د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۱۲

نړۍ

په پاکستان کې د ګوزڼ ناروغۍ پېښې په حیرانونکي توګه زیاتې  شوې دي

پاکستان کې د پولیو واکسین، ارشیف
پاکستان کې د پولیو واکسین، ارشیف

په پاکستان کې د پولیو یا ګوزڼ د ناروغیو د پېښو په اړه تازه خپرې شوې شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۴ کال کې په دې هېواد کې کې د پولیو پېښو کې ډرماتیک زیاتوالی راغلی دی . د وروستیو شمېرو له مخې،تېر کال پاکستان کې ۶۸ ماشومان په ګوزڼ اخته شوي، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۳ کال کې یوازې ۶ پېښې ثبت شوې وې.

په تېر میلادي کال کې یاده ناروغي د پاکستان هغو سیمو ته هم خپره شوې چې مخکې د پولیو څخه خوندي ګڼل کېدې. په پلازمېنه اسلام‌اباد کې له لسو کلونو وروسته د پولیو یوه پېښه ثبت شوه، او په پنجاب ایالت کې درې کاله وروسته یو ماشوم په دې ناروغۍ اخته شو.

جرمني خبري اژانس په پاکستان کې د پولیو د له منځه وړلو ادارې د یو چارواکي انورالحق له خولې ویلي"دا وضیعت اندیښمنونکی دی او موږ باید په ۲۰۲۵ کال کې د دې لپاره یو حل پیدا کړو."

پولیو یا ګوزڼ چې تر ډیره یې قربانیان ماشومان وي له پاکستان او افغانستان پرته په ټوله نړۍ کې له منځه تللې . جګړې او وسله‌والې شخړې د دې ناروغۍ د له منځه وړلو د هڅو په وړاندې لوی خنډونه ګڼل کېږي.

که څه هم په پاکستان کې د واکسین کمپاینونه په دوامداره توګه ترسره کېږي، خو د القاعده او طالبانو اړوند وسله‌والې ډلې دا هڅې په نښه کوي او ځینې افراطي اسلامپالي د پولیو پر ضد واکسین د لویدیز دسیسه ګڼي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د اسراییلو صدراعظم له ایران سره د امریکا هوکړه کې د ایران د اټومي پروګرام په ختمولو ټینګار کړی

د اسراییلو صدراعظم د امریکايي یهودانو د ټولنې مشرانو ته د وینا پر مهال
د اسراییلو صدراعظم د امریکايي یهودانو د ټولنې مشرانو ته د وینا پر مهال

بنیامین نتنیاهو چې پرون په بیت المقدس/اورشلیم کې د امریکايي یهودانو د ټولنې مشرانو ته وینا کوله له ایران سره د امریکا د هوکړې لپاره دری شرطونه وړاندې کړل.

د هغه په خبره لومړی باید د ایران ټول بډایه شوي یورانیم له دغه هېواده وایستل شي.

دویم د هغه په وینا د ایران د یورانیمو د بډاینې وړتیا باید له منځه لاړه شي.

هغه خپل دریم شرط د ایران د بالیستیک میزایلو پروګرام یاد کړی.

تمه ده دا اوونۍ د امریکا او ایران استازي په جنوا کې بیا خبرو ته کښیني.

دا خبرې د عمان په منځګړیتوب دایریږي هغه منځګړی چې لومړی وار خبرې یې په مسقط کې دایرې کړې وې.

روبیو؛ له ایران سره د جګړې پرتله دپیلوماسۍ ته اولویت ورکوو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له ایران سره پر ډیپلوماټیک چلند ټینګار کړی دی.

هغه چې د یکشنبې په ورځ د (فبروري ۱۵مه) د سلواکیا په پلازمینه براتیسلاوا کې په یوه خبري کنفراس کې خبرې کولې وویل،"ولسمشر ټرمپ ایران ته ښکاره ویلي چې مذاکراتو ته د جګړې پرتله اولویت ورکوي".

هغه وړاندې وویل،"هیڅ څوک نه دي توانیدلي چې له ایران سره بریالی تړون ولري، خو موږ خپله هڅه کوو".

له دې مخکې ایران له امریکا سره د خپل اټومي پروګرام په اړه د یوې هوکړې د ترلاسه کولو امکان مطرح کړی.

د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر مجید تخت روانچي د یکشنبې په ورځ بي بي سي ته ویلي و، "که دوی (امریکایان)د بندیزونو په اړه خبرې کولو ته چمتو وي، موږ چمتو یو چې د خپل اټومي پروګرام اړوند مسلو په اړه خبرې وکړو."

هغه دا مشخصه نه کړه چې ایران د ټولو او که د یوې برخې بندیزونو لرې کول غواړي.

روبیو په مونیخ کنفرانس کې له ګډون وروسته سلواکیا ته تللی دی.

تمه ده هغه له دې وروسته د هنګري له ولسمشر ویکتور اوربان سره وګوري.

د هند د کرکټ ملي لوبډلې د ۶۱منډو په توپیر پاکستان ته ماتې ورکړه.

د کرکټ د شل اووریز نړیوال جام سیالیو په لړ کې هند وتوانیده پاکستان ته په ماتې ورکولو سره د اتو غوره لوبډلو پړاو ته لار ومومي.

دا لوبه چې د یکشنبې په ورځ د سریلانکا په کولمبو ښارکې وشوه، هند پاکستان ته په شلو اورونو کې د ۱۷۶منډو هدف ټاکلی وو.

د پاکستانۍ لوبډلې په ۱۸اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۱۴منډې جوړې کړې.
د هند پر وړاندې د پاکستان له ماتې وروسته دغه لوبډله اوس د جدول په دریم ځای کې ده.

پاکستان مخکې د هند پر وړاندې له دې لوبې بایکاټ اعلان کړې و.

له ۲۰۲۲ کال راهیسې هند له پاکستان سره پنځه واره په نړیوالو شل اووریزو لوبو کې مخ شوی چې ټولې یې ترې ګټلي دي.

بل پل، په نړیوالو سترو لوبو کې د هند پر وړاندې دا د پاکستان څلوارلسمه ماتې وه.

د کرکټ د نړیوالې شورا د معلوماتو له مخې، پاکستان او هند ۱۷شل اوریزې لوبې کړي چې ۱۴ يې هند ګټلي دي.

د کرکټ د شل اووریز نړیوال جام بله لوبه د دوشنبې په ورځ د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ ده.

افغان ټیم خپلې دوې لومړنۍ لوبې په نیوزیلنډ او جنوبي افریقا بایللي دي.

ایران له امریکا سره د اټومي هوکړې امکان ته هیله من دی

ارشیف
ارشیف

ایران له امریکا سره د خپل اټومي پروګرام په اړه د یوې هوکړې د ترلاسه کولو امکان مطرح کړی، خو په دې شرط، په دې شرط چې واشنګټن پر تهران بندیزونه لرې کړي.

د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر مجید تخت روانچي د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۶مه) بي بي سي ته وویل: "که دوی د بندیزونو په اړه خبرې کولو ته چمتو وي، موږ چمتو یو چې د خپل اټومي پروګرام اړوند مسلو په اړه خبرې وکړو."

هغه دا مشخصه نه کړه چې ایا هغه د ټولو او که د یوې برخې بندیزونو لرې کول غواړي.

ایراني چارواکي دا څرګندونې داسې حال کې کوي چې د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ د خبرو اترو نوی پړاو د سه شنبې په ورځ د سویس په جینیوا کې د عمان په کوربه توب ترسره کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له جرمني وروسته سلواکیا ته تللی او بیا هنګري ته خوځېږي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د مونیخ امنیتي کانفرانس ته د وینا پر مهال
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د مونیخ امنیتي کانفرانس ته د وینا پر مهال

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سلواکیا ته په خپل سفر کې په براتیسلاوا ښار کې د دغه هېواد له ولسمشر پیټر پلګریني سره کتلي دي.

روبیو په مونیخ کانفرانس کې له ګډون وروسته نن سلواکیا ته تللی دی.

رویټرز لیکلي چې روبیو به سبا دوشنبه د هنګري له ولسمشر ویکتور اوربان سره وګوري.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت تېره اونۍ ویلي و چې روبیو به په دې سفر کې په دوه اړخیزو اړیکو، د ناټو پر ژمنو او د انرژۍ په برخه کې په همکاریو خبرې وکړي.

د امریکا او ایران دویم پړاو نامستقیمې خبرې سه شنبه په جینوا کې ترسره کیږي

ارشیف، په عمان کې د امریکا او ایران ډيپلوماسي
ارشیف، په عمان کې د امریکا او ایران ډيپلوماسي

سویس وايي چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو نوی پړاو به د سې شنبې په ورځ (د دلوې په ۲۸مه ) د عمان په کوربه توب په جینیوا کې ترسره شي.

د سویس د بهرنیو چارو وزارت ویاند د شنبې په ورځ فرانسپریس ته وویل: "سویس تل چمتو دی چې د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ د خبرو اترو د اسانتیا لپاره ګډې هڅې وکړي."

مخکې له دې، رویټرز خبري اژانس د یوې باخبرې سرچینې په حواله راپور ورکړ چې د سه شنبې په ورځ به جینوا کې دوه دیپلوماتیک بحثونه پیل شي چې یو یې د ایران او بل هم د اوکراین د وضعیت په اړه دی.

د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ د غیر مستقیمو خبرو اترو لومړی پړاو د (دلوې په ۱۷مه) د عمان په پلازمینه مسقط کې ترسره شو.

د کرکټ نړیوال جام کې د هند او پاکستان لوبه

د هند او پاکستان د لوبې یو پخوانی انځور
د هند او پاکستان د لوبې یو پخوانی انځور

د کرکټ د نړیوال جام په مهمه لوبه کې نن هند او پاکستان سره مخ دي.

دا لوبه د سریلانکا په پلازمینه کولمبو کې ماښام مهال پيلیږي.

د پاکستان او هند لوبې تل له شور او ناندریو ډکې وي. دا وار هم پاکستان په لومړي سر کې له هند سره د یکشنبې ورځې له لوبې بایکاټ اعلان کړی وو خو وروسته یې بېرته د لوبېدو پرېکړه وکړه.

له ۲۰۲۲ کال راهیسې هند له پاکستان سره پنځه واره په نړیوالو شل اووریزو لوبو کې مخ شوی چې ټولې یې ترې ګټلي دي.

د شنبې په ورځ بیا د افغانستان له ډلې یعنې ډي ګروپ څخه جنوبي افریقا وتوانېده نیوزیلنډ ته ماته ورکړي.

په بله پرونۍ لوبه کې انګستان له سکاټلنډ وګټله او آیرلنډ هم عمان مات کړ.

د افغانستان لوبه به دوشنبه له متحده عرب اماراتو سره وي.

افغان ټیم خپلې دوې لومړنۍ لوبې په نیوزیلنډ او جنوبي افریقا بایللي خو که پاتې دوه لوبې په ښه ریټ وګټي او کاناډا هم سه شنبه نیوزیلنډ مات کړي سوپر اېټ یا اتو غوره پړاو ته د افغانستان د وتلو چانس برابریږي.

په مونیخ کې د ایران د رژیم ضد پراخه مظاهره؛ پولیس وايي دوه نیم لکو کسانو پکې برخه درلوده

مونیخ کې د ایرانیانو لویه مظاهره
مونیخ کې د ایرانیانو لویه مظاهره

د جرمني په مونیخ کې شاوخوا دوه نیمو لکو خلکو د ایران د رژیم ضد لاریون کې ګډون وکړ.

دا په اروپا کې د ایران د اوسني رژیم پر ضد تر ټولو لوی لاریون وو.

لاریون د مونیخ د امنیتي کنفرانس سره هممهاله د ایران د پخواني پاچا رضاشاه د زوی شاهزاده رضا پهلوي په بلنه ترسره شو.
لاریونوال د اروپا له بیلابیلو هېوادونو مونیخ کې سره ټول شوي وو څو د ایراني رژیم له خوا د مظاهره چیانو د تاوتریخجنې او خونړۍ ځپنې پر ضد خپل اعتراض څرګند کړي.

لاریونوالو ته په خبرو کې رضا پهلوي دا مظاهره د ایرانیانو تر ټولو لویه راټولېدنه یاده کړه او ویې ویل هدف دا دی چې د ایران د خلکو دننه غږ نړۍ ته ورسیږي.

ښاغلي پهلوي مخکې د امریکا په ولسمشر ډونالډ ټرمپ غږ وکړ چې عملي ګام پورته کړي او له ایرانیانو سره مرسته وکړي.

فون دیر لاین: اروپا باید د خپل امنیت ډېر مسولیت پر خپله غاړه واخلي

د اروپایي کمیسیون مشره اورسلا فون دیر لاین
د اروپایي کمیسیون مشره اورسلا فون دیر لاین

د اروپایي کمیسیون مشره اورسلا فون دیر لاین وایي، اروپا باید د خپل امنیت ډېر مسولیت پر خپله غاړه واخلي.

نوموړې نن شنبه ( د سلواغې ۲۵مه) د مونیخ امنیتي کانفرانس ته په وینا کې وویل: " اروپا باید ګام پورته کړي او خپل مسؤلیت پر غاړه واخلي."

نوموړې ټینګار کړی چې د ستراتیژیکو وړتیاوو یو اروپایي چتر باید رامنځته چې پر فضا، استخباراتو کنټرول او د ژورو بریدونو ظرفیت ولري.

همدغه کانفرانس ته په وینا کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو بیا ویلي چې متحده ایالات او اروپا "یو بل سره تړلي دي."

روبیو زیاته کړې، له اروپا سره یوځای عمل کول به "د یوې سالمې بهرنۍ پالیسۍ په بیا رغولو کې مرسته وکړي."

د مونیخ درې ورځنی امنیتي کانفرانس پرون د جرمني د صدر اعظم فردریش مرڅ له خوا پرانستل شو چې سلګونه اروپایي مشرانو، قانون جوړونکو او امنیتي چارواکو په کې برخه اخیستې.

د پاریس د لوور موزیم د هنري آثارو د خونې د اوبو پایپ چاودلی؛ مهم آثار خوندي دي

پاریس، د لوور موزیم مخه
پاریس، د لوور موزیم مخه

د پاریس لوور موزیم اعلان کړی چې د اوبو د یوه پایپ له چاودېدو وروسته د موزیم هغې برخې ته چې ډېر خلک یې لیدو ته ورځي اوبه ورغلي دي. دا په تېرو دریو میاشتو کې دې موزیم ته د اوبو د ننوتو دوهمه پېښه ده.

د لوور موزیم مسوولانو پرون (د سلواغې ۲۴مه) وویل چې د اطفایې پولیسو ژر مداخله وکړه او د موزیم مهم آثار له هغې ډلې د مونالیزا په نوم مهم انځور له زیان څخه خوندي پاتې شوي دي.

دا پېښه په ۷۰۷ نمبر خونه کې، په هغه ځای کې شوې ده چې د نولسمې پېړۍ د فرانسوي هنرمند شارل مینیه او د شپاړسمې پېړۍ د ایټالوي انځورګر برناردینو لوییني آثار پکې نندارې ته ایښودل شوي دي.

دا پېښه داسې مهال کېږي چې د فرانسې دا مشهور موزیم په وروستیو میاشتو کې د غلا، اعتصابونو او د جعلي او تاریخ تېر شویو ټکټونو د خرڅلاو په ګډون له ګڼو ننګونو سره مخامخ شوی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG