د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۳۰

خبرونه

د طالبانو یوه مخالفه ډله په یوه حمله کې د ۳ طالبانو د وژلو ادعا کوي

د افغانستان د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو یوه مخالفه ډله ادعا کوي چې په هرات کې د دوی د وسلوالو په حمله کې تېر ماښام د طالبانو درې غړي وژلي او دوه نور ټپیان کړي دي.

دغې جبهې پر خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) نن دوشنبه لیکلي، چې دغه حمله د چوک سینما د تالاشۍ په پوسته کې د طالبانو د مشرانو پر لېږدوونکي پوځي موټر شوې ده.

ځینو رسنیو تېر ماښام په هرات کې د چاودنې په باب راپور ورکړی و. طالبانو د افغانستان د ازادۍ جبهې د دې تازه ادعا په باب څه نه دي ویلي او ازادي راډیو هم دغه ادعا په بې پرې ډول نه شي تاییدولی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

افغانستان د ویسټ انډیز په وړاندې په کرکټ کې بریا خپله کړه

د ویست اندیز په وړاندې د یوې لوبې انځور
د ویست اندیز په وړاندې د یوې لوبې انځور

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ویسټ انډیز په وړاندې لومړۍ شل اووریزه لوبه وګټله.

دا لوبه بېګا په دوبۍ کې وشوه.

افغان لوبډلې د ویسټ انډیز لپاره د ۱۸۲ منډو هدف ورکړی وو. ویسټ انډیز په شلو اورونو کې ۱۴۳ منډې وکړای شوې. افغانستان لوبه د ۳۸ منډو په توپیر وګټله او د ویسټ انډیز په وړاندې د دریو لوبو دا سیریز یې په یوې بریا سره پيل کړ.

اخوا تمه ده سبا د افغانستان د نولس کلنو د کرکټ ملي لوبډله په نړیوال جام کې له تانزانیا سره مخامخ شي۔

د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډلې تردې مخکې په خپل ګروپ کې ویسټ ‌انډیز او جنوبي افریقا ته ماتې ورکړې.

په دې توګه، دا مهال د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلونو کم عمره ملي لوبډله د نړیوال جام د ډي ګروپ په جدول کې په لومړي مقام کې ده۔

دا نړیوال جام د زیمبابوې او نامیبیا په ګډ کوربتوب پیل شوی.

د افغانستان، ویسټ ‌انډیز، جنوبي افریقا او تانزانیا لوبډلې په ډي ګروپ کې سیالۍ کوي.

یوې افغان مېرمنې زرقا یفتلي د "زاید د انساني اخوت" جایزه وګټله

د زاید د انساني اخوت د جایزو ګټونکې افغان مېرمنه زرقا یفتلي
د زاید د انساني اخوت د جایزو ګټونکې افغان مېرمنه زرقا یفتلي

د جایزو د دغه سازمان په رسمي پاڼه کې د خپرې شوې اعلامیې له مخې، د ۲۰۲۶ کال د انساني ورورګلوۍ لپاره د زاید جایزې ګټونکې د دوشنبې په ورځ (د جنوري ۱۹مه) اعلان شوې.

په اعلامیه کې ویل شوي زرقا یفتلي چې یوه زړوره او ژمنه ښځه ده د ښځو او ماشومانو لپاره د زده کړې د حق غوښتنې، په افغانستان او له هغه ورهاخوا تر یو لکو زیاتو کسانو ته د تعلیمي زمینې او رواني ټولنیز ملاتړ د چمتو کولو له امله ستایل شوې ده.

زرقا یفتلي ویلي چې د ۲۰۲۶ کال د ګټونکې په توګه د هغې انتخاب د افغان میرمنو لپاره "قوي او معنی لرونکی پیغام" لري.

د انساني ورورګلوۍ/اخوت لپاره د زاید جایزه یوه نړیواله جایزه ده چې د شیخ زاید بن سلطان النہیان په نوم نومول شوې او هغو اشخاصو یا ادارو ته ورکول کیږي چې د سولې، ګډ ژوند، د انسانانو ترمنځ د ورورګلوۍ، د مذهبونو د خبرو اترو او د انساني وقار لپاره یې غوره ونډه اخیستې وي.

په شهرنو کې چاودنې ځینو کسانو ته مرګژوبله اړولې

د شهرنو د چاودنې اړوند انځور
د شهرنو د چاودنې اړوند انځور

نن د کابل په شهرنو سیمه کې یوې چاودنې ځینو کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.
په کابل کې د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې چاودنه د کابل ښار د څلورمې حوزې اړوند د شهرنو ګلفروشي کوڅې په یوه هوټل کې شوې او تلفات یې اړولي دي.
هغه لیکلي چې د چاودنې د نوعیت په اړه پلټنې روانې دي.

مخکې د طالبانو په حکومت کې یوې بلې معتبرې سرچینې، چې د موضوع د حساسیت له امله یې د نوم د نه خپرېدو غوښتنه وکړه، ازادي راډیو ته تایید کړه چې ښايي پېښه د ماین د چاودنې له کبله رامنځته شوې وي.

د سرچینې په وینا، چاودنه، چې د کابل په وخت شاوخوا ۳:۰۰ بجې شوې، یو شمیر خلک پکې مړه او ټپیان شوي دي.

دغه طالب چارواکي نور جزییات ورنه کړل.

تر اوسه پورې، هیڅ چا یا ډلې د پیښې مسؤولیت په غاړه نه دی اخیستی.

ګڼو کورنیو رسنیو کې د دې چاودنې اړوند ویډیوګانې او عکسونه هم خپاره شوي.

په شهرنو کې چاودنه شوې؛ رسنیو خلکو ته د مرګژوبلې د اوښتو راپور ورکړی

تازه خبر
تازه خبر

د کابل په شهرنو سیمه کې نن ماسپیښین یوه چاودنه شوې ده.

د راپورونو له مخې چاودنه د شهرنو په ګلفروشي کوڅه کې شوې.

د طالبانو امنیتي چارواکو لا رسماً د دغه خبر تر لیکلو پورې د یادې چاودنې په اړه معلومات نه دي ورکړي.

ګڼو کورنیو رسنیو کې د دې چاودنې اړوند ویډیوګانې او عکسونه خپاره شوي.

خلکو ته د مرګژوبلې د اوښتې راپورونه هم ورکړل شوي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو ټلویزیون مرستیال هدایت الله هدایت بیا په خپله ایکس پاڼه ادعا کړې چې : «د ګلفروشۍ په کوڅه کې په یوه محلي رسټورانټ کې د کارکوونکو د بې احتیاطۍ له امله د ګاز ډبې چاودنه را منځته شوې.»

د افغانستان او ویسټ انډیز شل اووریزه لوبه

Afghanistan and West Indies Cricket Captains
Afghanistan and West Indies Cricket Captains

د افغانستان او ویسټ اندیز د کرکټ ملي ټیمونه نن په یوه نړیواله شل اووریزه لوبه کې سره مخ کېږي.

دا لوبه په دوبۍ کې ده چې د افغانستان په وخت به ماښام اوه بجې پیل شي.

افغانستان او ویسټ اندیز تر راتلونکي نړیوال شل اووریز جام مخکې دری شل اووریزې نړیوالې لوبې لري.

د ملي ټيم روزونکي جاناټن ټراټ په خبري کنفرانس کې وویل چې لوبغاړي دغو لوبو ته چمتو دي او د راتلونکي نړیوال جام تر مخه د مورال له پلوه د دغو لوبو ګټل خورا مهمه دي.

اخوا د افغانستان د نولس کلنو کرکټ ملي ټیم پرون ویسټ اندیز ته په نړیوال جام کې لویه ماته ورکړه.

افغان ځوانانو ۲۶۳ هدف ورکړی وو خو ویسټ انډيز په ۱۲۴ اوټ شو.

په دې ترتیب د افغانستان د نولس کلنو ملي ټیم دمګړۍ د نړیوال جام د ډي ګروپ لومړی مقام لري.

دوی په خپله اولنۍ لوبه کې جنوبي افریقا ماته کړې وه.

په هسپانیه کې د ریلګاډو په ټکر کې ۳۹ کسان مړه شوي

د هسپانیې جنوب کې د ټرینونو د ټکر یو انځور
د هسپانیې جنوب کې د ټرینونو د ټکر یو انځور

په هسپانیه کې د دوو چټکو ټرینونو/ریل ګاډو په ټکر کې ۳۹ کسان مړه او ۱۵۲ نور ټپیان دي.

لومړنی ټرین له خپلې لیکې وتلی او بل یو له مخ پرې لګېدلی.

پېښه یکشنبه ناوخته د هسپانیې د جنوبي ولایت کوردوبا اداموز سیمې ته نږدې شوې.

په دواړو ټرینونو کې لږ تر لږه ۴۰۰ کسان ناست وو.

چارواکو ویلي د پېښې له امله د لږ تر لږه ۲۰۰ نورو ټرینونو د حرکت مخه ډب او سفرونه ځنډېدلي.

د کریکـټ د U-19 په نړیوال جام کې نن درې لوبې کیږي

دافغانستان دکریکټ U-19 ټیم ، ارشیف
دافغانستان دکریکټ U-19 ټیم ، ارشیف

د کرکټ د نولس کلنوکم عمره لوبډلو د نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې نن دوشنبې درې لوبې ترسره کیږي.

پاکستان له اسکاټلنډ، سریلانکا له ایرلنډ او جنوبي افریقا له تانزانیا سره لوبې کوي. په دې نړیوال جام کې چې لوبې یې نامیبیا او زیمبابوې کې ترسره کیږي، د افغانستان لوبډلې پرون یکشنبې خپله دوهمه لوبه چې له ویسټ انډیزسره وه، د ۱۳۶ منډو په توپیروګټله.

له دې مخکې افغانستان خپله لومړۍ لوبه له جنوبي افریقا څخه هم ګټلې وه. په خپل ګروپ کې د افغانستان دریمه لوبه د راتلونکې چهارشنبې په ورځ له تانزانیا سره ده.

افغانستان چې په خپل ګروپ کې یې تراوسه دواړه لوبې ګټلي دي د ګروپ تر ټولو لوړ مقام کې دی .


ایران کې ډیر محدود انټرنټی خدمات دلاسرسي وړ دي

د راپورونو له مخې په ایران کې محدود انټرنېټي خدمات د لاسرسي وړدي او د هیواد دننه کارونکوته د VPN له لارې د وصل کېدو امکان برابرشوی.

د «نېټ بلاکس» په نوم د انټرنېټ د څار ادارې د یکشنبې د ورځې ناوخته وویل، سره له دې چې په ایران کې د عادي انټرنېټ په وصلیدو کې ګډوډي له ۲۲۸ ساعتونو وروسته هم دوام لري، د انټرنېټ د ټرافیک اړوند موندنې ښيي چې په ځینو شبکو، لکه ګوګل کې محدودو آنلاین خدمتونو ته لاسرسی بېرته فعال شوی.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د فرداڅانګې د راپورله مخې د شنبې د ورځې له لومړیو ساعتونو د ایران په ځینو ښارونو کې د انټرنېټ محدود لاسرسی وو، خو څو ساعته وروسته یو ځل بیا پرې شو.

د پراخو اعتراضونو په تعقیب، د ایران حکومت د تېرې پنجشنبې له ماښام وروسته په ټول هیواد کې انټرنېټ په بشپړه توګه قطع کړ.

دبرلین فیستوال سږکال د شهربانو سادات په فلم پیلیږي

افغانه سکرین لیکونکې او ډایرکټره شهربانو سادات، ارشیف
افغانه سکرین لیکونکې او ډایرکټره شهربانو سادات، ارشیف

د برلین د فلمونومشهور نړیوال فستیوال به سږکال د افغان فلم جوړونکې شهربانو سادات له خوا په جوړ شوي فلم پرانیستل شي.

د برلینالي فیستیوال اعلامیه وايي د «No Good Men» په نوم فلم به د فستیوال پرانیستونکی فلم وي.

په اعلامیه کې د دې فستیوال د مشرې، تریشیا توتیل، له قوله ویل شوي چې: "شهربانو سادات د نړۍ په سینما کې له تر ټولو هیجانوونکو غږونو څخه یوه ده."

شهربانو سادات له دې وړاندې هم د خپلو فلمونو « لیوه او پسه» او «روزنتون» له لارې د نړۍ په نورو معتبرو فلمي فستیوالونو کې ګډون کړی دی.

د برلین د فلمونو دغه ۷۶ کلن فستیوال به د راتلونکې فبرورۍ میاشتې په ۱۲مه پیل شي.

برلینالي د اوسکار او ګولډن ګلوب ترڅنګ د نړۍ تر ټولو معتبرو هنري فلمي فستیوالونو څخه ګڼل کېږي، چې هر کال د جرمني په پلازمېنه برلین ښار کې تر سره کېږي.

د طالبانو حکومت :د کوچنیانو لپاره دولتي روزنتونونه پرانیستل شوي

د طالبانو د حکومت د کاراو ټولنیزو چارو وزارت وایي، د افغانستان په ټولو ولایتونو کې یې د هلکانو او نجونو لپاره په لسګونو جلا روزنتونونه پرانیستي او له خصوصي روزنتونونو څخه ماشومان په دغو روزنتونونوکې د ښوونې او روزنې لپاره ځای پرځای کیږي.

د دې وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي د یکشنبې په ورځ د طالبانو ترکنټرول لاندې ملي راډیو ټلویزیون ته وویل چې تراوسه پورې دا ډول شپیته دولتي روزنتونونه په ټول افغانستان کې فعال شوي چې شاوخوا لس زره نجونو او هلکانو ته پکې په جلاتوګه ښوونه او روزنه ورکول کیږي.

هغه وویل، د دې کارهدف دادی چې د ماشومانو د ښوونې او روزنې ته ځانګړې پاملرنه وشي.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د یوشمیرخصوصي روزنتونونو مسولینو د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې طالب چارواکوپه شفاهي ډول ورته ویلي چې خپل روزنتونونه وتړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG