د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۳۰ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۸

خبرونه

د بالیووډ پر ستوري سیف علي خان د چاقو ګوزارونه شوي

سیف علي خان
سیف علي خان

د بالیووډ په ستوری سیف علي خان باندې په ممبۍ کې په خپل کور ګې دننه د چاقو ګوزارونه شوي.

د هندی رسنیو په وینا ۵۴ کلن سیف علی خان د پنجشنبې په ورځ د سهار په ۳:۳۰ بجو په ممبۍ کې په خپل کور کې د نا معلومو افرادو له خو د چړو په ګوزارونو ټپي شوی دي.

د بالیووډ یاد ستوری اوس مهال په ممبۍ کې نږدې د لیلاوتي روغتون ته یوړل شوی او ویل کیږي چې جراحي عملیات یې تر سره کیږي.

راپورونه کې راغلي چې سیف علي خان پر بدن د چاقوګانو شپږ ټپونه لري، چې دوه یې ژور دي او یو ټپ د ملا تېر ته نږدې دی.

پولیسو د پېښې په هکله تحقیقات پیل کړي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، بهرنۍ اړیکې د ایالتي حکومت په صلاحیت کې نه دي

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت ویندوی
د پاکستان د باندنیو چارو وزارت ویندوی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خیبرپښتونخوا د ایالتي حکومت د هغه اعلان په غبرګون کې چې غواړي افغانستان ته دوه پلاوي ولېږي، پرون وویل چې بهرنۍ اړیکې د فدرالي حکومت صلاحیت دی.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان پرون وویل: «د اساسي قانون له مخې، د بهرنیو اړیکو چارې د فدرالي حکومت صلاحیت دی.»

د خیبر پښتونخوا د اعلي وزیر سلاکار، محمد علي سیف، د یکشنبې په ورځ وویل چې د دې ایالت حکومت به دوه پلاوي افغانستان ته واستوي چې له کابل سره خبرې وکړي.

د محمدعلي سیف په وینا دا پلاوي د دې لپاره کابل ته استول کېږي چې د خبرو اترو لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کړي او ډیپلوماټیکې چارې تنظیم کړي.

تر دې مخکې د جنورۍ په ۶ مه د خیبرپښتونخوا ایالت اعلي وزیر علی امین ګنډ‌اپور ویلي و چې په دې ایالت کې د زیاتیدونکو ترهګریزو پیښو د مخنیوي لپاره به له فدرالي حکومت سره له مشورې وروسته یوه جرګه افغانستان ته ولیږي، چې د ده په خبره د بیلابیلو قومونو استازې به پکې ګډون ولري.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک ۲۰ میلیون ډالره لیلاموي

د بهرنیو اسعارو په تېره بیا ډالر په وړاندې د افغانۍ د ارزښت د ثبات لپاره د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک نن (سې شنبې) ۲۰ میلیون ډالره نور لیللاموي.

دې بانک په وروستیو اوونیو کې، چې د ډالر په وړاندې د افغانۍ ارزښت ټیټ شو، په ځلونو ډالر بازار ته وړاندې کړي دي.

د افغانستان بانک پرون په یوه خبرپاڼه کې له خصوصي بانکونو، صرافیو او د پیسو د تبادلې له مرکزونو وغوښتل چې د دالرو په داوطلبۍ کې برخه واخلي.

د افغانستان بانک له لوري د ټاکل شوي نرخ پر اساس، پرون هر امریکايي ډالر په ۷۳ افغانۍ او ۷۶ پوله تبادله کېده.

د جنورۍ په میاشت کې، چې افغانستان ته د امریکا د مرستو د ځنډېدو خبرونه خپاره شول، د افغانۍ په وړاندې د ډالر ارزښت له ۶۸ افغانۍ څخه، نژدې ۸۰ افغانۍ ته لوړ شو.

ګڼ شمېر اسراییلیانو د اوربند د دوام او د یرغملو د خلاصون لپاره مظاهرې وکړې

د حماس د افراطي ډلې له خوا د اسراییل پر خاوره د برید او په غزې کې د جګړې د پیل له ۵۰۰مې ورځې سره سم، پرون (دوشنبې) په ټول اسراییل کې ګڼ شمېر خلکو د اوربند د غځولو او د زیات شمېر بنديانو د خوشي کېدو په ننګه مظاهرې وکړې.

مظاهره چیانو په تل ابیب ښار کې یوه مهمه څلورلاره بنده کړه، او یو شمېر معترضانو له هغو بنديانو سره د همغږۍ په نښه، چې لا هم د حماس په کنترول کې دي، د ۵۰۰ دقیقو لپاره د لوږې اعتصاب وکړ.

یوه خوشي شوي یرغمل اوهاد بن آمي، د اسراییل له ولسمشر اسحاق هرتزوګ سره په کتنه کې وویل: یوازې هغه څه چې دی یې غواړي د خپلو دوستانو خوشي کېدل او بیرته راستنیدل دي.

اوهاد بن آمي، چې لس ورځې پخوا خوشي شوی، همداراز وویل، په شپږ متره ځای کې له شپږو کسانو سره په خورا بد حالت کې بندي و، دی ازادی شو خو نور لا هم بندیان دي.

هغه زیاته کړه چې برمته د اسارت ورځې نه بلکې ثانیې او دقیقې شمېري.

د کابل امنیه قومانداني، د کابل هوایي ډګر ته نژدې د چاودنې راپور رد کړ

کابل، د طالبانو د پولیسو یو سرتېری (آرشیف)
کابل، د طالبانو د پولیسو یو سرتېری (آرشیف)

د طالبانو د امنیتي قوماندانۍ ویاند خالدځدراڼ د کابل هوايي ډګر ته نژدې د چاودنې په اړه راپورونه ردوي.

له دې مخکې ځینو کورنیو رسنیو د سرچینو په حواله راپور ورکړی و، چې نن د کابل د هوايي ډګر پر سړک یوه چاودنه شوې ده.

خو ښاغلي خالد ځدراڼ له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې په کابل کې نن کومه امنیتي پېښه نه ده شوې.

په ټل کې د مالونو د وړونکو موټرو پر کاروان په برید کې یو سرتېری وژل شوی او ۱۵ نور کسان ټپیان دي

هنګو- د جنوري ۴مه، کورمې ته د تلونکو موټرو کاروان
هنګو- د جنوري ۴مه، کورمې ته د تلونکو موټرو کاروان

پاکستاني چارواکي وايي چې د خیبرپښتونخوا له ټل سیمې څخه پاړه چنار ته د مالونو د وړونکو موټرو پر کاروان د برید پرمهال یو امنیتي سرتېری وژل شوی او د پولیسو په ګډون ۱۵ تنه نور ټپیان دي.

د کورمې د پولیسو یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د آزادۍ راډیو مشال څانګې ته وویل چې نن (د سلواغې ۲۹مه) په خوراکي توکو او درملو بار د شاوخوا ۱۳۷ موټرو کاروان چې امنیتي ځواکونو او پولیسو بدرګه کاوه، هغه مهال چې له چپري سیمې څخه پاړه چنار ته روان شو، په وچت او مندریو سیمه کې د وسله والو تر برید لاندې راغی.

د دې چارواکي په وینا په دې برید کې پنځه موټر هم سوځول شوي دي. دا چارواکی زیاتوي چې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ جګړه کې له هیلیکوپټرو څخه هم کار واخیستل شو.

چارواکي وايي چې اوس مهال د ټل او پاړه چنار لاره د سوداګریزو موټرو پرمخ بنده ده.

د اوکرایین په اړه د اروپايي مشرانو بېړنۍ غونډه

د الیزې ماڼۍ پر کړکۍ د اروپا بیرغونه تر سرمشریزې مخکې
د الیزې ماڼۍ پر کړکۍ د اروپا بیرغونه تر سرمشریزې مخکې

د اروپايي هېوادونو مشران نن د یوې بېړنۍ غونډې لپاره د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې راټول شوي دي څو د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ د پلانونو په اړه بحث وکړي.

اروپايي مشران وېره لري چې د اوکراین او روسیې ترمنځ د روانې جګړې د ختمولو په اړه په خبرو کې به دوی ته ونډه ورنه کړل شي. ټاکل شوې چې په دې غونډه کې د جرمني، برتانیا، ایټالیا، پولنډ، هالنډ اسپانیا، ډنمارک او فرانسې مشران د اروپايي ټولنې د شورا مشر انتونو کوستا، د اروپايي کمیسیون مشره اوزولا فان دیرلین او د ناټو عمومي منشي مارک روټه د ولسمشر ټرمپ د طرحې په غبرګون کې پر یوه ګډه ستراتیژي موافقه وکړي.

سویډن وايي له جګړې وروسته اوکرایین ته د سوله ساتي ځواک لېږلو ته چمتو دی

د سویډن د بهرنیو چارو وزیره
د سویډن د بهرنیو چارو وزیره

د سویډن د بهرنیو چارو وزیرې ماریا مالمیر ستینرګارد، ویلي، هېواد یې د اوکراین لپاره تر جګړې وروسته د سولې ساتنې ځواک په چوکاټ کې د سرتېرو لېږلو امکان نه ردوي.

هغې له رویټرز سره په یوه مرکه کې ټینګار وکړ چې لومړی باید یوه عادلانه او دوامداره سوله رامنځته شي چې د نړیوالو قوانینو درناوی وکړي او ډاډ ورکړي چې روسیه په راتلونکو کلونو کې بیا د اوکراین یا بل هېواد پر وړاندې برید نشي کولی.
هغې زیاته کړه چې که داسې سوله ټینګه شي، حکومت به ټول احتمالات په پام کې ونیسي.

دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې د بریتانیا صدراعظمر، کایر سټارمر، اعلان وکړ چې که د روسیې سره د سولې تړون وشي، بریتانیا چمتو ده چې د سولې ساتنې دندې لپاره سرتېري اوکراین ته ولېږي.
سټارمر په یوه بیان کې وویل چې دا پرېکړه یې په اسانه نه ده کړې، خو د اروپا د امنیت لپاره اړینه ده.

