خبرونه
ریچارډ بینیټ: په نړیوالو سیاسي بحثونو کې دې د افغان کډوالو غږ شامل وي
په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ په نړیوالو سیاسي بحثونو او پرېکړو کې د افغان کډوالو د غږ د شاملولو غوښتنه کړې ده.
ښاغلي بینټ د چهارشنبې په ورځ (جنوري ۱۶مه) په یوه غونډه کې په ټوله نړۍ کې د کډوالو د حقونو د پیاوړتیا او ښه کولو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل، «له سیاسي اړخه، د کډوالو حقونو ته باید درناوی وشي».
ریچارډ بینیټ د افغان کډوالو د ستونزو پر اوږد مهاله حل لارو ټینګار وکړ او ویې ویل چې "ژوند د اقلیتونو او مذهبي ډلو په ګډون د ښځو او نجونو لپاره ډېر له ننګونو ډک شوی دی."
افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې وګړي یې د ناوړه سیاسي-اقتصادي شرایطو او د اقلیم د بدلون له امله په ناقانونه توګه کډوالۍ ته اړ شوي دي. د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۰ کال راهیسې له افغانستان څخه شاوخوا اته میلیونه کسان کډوال شوي، چې ډېری یې ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان ته تللي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر: شاوخوا سل زره کسان د زرګرۍ په صنعت کې بوخت دي
د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وایي چې په افغانستان کې شاوخوا سل زره کسان د زرګرۍ په صنعت کې پرفعالیت بوخت دي. نوموړي دغه څرګندونې په کابل کې د افغانستان د سروزرو او زرګرۍ د صنعت په لومړني نندارتون کې چې د سې شنبې په ورځ پرانستل شوی او درې ورځې به پرانیستی وي، کړې دي.
د طالبانو ترکنټرول لاندې باخترخبري آژانس د راپورله مخې د دغه نندارتون د پرانستلو په مراسمو کې د خصوصي سکتوریوشمیراستازو او د ایران سفیرهم ګډون کړی و. د راپورله مخې عزیزي ویلي چې هڅه کیږي افغانستان د زرګرۍ په برخه کې پر یوه ملي برانډ بدل شي.
په کابل کې د زرګرۍ د صنعت دغه نندارتون داسې مهال پرانستل کیږي چې د راپورونو له مخې په دې وروستیو کلونو کې د زرګري د صنعت په ګډون د لاسي صنایعو ډیرکاروبارونه خراب شوي دي.
امریکایي چارواکي مسکو ته د سي آی اې د مشر د سفر خبر ورکوي
امریکایي چارواکو ازادي راډیو ته تایید کړې چې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې، CIA مشر جان راتکلیف د سې شنبې په ورځ د اګست په ۲۵مه مسکو ته سفرکړی چې له مخکې نه وو اعلان شوی. دغه نادره سفر په داسې وخت کې ترسره کیږي چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د واشنګټن هڅې له ځنډ سره مخ شوې او له ایران سره د مسکو د اړیکو پرسر ترینګلتیاوې زیاتې شوې دي.
له کله چې راتکلیف د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر مشرۍ لاندې اداره کې د CIA د مشر په توګه ټاکل شوی، دا یې روسیې ته لومړنی سفردی چې رسنۍ ترې خبرې شوې دي خو داچې د څه لپاره یې کړی، په دې اړه نورجزیات ندي څرګند شوي. هغوامریکایي چارواکو چې مسکو ته د هغه له سفر څخه خبر دي، یواځې یې هغه تایید کړی خو داچې نوموړي په دې سفرکې له چا سره کتلي او پرکومو موضوعاتو یې خبرې کړي، له څه ویلو ډډه کړې ده..
سي آی اې او سپینې ماڼۍ تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.
د بشري حقونو راپور: د طالبانو په واکمنۍ کې د درو کارول زیات شوي
د بشري حقونو یوه ډله وایي، طالبانو په افغانستان کې په خپله پنځه کلنه واکمنۍ کې د مجازاتو د یوې بڼې په توګه د درو کارول زیات کړي دي.
په کاناډا کې مېشت د افغانستان د بشري حقونو او ډیموکراسۍ سازمان (اې اېج ار ډي او) په هغه راپور کې چې د سې شنبې په ورځ خپور کړی، ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې د درو وهلو ۵۹۳ پېښې ثبت شوي، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۵ کال کې د دغو پېښو شمېر ۱،۰۷۴ ته لوړ شوی دی.
د بشري حقونو دې سازمان ویلي چې د روان ۲۰۲۶ کال تر اپرېل میاشتې پورې یې د درو وهلو ۵۵۳ پېښې ثبت کړې دي.
د طالبانو حکومت د جنسي جرمونو په ګډون په ډېرو مواردو کې تورنو کسانو ته د تنفیذي او تعلیقي بند ترڅنګ د درو وهلو سزاوې ورکړې دي چې د بشري حقونو ډلې هغه له انساني کرامت سره په تضاد کې بولي او د درولو غوښتنهیې کوي، خو طالبان وایي د شریعت له مخې دا ډول سزاوې مجرمنیو ته ورکوي.
د جرمني «ډي پي اې» خبري اژانس د راپور له مخې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت (یوناما) د جولای په وروستیو کې په یوه راپور کې ویلي چې طالب چارواکو د روان کال د اپرېل له نیمایي راهیسې په عام محضر کې د درو وهلو د نویو پېښو خبر نهدی ورکړی، خو د یوناما په خبره د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه د جون تر ۳۰مې پورې ۱۳۷ کسان په درو وهل شوي دي.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت: ۲۳ تازه استول شوي افغانان په جرمونو محکوم و
د جرمني د کورنیو چارو وزارت وایي، ټول هغه ۲۳ افغانان چې د سې شنبې په ورځ بېرته افغانستان ته واستول شول، ډېری یې د جنسي تېریو، وهلو او سختو ټپي کولو په ګډون په درنو جنایي جرمونو کې ښکېل او مجرم پېژندل شوي و.
د دې وزارت ویاند فرانسپرس اژانس ته ویلي له تېر کال راهیسې چې نوي حکومت په کار پیل کړی، جرمني تر اوسه ۲۲۸ افغانان بېرته افغانستان ته استولي دي.
جرمني د طالبانو حکومت په رسمیت نهپېژني، خو له دې سره سرهیې خپل هېواد ته د افغانانو د بېرته ستنولو په اړه له کابل سره خبرې اترې کړې دي.
یونیسف: یو میلیون افغان ماشومان د خوارځواکۍ له امله د مړګ له خطر سره مخ دي
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونیسف) خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې شاوخوا یو میلیون ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ کړېږي او ژوند یې له جدي خطر سره مخ دی.
دې ادارې همدارنګه ویلي چې په ټول افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي او دا هغه ماشومان دي چې د بدن وزنیې ډېر کم شوی، یعنې ډنګر دي.
د سویډن هرالډ خپرونې د سې شنبې په ورځ د افغانستان لپاره د یونیسف د ادارې د مشر تاجالدین اویواله له قوله راپور ورکړی چې نوموړي په ژنیو کې یوې خبري غونډې ته ویلي: "که ژر تر ژره اقدام ونهشي او پر وخت د دغو ماشومانو درملنه ونهشي، د هغوی د مړینې خطر زیات دی."
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په ورته وخت کې له ګڼو طبیعي ناورینونو سره هم مخ دی او یو شمېر مرستندویه سازمانونه او ادارې اړې شوې دي چې په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودروي او یا یې کم کړي.
ټرمپ: د ایران اسلامي جمهوریت اعتراض کوونکي په بېسارې کچه وژني
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي چې "د ایران اسلامي جمهوریت چې د ړنګېدو په حال کې دی، اعتراض کوونکي حتی هغه مهال هم چې په اعتراضونو کې برخه نهاخلي، په بېساري کچه وژني".
د ازادي راډیو د فردا څانګې د راپور له مخې، ټرمپ د سې شنبې په ورځ د «وږې په ۳مه» په خپلې ټولنیزې شبکې «ټروت سوشال» کې لیکلي: "د ایران د ړنګېدو په حال کې اسلامي جمهوریت د خپلو پوځي ځواکونو د لویې برخې معاشونه نهشي ورکولای او په ورته وخت کې اعتراض کوونکي، حتی هغه مهال چې اعتراض نهکوي، په بېساري کچه وژني".
هغه ویلي: "دا په پراخه کچه یو ستر بشري ناورین دی او باید همدا اوس ودرول شي."
د امریکا ولسمشر په دې اړه نور جزئیات نهدي ورکړي، خو په وروستیو میاشتو کې د ایران اسلامي جمهوریت یو شمېر هغه اعتراض کوونکي چې د تېر کال په اعتراضونو کې یې برخه اخیستې وه او پر "ملي امنیت ضد اقداماتو" تورن شوي وو، اعدام کړي دي.
ایران کې یوه ښځه په اعدام محکومه شوه
د ایران قضایه قوې یوه ښځینه سیاسي بندي ارغوان فلاحي په اعدام محکوم کړې.
د ازادي راډیو د فردا څانګې د راپور په اساس نوموړې د بغاوت او د ایران د رژیم د یوې مخالفې ډلې، مجاهدین خلق سازمان سره د همکارۍ په تور په اعدام محکوم شوې.
د هغې د اعدام حکم د ایران سترې محکمې هم تایید کړی.
ارغوان فلاحي د ۱۴۰۳ کال د دلوې په شپږمه په تهران کې نیول شوې وه.
هغه وخت په ایران کې د ښځو د حقونو لپاره د "زن،زندګي، ازادي" ترشعار لاندې د اعتراضونو پر مهال زرګونه مظاهره چیان نیول شوي.
د ملګرو ملتونو د راپور په اساس ایران کې سږ کال تر دې دمه لږ تر لږه ۵۶ کسان د ملي امنیت جرایمو او ۲۷ نور د اعتراضونو له کبله اعدام شوي دي.
جرمني لسګونه نور افغانان هم کابل ته ستانه کړل
جرمني ۲۳ افغان وګړي نن کابل ته ډیپورټ کړل.
د جرمني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد فدرالي پولیسو دغه شمیر افغانان چې د ایستلو په نوملړ کې شامل وو، د چارټر الوتکې په وسیله د لایپزیګ له هوايي ډګر څخه کابل ته ستانه کړي دي.
دا الوتنه نن، سهشنبه سهار ترسره شوې ده. د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینټ تر دې مخکې ویلي وو چې د افغانانو ایستل نور یوازې پر مجرمینو او «خطرناکو» کسانو پورې محدود نه دي، بلکې نور هغه کسان هم چې د ایستلو شرایط ولري، خپلو هېواد ته به ستانه کړل شي.
په همدې حال کې، د کډوالو د حقونو فعالانو افغانستان ته د افغانانو د ایستلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د جرمني د شنو ګوند یو شمېر استازو هم پر دې پرېکړې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې حکومت د ایستلو د پالیسۍ د عملي کولو لپاره له طالبانو سره په داسې حال کې همکاري کوي چې هغوی د ښځو او نجونو حقونه محدود کړي دي.
جرمني د جولای په ۲۹ مه هم د یوې چارټر الوتکې له لارې ۳۱ افغانان،افغانستان ته ستانه کړي و.
د طالبانو حکومت د بدخشان لپاره نوی والي وټاکه
افغانستان کې د طالبانو حکومت د بدخشان لپاره د نوي والی او امنیه قوماندان د ټاکنې خبر ورکوي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد سه شنبې ( د وږي په دریمه ) په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې د طالبانو د مشرتابه د فرمان په اساس د کورنیو چارو وزارت پخوانی معین ملا رحمت الله نجیب د مولوی اسماعیل غزنوي په ځای د بدخشان والي او د سرپل پخوانی والي ملا احمد شاه دیندوست د بدخشان امنیه قوماندان ټاکل شوي دي.
مولوی اسماعیل غزنوي د ټولګټو وزارت دمعین په توګه ټاکل شوی دی.
دغه ټاکنې په داسې مهال اعلانیږي چې بدخشان ولایت کې په دې وروستیو ورځو امنیتي پیښې رامینځ ته شوې.
د طالبانو ناراضي قوماندان جمعه خان فاتح له څو ورځې جګړې وروسته تسلیم شو او تر هغه مخکې د فیض اباد لپاره د طالبانو د حکومت ښاروال حبیب الرحمن منصور په یوه چاودنه کې چې مسئولیت وسله والو مخالفینو په غاړه واخیست، ووژل شو.
واشنګټن سوریه د «ترهګرۍ ملاتړو هېوادونو» له نوملړه څخه بهر کړه
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ، د وږي په ۲مه، سوریه د «ترهګرۍ ملاتړو هېوادونو» له نوملړه وایسته.
د «ترهګرۍ ملاتړو هیوادونو» په نوملړ کې د هیوادونو شمولیت هغوی د امریکا د بهرنیو مرستو له ترلاسه کولو، له متحده ایالاتو څخه د دفاعي تجهیزاتو له پېرلو او همداراز د ځینو مالي راکړو ورکړو څخه محروموي.
د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنت په دې اړه په یوه اعلامیه کې وویل: «د نن ورځې اقدام به په سوریه کې د پانګونې فرصتونه زیات کړي، څو سیاسي او اقتصادي ثبات ته وده ورکړل شي.»
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې دا پرېکړه د ډونالډ ټرمپ د هغې ژمنې د عملي کولو په موخه شوې چې پر دمشق د بندیزونو د فشار د کمولو لپاره یې کړې وه.
د امریکا د خزانې وزارت په عین حال کې ویلي چې د دغو محدودیتونو لرې کول په دې معنا نه دي چې دغه وزارت به د نړیوال ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې خپله تګلاره بدله کړي او یا به په سوریه کې د «ناوړه کړنو» د عاملینو د حساب ورکونې په اړه د امریکا ژمنتیا کمه شي.
د سوریې د مرکزي بانک رئیس هم د واشنګټن د دې پرېکړې هرکلی کړی او هغه یې «تاریخي اقدام» بللی دی.