د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۴

د دایکنډي ولایت بزګران د کوکنارو د بديل کښت د نشتوالي له امله شکایت کوي


طالبان د کوکنارو کښتونو اړولو پر مهال
طالبان د کوکنارو کښتونو اړولو پر مهال

د دایکنډي ولایت بزګران شکایت کوي چې د طالبانو حکومت که څه هم دوی د کوکنارو له کښت څخه منع کړي دي، خو له دوی سره یې د لازمو اقتصادي پروګرامونو او بديل کښت په برخه کې مرستې نه دي کړي.

دایکنډي د افغانستان له هغو لسو ولایتونو څخه دی چې د جمهوري نظام په وروستیو کې د کوکنارو کښت پکې صفر شوی و، خو کله چې طالبان د دوهم ځل لپاره پر افغانستان واکمن شول، بزګرو د دې ولایت په ځينو برخو کې بیا د کوکنارو کښت ته مخه کړه.

بزګران په دې ولایت کې د کوکنارو د بیا کرل کېدو اصلي علت اقتصادي ستونزې او هغو زراعتي بوټو کموالی بولي چې دومره ګټه نه لري.

د دایکنډي ولایت د پاتوی ولسوالۍ یو بزګر شاهنشاه وايي، د دوو کالو راهيسې چې د طالبانو حکومت د کوکنارو کښت بند کړی، دوی د خپلو ځمکو په ځینو برخو کې غنم کرلي دي، خو د طالبانو حکومت دې ته حاضر نه دی چې دا غنم په مناسبه بیه رانیسي او یا یې بازار ته ورسوي.

" هیڅوک نه غواړي چې کوکنار وکري، خو کله چې خلک بېوزله وي، د غنمو کښت ګټه نه ورته کوي او دولت دا غنم له بزګرو څخه را نه نیسي، په دې صورت کې بزګران مجبور دي چې کوکنار وکري، ځکه چې ډېر عاید لري، خو که کوکنار ګټه و نه لري خلک یې نه کري. "

د دایکنډي د میرامور ولسوالۍ یو بل بزګر حسین علي شکایت کوي چې د طالبانو حکومت او مرستندویه ادارو تر اوسه د اصلاح شوو تخمونو او اقتصادي مرستو په برخه کې د دوی لاسنیوی نه دی کړی.

دی د طالبانو له حکومت او مرستندویه ادارو څخه غواړي چې د کوکنارو د کښت منع کولو په صورت کې د زراعت ودې ته پام وکړي او له دوی سره مرسته وکړي.

" د دې لپاره چې کوکنار منع شي باید دولت له بزګرو سره همکاري وکړي، مثلا اصلاح شوي تخمونه، کېمیاوي سره او انجه ورکړي چې بزګران کوکنار و نه کري. "

د ملګرو ملتونو او السيس په نوم بریتانوۍ موسسې د معلوماتو پر بنسټ، په روان شمسي کال کې په دایکنډي ولایت کې ښه ډېر کوکنار کرل شوي وه، خو د طالبانو حکومت یوازې دومره وکولای شول چې د دې ولایت د مرکزي سيمو په څو کلیو کې د کوکنارو کښتونه ویجاړ کړي.

د دایکنډي ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالعلي جاوید ادعا کوي چې سږکال د کوکنارو د کښت په ویجاړولو کې بریالي وه او د راتلونکي فصل لپاره هم هڅه کوي چې د کوکنارو د کښت مخه ونیسي.

" د څو عملیاتو په نتیجه کې په دایکنډي ولایت کې شپږ پنځوس نیم جریبه ځمکه د کوکنارو له بوټو څخه پاکه شوه. د نشه يي موادو د رانیولو او خرڅولو د اووه اتیا قضیو په تړاو هم درې اتیا تنه نیول شوي چې تر لومړنیو څېړنو وروسته یې دوسیې محکمې ته سپارل شوي دي. "

که څه هم د طالبانو حکومت ټينګار کوي چې په راتلونکي فصل کې هر ډول چې کېږي د کوکنارو د کښت مخه به نيسي، خو ملګري ملتونه او څارونکي بنسټونه وايي چې، د بدیل کښت او اقتصادي مرستو پرته د زور له لارې د کوکنارو د کښت منع کول به عملي او ښه پایله و نه لري.

د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې په خپل یوه راپور کې ویلي، طالبان تر اوسه نه دي توانېدلي چې د بزګرو اړتیاوي پوره کړي او دا وضعیت به د دې سبب شي چې، په

راتلونکو کلونو کې د کوکنارو د کښت منع کولو په برخه کې د طالبانو پرېکړه له ستونزو سره مخ شي.

XS
SM
MD
LG