په ورته وخت کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، سعودي عربستان ته رسېدلی ترڅو د روسي چارواکو سره د اوکراین جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې وکړي.

جرمني دغه هېواد ته د سلګونو افغانانو الوتنې ځنډولي

ولاړه الوتکه - انځور پخوانی دی
ولاړه الوتکه - انځور پخوانی دی

ځینو جرمني رسنیو راپور ورکړی چې دغه هیواد د سلګونو افغانانو الوتنې ځنډولي او دوه چارټر الوتنې یې لغوه کړې دي. د ویلټ ام زونټاګ ورځپاڼې د راپور له مخې، هغه افغانان چې الوتنې یې ځنډول شوي، لا دمخه یې د جرمني ویزې ترلاسه کړې دي.

ویل شوي چې دا الوتنې د جرمني د بیا میشتیدنې د پروګرام یوه برخه وه چې هدف یې دغه هېواد ته د سلګونو افغانانو لیږدول وو.

ډېری افغانان چې په افغانستان کې یې له جرمن ځواکونو، بنسټونو او موسسو سره اوس مهال له پاکستان او نورو هیوادونو څخه جرمني ته د تلو په تمه دي.

جرمني دغه هېواد ته د افغانانو د لېږد پروسه وروسته له هغه ځنډولې چې تېره پنجشنبه په مونیخ کې یوه افغان کډوال په خپل موټر باندې لسګونه کسان ووهل.

د فرهاد په نوم افغان کډوال چې تر دې برید وروسته نیول شوی خپل موټر په مونیخ ښار کې د تجارت د اتحادیې په لاریونوالو وروست. په هغه برید کې لږ تر لږه ۳۹ کسان ټپیان شول چې له ډلې یې وروسته یوې دوه کلنې ماشومې او ۳۷ کلنې مور یې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

د لومړي ځل لپاره د طالبانو یو پلاوی جاپان ته تللی

د طالبانو یو پلاوی له سفر مخکې، ارشیف
د طالبانو یو پلاوی له سفر مخکې، ارشیف

جاپاني رسنیو ویلي چې توکیو کې د " نیوپون فوندیشن" په نوم یوه بنسټ چې د جاپان ملي ګټو ته کار کوي، د طالبانو یوه پلاوي ته د سفر بلنه ورکړې ده.

د جرمني ( ډي.پي.اې) خبري اژانس لیکلي چې د همدې بلنې پر اساس د طالبانو یو پلاوی جاپان ته تللی چې جوړښت کې یې د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري شامل دی.

خپله ښاغلي نظري د شنبې په ورځ پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د یو رسمي سفر په ترڅ کې جاپان ته روان شوی دی.

دا له کله چې د ۲۰۲۱ کال په اوړي کې طالبان واکمن شوي، جاپان ته یې د یوه چارواکي لومړنی رسمي سفر دی.

تراوسه د سفر د اجنډا او هلته د کیدونکو بحثونو په اړه ډير معلومات نه دي خپاره شوي.

طالبانو تر دې وړاندې د سیمې نورو هېوادونو ته هم ورته سفرونه کړي، خو تراوسه هیڅ یوه هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.

د فنلنډ ولسمشر اوکراین ته د وسلو د لیږلو او پر روسیې د اعظمي فشار غوښتنه وکړه

د فنلنډ ولسمشر الکساندر سټاب
د فنلنډ ولسمشر الکساندر سټاب

د فنلنډ ولسمشر الکساندر سټاب وړاندیز وکړ چې په روسیې همدارنګه باید د شتمنیو بندیزونه هم ولګول شي. دا څرګندونې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا او روسیې ترمنځ د احتمالي خبرو اترو په درشل کې وشوې

د فنلنډ ولسمشر او نور اروپايي مشران د مونیخ د امنیتي کنفرانس په وروستۍ ورځ هڅه کوله چې وښيي اروپا کولی شي د اوکراین په جګړه کې له خبرو څخه عمل ته لاړه شي.

په عین حال کې، فرانسه د یوې غونډې کوربه توب کوي ترڅو د امریکا د قوي ډیپلوماسۍ په وړاندې د اروپا غبرګون پیاوړی کړي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نویل بارو د یکشنبې په ورځ تایید کړه چې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د اروپايي هیوادونو مشران د دوشنبې په ورځ په پاریس کې "بیړنۍ کاري غونډې" ته وربللي ترڅو د اوکرایین په اړه د اروپا د راتلونکو اقداماتو اړوند بحث وکړي.
اروپا دا هڅې د امریکا د تېرې اوونۍ د څرګندونو په دوام کړي.

راپورونه ښيي چې د برتانیا صدراعظم کاییر سټارمر، د ډنمارک صدراعظم میټ فریډریکسن او د پولنډ صدراعظم ډونالډ ټسک د هغو کسانو په ډله کې دي چې ټاکل شوې په دې غونډه کې ګډون وکړي.

د اوکراین له جګړې څخه د چټک وتلو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅو په اروپا کې اندیښنې او بې باوري راپارولې ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG