دا دود د سپما او د ډوډۍ د اضافي ټوټو د موثرې کارېدنې نښه وه، خو د وروستیو کلونو فقر او بې وزلۍ خلکو ته دومره ستونزې جوړې کړې دي چې ان د خپل خوراک لپاره هم کافي ډوډۍ نه لري.
عبدالواسع چې د کابل ښار اوسېدونکی دی، وايي چې په تېرو وختونو کې یې ښه ژوند درلود او کله ناکله به یې د خپلې ډوډۍ اضافي ټوټې له دسترخوان راټولولې او د کور په کوڅه کې به یې ماشومانو پرې خواړه اخیستل.
هغه ازادي راډیو ته وویل چې اوس د بې وزلۍ او اقتصادي ستونزو له امله ډودۍ نه اضافه کېږي"پخوا به چې ډوډۍ اضافه شوه، خلکو به د دروازې تر شا پلورله، خو اوس خپله استفاده ترې کوو."
رحیمه چې د میدان وردګ اوسېدونکې ده هم ورته خبره کوي"موږ اوس خپله د خوراک ډوډۍ په سختۍ پیدا کوو، پخوا هو، داسې و، خو اوس ډېر خلک د خپلې ډوډۍ لپاره حیران دي."
افتخار چې د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی او د وچې شوې ډودۍد اخیستلو او پلورلو کارو بار کوي، وايي چې د خلکو اقتصادي ستونزو د ده پر کاروبار هم منفي اغېز کړی دی. هغه وویل"ما به پخوا په یوه اونۍ کې درې تر څلور سوه سیره وچه شوې ډودۍ اخیسته، اوس وضعیت بدل شوی، ان په ورځ کې لس منه هم نه شو اخیستی، خلک یې ډېر د خپل خوراک لپاره کاروي. مخکې به مې په ورځ کې ۴۰۰ تر ۵۰۰ افغانۍ ګټه کوله، خو اوس ۵۰ افغانۍ هم نه پاتې کېږي، زموږ په کار یې بد اغېز کړی دی."
یو شمېر مالداران وايي چې وچه شوې شوې ډودۍ خپلو څارويو لپاره له دوکانونو اخلي.
عبدالمصور چې د پروان ولایت یو مالدار دی، ازادي راډیو ته یې وویل چې اوس وچه شوې ډودۍ کمه پیدا کېږي."موږ خپلو څارويو ته "کله شوې وچه ډودۍ" ورکوو، مخکې به مو هم ورکوله، خو مخکې ډېره زیاته او ارزانه وه، اوس ګرانه شوې او کمه پيدا کېږي."
د یادونې ده چې د وچې شوې ډودۍ پېرېدونکي به په کوڅو کې اوازونه کول چې د خوړو او لوښو په بدل کې یې اخلي او بیا یې په دوکانونو خرڅوله، ترڅو د خپلې کورنۍ لپاره یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.
له تېرو درې کلونو راهیسې چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له مخې د بېکارۍ او بې وزلۍ کچه لوړه شوې ده او ډېری کورنۍ ان خپل خوراکي اړتیاوې په سختۍ پوره کوي.
د خوړو نړیوال پروګرام مخکې په خپل یوه راپور کې د قوس په ۳۰مه ویلي و چې په راروان ژمي کې، نږدې ۱۵ میلیونه خلک به بشري مرستو ته اړتیا ولري.
ضیاءالدین صافي، په افغانستان کې د دې ادارې مرستیال ویاند ازادي راډیو ته ویلي وو چې سږ کال په افغانستان کې بشري اړتیاوې ډېرې زیاتې او د افغانستان یوه په درېیمه برخه خلک له لوږې سره مخ دي.