي حل لارې " کار وانخلي.
عراقچي نن سه شنبې پر خپلې ایکس پاڼې په یو پیغام کې لیکي،"پوځي حل لار نشته، په داسې حال کې چې مذاکرات د پاکستان د سخاوتمندانه هڅو سره د پرمختګ په حال کې دي، متحده ایالاتونه او متحده امارات دې محتاط اوسي".
عراقچي دغه څرګندونې وروسته له هغه کوي چې پرون دوشنبې د متحده عربي اماراتو دفاع وزارت د ایران له لورې د دریو توغول شویو توغندو د شنډیدو خبر ورکړ.
د دفاع وزارت په ټکو، هوايي دفاعي سیسټم له ایرانه درې توغول شوي توغندي په هوا کې شنډ کړي او یو توغندی په سمندر کې غورځیدلی دی.
د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند له غځیدو وروسته دا لومړی ځل دی چې ایران پر امارات عربي اماراتو توغندي توغوي.
د ایران دغو تازه بریدونو په پراخه کچه غبرګونونه پارولي دي.
د افغانستان د وزن اوچتولو ټیم نن بلاروس ته روانیږي
ټاکل شوې چې د افغانستان د وزن اوچتولو ټیم نن سه شنبې بلاروس ته ولاړشي.
د طالبانو ترکنترول لاندې باختراژانس رپوټ ورکوي چې د ۶ غړو دغه ټیم په نړیوالو سیالیو کې ګډون لپاره بلاروس ته ځي.
د وزن اوچتولو نړیواله سیالي د چهارشنبې په ورځ د دبیلابیلو هیوادونو د سلګونو ورزشکارانو په ګډون پیلیږي.
ټرمپ: که ایران پر امریکايي بېړیو برید وکړي،له نړۍ به محوه شي
د امریکا ولسمشر ګواښ وکړ چې که ایران پر هغو امریکايي بېړیو برید وکړي چې د هرمز له تنګي څخه د نورو کښتیو د تګ راتګ ساتنه کوي، نو ایران به "د نړۍ له مخ محوه شي".
ډونلډ ټرمپ دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ فاکس نیوز سره مرکه کې وکړې.
د امریکا سمندري ځواک د دوشنبې له ورځې «د ازادۍ پروژې» ترعنوان لاندې عملیات پیل کړي، څو هغه بېړۍ چې ایران سره د امریکا او اسراییل په جګړه کې ښکېل نه دي د هرمز تنګي کې تګ راتګ وکړي.
په داسې حال کې چې د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ سنتکام وايي چې دوه امریکايي بیرغ لرونکې بېړۍ له دې تنګي تېرې شوې دي، د ایران سپاه پاسداران ځواکونه ادعا کوي چې هېڅ کومه بېړۍ نه ده تېره شوې او دا تنګی د تېرې فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې عملاً تړل شوی دی.
افغانستان کې د چاپېریال ساتنې لپاره د رضاکارانو د عالي شورا تاسیس
افغانستان کې د طالبانو حکومت د چاپېریال ساتنې لپاره د رضاکارانو د عالي شورا د تاسیس خبر ورکړ.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې رئیس مطیعالحق خالص،د دې شورا د پرانیستلو په مراسمو کې له افغانانو وغوښتل چې د چاپېریال ساتنې لپاره په ګډه کار وکړي.
هغه ټینګار وکړ چې د چاپېریال ساتنه یوازې د حکومت مسؤلیت نه دی، بلکې د خلکو ګډو هڅو ته اړتیا لري.
هغه همدارنګه له بهرنیو هېوادونو وغوښتل چې د اقلیم او چاپېریال بحران باید د سیاسي وسیلې په توګه ونه کارول شي، ځکه دا موضوع بشري بڼه لري او د ټولو هېوادونو همکارۍ ته اړتیا لري.
د خالص په وینا، د چاپېریال ساتنې د رضاکارانو عالي شورا کې به استادان، علماء او ځوانان شامل وي.
ملګري ملتونه وايي افغانستان د اقلیمي بدلونونو د اغیزو له پلوه د نړۍ له تر ټولو زیانمنو هېوادونو څخه دی او د مدیریت لپاره یې ډېر کم امکانات لري.
افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي کونړ باندې د پاکستان نويو بریدونو کې ولسي خلک په نښه شوي
افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې ډیورند کرښې ته څیرمه د کونړ دانګام ولسوالۍ باندې د پاکستاني ځواکونو په نویو بریدونو کې د ولسي خلکو کورونه په نښه شوي دي.
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت دوشنبه په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې د یادو بریدونو له امله درې ملکي کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.
هغه زیاته کړې چې په دغو بریدونو کې د نجونو او هلکانو دوه ښوونځي، یو روغتیايي مرکز او دوه جوماتونه ویجاړ شوي، او شاوخوا ۸۰ څاروي هم له منځه تللي دي.
تر اوسه پاکستان په دې اړه څه نه دي ویلي.
خو د تیرې جمعې په ورځ پاکستان په ورته ادعا کې ویلي وو چې د افغانستان له لوري طالب ځواکونو د خیبرپښتونخوا په باجوړ کې ملکي وګړي په نښه کړي چې له کبله یې لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
امریکا نن دوشنبې په هرمز تنګي کې د " ازادي پروژې " په نوم عملیات پیلوي
د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ سنټکام اعلان کړی چې ۱۵۰۰۰ امریکایي سرتیري به د هرمز تنګي د ازادي پروژې عملیاتو کې برخه واخلي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې واشنګټن به د دوشنبې په سهار د " ازادي پروژې " عملیات پیل کړي ترڅو د هرمز تنګي څخه د غیر ښکیلو هیوادونو کښتۍ او عمله په خوندي ډول وباسي.
هغه دا عمل "بشردوستانه" وباله او ویې ویل چې په فارس خلیج کې بند پاتې ځینې کښتۍ د خوړو او اړینو توکو له کمښت سره مخ دي.
تر دې اعلان وروسته د ایران پوځ ادعا کړې چې هرمز تنګي ته یې د امریکا د یوې پوځي جنګي بېړۍ د ننوتلو مخه نیولې.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی وو چې د هرمز تنګي د ازادۍ پروژې په بهیر کې هر ډول لاسوهنې ته به کلک ځواب ورکړي.
چارواکي وایي، له جرمني افغانستان ته په جرمونو کې د ښکیلو کسانو د لیږلو بهیردوام لري
د جرمني د کورنیو چارو وزیر وایي، افغانستان ته په جرمني په جرمونو کې د ښکیلو افغانانو د لیږلو بهیر دوام لري.
الکساندر دوبرینت د یکشنبې په ورځ د جرمني اې آرډي شبکې سره په خبرو کې ویلي چې د جرمني حکومت پلان لري چې افغانستان ته د مجرمینو لیږلو ته دوام ورکړي او دغه بهیر اوس هره اونۍ ترسره کیږي. هغه همدارنګه وویل چې حکومت یې په افغانستان کې له واکمنو چارواکو سره د دې موضوع په اړه خبرې مخ ته وړي او زیاته یې کړه، هغه کسان چې پردې بهیرانتقاد کوي باید په دې پوه شي چې که سخت مجرمین پریږدي چې په دې هیواد کې پاتې شي، ایا جرمني به خوندي هیواد شي؟ جرمني له کله چې دغه بهیرپیل کړی، تراوسه یې په چارټرالوتکو کې لسګونوکسان افغانستان ته استولي دي.