خبرونه
کریملین: د روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ ترمنځ د خبرو کوم پلان نه شته
کریملین وايي، د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ ترمنځ تردې دمه د خبرو کوم پلان نه شته.
ښاغلي ټرمپ پرون د محافظه کارانو لویې غونډې ته وویل، پوتین ده ته ویلي دي چې غواړي ژرترژره خبرې ورسره وکړي.
د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف نن د روسیې تاس خبري آژانس ته وویل په راروانه جنوري میاشت کې د ټرمپ له لوړې مخکې په دې اړوند کومه خبره نه ده شوې.
پر اوکراین د روسیې د یرغل موضوع په دې وروستیو کې چې روسیې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو حملو ته زور ورکړی، بیا توده شوې ده.
پوتین تېره اونۍ د پوښتنو او ځوابونو په کلنۍ غونډه کې، په دې اړه چې آیا روسیه په احتمالي خبرو کې امتیاز ورکولو ته چمتو ده که نه، څو ځلې ټینګار وکړ چې هېواد یې جوړ جاړي ته تیار دی، خو ورسره یې ګڼ شرطونه هم مطرح کړل.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
پر ایراني هوايي شرکتونو د امریکا له بندیزونو سره د چین مخالفت
یوه ورځ وروسته له هغې چې د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسېنټ وویل چې د ایران د ټولو هوايي شرکتونو فعالیتونه به د تلې له لومړۍ نېټې "په ټوله نړۍ کې بند شي"، د چین د بهرنیو چارو وزارت په رسمي توګه اعلان وکړ چې له ایراني هوايي شرکتونو سره د واشنګټن له بندیزونو سره مخالف دی.
د ازادي راډیو د فردا څانګې د راپور له مخې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګوو جیاکون د سې شنبې په ورځ «د وږې په ۳۱مه» په یوه خبري غونډه کې وویل چې پیکېنګ د امریکا دا ډول بندیزونه "غیر قانوني" ګڼي او له لګولو سرهیې مخالفت کوي.
د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسېنټ ویلي، که ایراني الوتکې په هوايي ډګرونو کې ښکته شي، نو هغوی ته د سونګ توکو ورکول او یا ورته د خدماتو وړاندې کول به منع وي.
نوموړي خبرداری ورکړی چې ښايي هغه شرکتونه چې دغو الوتکو ته خدمات وړاندې کوي، د ډالرو له مالي سیستم څخه وایستل شي.
فرانسې په اروپا کې د میتان ګاز د نویو مقرراتو د یو کال ځنډ غوښتنه وکړه
د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون له اروپايي کمېسیون څخه غوښتي چې د میتان ګاز د خپرېدو د راپور ورکولو په اړه د نویو مقرراتو پلي کېدل یو کال وځنډوي.
د روېټرز د راپور له مخې، مکرون اروپايي کمېسیون ته په یوه لیک کې خبرداری ورکړی چې د انرژۍ د عرضې د محدودیتونو په شرایطو کې د دغو مقرراتو پلي کېدل واردوونکي له قانوني خطرونو سره مخ کولای شي.
هغه وړاندیز کړی چې د دغو مقرراتو پلي کېدل د ۲۰۲۸ کال د جنورۍ تر لومړۍ نېټې وځنډول شي.
ټاکل شوې دغه مقررات د ۲۰۲۷ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې پلي شي.
په دې سره به د وارداتي تېلو او ګازو په بارونو کې د میتان ګاز د خپرېدو کچه وڅارل او تصدیق شي او پر سرغړوونکو شرکتونو به جریمه ولګول شي.
اروپايي کمېسیون ویلي چې د مکرون وړاندیز به وڅېړي.
تر دې مخکې، د اروپايي ټولنې له ۱۲ څخه زیاتو غړو هېوادونو چې جرمني هم پهکې شامل دی او د اروپا تر ټولو لوی د ګازو بازار لري، د دغو مقرراتو د ځنډولو غوښتنه کړې وه.
اروپايي کمېسیون په جولای میاشت کې د ۲۰۲۹ کال تر پایه د دغو مقرراتو اړوند مالي جریمې له ځنډولو سره موافقه کړې وه، خو د مقرراتو د پلي کېدو نېټهیې نهوه ځنډولې.
میتان ګاز له کاربن ډایاکسایډ وروسته د ځمکې د تودوخې د زیاتېدو دوهم لوی لامل بلل کېږي.
افغان ووشوکارانو په اسیایي لوبو کې دوه برونز مډالونه وګټل
افغان ووشوکارانو په اسیایي لوبو کې د دوو برونزو مډالونو ګټل یقیني کړل.
محمد خالد هوتک او حامد اشرفي د سېشنبې په ورځ «د وږې په ۳۱مه» خپل اندونیزیایي سیالان مات کړل او په دې سرهیې د برونزو مډالونه یقیني کړل.
دغه دواړه لوبغاړي به په بل پړاو کې د سپینو زرو د مډال لپاره سیالۍ وکړي.
خالد هوتک تر دې مخکې هم دوه ځله په اسیایي لوبو کې، په چین او اندونیزیا کې، د برونزو مډالونه ګټلي دي.
د اسیایي لوبو سیالۍ د جاپان د ایچي ولایت په ناګویا ښار کې روانې دي.
د افغانستان لسګونه لوبغاړي چې د هېواد له بهره مېشتې یو شمېر افغانې لوبغاړې هم پهکې شاملې دي، په بېلابېلو برخو کې ګډون لري.
د امریکا د خزانې وزارت له خوا د ایران په هوايي شرکتونو تازه بندیزونه
د امریکا د خزانې وزارت د ایران پر ۲۷ هوايي شرکتونو بندیزونه اعلان کړل.
دغه وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د ایران دغو سوداګریزو هوايي شرکتونو له ډېره وخته د ایراني رژیم ملاتړ کړی او د ایران سپاه پاسداران د وسلو او پرسونل د انتقال لپاره له دغو هوايي شرکتونو کار اخیستی.
د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنټ هم ویلي چې د دغو بندیزونو په اساس که ایرانۍ الوتکې په کوم هوايي ډګر کې کیني څوک تیل یا نور خدمات نه شي ورته وړاندې کولی که نه نو له ډالري سیسټم به لرې شي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان غبرګون ښوولی او ویلي یې دي چې د دې اقدام په وړاندې به مقاومت وکړي.
د امریکا له خوا د ایران په هوايي شرکتونو تر تازه بندیزونو وروسته په ځینو هېوادونو کې د ایران د هوایي شرکتونو د الوتنو د کمېدو راپور ورکړل شوی.
د ترکیې په مانیسا کې یوه بریدګر ۱۱ زده کوونکي په ډزو سره ټپیان کړي
په ترکیه کې د یوه ښوونځي مخته په ډزو کې لږ تر لږه ۱۱ زده کوونکي ټپيان شوي.
دا پېښه نن سهار د مانیسا ولایت په تورګوتلو سیمه کې شوې.
له ټپي زده کوونکو د دوو حالت نازک ښودل شوی.
ترکي چارواکو بریدګر د ښوونځي یو زده کوونکی بللی چې له سیمې تښتېدلی دی.
پولیس د بریدګر په لټه کې دي او د ښوونځي په شاوخوا کې امنیتي تدابیر سخت شوي دي.
فایق: افغان ښځې د ټولنې راتلونکې مشرانې دي
د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په درشل کې د افغانستان د ښځو، سولې او ملي پخلاینې په نوم یوه غونډه جوړه شوه.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق تېر ماښام دې غونډې ته وویل چې له پنځو کلونو راهیسې افغان نجونې او ښځې په سیستماتیکه توګه له تعلیم، کار او ټولنیز ژونده محرومې شوي.
هغه وویل چې افغان ښځې یواځې قربانیانې نه بلکې د ټولنې راتلونکې مشرانې دي او په هر سیاسي بهیر کې باید د هغوی ګډون په مستقیمه او اغېزمنه توګه ډاډمن وي.
دې غونډه کې د یو شمېر هېوادونو استازیو او ځینو افغان فعالانو برخه اخیستې وه.
افغان بایسکل چلوونکې فریبا هاشمي د اسیایي لوبو نایب اتله شوه
افغان بایسکل چلوونکې فریبا هاشمي په اسیايي لوبو کې د نقرې مډال وګاټه.
فریبا هاشمي سه شنبه سهار د سړک د بایسکل چلوونې ټاکلی واټن په ۲ ساعتونو، ۵۰ دقیقو او ۵ ثانیو کې وواهه او تر چینایۍ لوبغاړې وروسته دویم مقام ته ورسېده.
دا لومړی وار دی چې له اسیايي لوبو افغان نجونې مډال ترلاسه کوي.
فریبا هاشمي چې په ایټالیا کې اوسیږي په اسیايي لوبو کې د افغانستان استازیتوب کوي.
اسیايي لوبې د جاپان ایچي ناګویا کې روانې دي چې له افغانستانه هم په څو برخو کې د یو شمېر بهر مېشتو افغان نجونو په ګډون لږ تر لږه ۳۴ لوبغاړي برخه اخیستې.
پر افغانستان هوايي بریدونه؛ پاکستان وايي ۲۸ سخت دریځي یې وژلي
په داسې حال کې چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت یوناما په افغانستان کې په هوایي بریدونو کې د درې ملکي وګړو د وژل کېدو پخلی وکړ، د پاکستان حکومت ټینګار کوي چې په دغو بریدونو کې لږترلږه ۲۸ سخت دریځي وژل شوي دي.
د روېټرز د راپور له مخې د پاکستان یوه امنیتي چارواکي چې نهیې غوښتل نومیې په راپور کې خپور شي ویلي چې دغه بریدونه د افغانستان په دوو ولایتونو، پکتیکا او کونړ باندې شوي او د دې هېواد د اطلاعاتو وزارتیې په نتیجه کې د وژل شویو کسانو شمېر لږترلږه ۲۸ تنه ښودلی، خو د پاکستان پوځ د دې خبر تر چمتو کېدو پورې د دغو بریدونو په اړه څه نهدي ويلي.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې د دغو بریدونو په وړاندې د اعتراض په توګهیې په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر احضار کړ.
د اعلامیې له مخې دغه بریدونه د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض بلل شوي او په کلکو ټکو غندل شوي دي.
واشنګټن د جرمونو پر نړیوالې محکمې د پراخو بندیزونو لپاره چمتووالی نیولی
د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ ادارې د جرمونو پر نړیوالې محکمې د پراخو بندیزونو لپاره چمتووالی نیولی دی.
د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې دوو باخبره سرچینو ویلي چې د بندیزونو طرحه چمتو شوې، خو د اعلان کره وختیې لا نهدی معلوم.
د والسټریټ ژورنال د راپور له مخې، ښايي په دې اړه پرېکړه په روانه اوونۍ کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ترڅ کې اعلان شي.
واشنګټن له هاګ مېشتې د جرمونو له نړیوالې محکمې غواړي چې د اسرائیلي مشرانو پر وړاندې د نیولو حکمونه او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په اړه پخوانۍ څېړنه پای ته ورسوي.
امریکا تر دې مخکې د دې محکمې پر یو شمېر قاضیانو او څارنوالانو بندیزونه لګولي دي.
د جرمونو نړیواله محکمه په ۲۰۰۲ کال کې د جنګي جرمونو، نسلوژنې او بشریت ضد جرمونو د څېړنې او محاکمې لپاره جوړه شوې ده.
متحده ایالات د دې محکمې غړی نهدی.
د کرملېن تر کنټرول لاندې ګوند بریا؛ اروپايي ټولنې ټاکنې جعلي وبللې
روسي چارواکي وایي، د کرملېن تر کنټرول لاندې د "متحدې روسیې" ګوند په وروستیو پارلماني ټاکنو کې بېسارې بریا ګټلې، خو اروپايي ټولنې هغه "جعلي ټاکنې" بللې دي.
د روسیې د انتخاباتو مرکزي کمېسیون ویلي چې "متحدې روسیې" نږدې ۵۸ سلنه رایې ترلاسه کړې او د پارلمان یا دوما د ۴۵۰ څوکیو له ډلې یې ۳۵۵ څوکۍ ګټلې دي.
د دوما لپاره دغه ټاکنې پر اوکراین د روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې د بشپړ یرغل وروسته لومړنۍ ټاکنې وې چې د سپټمبر له ۱۸مې تر ۲۰مې نېټې پورې ترسره شوې.
د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د راپور له مخې د دغه بهیر په ترڅ کې چې له مخکې "ښه تنظیم شوی" و، رایه ورکوونکو کولای شول له څو هغو سیاسي ګوندونو څخه چې ټولیې د کرملېن لهخوا منظور شوي و، یو انتخاب کړي.
ټولو دغو ګوندونو د ولسمشر ولادیمیر پوتین بشپړ ملاتړ کاوه.
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې کایا کالاس پر خواله رسنیو کې دغه ټاکنې جعلي بللي او ویلي یې دي "دغه دوما ته په نوم ټاکنې د روسیې د ډیموکراسۍ لپاره یو بل ستر په شاتګ و".