خبرونه
ایران وايي، په روغتونونو کې یې ۷۰۰ افغان ډاکتران کار کوي
د ایران حکومت ویلي چې شاوخوا ۷۰۰ سوه افغان ډاکتران د ایران په روغتونو کې په کار بوخت دي.
د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو کډوالو د ادارې رییس نادر یاراحمدي په یوه بیان کې ویلي چې دا افغان روغتیاپالان د ایران د هستوګنې قانوني اسناد لري او له خدمتونو برخمن دي.
هغه په عین حال کې ویلي چې په دغو قانوني او تحصیل کړیو افغانانو سربېره یوه لویه برخه افغانان په ناقانونه توګه هلته مېشت دي.
د ایران د کورنیو چارو وزارت د دغه مقام په خبره دوی په تېرو دریو کلونو کې شاوخوا دری میلیونه افغان کډوال له ایران ایستلي وو چې د ده په خبره په افغانستان کې د سختو شرایطو له کبله بېرته ایران ته ورغلي دي.
هغه خبرداری ورکړ چې دا کډوال به بېرته باسي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر د لویدیځ بالکان هېوادونو د سفر په لړ کې نن مونتي نیګرو او سربیا ته ځي
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادفول د یکشنبې په ورځ د شپږو لویدیځ بالکان هیوادونو په سفر کې سارایوو ته ورسید چې له اروپایي ټولنې سره د دغو هېوادونو د یوځای کېدو پر سر خبرې وکړي.
د جرمني خبري اژانس ویلي، وادفول د بوسنیا هرزګوینا له چارواکو سره خبرو کې ویلي، د اروپا په زړه کې سوله او ثبات یوه اړتیا ده او د بوسنیا له حکومت څخه یې وغوښتل چې د اروپايي اتحادیې په لور خپل سفر ته دوام ورکړي.
ټاکل شوې ده چې نوموړی نن دوشنبې مونټینیګرو او البانیا ته سفر وکړي او ماښام سربیا ته الوتنه وکړي.
وادفول تر سفر مخکې له بالکان هېوادونو وغوښتل چې نور اصلاحات هم عملي کړي.
عراقچي: ایران د اسراییل او امریکا له بریدونو وروسته د یورانېمو پخول درولي دي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي، هېواد یې پر دوی د اسراییل او امریکا د جون میاشتې تر ویجاړونکو بریدونو وروسته، هیڅ ځای کې یورانیم نه پخوي.
عراقچي پرون یکشنبه ( د لړم ۲۵مه) یوې غونډې ته وویل، ایران که څه هم ځان ته د دې کار حق ورکوي، خو په وینا یې دا کار نه کوي او ټولې اټومي بټۍ یې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې تر څار لاندې دي.
اسراییل او متحده ایالتونو په تېره جون میاشت کې د ایران پر مهمو اټومي او پوځي تاسیساتو بریدونه وکړل او د پام وړ زیان یې ور واړوه.
په واشنګټن کې د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو مرکز، چې د سپوږمکۍ انځورونه یې څیړلي وایي، د ایران په دریو ویجاړو شویو بټیو اصفهان، نطنز او فوردو کې ډېر کم فعالیت ترسترګو کیږي.
دغو څيړونکو ویلي، یوازې نطنز اټومي بټۍ ته نژدې پیکاکس غره کې د رغونې چارې پيل کړي دي.
د فرانسې له یوه موزیم څخه د سل میلیونه ډالرو په ارزښت غلا شویو ګاڼو د موندلو هڅې روانې دي
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر وایي، د لوور له مشهور موزیم څخه د غلا شویو ګاڼو د بیرته موندلو هیلې شته.
د جرمني د خبري اژانس پر اساس لوران نونز نن یکشنبه ( د لړم ۲۵مه) ویلي، هیڅ شواهد نشته چې وښيي غلا شوې ګاڼې دې چیرته پلورل شوې وي.
د اکتوبر په ۱۹مه د غلو یوې ډلې له لوور موزیم څخه د شاوخوا سل میلیونه ډالرو په ارزښت ګاڼې غلا کړې.
غلو د موزیم مخې ته یو بارړونکی موټر چې لوړو ودانیو ته د ختلو پر وسیلو سمبال و، پارک او بیا یې غلا وکړه.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر وایي، د څلورو مشکوکو غلو له ډلې احتمالا درې تنه یې نیول شوي دي.
لغمان کې ترافیکي پیښې ۶ تنه مړه کړي
په لغمان کې د طالبانو یو امنیتي چارواکی وايي چې په دې ولایت کې په یوه ترافیکي پیښه کې شپږ کسان مړه شوي دي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د لغمان د امنیې قوماندانۍ د ویاند یونس یوسفزي له قوله ویلي چې پيښه نن سهار په قرغه یی ولسوالۍ کې د موټر د چپه کېدو له کبله شوې.
د هغه په وینا، په دې پیښه کې د یوې ښځې او ماشوم په ګډون شپږ کسان مړه شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
د پيښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي بلل شوې ده.
ترکیه کې په ظاهره غذایي مسمومیت د یوې جرمني کورنۍ درې غړي مړه کړي
د ترکیې پولیسو د خوړو د مشکوک مسمومیت له کبله د یوې جرمنۍ میرمنې او دوو ماشومانو تر مړینې وروسته درې تورن کسان نیولي دي.
دغه جرمنۍ ښځه له خپل خاوند او یوه شپږ کلن زوی او درې کلنې لور سره د تیرې اونۍ په یکشنبې استانبول ته تللي وو.
د ښځې خاوند د روغتون د بیړنیو حالاتو په څانګه کې بستر دی.
د پیښې په اړه پلټنې روانې دي.
د ترکیې انادولو خبري اژانس ویلي، درې تورن کسان د هغه هوټل کارکوونکي دي چې د دغې جرمنۍ کورنۍ کوربه توب یې کاوه.
د جرمني خبري اژانس بیا ویلي، ټول نیول شوي تورن کسان ۷ تنه دي.
تراوسه لابراتواري څیړنې نه دي بشپړې شوي، خو د مرګ لامل په ظاهره غذایي مسمومیت بلل شوی دی.
تر دې پيښې وروسته دوه نور ګرځندویان هم د مسمومیت له کبله په روغتون کې بستر شوي دي.
د افغانستان کریکټ الف لوبډله سریلانکا ته تر ماتې ورکولو وروسته له بنګله دېش سره مخامخ کیږي
د اسیا د ځوانانو په شل اوریز کریکټ جام کې سبا ( دوشنبه د لړم ۲۶مه) د افغانستان د کریکټ الف لوبډله د بنګله دیش له الف لوبډلې سره لوبه لري.
لوبه د کابل په وخت ماښام ۷ بجې د قطر پلازمېنه دوحه کې ترسره کیږي.
افغان لوبډلې تیره ورځ د همدې سیالیو په لړ کې سریلانکا ته په دریو ویکټو ماته ورکړه.
سریلانکا د پچې په ګټلو سره توپ وهنه پيل او افغان لوبډلې ته یې د ۱۷۱ منډو هدف ورکړ.
افغان لوبډلې وکولای شوای چې په وروستي اور کې دغه هدف پوره او لوبه وګټي.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي په انرژي سکتور کې د پراخو اصلاحاتو ژمنه کوي
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي په انرژي سکتور کې د پراخو اصلاحاتو ژمنه وروسته لدې وکړه چې په دغه سکتور باندې د پراخ اداري فساد تورونه لګیدلي او ویل کې چې د ولسمشر یو پخوانی ملګری او سوداګري شریک هم په کې لاس لري.
زیلنسکي د شنبې په ورځ وویل چې لږترلږه د انرژي د دریو دولتي شرکتونو مشران به ګوښه کړای شي او په ځای به یې نور کسان وګمارل شي او نوربدلونونه هم په لار دي.
زیلینسکي په خواله رسنیو کې وویل : " د انرژي د سکتور په لویو دولتي شرکتونو کې بشپړ اصلاحات پیلوو."
وبه لیدل شي چې ایا دا بدلونونه به د زیلینسکي څخه د ولسي فشار کمولو او د کیف د لویدیځو متحدینو د قناعت لپاره کافي وي کنه.
په داسې حال کې چې اوکراین د روسیې دیرغل په وړاندې جنګیږي لویدیځو متحدینو له کیف غوښتي چې دادارې فساد د مخنیوي لپاره لازیاتې هلې ځلې وکړي.
د غزې په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې اختلاف
د غزې د شخړې دحل په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې اختلاف رامینځ ته شوی دی.
د جرمني خبري اژانس رپوټ ورکوي چې متحدوایالاتو او روسیې د غزې د شخړې په اړه امنیت شورا ته د پریکړه لیکونو متضادې مسودې وړاندې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ډیپلوماتانو په وینا امنیت شورا امکان لري راتلونکې اونۍ په دې هکله رایې واخلي.
د متحدو ایالاتو لخوا د پریکړه لیک وړاندې سوې مسوده هڅه کوي د منځني ختیځ دسولې لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پلان ملاتړ وشي.
په ملګرو ملتونو کې دامریکايی ډیپلوماتانو د پنجشنبې ورځې اعلامیې وویل: "موږ د امنیت شورا څخه غوښتنه کوو چې د دې تاریخي شیبې څخه ګټه پورته کړي ترڅو د دې پریکړه لیک ملاتړ کولو سره په منځني ختیځ کې د تلپاتې سولې لپاره لاره هواره کړي."
مصر، قطر، متحده عربي امارات، پاکستان، سعودي عربستان، اردن او ترکیې د متحده ایالاتو د مسودې ملاتړ کړی دی.
خو روسیې خپل پریکړه لیک وړاندې کړی، چې په کې فلسطین د یو دولت په توګه پیژندل شامل دي. چین اشاره کړې چې د روسیې د مسودې ملاتړ ته چمتو دی.
روسیه، چین او امریکا په امنیت شورا کې د ویټو حق لري - پدې معنی چې هره هغه پریکړه چې دوی یې پر ضد رایه ورکړي نشي تصویب کیدای.
افغانستان د بدیلو تجارتي لارو په لټه کې منځنۍ اسیا او ایران ته مخه کړې
په داسې حال کې چې د کابل او اسلام اباد ترمینځ اړیکې ترینګلې دي او ددواړو هیوادونو ترمینځ سوداګري لارې تړل شوي ، د طالبانو حکومت چارواکي وايي افغانستان د پاکستان له لارې د خپلو سوداګري انتقالاتو د کمولو لپاره منځنۍ اسیا او ایران ته مخه کړې.
د سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخوندزاده رویترز خبري اژانس ته ویلي: "په تیرو شپږو میاشتو کې، زموږ سوداګري له ایران سره ۱.۶ ملیارد ډالرو ته رسیدلې، چې له پاکستان سره د ۱.۱ ملیارد ډالرو سوداګري تبادلې څخه لوړه ده."
هغه زیاتوي چې د ایران د چابهار بندر تاسیساتو څخه استفادې د اموالو په انتقال کې ځنډ کم کړی او سوداګرو ته یې ډاډ ورکړی چې که د پاکستان لارې وتړل شي نو بارونه به ونه دریږي.
د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال ملاعبدالغني برادر د چهارشنبې په ورځ په کابل کې صنعتګرو او سوداګرو ته د وینا پرمهال لدوی وغوښتل چې د پاکستان پر ځای بدیلې ترانزیتي لارې پیدا کړي.
د تاجکستان یو لوړپوړی پلاوی کابل ته تللی
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس لیکلي تمه ده دا پلاوی چې پکې د تاجکستان د بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو او امنیتي ادارو استازي شامل دي له طالب چارواکو سره د افغانستان او تاجکستان تر منځ په امنیتي او اقتصادي مساییلو بحث وکړي.
د تاجکستان حکومت لا د دغه سفر په اړه رسماً څه نه دي ویلي.
باختر همداراز د طالب چارواکو په حواله لیکلي چې تمه کېږي له تاجکستاني چارواکو سره په دوشنبه کې د افغانستان د سفارت د فعالیت او نورو تخنیکي مساییلو په اړه هم بحث وشي.
په تاجکستان کې د افغانستان سفارت د پخواني جمهوري نظام د استازي ظاهر اغبر له خوا مخته وړل کېږي چې په ښکاره د طالبانو د حکومت له سرسختو منتقدینو دی.
لومړی د طالبانو او تاجکستان تر منځ اړیکې نه وې خو وروسته په ځینو مساییلو کې اړیکې نیول شوي.
څه وخت مخکې د طالبانو د بلخ والي محمد یوسف وفا تاجکستان ته تللی وو او له بیلابیلو چارواکو سره یې لیدلي.