د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۴

شفیق وايي، نه پوهېږي چې خپلې دیارلس کسیزې کورنۍ ته څنګه خواړه برابر کړي


په پلازمېنه کابل کې د یوې نانواي مخکې یو تن بېوزلو مېرمنو ته ډوډۍ ویشي
په پلازمېنه کابل کې د یوې نانواي مخکې یو تن بېوزلو مېرمنو ته ډوډۍ ویشي

د خوړو نړیوال پروګرام ډبیلو ایف پي خبرداری ورکړی چې د بودجې د کمښت له امله نه شي کولای د ژمي په موسم کې میلیونونه اړمنو کسانو ته ژغورونکې خوراکي مرستې ورسوي.

په افغانستان کې د ژمي د موسم له پیل سره سم یو شمېر بې وزله افغان کورنۍ د کافي خوړو او د سون توکو د نه لرلو له امله اندېښمنې دي.

د ننګرهار اوسېدونکی شفیق چې د یوې دیارلس کسیزې کورنۍ سرپرستي ورپه غاړه ده وايي، په ژمي کې د بې کارۍ ستونزه لاپسې ډیریږي او دوی نه شي کولای د خپلو اولادونو لپاره پوره خواړه برابر کړي. نوموړي ازادي راډيو ته وویل "دوه میاشتې کیږي چې زموږ وضعیت ډېر خراب دی، د دیارلس کسیزې کورنۍ سرپرستي راپه غاړه ده، ان وچه ډوډۍ ورته نه شم رسولای، په کومه ورځ چې زموږ په کور کې ترکاري پخه شي په هغه ورځ په ماشومانو اختر وي، کله کله مې زړه کیږي چې وژاړم، کله کله مې دومره ذهن خراب شي چې ان د ځان وژنې فکر کوم."

ځینې کورنۍ وايي چې خپلو ماشومانو ته وچه ډوډۍ هم نه شي برابرولای.

د پلازمینې کابل اوسېدونکې فریبا چې درې معلول اولادونه لري وايي خاوند یې په یوه اداره کې اجیر دی او په میاشتنۍ تنخوا یې ګوزاره نه کیږي "خاوند مې په یو وزارت کې اجیر دی، کافي معاش نه لري، نیم معاش مو د کور په کرایه کې ځي، او په باقي پیسو هم هیڅ نه کیږي، چې موږ پرې یوه بورۍ وړه، یوه قوطۍ غوړي، یا یوه بورۍ وریژې واخلو، اړ یو چې خپله سودا د کیلو په حساب واخلو هغه هم په ډېرې سختۍ، او د سون توکو نه د موجودیت له امله مو بخارۍ تر اوسه نه ده لګولې."

اړمنې کورنۍ له واکمنو طالبانو او نړیوالو مرستندویو ټولنو څخه څه غواړي؟

اړمنې کورنۍ د نړیوالو مرستندویو ادارو او د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې بې وزله کورنۍ هیرې نه کړي او د خوراکي موادو د مرستې ترڅنګ د کار د زمینو په برابرولو کې ورسره مرسته وکړي.

افغانستان- د خوړو نړیوال پروګرام د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې اړو کورنیو ته مرستې ویشي
افغانستان- د خوړو نړیوال پروګرام د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې اړو کورنیو ته مرستې ویشي

دا په داسې حال کې ده چې تازه د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې د بودجې د کمښت له امله نه شي کولای د ژمي په موسم کې میلیونونه اړمنو کسانو ته ژغورونکې خوراکي مرستې ورسوي.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې په سږني ژمي کې یوازې شپږ میلیون اړو افغانانو ته مرستې رسولای شي.

ډبیلو ایف پي نن د ډیسمبر ۲۴ مه په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې لیکلي چې په روان ژمي کې دوی کولای شي په افغانستان کې یوازې شپږ میلیونونه کسانو سره مرسته وکړي. دغه ادارې لیکلي چې افغانستان له بې رحمه ژمي سره مخ دی. ډبیلو ایف پي له دې وړاندې د قوس د میاشتې په ۳۰ مه په یو راپور کې اعلام کړی وو چې په راتلونکې ژمې کې به ۱۵ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر، OCHA هم ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې به د ۲۲ میلیونه ۹ لکه افغانانو له ډلې چې مرستو ته اړتیا لري دا سازمان به یوازې ۱۶ میلیونه او ۸ لکه اړمنو کسانو لپاره د بشري مرستو پروګرام برابر کړي او د دې هدف لپاره هم ۲ میلیارده او ۸۴ میلیونه ډالرو بودجې ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې د بیلابیلو نړیوالو سازمانونو د راپورونو پر بنسټ واک ته د طآلبانو تر رسېدو وروسته په افغانستان کې د فقر، بې وزلۍ او بې کارۍ کچه لوړه شوې ده.

XS
SM
MD
LG