خبرونه
د طالبانو ټولګټو وزارت: د سالنګونو لویې لارې د پاکولو چارې بشپړې شوې

د طالبانو ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې د سالنګونو لویې لارې د پاکولو چارې بشپړې شوې او نن سهار اووه بجې د هر ډول مسافروړونکو موټرو پرمخ پرانیستل شوه.
دغه لار د درنې واورې اورېدو او توفان له کبله تېره جمعه د هر ډول وسایطو پرمخ تړل شوې وه.
د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس نن دوشنبه پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، دغه لاره سهار اووه بجې د لویو او کوچنیو مسافروړونکو موټرو پرمخ پرانیستل شوې ده.
هغه وړاندې ویلي، چې د دې لارې په بېلابېلو ساحو کې د شګو او مالګې د شیندلو چارې روانې دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
بلوڅ بېلتونپاله: دوه سوه څوارلس برمته پاکستاني پوځیان مو وژلي دي

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري د جمعې په ورځ وویل، په بلوچستان کې یې له برمته شوي ریلګاډي درې سوه څلور پنځوس مسافر ژغورلي دي.
د احمد شریف چودري په وینا د ترهګرو پرضد د عملیاتو پرمهال د اتلسو امنیتي سرتیرو په ګډون شپږ ویشت مسافر وژل شوي او درې دیرش ترهګر یې له منځه وړې دي.
بل لور ته د بلوڅانو ازادي غوښتونکي پوځ( بي ایل اې) چې د امریکا متحد ایالتونه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پيژني، ویلي دي چې دوی اسلام اباد ته اته څلویښت ساعتونه وخت ورکړی و، هغوی د دوی بندیان خوشي نه کړل نو ټول دوه سوه څوارلس برمته پوځیان یې ووژل.
( بي ایل اې) د عملیاتو پرمهال د خپلو دولسو وسله والو د وژل کیدو تایید کړی دی.
ازادو سرچینو لا تر اوسه د دې وړاندې شویو شمیرو پخلی نه دی کړی.
تیره اونۍ سې شنبې د بلوچستان په بولان سیمه کې وسله والو یو ریلګاډی له مسافرو سره برمته کړ، په دې ریلګاډي کې تر څلور سوه ډيرې سورلۍ وې چې بلوڅ یاغیان ادعا کوي چې د دوی په ډله کې په سلګونو پوځيان وو.
ټرمپ: په عراق کې مو د داعش یو مشر وژلی دی

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله خواله رسنۍ( سوشل تروت) کې لیکلي دي چې د امریکا زړورو جنګیالیو په عراق کې د اسلامي دولت ډلې، داعش یو مشر وواژه.
ډانالډ ټرمپ لیکلي دي چې دا کس امریکایي ځواکونو وڅاره او د هغه پرضد د عراق د حکومت او د عراقي کردستان د چارواکو په همغږۍ عملیات ترسره شول.
د عراق صدراعظم محمد شیعه السوداني پرون ویلي و چې د داعش د عراق او سوریې مشر عبدالله مکي مصلح الرفیعي چې په ابوخدیجه مشهوره و د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ایتلافي ځواکونو په ملاتړ ووژل شو.
واشنګتن په دوه زره درویشتم کال کې الرفیعي د داعش د مشر او یوه نړیوال ترهګر په توګه معرفي کړی و.
د امریکا سنا مجلس د حکومتي لګښتونو د بندیدو مسوده تصویب کړه

د امریکا د متحد ایالتونو سنا د حکومتي لګښتونو مسوده تصویب کړه چې له دې سره د حکومتي چارو د جزوي بندیدو مخه ونیول شوه.
د جمعې په ورځ د سنا څلور پنځوس غړیو بودیجې ته موافقې او شپږ پنځوس نورو مخالفې رایي ورکړې.
دا مسوده هغه وخت تایید شوه چې د سنا د اقلیت مشر چک شومر په ګډون یو شمیر ډیموکراتانو موافقه ورسره وکړه.
د جمهوري غوښتونکو تر واک لاندې استازیو جرګې د اونۍ په پيل کې دا مسوده تصویب کړې وه او حکومت ته یې د مارچ د څوارلسمې تر نیمې شپې وخت ورکړی و، که یې سنا تایید نه کړي حکومتي چارې به په جزیي توګه بندې شي.
دا بودیجه حکومتي لګښتونه د تیرمالي کال په کچه شاوخوا اووه میلیارډه ډالر کموي او دا پیسې پوځي لګښتونو ته ځانګړې کیږي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلې خواله رسنۍ ( سوشل تروټ) کې چک شومر ته مبارکي ورکړه او د هغه زړورتیا یې وستایله.
د ترکیې په منځګړیتوب د سوریې واکمن حکومت او دیموکراتیکو ځواکونو د سوریې د امنیت په اړه خبرې کړي دي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وایي ، د ترکيې پلاوي دمشق ته د سفر پر مهال د سوريې د ډيموکراتيکو ځواکونو او د دغه هېواد دحکومت ترمنځ د هوکړې په اړه خبرې اترې کړي دي.
د سوریې دموکراتیک ځواکونو مشري کردان کوي او متحده ایالات یې ملاتړ کوي.
د ترکیې په پلاوي کې د بهرنیو چارو او دفاع وزیران او د دغه هېواد د پوځي استخباراتو مشر هم شامل دی، چې د پنجشنبې په ماښام سوریېته ولاړل.
فیدان د ترکیې ۱۰۰ تلویزیون یو خبریال سره په مرکه کې وویل د ترکیې پلاوي د سوریې چارواکو ته د ترهګرۍ ضد جګړې په اړه د ترکیېحساسیتونه روښانه کړي او ویلي یې دي چې انقره د دغې موافقې د عملي کول ګام په ګام تعقیب او څاري.
د روغتیا نړیوال سازمان تازه خبرداری: په افغانستان کې د شري ویروس د بیا خپرېدو خطر شته

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اچ او) په اروپا، امریکا او افغانستان کې د شري ویروس د بیا خپرېدو خبرداری ورکړی دی.
په هغه اعلاميه کې چې د جمعه په ماښام د (BMJ) په نامه چې د روغتيايي مسايلو په اړه ژورنال کې ده، ويل شوي چې په اروپا، شمالي امريکااو افغانستان کې د شري پېښې په تېرو ۲۵ کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې دي.
یوازې د اروپا په هغه برخه کې چې د روغتیا د نړیوال سازمان تر څارنې لاندې ده، د دغې ناروغۍ ۱۲۷ زره پېښې ثبت شوي چې په ټکو یې له۱۹۹۷ کال راهیسې بې ساري دي.
د راپور په ټکو، په هغه کال کې دا شمېر ۲۱۶ زره پېښې وي.
دا شمېرې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق، یونیسف او د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په ګډه څیړنه کې خپرې شوې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د ژورې پاملرنې او د واکسین د یوې لویې پروسې پرته، دا ناروغي به په ګڼ شمیر خلک اخته کړي.
د یونیسف د شمېرو له مخې، په افغانستان او پاکستان کې هم د شري د پېښو شمېر زیات شوی دی.
پاکستان: د تورخم دروازه تر هغې نه خلاصوو څو طالبان په سیمه کې د مورچلو جوړولو مخه ونیسي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، چې د تورخم لاره به تر هغو خلاصه نه کړي، څو چې طالبان په پوله کې د مورچلو د جوړولومخه ونه نیسي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې چې پرون خپره شوې په ې راغلي چې د دې پولې د تړلو علت چې ۲۲ ورځې تېرې اوړي، دطالبانو لخوا د پاکستان په خاوره کې د امنیتي پوستو د جوړولو لپاره د هڅو مستقیمه پایله ده.
پاکستان ادعا کوي چې د دې لارې د خلاصون غوښتونکي دي خو په خبره یې په دې خاوره کې به د افغانستان مورچلو جوړولو ته اجازه ورنهکړي.
پاکستان دغه راز ادعا کړې چې د افغانستان له لوري دغه ډول اقدامات مخکې هم شوي او پاکستان په ځلونو ورته په دې اړه خبرداری ورکړیدی.
خو طالبان ادعا کوي چې دا مورچلې د افغانستان خاوره کې جوړوي.
جرمني، هالنډ، کاناډا او استرالیا غواړي طالبانو سره د افغانو ښځو د حقونو په اړه خبرې وکړي

جرمني هالند، کاناډا او استرالیا غواړي د طالبانو له حکومت سره په افغانستان کې د بشري او ښځو حقونو اړوند خبرې وکړي.
د هالند د حکومت د چارواکو ویلي چې دا خبرې د پنجشنبې په ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په ناسته کې مطرح شوې دي.
په ملګرو ملتونو کې د هالند د بشري حقونو استازې کاتیا لازیو katja Lasseur وویل، دا وړاندیز د عدالت په نړیواله محکمه کې د یو بالفعله بهیر په لور لومړنی ګام دی.
مېرمن لازیور «له افغانستانه تر نیویارکه، افغان ښځې د عملي اقداماتو غوښتونکې دي.» په نوم ناسته کې وویل چې دوی د دې مذاکراتو د پیلغوښتنه کړې او دا د عدالت نړیوالې محکمې (ای سي جي) د بهیر پر لور لومړنی ګام دی
نوموړې زیاتې کړه که خبرې اترې کومې پایلې ته ونه رسېږي دوی به منځګریتوب ته مخه کړي او په خبره یې که د منځګړیتوب نه هم کومه هوکړه ترلاسه نه شوه، موضوع به د عدات نړیوالې محکمې ته وسپاري.
یو شمېر هېوادونو هم په همدې غونډه کې وړاندیز وکړ چې له طالبانو سره هر ډول ډیپلوماټیکه اړیکه باید په ټولنه کې د ښځو د حقونو او رول سرهتړاو ولري.
په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په ښوونځیو کې له شپږم ټولګیو پورته او روغتیایيانسټیټوټونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز ولګوه د پوهنتونونو دروازې یې پرې وتړلې او ښځې یې هم له کاره راګرځولي دي.
د طالبانو په یوې امنیتي غونډه کې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني حضور نه درلود

د طالبانو امنیتي غونډه د دوی د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني له ګډون پرته ترسره شوه.
د طالبانو امنیتي او تصفیوي کمیسیون په ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې د امنیتي او تصفیوي چارو مرکزي کمیسیون مسوول او د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ په کندهار کې ناسته ترسره شوه چې په دې غونډه کې د کورنیو چارو د وزارت په استازیتوب د دې وزارت مرستیال ملا محمد ابراهیم صدر، د مشرتابه د دفتر استازي مولوي نذیر احمد ناصر او د کندهار والي ملا محمد شیرین اخند په شمول د کمیسیون ټولو غړیو ګډون کړی وو.
د طالبانو د امنیتي او تصفیوي چارو د کمیسیون په وینا دا غونډه د پنجشنبې په ورځ د امنتي چارو د لا پياوړتیا په هدف په کندهار کې ترسره شوه.
د روسیې یو تعبه په اوکراین کې د جنګي جرمونو په تور په فنلنډ کې مجرم وپیژندل شو

د روسیې یو تعبه په اوکراین کې د جنګي جرمونو په تور په فنلنډ کې مجرم وپیژندل شو.
د فنلنډ په پلازمینه هلسنکي کې یوې محکمې اته دیرش کلن وسلاف توردن په دوه زره څوارلسم کال کې د اوکراین په ختیځ کې په څلورو مواردو کې په جنګي جنایتونو محکوم کړ.
دا روسی د دوه ویشت اوکرایني سرتیرو د وژلو او د څلورو نورو د ټپي کیدو په پيښو کې په لاس لرلو محاکمه شو.
وروسته تر دې چې دا کس په دوه زره درویشتم کال په جولای کې په فنلنډ کې ونیول شو، اوکرایني چارواکو د هغه د ورسپارلو غوښتنه وکړه خو د فنلنډ سترې محکمې دا غوښتنه رد کړه، د اوکراین د زندانونو شرایطو ته یې اندیښه ښکاره کړه او ویې ویل چې ممکن له دې تورن کس سره هلته ناسم چلند وشي.
د G7 ډيپلوماتان: د ایران له لورې د خلکو نیول او په بهر کې وژل زیات شوې دي

د نړۍ د اوو ستر صنعتي هیوادونو یوشمیر دیپلوماتانو خبرداری ورکړ چې د ایران له لورې د خلکو نیول او په بهر کې وژل زیات شوې دي.
رویټرز اژانس څرګندوي چې د بریتانیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، ایتالیا، جاپان او د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیرانو د پنجشنبې په ورځ دا خبرداری په هغه مسوده کې ورکړی دی چې دې اژانس ترلاسه کړې ده.
جي اووه په یوه بیان کې ویلي دي چې تهران په منځني ختیځ کې د بې ثباتۍ اصلي سرچینه ده او په ورته وخت کې دغو هیوادونو له ایرانه غوښتي دي چې د اټومي پروګرام په تړاو دې خبرو ته مخه کړي.
دا مسوده پرون وړاندې شوه او داسې ښکاري چې د نن ورځې په وروستیو کې به د جي اووه د بهرنیو چارو وزیرانو له لورې تصویب شي.