د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۴۴

خبرونه

ستانکزی: د نجونو پر زده کړو بندیز هیڅ شرعي توجیه نه لري

شیرمحمد عباس ستانکزی
شیرمحمد عباس ستانکزی

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شيرمحمد عباس ستانکزی وايي چې د نجونو د زده کړو د مخنیوي لپاره هیڅ توجیه نه شته.

ده د طالبانو له مشر څخه وغوښتل چې د افغان ښځو او نجونو پر زده کړو بنديزونه لېرې کړي ځکه چې دې کار ته هیڅ پلمه نه شته.

عباس ستانکزي دا څرګندونې پرون (شنبې) د خوست ولايت په یوه دیني مدرسه کې په وينا کې وکړې.

ده د غونډې ګډونوالو ته وويل، د ښځو او نجونو د زده کړو د منع کولو لپاره هېڅ دليل او شرعي توجیه نشته، او په ضمني ډول یې دا بندیز د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده شخصي نظر وباله.

طالبانو د ۲۰۲۱ په اګست کې له واک ته رسیدو وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو په تدریج منع کړې او په پیل کې یې وویل چې دا بندیز به موقتي وي خو اوس په دې اړه چې د نجونو ښوونځي به تر کله بند وي یا ولې بند دي، څه نه وايي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

له افغان کرکټر رحمن الله ګربز څخه د بنګله دیش د کرکټ د فساد ضد کمېټې تحقیقات

رحمن الله ګربز
رحمن الله ګربز

د افغانستان له پيژندل شوي کرکټر رحمن الله ګربز څخه د بنګله دیش د کرکټ د فساد ضد کمېټې تحقیقات کړي.

ګربز دمګړۍ د بنګله دیش د کرکټ په غوره لیګ بي پي ایل کې له ډاکه کپټالز سره لوبیږي.

د دغه ټیم اجرايي رییس عتیق فهد رسنیو ته ویلي چې د فساد ضد کمېټې غړي د شنبې په شپه له اجازې پرته په هوټل کې د رحمن الله ګربز خونې ته ورننوتي او له هغه یې تحقیقات کړي او مبایل یې ترې ضبط کړی.

فهد ویلي له یوه لوی او پيژندل شوي نړیوال لوبغاړي سره دا چلند ناسم دی او باید په دې اړه د بنګله دیش کرکټ لازم سپیناوی ورکړي.

لا معلومه نه ده چې د بنګله دیش د کرکټ د فساد ضد کمېټې غړو ولې د رحمن الله ګربز په اړه اقدام کړی.

خو د بنګله دیش د غوره لیګ د مشرتابه پلاوي غړي افتخار رحمن میټو بیا ادعا کړې چې د فساد ضد کمېټې غړو له ګربز سره کوم ناسم چلند یا ناقانونه کار نه دی کړی.

د ایران له لورې واشنګتن ته د ځوابي برید خبرداری

جنوري ۱۰ مه-۲۰۲۶- په مشهد کې اعتراضونه
جنوري ۱۰ مه-۲۰۲۶- په مشهد کې اعتراضونه

ایران نن یکشنبه د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته خبرداری ورکړ، که پر ایران هر راز برید وشي، تهران به یې په ځواب کې پر اسراییل او په سیمه کې د امریکا پر پوځي اډو حملې وکړي.
د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف نن د پارلمان غونډې ته وویل چې ځوابي برید د ایران مشروع حق دی.

رویټرز اژانس د سرچینو په وینا خبر ورکړ چې په ایران کې د پراخو لاریونونو په ملاتړ د امریکا د احتمالي مداخلې په خاطر اسراییل د تیارسی په حالت کې دی.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون په خپله ټولنیزه شبکه، تروت سوشل کې ولیکل چې «ایران ښايي تر بل هر وخت ازادۍ ته نژدې شوی وي او د امریکا متحد ایالتونه د مرستې لپاره چمتو دي.»

په ایران کې د روانو اعتراضونو په ترڅ کې د وژل شویو کسانو شمیر په امریکا کې د بشري حقونو د میشتې ډلې( هرانا) په وینا یو سل او شپاړسو ته ورسید.

امریکا په سوریه کې د داعش وسله وال په نښه کړي

د جنوري ۱۰ مه-۲۰۲۶- په سوریه کې د داعش پر ضد د امریکایي ځواکونو د عملیاتو تصویر
د جنوري ۱۰ مه-۲۰۲۶- په سوریه کې د داعش پر ضد د امریکایي ځواکونو د عملیاتو تصویر

د امریکا پوځ د شنبې په ورځ وویل چې په سوریه کې یې د اسلامي دولت وسله والې ډلې پرضد ګڼ بریدونه ترسره کړې دي.

د امریکا مرکزي قومانداني (سینټکام) په یوه بیان کې وویل، نن یې په ټوله سوریه کې داعش په نښه کړ.

په بیان کې دا یادونه نه ده شوې چې په بریدونو کې څوک وژل شوي دي.

د داعش وسله والو د ډسمبر په دیارلسمه د سوریې په پالمیرا کې دوه امریکایي پوځیان او د هغوی یو ژباړونکي وژلي و. د سینټکام په وینا نني عملیات د هغه برید د غچ اخیستونکو عملیاتو یوه برخه وه.

په سوریه کې شاوخوا زر امریکایي سرتیرې پاتې دي.

په بغلان کې سږ کال ۱۱۵ تنه په ترافیکي پېښو کې مړه شوي

په بغلان ولایت کې طالب چارواکي وايي چې په روان لمریز کال کې په دغه ولایت کې په ترافیکي پېښو کې ۱۱۵ تنه مړه شوي دي.

په بغلان کې د طالبانو د ترافیکو مدیر قاري نذیرالله عابدي پرون (شنبې) دولتي خبري اژانس باختر ته ویلي چې د سږ کال له حمل میاشتې له پیله تر اوسه په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښو له امله ۱۱۵ کسان مړه شوي او ۶۸۴ نور، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.

نوموړي د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي، د سړکونو خرابوالی او تنګوالی، او د ترافیکي قوانینو نه مراعتول د دغو پېښو عوامل بللي دي.

په بدخشان کې په یوه ترافیکي پېښه کې د یوې کورنۍ ۵ غړي مړه شول

ارشیف
ارشیف

د بدخشان ولایت په ارګو ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي دي.

د دې ولایت ځایي مسوولانو پرون (شنبې) رسنیو ته وویل چې دا پېښه د جمعې په ورځ (د جدي ۱۹ مه) له سړکه د یوه موټر د اوښتو له کبله د ارګو ولسوالۍ طرق کلي ته څېرمه شوې ده.

په بدخشان کې د طالبانو د پولیسو ویاند احسان‌الله کامګار ویلي چې ټول قربانیان د یوې کورنۍ غړي وو.

جرمني له پاکستان څخه ۳۲ افغانان خپل هیواد ته ولېږدول

د جرمني د کورنیو چارو وزارت تایید کړې چې ۳۲ افغانان، چې د جرمني د منلو رسمي ژمنه ورسره شوې وه، له پاکستان څخه جرمني ته لېږدول شوي دي.

د دویچه‌وېلې د پروني (شنبې) د راپور له مخې، د جرمني د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي چې دغه کسان په الوتکه کې برلین ښار ته رسېدلي دي.

د هغه په وینا، په وروستیو اوونیو کې هغه افغانان، چې د منلو ژمنه ورسره شوې وه، په څو جلا الوتنو کې جرمني ته بېول شوي دي.

د راپور پر بنسټ، دغو افغانانو څو میاشتې او په ځینو مواردو کې ان کلونه په پاکستان کې د ویزې د صادرېدو او جرمني ته د انتقال لپاره انتظار ایستلی دی.

ټاکل شوې وه چې د دوی د انتقال بهیر د ۲۰۲۵ میلادي کال تر پایه بشپړ شي.

د جرمني حکومت د ۲۰۲۵ میلادي کال د مې په میاشت کې د زیانګالو افغان وګړو د منلو پروګرام درولی و.

طالبانو د هیروینو د قاچاق په اړه د ترک رسنیو ادعا رد کړه

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ترکیې د پولیسو هغه راپور رد کړ چې پکې ویل شوي افغانستان لا هم د هیروئینو لویه سرچینه ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالـمتین قانع پرون (شنبې) کورنیو رسنیو ته وویل، د اسلامي امارت د مشر د فرمان پر بنسټ د دې وزارت ځواکونو د نشه‌یي توکو پر ضد جدي او پراخ عملیات پیل کړي دي.

نوموړي ټینګار وکړ، هغه کسان چې ادعا کوي افغانستان لا هم د نشه‌یي توکو نړیواله سرچینه ده، د افغانستان له اوسنیو واقعیتونو خبر نه دي.

عبدالمتین قانع همداراز ویلي چې په افغانستان کې د نشه‌یي توکو تولید ۹۵ سلنه کم شوی دی.

د ترکیې رسنیو د خپل هیواد د پولیسو له قوله راپور ورکړی چې افغانستان لا هم د هیروئینو اصلي سرچینه ده.

په خیبرپښتونخوا کې د جمعیت علمای اسلام یو مشر له ټپي کېدو وروسته مړ شو

 خیبر پښتونخوا
خیبر پښتونخوا

په خیبرپښتونخوا کې د جمعیت علمای اسلام یو مشر مولانا سلطان محمد، چې د جمعې په ورځ په بمي برید کې ټپی شوی و، پرون ساه پرې کړه.

د جنوبي وزیرستان د پولیسو چارواکو وویل چې د مولانافضل الرحمن په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام ګوند ځايي مشر مولانا سلطان محمد د واڼې په کاڼه چینه کلي کې له جومات څخه د راوتلو په مهال په بمي چاودنه کې ټپي شو خو د ژورو ټپونو له کبله یې پرون په روغتون کې سا ورکړه.

په افغانستان کې د نوي کال درې ګوني ماشومان

د ۲۰۲۶ کال درې ګونې په افغانستان کې
د ۲۰۲۶ کال درې ګونې په افغانستان کې

د نوي میلادي کال په لومړیو ساعتونو کې په افغانستان کې یوې میرمنې درې ګوني ماشومان وزیږول.

ایمرجنسي روغتون د جمعې په ورځ( د جنوري په ۹ مه) اعلان وکړ چې دا درې ګوني د دوی په روغتون کې زیږیدلي، خو په دې اړه یې نور جزییات نه دې ورکړي. نن د ۲۰۲۶ میلادي کال لسمه ده.

په افغانستان کې د طالبانو له بیاواکمنۍ راوروسته چې نړیوالې مرستې کمې شوي او یوشمیر روغتیایي کارکوونکي له هیواده وتلي دي د زیږیدو پرمهال د میندو او ماشومانو د مړینې کچه لوړه شوې ده.

د ملګرو ملتو د راپور له مخې په افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه میرمن د روغتیایي ستونزو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

په روسیه کې د سلګونو زره کسانو بریښنا قطع شوې

Belgorod
Belgorod

د روسیې د بلګورود والي نن وویل چې د اوکراین د توغندیو له برید وروسته په سیمه کې د شپږ لکه استوګنو بریښنا قطع شوې ده، نو نه مرکزګرمي لري او نه هم اوبه.

ویاچسلاو ګلادکوف په ټیلګرام کې لیکلي دي چې د دې ستونزې د مخنیوي لپاره هڅې روانې دي خو وضعیت ډیر کړکیچن دی.

بلګورود د اوکراین له خارکیف سره سرحد لري، د دوه زره دوه ویشتم کال په فبروري میاشت کې چې کله روسیي ځواکونو پر اوکراین برید وکړ، په بلګورود کې یو نیم میلیون کسانو ژوند کاوه، خو پر دې سیمې په منظم ډول اوکرایني ځواکونه حملې کوي.

بل لور ته په تیرو نژدې څلورو کلونو کې چې روسیې پر اوکراین یرغل کړی دی، روسیي ځواکونو په مکرر ډول په ژمي کې د اوکراین د تودوخي سیستمونه په نښه کړي دي چې وروستی برید یې د پنجشنبې په شپه وکړ چې له امله یې د پلازمینې کییف په شاوخوا نیمایي اپارتمانونو کې د مرکز ګرمي سیستمونه له کاره ولویدل.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG