خبرونه
په کندوز کې د صنعت او سوداګرۍ د نندارتون وروستۍ ورځ ده
نن په کندوز کې د روشن مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د صنعت او سوداګرۍ د نندارتون وروستۍ ورځ ده.
د کندوز په ښار کې له دریو ورځو راهیسې په دې نندارتون کې په لسګونو غرفو کې کورني تولیدات او لاسي صنایع نندارې ته وړاندې شوې دي.
په کندوز کې د طالبانو چارواکي وایي چې د دې نندارتون هدف د کورنیو تولیداتو او لاسي صنایعو لپاره بازار موندنه ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
طالبانو په خوست کې ۱۰ تنو ته تعزیزې سزاوې ورکړې
په خوست ولایت کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو د یوې ښځې په ګډون لسو تنو ته د زنا، لواطت او له کوره د تېښتې او نا مشروع اړیکو په تور په عام محضر کې تعزیری سزاوې ورکړې.
د خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د حکم پر اساس د یادو کسانو له ډلې شپږ تنه پر ۲-۲ کاله تنفیذي بند او ۳۹- ۳۹ درو تعزیري سزا، درې تنه پر ۳ـ ۳ کاله تنفیذي او له ۳۰ تر ۳۹ درو تعزیري سزا او یو کس پر يو کال تنفيذي بند او ۳۹ درو تعزیري سزا محکوم شوي دي.
د طالبانو د حکومت سترې محکمهې نن (پنجشنبه/ د سلواغې ۴ مه) پر خپله ایکسپاڼه/ پخواني ټویټر کې لیکلي چې یادې پرېکړې د دوی له تائيد وروسته تطبيق شوې.
د بشري حقونو ډلې پر طالبانو انتقاد کوي چې د بشري حقونو اصولو ته درناوی نه کوي او دا هم وايي چې د تورنو د محاکمې بهیر شفاف نه دی.
طالبان وايي، د افغانستان په اکثرو بریدونو کې پاکستانیان او تاجکستانیان لاس لري
د طالبانو د حکومت د امنیت او اصلاحاتو کمیسیون ادعا کړې چې په تېرو درېیو کلونو کې بهرنیو اتباعو، په تېره بیا تاجکستانیانو او پاکستانیانو په افغانستان کې په حملو او د حملو په پلان جوړولو کې لاس لرلی دی.
دغه کمیسیون د چهارشنبې په ورځ (د جنورۍ ۲۲مه) په یوه بیان کې وویل چې د دغو بریدونو ډیری برخه له افغانستانه بهر تنظیم شوي او عاملانو یې افغانستان ته د ننوتلو لپاره د مخ او جامو له بدلولو کار اخیستی دی.
په خبرپاڼه کې دا هم ويل شوي چې له پراخو هڅو سره سره بیا هم دغه ډلې په افغانستان کې خپلو موخو ته نه دي رسېدلي.
د طالبانو د امنیت او اصلاحاتو کمیسیون وایي، په تیرو دوولسو میاشتو کې د دغو افرادو او ډلو بریدونه تر ډیره حده کم شوي، د دوی زیاتره عملیات بې اغیزې شوي او عاملان یې نیول شوي او یا هم وژل شوي دي.
تر اوسه د پاکستان او تاجکستان حکومتونو د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
د ناروې د کډوالو شورا، افغانستان د میلیونونو کډوالو منلو ته تیار نه دی
د ناروې د کډوالو شورا (NRC) وايي، په میلیونونو افغانان په نهیلوونکي حالت کې له ګاونډیو هېوادونو څخه د وتلو له خطر سره مخامخ دي.
دغه سازمان خبرداری ورکوي چې افغانستان ته د دغو کسانو بېرته ستنېدل د بېکارۍ، لوږې او د بشري حقونو د سرغړونو په څېر له سختیو سره د مخامخ کېدو په معنا دي.
د ناروی د کډوالو شورا په یوه بیان کې چې د چهارشنبې په ورځ (د جنورۍ ۲۲مه) یې خپور کړ، یادونه وکړه چې له لسیزو جګړو، اقتصادي سقوط او له اقلیمي بحرانونو وروسته، افغانستان لا چمتو نه دی چې په راتلونکو میاشتو کې له ګاونډیوهیوادونو د میلیونونو افغان کډوالو د ایستلو له خطر سره مخامخ شي.
په وروستیو اوونیو کې ایران او پاکستان له خپلو هېوادونو د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ګړندۍ کړې ده. د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې ویلي چې د ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۴۰۰ زره افغان کډوال شړل شوي چې د هغو ۷۵ سلنه له پاکستانه ایستل شوي دي.
طالبان ادعا کوي چې سرپل کې یې د داعش شپږ غړي نېولي
د سرپل په ولایت کې طالبانو شپږ تنه د داعش خراسان څانګې د غړیو په تور نیولي دي. په دې ولایت کې د طالبانو چارواکو د چهارشنبې په ورځ ادعا وکړه چې دا کسان د سې شنبې په ورځ د عملیاتو پر مهال ونیول شول.
د طالبانو په وینا، دغو نیول شویو کسانو د لړم په دیارلسمه په سرپل کې پر شیعه و حمله کړې وه.
د طالبانو امنیتي او تصفیوي کمېسیون په خپل کلني راپور کې چې پرون یې خپور کړ، پاکستان تورن کړ چې د داعش فعالیتونو ته زمینه برابروي او کېدای شي چې دا ډله د افغانستان ثبات او امنیت وننګوي.
طالبانو پخوا هم ورته تور پورې کړی و او هغه وخت اسلام اباد دا ادعا رد کړې وه چې د داعش غړي په پاکستان کې روزل کېږي او له هغه ځایه په افغانستان کې بریدونه کوي.
ملګرو ملتونو په خپلو راپورونو کې داعش د افغانستان د امنیت لپاره یو ګواښ بللی دی.
محسن داوړ وايي پاکستاني ادارو ورته ویلي چې طالبان یې د وژلو نیت لري
د پاکستان د مرکزي پارلمان پخواني غړي محسن داوړ د ازادي راډیو مشال څانګې ته تېره شپه وویل چې طالبان د ده د وژلو نیت لري.
د ملي ډیموکراتیک غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ زیاتوي چې د پاکستان امنیتي ادارو ده ته ویلي دي چې افغان طالبان د ده د وژلو قصد لري.
مخکې داسې نه تایید شوي راپورونه خپاره شوي وو چې د محسن داوړ پر سر طالبانو پنځه لکه امریکایي ډالر جایزه ایښې ده.
افغان طالبانو او د تحریک طالبان پاکستان ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
محسن داوړ پروسږکال د جنوري په وروستیو کې د شمالي وزیرستان په میرانشاه کې د یوه برید په ترڅ کې ټپي شوی و.
دی له دوه زره اتلسم کال څخه تر دوه زره درویشتم کال پورې د پاکستان د مرکزي پارلمان غړی و.
د انګلیستان د کرکټ کپتان: سیاست او سپورت دې سره جلا وي
د انګلیستان د کرکټ کپتان جاس بټلر وايي، د کرکټ د اتلولۍ (چیمپیونز ټرافي) لوبو کې به یې لوبډله له افغان ټیم سره مسابقه وکړي.
جاس بټلر د خپل هېواد د یو شمېر سیاستوالو هغه غوښتنې رد کړې چې ویلي یې دي چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو په خاطر دې د افغانستان د نارینه وو د کرکټ له ملي لوبډلې سره لوبې نه کېږي.
د بریتانیا یو سل او شپیته سیاستوالو د انګلستان او ویلز له کرکټ بورډ څخه غوښتي دي چې د فبرورۍ په شپږویشتمه دې د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره لوبه لغوه کړي.
د دوه زره یو ویشتم کال د اګست له پنځلسمې راپدېخوا چې طالبانو کابل نیولی دی، په افغانستان کې یې د ښځو پر سپورټي لوبو بندیز لګولی دی.
د انګلستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان بټلر پرون د هند په کلکته کې رسنیو ته وویل، سیاست او سپورټ باید سره بېل شي.
جرمني کې یو افغان د چړې په ګوزارونو دوه تنه وژلي
د جرمني پولیس وايي، چارشنبې (د جنورۍ ۲۲مه) یو ۲۸ کلن افغان ځوان د اشافنبورگ (Aschaffenburg) ښار په یوه پارک کې پر څو کسانو د چاقو په وسیله له برید وروسته نیول شوی دی.
بریدګر تر نیول کېدو مخکې د یو ماشوم په ګډون دوه تنه د چړې په ګوزارونو وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
د رویټرز خبر د جرمني د پولیسو په حواله ویلي چې یو ۴۱ کلن سړی او یو ۲ کلن هلک چې سخت ټپي شوي وو روغتون ته وړل شوي دي.
د پولیسو په وینا، د پېښې په اړه د نورو شکمنو کسانو په اړه معلومات نشته او عامو خلکو ته کوم خطر نه ښکاري.
د چاقو په وسیله د برید دا تازه پېښه په جرمني کې د تاوتریخوالي د هغو پېښو په لړۍ کې یوه بله زیاتونه ده چې جرمني ته ورغلي کډوال په کې ښکیل دي او د دې هېواد د وګړو سره یې د امنیت په اړه اندېښنې راپورته کړي دي.
په عین حال کې دا پېښه داسې مهال کېږي چې جرمني کې یوه میاشت وروسته پارلماني انتخابات ترسره کېږي په کومو کې چې په جرمني کې د کډوالو د منلو مساله د بحثونو او کمپاینونو توده مساله ده.
داعش په تخار کې پر یو چینايي د برید مسولیت منلی
په تخار ولایت کې د طالبانو یو امنیتي چارواکی تاییدوي چې یو چینايي وګړی په دې ولایت کې په وسله وال برید کې وژل شوی دی.
په تخار کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد اکبر حقاني وویل چې د "لي" په نوم چینايي وګړی تېره شپه د دشت قلعه ولسوالۍ ته په لاره کې ووژل شو.
هغه زیاته کړه چې چینايي وګړی د طالبانو امنیتي چارواکو ته د خبر ورکولو پرته له خپل ژباړونکي سره نامعلوم ځای ته روان و.
د ښاغلي حقاني په وینا، په دې پېښه کې د هغه ژباړونکي ته زیان نه دی رسېدلی.
د داعش خراسان څانګې په تخار کې پر دې چینايي وګړي د برید مسولیت منلی دی.
تر دې مخکې دعقرب میاشتې په وروستیو کې د افغانستان پولې ته څېرمه د تاجکستان په خاوره کې په یوه برید کې یو چینايي وګړی ووژل شو او څلور نور ټپیان شول.
ځینو سرچینو ویلي وو، چې برید د افغانستان له خاورې څخه شوی دی.
د سوریې حمص کې شپږ کسان وژل شوي دي
د سوریې د څار یوه ډله وايي چې د سې شنبې په ورځ، د سلواغې په دویمه نېټه د سوریې په حمص ښار کې شپږ کسان وژل شوي دي.
د سوریې رسمي خبري اژانس سانا راپور ورکړی چې امنیتي ځواکونو د حمص په لویدیځ کې د "غور غربیه" کلي شاوخوا سیمه کې د هغو پاتې وسله والو پر وړاندې عملیات پیل کړي چې د سوریې د لرې شوي ولسمشر بشارالاسد ملاتړ کوي.
دغه خبري اژانس د یوې امنیتي سرچینې له قوله ویلي، چې په دې عملیاتو کې همداراز د نشه يي توکو قاچاقچیان هم په نښه کیږي.
په راپور کې زیاته شوې چې سیمه کې د سوریې "د نړېدلي رژیم اړوند د وسلو او مهماتو یوه زېرمه" موندل شوې او د عملیاتو په لړ کې نښته هم شوې ده.
بل خوا د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي چې د لبنان پولې ته نږدې په یوه شیعه مېشته کلي کې شپږ کسان وژل شوي دي.
دغه سازمان زیاته کړې، چې دوه وژل شوي کسان «وسله وال» وو چې د امنیتي ځواکونو سره د نښتو په جریان کې ووژل شول، او نور څلور یې «ملکي وګړي» وو چې د هغو سیمه ایزو وسله والو لخوا ووژل شول چې د امنیتي ځواکونو سره یوځای حمص ښار ته ننوتل.
طالبانو له چین د افغان سوداګرو لپاره د اسانتیاوو د زیاتولو غوښتنه کړې
په چین کې د طالبانو سفیر د افغان سوداګرو لپاره د ملاتړ او اسانتیاوو د زیاتوالي غوښتنه وکړه.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د راپور له مخې بلال کریمي دا غوښتنه نن د شانګهای د همکارۍ سازمان په پرانیست غونډه کې د وینا پرمهال وکړه.
وروسته تر دې چې په ۲۰۲۱ کال کې طالبانو کابل ونیو چین له هغو څو هېوادونو څخه دی چې د دوی سفیر یې منلی دی اما تر اوسه یې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
د شانګهای د همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱ کال کې د چین، روسیې، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان له خوا جوړ شو. وروسته هند، پاکستان او ایران هم د دې سازمان غړیتوب ترلاسه کړ.