خبرونه
د ټولګټو چارو وزارت: د ریل پټلۍ له لارې د تجارتي مالونو لېږد زیات شوی دی
د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت وايي، تیره میاشت یې د افغانستان د ریل پټلۍ له لارې ۴۵۲ زره او ۱۳۳ متریک ټنه انتقالات ترسره کړې دي.
د دې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس د دوشنبې په ورځ پر خپلې ایکس پاڼې/پخواني ټویتر ویلي، دا صادرات او واردات د حیرتان، اقینې، تورغندۍ او هرات خواف بندرونو له لارې شوي دي.
حق شناس وړاندې ویلي، هڅه کوي سوداګرو ته نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.
له دې وړاندې د طالبانو حکومت د ریل پټلۍ له لارې د تجارتي مالونو د لېږد د زیاتیدو خبر ورکړی و.
خو نړیوال بانک د همدې ډیسمبر په څلورمه په یو راپور کې ویلي و، د افغانستان اقتصادي وضعیت له یو بحران سره مخ دی او راتلونکی یې روښانه نه دی.
په راپور کې راغلي و، د افغانستان صادرات د تیرکال پرتله څو چنده ښکته شوي دي.
خو طالبانو د نړیوال بانک راپور رد کړی و.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د هند کونسلګرۍ د محلي کارکوونکو پر موټر برید شوی دی
د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د هند کونسلګرۍ د محلي کارکوونکو پر موټر برید شوی دی.
یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم او غږ یې خپور شي ازادي راډيو ته وویل چې پیښه کې یو تن وژل شوی او یو بل ژوبل دی.
اینډیا ټوډې ټلویزیون د ځایي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې دغې پیښه کې یو تن وژل شوی دی.
تر اوسه د برید څرنګوالی معلوم نه دی، خو ټولنیزو رسنیو کې له یوشمېر ناتایید شویو انځورونو داسې ښکاري چې دا یوه چاودنه وه.
تراوسه د طالبانو د حکومت رسمي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ۲۰۲۰م کال راهیسي په جلال اباد کې د امنیتي دلایلو له کبله د دې کونسلګرۍ چارې تر ډېره محدودې شوې وې.
کرن ډیکر: د ښځو څنډې ته کول د افغانستان ناورین نور هم ژوروي
د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره کرن ډیکر په افغانستان کې د ښځو پر کار د بندیز د دوه کلنۍ په مناسبت وایي، دغه بندیز د ګڼ شمېر کسانو ژوند اغیزمن کړی دی.
میرمن ډیکر د سه شنبې په ورځ ( د مرغومي ۴مه) پر خپله ایکس پاڼه/پخواني ټویټر په بشري چارو کې د ښځو ونډه اړینه وبلله او زیاته یې کړه چې د هغوی څنډې ته کول، د افغانستان ناورین نورهم ژوروي.
هغې له افغان میرمنو د امریکا د ملاتړ د څرګندولو ترڅنګ ویلي، د ښځو له حضور پرته افغانستان یوه باثباته او نیمکرغه راتلونکې نه شي درلودلی.
طالبانو دوه کاله وړاندې د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۲۴مه ښځې په نړیوالو موسسو کې له کار کولو منع کړې.
د نړيوالې ټولنې له غوښتنو سره سره دغه بندیز لا په خپل ځای دی.
په ترکیه کې یوې چاودنې ۱۲ کسان وژلي دي
لږترلږه ۱۲ کسان نن په ترکیه کې د یوې چاودنې په نتیجه کې ووژل شول.
د ترکیې د دولتي خبري آژانس انادولو د راپور له مخې دا چاودنه د ترکیې په شمال لویدیځ کې د بالیکسیر ولایت د مهماتو جوړولو په یوه کارخونه کې شوې ده چې پنځه نور کسان هم پکې ټپیان شوي دي.
د بالیکسیر والي اسماعیل اسوستااوغلو ویلي دي چې د چاودنې په نتیجه کې د فابریکې ودانۍ ویجاړه شوې او شاوخوا ودانیو ته هم لږ زیان اوښتی دی.
چارواکو ویلي دي چې د پېښې په اړه تحقیقات پیل شوي دي.
ترکیه وايي، د سوریې له۲۵۰ زرو ډېر وګړي خپل هېواد ته ستانه شوي دي
ترکیه وايي چې د سوریې څه باندې دوه نیم لکه وګړي په تېرو دوو اونیو کې خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د ترکیې د کورنیوچارو وزیر علي یرلي کایا نن (د مرغومي ۴مه) په دې اړه انادولو دولتي خبري آژانس ته څرګندونې وکړې. ترکیې د بل هر هېواد پر تله ډېرو سوري کډوالو ته ځای ورکړی و.
د ملګروملتونو د ارقامو له مخې د سوریې شاوخوا درې میلیون وګړي اوس مهال په ترکیه کې دېره دي. د هیات تحریر شام په مشرۍ وسله والې ډلې د ډسمبر په اتمه د سوریې پلازمېنه دمشق ته ننوتې او د بشارالاسد رژیم یې وپرځاوه چې له دې سره په ترکیه، عراق او لبنان کې دېره ګڼ شمېر سوري کډوالو له ځمکنیو سرحدونو څخه خپل هېواد ته ستانه شول.
په روسیه کې یو امریکایی وګړی په ۱۳ کاله بند محکوم شو
د روسیې یوې محکمې امریکایی وګړی ایفګیني سپکتور چې مخکې هم بندي و، د جاسوسۍ په تور په ۱۳ کاله بند محکوم کړی دی.
د روسیې دولتي خبري آژانسونو نن (د مرغومي ۴مه) راپور ورکړ چې سپکتور یو کال مخکې هم د بډو د ورکولو په قضیه کې په درې کاله بند محکوم شوی و. د تاس خبري آژانس د راپور له مخې د محکمې قاضي پرېکړه کړې ده چې نوموړی د دواړو جرمونو په خاطر په ۱۵ کاله بند محکوم کړي.
د راپورونو له مخې سپکټور په ۲۰۲۱ کال کې، مخکې له دې چې ونیول شي، د سرطان پرضد د روغتیايي تجهیزاتو د جوړولو د یوې فابریکې د مراقبت د کمیټې د مشر په توګه کار کاوه. راپورونه زیاتوي دې امریکایی وګړي د خپلې محاکمې په لومړۍ دوسیه کې د روسیې د صدراعظم د پخواني مرستیال سکرټر ته د بدو د ورکولو تور منلی و.
د اوکراین له ختیځ څخه د نویو نښتو راپورونه رارسېږي
د اوکراین په ختیځ کې د روسي او اوکرایني ځواکونو ترمنځ د تازه نښتو راپورونه رارسېږي.
د اوکرایني ځواکونو ستردرستیز نن (د ډسمبر ۲۴مه) په یوه بیان کې وویل چې تر نن سهار وختي پورې یې د جګړې له لومړۍ کرښې څخه د شاوخوا ۲۳۵ نښتو خبرونه ترلاسه کړي دي.
په بیان کې د خارکییف، کوپیانسک او دونېڅک په استقامتونو کې د درنو جګړو خبر ورکړل شوی دی. بیان زیاتوي چې روسیې په دې جګړو کې خپل ۱۶۰۰ سرتېري او دېرش زغره والې وسلې له لاسه ورکړې دي.
دا ادعا خپلواکو سرچینو نه ده تایید کړې او مسکو هم ډېر کله په جګړه کې د خپلو سرتېرو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه وايي.
حمدالله فطرت د سلطان محمود غزنوي په اړه د پاکستان د دفاع د وزیر څرګندونې غندلې دي
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د پنځمې هجري لمریزې پېړۍ د امپراتور سلطان محمود غزنوي په اړه د پاکستان د دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې غندلې دي.
د ښاغلي فطرت په وینا خواجه محمد آصف په یوه ټلویزیوني مرکه کې ویلي چې محمودغزنوي به د هند د لوټلو لپاره تګ راتګ کاوه او د ده لپاره اتل نه دی.
فطرت تېره شپه پر خپله ایکس په یوه تند بیان کې لیکلي چې د طالبانو حکومت د خواجه آصف غیرمسوولانه څرګندونې له تاریخي حقایقو د هغه بېخبري یې بولي. فطرت د پیغور په توګه دا هم ویلي چې پاکستان پر خپلو دفاعي توغندیو د محمود غزنوي نوم ایښی دی.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند محمود غزنوي هغه مسلمان افغان بللی چې د سیمې له ټولو مظلومو او تر ګواښ لاندې ولسونو سره یې د ایماني مسوولیت له مخې همدردي کوله.
د پاکستان ځانګړي استازي په کابل کې له طالب چارواکو سره کتلي دي
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی له طالب چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته تللی. محمد صادق خان نن پر خپله ایکس پاڼه د طالبانو د حکومت د کورنیوچارو له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره د خپلې کتنې عکسونه خپاره کړي دي.
ښاغلی صادق خان چې په کابل کې د پاکستان پخوانى سفير و، په روانه ډسمبر میاشت کې وروسته له هغه يوځل بيا د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي پر دنده وګومارل شو چې په تېره سپټمبر مياشت کې لومړي وزير شهبازشريف پخوانى ځانګړى استازى اصف دراني له دندې ګوښه کړ.
ښاغلي صادق خان لیکلي دي چې له طالب چارواکو سره یې د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییز امنیت ترڅنګ پر یو لړ مسایلو خبرې کړې دي، خو د خپلو خبرو په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، سږکال ژمی یوازې شپږ میلیون اړو افغانانو ته مرستې رسولی شي
د خوړو نړیوال پروګرام WFP وايي چې د بودیجې د کمښت له کبله په سږني ژمي کې په افغانستان کې یوازې شپږ میلیون کسانو ته مرستې رسولی شي.
WFP نن پر خپله ایکس پاڼه لیکلي دي چې میلیونونه نور افغان وګړي به د دې سازمان له مرستو بې برخې وي.
د خوړو نړیوال پروګرام دا خبرداری داسې مهال ورکوي چې ملګروملتونو په خپل وروستي راپور کې ویلي دي چې په راروان سخت ژمي کې به د افغانستان شاوخوا ۱۵ میلیون وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري.
مخکې له دې د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا ویلي و، چې په ۲۰۲۵ کال کې به شاخوا ۲۲،۹میلیون افغانان بشري مرستو ته اړ وي.
ملګري ملتونه: د سوریې نوي واکمن د اسد د رژیم د بشري جرمونو په اړه همکاري ته لېوال دي
د ملګروملتونو هغه اداره چې په سوریه کې د جنګي جرمونو په اړه څېړني کوي، وايي، د سوریې نوي واکمن دې ته ډېر لېوال دي چې د بشارالاسد د رژيم له خوا د شویو جرمونو په اړه په تحقیقاتو کې همکاري وکړي.
د سوریې لپاره د نړیوال، بې پرې او خپلواک میکانیزم د ادارې پلاوي پرون دمشق ته خپل سفر پای ته ورساوه. د دې ادارې مشر رابرت پیتیت د دې سفر پرمهال د شویو جنایتونو د اسنادو او نورو شواهدو د خوندي کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.
دا ځانګړې اداره د ملګروملتونو عمومي اسمبلې په ۲۰۱۶ کال کې جوړه کړه او دا لومړی ځل دی چې پلاوی یې سوریې ته ځي. د دې ادارې د جوړېدو هدف د سوریې د کورنۍ جګړې پرمهال چې په ۲۰۱۱ کال کې پیل شوه، د احتمالي جنګي جرمونو، د بشريت ضد جنایتونو او نسل وژنې یا جینوساید په اړه د شواهدو له راټولولو او د دې جنایتونو د عاملانو له تعقیب او محاکمې سره مرسته وه.