د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۹

خبرونه

ټېسټ کرکټ؛ رحمت شاه د زمبابوې پر وړاندې سلیزه ووهله

رحمت شاه د سیلزې تر وهلو وروسته
رحمت شاه د سیلزې تر وهلو وروسته

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د پیل شوې لومړۍ ټېسټ لوبې درېیمه ورځ هم پيل شوې ده چې د غرمې ډوډۍ تر دمې پورې رحمت شاه او لوبډلمشر حشمت الله شهیدي توپوهنه وکړه.

د دې خبر تر لیکلو پورې د دوه افغان لوبغاړو تر سوځېدو وروسته د افغانستان د لومړۍ پاڼۍ ټولې منډې ۱۹۱ دي.

په دې پاڼۍ کې افغان لوبغاړي رحمت شاه سلیزه ووهله، هغه په ۱۰۴ منډو ناسوځېدلی ولاړ دی.

دغه راز حشمت الله شهیدي بیا په ۵۱ منډو ناسوځېدلی ولاړ دی، خو لا هم افغان لوبډله په لومړۍ پاڼۍ کې له زمبابوې څخه ۳۹۵ منډې شاته ده.

نن د لوبې دوه نور پړاوونه هم پاتې دي، که افغان لوبډله د ورځې تر پایه پورې توپوهنه وکړای شي، نو ښايي د زمبابوې د لومړۍ پاڼۍ ۵۸۶ منډو ته ور نېږدې شي.

د ویلو ده چې د دې ټیسټ لوبې دوه نوې ورځې هم پاتې دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

وسله والو په بلوچستان ایالت کې له یوه بس څخه اوه تنه پنجابیان راکښته کړل او ویې وژل

د پاکستان پوځي ملېشه ځواکونه د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې د ګزمې پرمهال (آرشیف)
د پاکستان پوځي ملېشه ځواکونه د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې د ګزمې پرمهال (آرشیف)

پاکستاني چارواکي وايي چې وسله والو تېره شپه ناوخته په بلوچستان ایالت کې د یوه بس اوه تنه سپرلۍ په ډزو ووژل.

یوه سیمه ایزو چارواکي وقار علم وايي دا پېښه په رخني نومې سیمه کې هغه مهال وشوه چې وسله والو یو بس چې له پنجاب څخه کوټې ته پرلاره و، په لویه لاره کې ودراوه، اوه تنه یې راکښته کړل او په ډزو یې ووژل. د ښاغلي علم په وینا بریدګرو یوازې دا ۷ کسان چې د پنجاب وو وویشتل.

د دې وژنې پړه تراوسه هېڅ یوې ډلې نه ده منلې خو په دې سیمه کې له دې مخکې بلوڅ بېلتونپالو هدفي وژنې او حملې کړې دي.

سرچینې وايي، د امریکا د بهرنیوچارو وزات د افغانانو د مېشتېدنې د پروګرام د بندولو خبر ترلاسه کړی دی

اسلام آباد، د ۲۰۲۳ کال فبروري- یوشمېر افغانان چې امریکا ته د مهاجرت کیسونه لري، د اعتراض په حال کې (آرشیف)
اسلام آباد، د ۲۰۲۳ کال فبروري- یوشمېر افغانان چې امریکا ته د مهاجرت کیسونه لري، د اعتراض په حال کې (آرشیف)

رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی چې د امریکا د بهرنیوچارو وزارت په دې هېواد کې د افغانانو د مېشتېدنې د پروګرام د بندولو خبر ترلاسه کړی دی.

یو امریکايي مقام، د افغانانو د مېشتېدنې د پروګرام یو مخکښ مدافع او دوو باخبره سرچینو رویټرز آژانس ته ویلي چې د بهرنیوچارو وزارت هغې ادارې ته چې په متحدوایالتونو کې د افغانانو دمېشتېدنې پر بهیر څار کوي ویل شوي دي چې تر راروانې اپریل میاشتې د دې پروګرام د بندولو پلان برابر کړي.

د دې پروګرام د بندېدو په صورت کې به شاوخوا دوه لکه افغانان، له هغې ډلې د پخوانیو پوځیانو او د هغوی د کورنیو غړي، چې له خپلو میندو پلرونو سره د یوځای کېدو په تمه دي، امریکا ته له تلو محروم شي.

د ولسمشر ډونالډټرمپ ادارې مخکې له دې په متحدوایالتونو کې د افغانانو د پناه غوښتنې او د مهاجرت د ځانګړو ویزو یا SIV غوښتنلیکونه هم د ۹۰ ورځو په مخه ځنډولي دي.

د رویټرز د راپور له مخې د دې پروګرام د پوره ځنډولو په صورت کې په قطر او البانیا کې د افغان کډوالو د څېړنو او تحقیقاتو مرکزونه هم بندېږي او زرګونه انسانان له نامعلوم برخیک سره مخامخ کېږي.

د افغان ایوک په نوم د افغان کډوالو د مرستندویې ټولنې موسس شان ونډایور ویلي دي چې د دې ادارې بندول به یوه ملي رسوايي او له هغو متحدانو سره چې د امریکا لپاره یې جګړه کړې ده او د امریکا له ژمنو سره خیانت وي.

سپینې ماڼۍ او د بهرنیوچارو وزارت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

فرانسه نن د اوکراین او د اروپا د امنیت په اړه د بلې غونډې کوربه ده

د فرانسې ولسمشر د امریکا او اوکراین له ولسمشرانو سره، ارشیف
د فرانسې ولسمشر د امریکا او اوکراین له ولسمشرانو سره، ارشیف

فرانسه به نن چهارشنبه د اوکراین د جګړې او د اروپا د امنیت په اړه د دویمې غونډې کوربه وي.

په دې غونډه کې له کاناډا او هغو اروپایي هېوادونو د ګډون غوښتنه شوې چې د پاریس د همدې اونۍ په بیړنۍ غونډه کې حاضر نه وو.

د ديپلوماتیکو سرچینو د معلوماتو له مخې نننۍ غونډه کې به د کاناډا، ناروی، استونیا، لاتویا، لیتوانیا، چک جمهوریت، یونان، فنلند، رومانیا، سویډن او بلجیم چارواکي حضور ولري.

د پاریس په لومړۍ غونډه کې چې د فبرورۍ په ۱۷مه جوړه شوې وه، اروپایي مشرانو اوکراین ته د امنیتي ضمانتونو ورکړې ته لیوالتیا درلوده، خو وې ویل دغه ډول ضمانتونه د واشنګټن په مشارکت پورې اړه لري.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ویلي، دوی اوکراین کې د تلپاتې سولې په لټه کې دي.

د یوناما مشره: د طالبانو بندیزونه اوږدمهاله زیان اړولی

روزا اتونبایوا، د یوناما مشره
روزا اتونبایوا، د یوناما مشره

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشره روزا اتونبایوا وایي، پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو بندیزونو اوږدمهاله زیان رامنځته کړی.

یوناما پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې میرمن اوتوبایوا پرون سه شنبه په دې اړه په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان له پلاوي سره رغوونکي بحثونه درلودل.

اوتونبایوا زیاته کړې چې د افغانستان د وضعیت په اړه لا تعامل او بیړنیو عملي ګامونو ته اړتیا لېدل کیږي.

د اسلامي همکاریو سازمان مرستیال او د افغانستان لپاره د دې سازمان استازی طارق بخیت افغانستان کې دی او هلته یې له یوشمېر طالب چارواکو سره هم کتلي دي.

د طالبانو د حکومت مشر د سوریې لنډمهاله ولسمشر ته پيغام لیږلی

د طالبانو مشر ملا محمد حسن اخوند، ارشیف
د طالبانو مشر ملا محمد حسن اخوند، ارشیف

د طالبانو رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د سوریې موقت ولسمشر احمد الشرع ته د مبارکۍ پيغام لیږلی دی.

احمد الشرع ته په منسوبه ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې ویل شوي چې حسن اخوند په دغه پيغام کې د سوریې مشرتابه ته د ستونزو په وړاندې د غلبې غوښتنه کړې او د سوریې او افغانستان د اړیکو ښه والی یې غوښتی.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت هم تایید کړې چې ملا محمد حسن اخوند د سوریې د نوې انتقالي دورې ولسمشر ته د مبارکۍ پيغام لیږلی دی.

الشرع په سوریه کې واک ته له رسیدو څو ورځې وروسته وویل، د طالبانو په څېر حکومت نه جوړي او هغه په دې وروستیو کې د ترکیې او سعودي عربستان په ګډون د سیمې څو هېوادونو ته سفرونه وکړل.

تازه څېړنه ښيي چې په جرمني کې د بهرنیو وګړو د شمېر زیاتېدل د جرایمو له لوړېدو سره ارتباط نه لري

د هغه افغان کډوال موټر چې په مونشن ښار کې یې له دېرشو زیات خلک ټپیان کړل
د هغه افغان کډوال موټر چې په مونشن ښار کې یې له دېرشو زیات خلک ټپیان کړل

په جرمني کې د یوه تحقیقاتي مرکز تازه څېړنه ښيي چې په دې هېواد کې د دېره بهرنیانو لویه برخه په عمده جرایمو کې ښکېل نه دي.

د Ifo ایفو انستیتوت له خوا په شوي تحقیق کې د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ د پولیسو له خوا د ثبت شویو جنايي پېښو په استناد ویل شوي دي چې په یوه ولسوالۍ کې د بهرنیو وګړو د زیاتېدونکي تناسب او په سیمه کې د شویو جرایمو ترمنځ هېڅ ارتباط نه و.

د دې تحقیق یوه څېړونکي ژان ویکتور علیپور ویلي دي چې د کډوالو په برخه کې هم د جرایمو تناسب په همدې ډول دی.

دا څېړنه د جرمني له عمومي انتخاباتو پنځه ورځې مخکې ترسره کېږي. د کډوالو له خوا د تشدد له پېښو وروسته امنیت د دې انتخاباتو په یوه مهمه موضوع بدل شوی دی.

د دې پېښو په وروستۍ مورد کې په مونشن ښار کې یو افغان کډوال د موټر په وسیله د کارګرانو پر یوه لاریون برید وکړ. د دې برید په نتیجه کې له دېرشو ډېر کسان ټپیان شول چې دوو تنو وروسته په روغتون کې سا ورکړه.

د چمپینز ټرافي د لوبو لړۍ سبا په کراچۍ ښار کې پیلېږي

د چمپینز ټرافي لوبو په درشل کې له نیوزیلنډ سره د افغانستان لوبه (آرشیف)
د چمپینز ټرافي لوبو په درشل کې له نیوزیلنډ سره د افغانستان لوبه (آرشیف)

په پام کې ده د افغانستان په ګډون د چمپینز ټرافي د لوبو لړۍ سبا (د فبروري ۱۹مه) د پاکستان په کراچۍ ښار کې پیل شي.

په لومړۍ لوبه کې به کوربه پاکستان د نیوزیلنډ له لوبډلې سره مخامخ شي.

په دې لړۍ کې افغانستان د لومړي ځل لپاره برخه اخلي، او د جنوبي افریقا، انګلستان او آسټرالیا له ځواکمنو لوبدلو سره په بي ګروپ کې لوبېږي.

د افغان لوبډلې لومړۍ لوبه د جمعې په ورځ د فبروري په ۲۱مه له جنوبي افریقا سره پلان شوې او دوهمه لوبه به یې د فبروري په ۲۶مه له انګلستان او دریمه به یې د فبروري په ۲۸مه له اسټرالیا سره وي.

د چمپینز ټرافي لوبې دا ځل په دوو هېوادونو، پاکستان او متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي ځکه د هند لوبغاړو نه غوښتل پاکستان ته ولاړ شي.

په یونان کې د ۹۳ میلیون یورو په لګښت نوی موزیم جوړېږي

د یونان اکروپولیس نامتو موزیم (آرشیف)
د یونان اکروپولیس نامتو موزیم (آرشیف)

یوناني چارواکي پلازمېنې آتن ته نژدې په ساحلي ښار پیرائوس کې د ۹۳ میلیون یورو په لګښت د یوه موزیم د جوړولو خبر ورکوي.

دا موزیم به، چې د یونان تر ټولو لویه فرهنګي پروژه بلل شوې او اروپايي ټولنه یې مالي لګښت ورکوي، راتلونکی کال پرانیستل شي.

په دې موزیم کې به د یونان ۲۵۰۰ تاریخي آثار چې د سمندر له تل څخه ترلاسه شوي دي، نندارې ته وړاندې شي.

پیرائوس په لرغونو زمانو کې د آتن اصلي بندر و، او د دې ښار کشتیو به له دې ځایه د مدیترانې سمندرګي بېلابېلو برخو ته سفرونه کول.

ترکیې له کرد وسله والو سره د اړیکو په تور ۲۸۲ کسان نیولي دي

د ترکیې امنیتي ځواکونه (آرشیف)
د ترکیې امنیتي ځواکونه (آرشیف)

د ترکیې پولیسو د کردستان د کارګرانو له ممنوع ګوند پي کې کې PKK سره د اړیکو په لرلو مشکوک ۲۸۲ کسان نیولي دي.

د ترکیې د کورنیوچارو وزیر علي یرلیکایا نن (د سلواغې ۳۰مه) وویل چې د تېرو پنځو ورځو په عملیاتو کې په نیول شویو کسانو کې خبریالان، سیاستوال او محصلان هم شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ترکیه کې له کرد وسله والو سره د اړیکو په تور د منتخبو ښاروالانو د لیرې کولو لړۍ هم روانه ده. د دې هېواد د کورنیوچارو وزیر ویلي چې دا کسان PKK ته په تبلیغ، دې ډلې ته د مالي سرچینو او کسانو په راجلبولو او په اعتراضونو کې په لاس لرلو تورن دي.

دا ځپونکي اقدامات داسې مهال ترسره کېږي چې د PKK او حکومت ترمنځ د څلورو لسیزو جګړو د پای ته رسېدو لپاره هیلې په زیاتېدو دي. څلور میاشتې مخکې د ولسمشر رجب طیب اردوغان یوه متحد سیاستوال د PKK له بندیوان مشر عبدالله اوجالان څخه وغوښتل چې خپل وسله وال له جګړو لاس اخیستو ته وهڅوي.

روسیې یو امریکایی زنداني له بنده خوشې کړ

امریکایی کالوب وېن بایرز له خوشې کېدو مخکې
امریکایی کالوب وېن بایرز له خوشې کېدو مخکې

د امریکا او روسیې ترمنځ د خبرو په درشل کې روسیې امریکایي وګړی کالوب وېن بایرز له بنده خوشې کړ. ۲۸ کلن بایرز د روان کال د فبروري په ۷مه د چرسو د ډېرې لږې اندازې د لرلو په تور په مسکو کې نیول شوی و.

د امریکايي او روسي رسنیو د راپورونو له مخې بایرز د متحدوایالتونو او روسیې ترمنځ د بندیانو د تبادلې په لړ کې بېګا د روسي چارواکو له خوا خوشې شو.

دا اقدام څو ساعته مخکې له هغه وشو چې د امریکا او روسیې د پلاوو ترمنځ د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه په ریاض کې خبرې پیل شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG