د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۵۱

خبرونه

پاکستاني جټ الوتکو په افغانستان کې دننه بریدونه کړي دي

د راپورونو له مخې پاکستانۍ جټ الوتکو په افغانستان کې دننه د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي پرمشکوکو پټنځایونو بریدونه کړي دي. ویل شوي چې دغه بریدونه د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د دې ډلې د وسله والو پرپټن ځایونو شوي دي.

تراوسه پورې د پاکستان د حکومت او د طالبانو د حکومت چارواکو په دې اړه رسمي څرګندونې ندي کړي خو د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سې شنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې ویلي چې که په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان د درنوهوایي بریدونه لومړني راپورونه سم وي نو ښایي طالبان یې ځواب ورکړي. هغه ویلي چې د جګړې پرځای دواړه هیوادونه یوې داسې موافقې ته اړتیا لري چې دا مسله واضح کړي چې هیڅ یوبه اجازه نه ورکوي چې افراد یا ډلې یې له خاورې د بل د امنیت ګواښلو لپاره کارواخلي او پرهغې ودریږي.

ښاغلي خلیلزا همدارنګه ویلي چې د پاکستان استازی په کابل کې دی اوآیا جنرال منیربه هغه ته اجازه ورکړي چې دا خبرې اترې پیل کړي؟ د ښاغلي خلیلزاد اشاره د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان ته ده چې کابل ته په سفرکې یې د سې شنبې په ورځ د طالبانو د حکومت د کورنیو او بهرنیو چارو له سرپرست وزیرانو سره لیدنې کتنې ترسره کړې. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې ولیکل چې د سرپرست وزیر سراج الدین حقاني او د صادق خان ترمنځ کتنه کې دواړو خواوو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د لا ښه والي او د موجودو ستونزو د حل لپاره پرمهمو موضوعاتو خبرې وکړې او ښاغلي حقاني غوښتنه وکړه چې د امنیتي او سیاسي ستونزو د حل لپاره دې ګډې هڅې چټکې شي. پاکستاني چارواکو په کراتو کراتو ادعا کړې چې د تحریک طالبان ډلې وسله وال د افغانستان له خاورې پرپاکستان د بریدونو لپاره کاراخلي، هغه ادعا چې افغان طالبانو تل ردکړې ده.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د امریکا منځمهالې ټاکنې؛ د رای اچوونې پیل

د امریکا د منځمهالو ټاکنو د راګیري یو مرکز
د امریکا د منځمهالو ټاکنو د راګیري یو مرکز

نن په امریکا کې منځمهالې ټاکنې دي.

خلک د کانګرس د استازیو جرګې د ټولو ۴۳۵ غړیو او د سنا جرګې د ۳۵ غړیو د ټاکلو لپاره رایې کاروي.

همدارنګه د امریکا د ګڼو ایالتونو د والیانو لپاره هم رایې کارول کېږي.

دغو ټاکنو ته منځمهالې ځکه ویل کېږي چې د یوه ولسمشر د کاري دورې په نیمايي کې ترسره کېږي.

د کانګرس د دواړو جرګو کنټرول د جمهوري غوښتونکو په لاس کې دی.

خو ډموکراټان وایي هڅه کوي د کانګرس په دواړو خونو کنټرول خپل کړي.

دوه پاکستاني پولیس نن د خیبرپښتونخوا په مهمندو کې وژل شوي او یو بل ټپي دی

په پاکستاني پولیسو د برید وروسته حال
په پاکستاني پولیسو د برید وروسته حال

دوه پاکستاني پولیس نن د خیبرپښتونخوا په مهمندو کې وژل شوي او یو بل ټپي دی.

دغو پولیسو د پولیو د واکسیناتورانو د امنیت د تامین دنده په غاړه درلوده چې ناپیژاندو وسله والو پرې برید وکړ.

د خیبرپښتونخوا پولیسو ویلي چې د بریدګرو د نیولو لپاره یې عملیات پیل کړي.

په پاکستان کې د پولیو واکسیناتوران او د هغوی امنیتي ساتونکي پخوا هم د داسې بریدونو هدف ګرځېدلي.

د راپورونو له مخې وروستی وار تېر سپټمبر د پولیو د واکسیناسیون دوه پولیس ساتونکي د بلوچستان په نوشکۍ کې د ناپیژاندو وسله والو په برید کې وژل شوي وو.

پاکستان او افغانستان د نړۍ په مخ دوه هېوادونه دي چې لا پکې پولیو له منځه نه دی تللی او هر یو نیم وخت پکې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسینیږي.

ایراني چارواکو دوه افغان بندیان د اصفهان په زندان کې اعدام کړي

د اصفهان د زندان لوحه
د اصفهان د زندان لوحه

ایراني چارواکو دوه افغان بندیان په اصفهان کې اعدام کړي.

د ایران د بشري حقونو دوو سازمانونو هنګو او هرانا نن خبر ورکړی چې دا دوه افغانان مبارک محمدي او قاسم ملا امیني نومېدل او د افغانستان د شبرغان اصلي اوسیدونکي وو.

دوی د مخدره موادو له جرمونو سره تړلیو قضیو په تور اعدام شوي.

که څه هم د دوی د اعدام حکمونه د میزان/تلې په ۲۹مه اجرا شوي وو خو لا یې خبر نه وو خپور او نه هم ایراني چارواکو څه ویلي و.

د ایران د بشري حقونو سازمان راپور ورکړی چې ۲۰۲۶ کال له جنوري تر دې دمه لږ تر لږه ۲۵ افغانان اکثر د مخدره موادو جرمونو سره تړلیو قضیو کې اعدام شوي.

ځینې نور افغانان بیا د سیاسي – امنیتي ملحوظاتو په تېره د حکومت ضد مظاهرو او وژنو په تړاو هم اعدام شوي.

د امریکا د کانګرس ۶۶ غړیو له حکومت غوښتي چې د لسګونو افغان کډوالو ایستل لغوه کړي

د امریکا د کډوالۍ او ګمرک (آیس) پولیس
د امریکا د کډوالۍ او ګمرک (آیس) پولیس

د امریکا د کانګرس ۶۶ غړیو له حکومت غوښتي چې د لسګونو افغان کډوالو ایستل لغوه کړي.

د امریکا د استازیو او سنا جرګو دغو اکثر ډموکراټ غړيو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د کورني امنیت وزیر مارکوین مالین ته پرون یو لیک استولی.

په دغه لیک کې راغلي چې: «افغانستان او ایران ته د هغو زیانګالو خلکو استول چې په امریکا کې یې پناه غوښتې هغوی د تعقیب، ځورونې او وژل کېدو له ګواښ سره مخ کوي.»

دوی ویلي چې اکثرو دغو افغانانو له امریکا سره په ګډه جګړه مخته وړې او خپل او د کورنۍ ژوند یې په خطر کې اچولی.

په دغه لیک کې د یو شمېر ایرانيانو د احتمالي اخراج په اړه هم اندېښنه ښودل شوې.

افغان ایواک او له امریکا د کډوالو د ډیپورټ پروازونو یوه څارونکي بنسټ ویلي چې ښايي د تکساس له ایلپاسو څخه الوتکه کې دا خلک وایستل شي.

د امریکا کورني امنیت وزارت لا رسماً د څه باندې ۱۵۰ افغان کډوالو او ځینو ایرانیانو د ایستلو په باب څه نه دي ویلي.

له ۱۱۰ زرو زیاتو ستنو شویو افغانانو سره د «ای‌او‌اېم» روغتیايي مرستې

ارشیف، د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای‌او‌اېم) د مرستې رسونې یو مرکز
ارشیف، د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای‌او‌اېم) د مرستې رسونې یو مرکز

د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای‌او‌اېم) وايي د اروپايي اتحاد یې په ملاتړ یې د روان ۲۰۲۶ کال د جنورۍ څخه تر اکټوبر میاشتې پورې خپل هېواد ته د څه د پاسه ۱۱۰ زرو ستنو شویو افغانانو سره روغتیايي مرستې کړي.

یاد سازمان د دوشنبې په ورځ «د لړم/ عقرب ۱۱مه» په خپله اېکس‌پاڼه ولیکل چې تېره اوونۍ یې کندهار کې له پاکستانه د راستنو شویو لپاره د روغتیا پالنې، ساتنې او نورو اساسي خدماتو د وړاندې کولو تأسیساتو څخه لیدنه کړې.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ (یواېن‌اېچ‌سي‌ار) او د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای‌اواېم) د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال له پیل څخه د اکټوبر تر درېیمې پورې شاوخوا ۷۱۵ زره او ۴۰۰ افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د افغانستان د ځنغوزیو په صادراتو کې ۶۹ سلنه زیاتوالی راغلی

ارشیف، د افغانستان د ځنغوزیو پروسس
ارشیف، د افغانستان د ځنغوزیو پروسس

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي سږکال د ۷۲ میلیونه ډالرو په ارزښت ځنغوزي بهر ته صادر شوي دي.

د خونې د اطلاعاتو امر احسان‌الله احسان ازادي راډیو ته وویل چې تېر کال د ۴۲ میلیونو ډالرو په ارزښت ځنغوزي صادر شوي و او نسبت تېر کال ته د ځنغوزیو په صادراتو کې سږکال ۶۹ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

هغه زیاته کړه چې سږکال د ځنغوزیو حاصلات هم نسبت تېر کال ته زیات دي او په انتقال کې یې هم سوداګرو ته تسهیلات منل شوي دي.

د سوداګرۍ خونه وايي د افغانستان ځنغوزي د هوايي دهلېزونو له لارې، خلیج هېوادونو، هند، اروپايي هېوادونو او اکثر چین ته صادرېږي.

د ۲۰۲۶ کال د ځوانانو د اسیا جام لپاره د افغان لوبډلې نوملړ اعلان شو

د ۲۰۲۶ کال د ځوانانو د اسیا جام لپاره د افغان (الف) لوبډلې نوملړ
د ۲۰۲۶ کال د ځوانانو د اسیا جام لپاره د افغان (الف) لوبډلې نوملړ

د افغانستان کرکټ بورډ د ۲۰۲۶ کال د ځوانانو د اسیا جام لپاره د افغان (الف) لوبډلې نوملړ اعلان کړ.

کرکټ بورډ د دوشنبې په ورځ (د لړم/ عقرب ۱۱مه) په خپله اېکس‌پاڼه ولیکل چې اکرام علي‌خېل به د ۱۵ کسیزې لوبډلې مشر وي.

د اکرام علي‌خېل تر څنګ حسن عیسی‌خېل، اعجاز احمدزی، عمران میر، دروېش رسولي، فیصل شینوزاده، بهیرشاه محبوب، اسحاق رحیمي، فرمان‌الله ساپی، الله محمد غضنفر، بشیر احمد، نوید ځدراڼ، قیس احمد، نصیر معروف‌خېل او بلال سمېع په لوبډله کې شامل دي.

دغه سیالۍ د روانې نومبر میاشتې له ۱۹مې تر ۲۹مې نېټې پورې په دوحه کې ترسره کېږي.

په دې سیالیو کې د افغانستان الف ملي لوبډلې لومړۍ لوبه به د نومبر په ۱۹مه د سیریلانکا په وړاندې وي، دوهمه د نومبر په ۲۱مه د بنګله‌دېش او درېیمه به د نومبر په ۲۳مه د هانګ کانګ په وړاندې وي.

ټاکل شوې ده چې د سیالیو نیمه پای‌لوبه د نومبر په ۲۶مه او ۲۷مه او پای‌لوبه د نومبر په ۲۹مه وشي.

زلنسکي ټرمپ ته: پاټریوټ راکړئ، د روسیې د تېلو په تصفیه‌خونو بریدونه دروو

د امریکا ولسمشر، ډونالد ټرمپ او د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زلنسکي
د امریکا ولسمشر، ډونالد ټرمپ او د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زلنسکي

د اوکراین ولسمشر وايي که چېرې واشنګټن کیف ته ژر دافع هوا پاټریوټ ډوله توغندي ورکړي، نو اوکراین به لکه څنګه چې ولسمشر ټرمپ ورڅخه غوښتي د روسیې د تېلو په تصفیه‌خونو له بریدونو څخه لاس واخلي.

ولودیمیر زلنسکي د یکشنبې په ورځ فاکس‌نیوز سره مرکه کې وویل چې د امریکا ولسمشر او مرستیال سره‌یې د موضوع په هکله څو ځله بېلابېلې خبرې کړې دي.

هغه په دې مرکه کې وویل کله چې روسیه د اوکراین د انرژي په تأسیساتو، برېښناکوټونو، تصفیه‌خونو او هرڅه باندې بریدونه کوي او د اوکراین ولس وژني، نو اوکراین لاس تر ځنې نه‌شي پاتې کېدای.

امریکايي پاټریوټ ډوله دافع هوا سیستم د لوېدیځوالو په لاس کې د هغو محدودو وسلو څخه یو دی چې کولای شي هغه بالیستیک توغندي چې روسیه‌یې د اوکراین د ښارونو په لور توغوي په هوا کې وولي او نسکور کړي.

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ چې په خپل هېواد کې د انرژۍ د بیو د چټک لوړوالي له امله له سیاسي فشارونو سره مخ دی، له روسیې او اوکراین غوښتي چې د یو بل د انرژۍ پر تأسیساتو بریدونه ودروي.

ټرمپ بیا پر ایران د سخت برید خبرداری ورکړی

ټرمپ ایوا کې د یوې غونډې پرمهال
ټرمپ ایوا کې د یوې غونډې پرمهال

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي ښايي اړینه شي چې پر ایران یو "دروند ګوزار" وشي.

ښاغلي ټرمپ په آیوا کې یوې غونډې ته وویل د دې لپاره یې لا هم د ایران کار نه دی تمام کړی چې غواړي د خلکو ژوند وژغوري خو که اړتیا یې پېښه شي یو دروند ګوزار به ورکړي.

ټرمپ مخکې د امریکا او ایران د جګړې د ختمولو خبرې رغنده بللې وې خو ویلي یې و چې تهران د باور وړ نه دی.
اخوا د اسراییلو صدراعظم له ټرمپ غوښتي چې له ایران سره جګړه سه شنبه د امریکا له منځمهاله ټاکنو وروسته سمدستي پيل کړي.

د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د ختمولو نړیواله ورځ؛ له ګواښونو سره مخ افغان خبریالان

افغان خبریالان یوه کنفرانس کې
افغان خبریالان یوه کنفرانس کې

د نومبر دویمه د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو نړیواله ورځ ده.

ملګرو ملتونو اندېښنه ښوولې چې خبریالان په تېره جنګي سیمو کې له جدي خطر سره مخ دي او لږ تر لږه ۳۴ خبریالان تېر کال وژل شوي.
دغه سازمان ویلي چې د خبریالانو د وژنې له هرو اوه قضیو شپږ بې سزا پاتې دي.

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې پکې رسنۍ محدودې او خبریالان له بیلابیلو ننګونو او ګواښونو سره مخ دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز، ویلي چې ۱۴۰۴ کال کې یې د خبریالانو او رسنیو د حقونو د سرغړونو ۲۰۷ پېښې ثبت کړي او پکې د دوو خبریالانو وژل، د ۲۱ نیول، او د لږ تر لږه ۲۱ ټلوېزیونونو تړل شامل دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG