خبرونه
د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ په څلورم فصل سیالیو کې نن دوې لوبې کېږي
د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ د څلورم فصل د سیالیو په لړ کې نن ماسپښین هم دوې لوبې کېږي.
په لومړۍ لوبه کې د فراه ابومسلم لوبډله د کندهار د عینومېنې له لوبډلې سره څه کم نیم ساعت وروسته (۱۲نیمې) لوبه کوي او په بله مسابقه کې د هرات د صرافانو ټیم د هرات له سرخپوشان خوافي ټیم سره سیالي کوي. له دغو لوبو سره د دغه لیګ د مسابقو شپږمه اوونۍ ختمېږي. پرون د کابل د جوانان ټیم دوه د یو په وړاندې د فراه عدالت ټیم ته ماتې ورکړه او په بله مسابقه کې د سرپل خدیم اف سي لوبډلې او د فاریاب د سرسبز یاشلر لوبډلې مسابقه یو- یو مساوي شوه.
د افغانستان د فوټبال د اتلان لیګ څلورم فصل سیالۍ چې ۱۲ لوبډلې په کې برخه لري، د لیندۍ یا قوس له ۱۶مې په هرات کې روانې دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د کرکټ نړیواله شورا؛ د چمپینز ټرافي د لوبو پرمهال به د هندۍ لوبډلې پر کمیسیونو د پاکسان نوم نه وي
د کرکټ نړیواله شورا ICC وايي چې د چمپینز ټرافي لوبو د کوربه هېواد پاکستان نوم به د هند د کرکټ د ملي لوبډلې پر کمیسونو کې نه چاپیږي.
هندي رسنیو پرون راپور ورکړ چې د ICC له پلان سره سم د چمپینز ټرافي په لوبو کې د ګډون کوونکو ټولو لوبډلو پر کمیسونو باید د پاکستاننوم ولیکل شي، خو دا پریکړه د هند ملي لوبډلې نه ده منلې.
په لومړي سر کې ټاکل شوې وه چې یوازې پاکستان د چمپینز ټرافي سیالیو کوربه توب وکړي خو د هند د کلک مخالفت له امله د کرکټ نړیواله شورا اړه شوه چې د دې سیالیو په کوربنو کې متحده عربي امارات هم ورزیات کړي. د هند لوبډله به خپلې ټولې ګروپي لوبې هلته ترسره کوي او که هند او پاکستان د دې سیالیو فاینل ته ووتل نو د پاکستان لوبډله به هم اماراتو ته ځي.
د چمپینز ټرافي لوبې د فبروري په ۱۹مه پیلېږي او د مارچ تر نهمې به دوام وکړي. په دې لړۍ کې د افغانستان لومړۍ لوبه به د فبروري په ۲۱مه له جنوبي افریقا او دوهمه به یې د فبروري په ۲۶مه له انګلینډ سره وي.
د ترکیې په اورپېښه کې د مړو شمېر ۷۶ کسانو ته لوړ شو
د ترکیې په یوه هوټل کې د اورپېښې له کبله د مړو شمېر ۷۶ تنو ته رسېدلی دی.
د کورنیوچارو وزیر علي یرلیکایا تېره شپه ناوخته وویل چې د ګرنډ کارټال په نوم هوټل د اور د لګېدو په پېښه کې د ۵۲ کسانو مړي تراوسه پېژندل شوي دي. د هغه په وینا د پېښې پرمهال ۲۳۸ تنه مسافر په هوټل کې وو.
ګرنډ کارټال هوټل د ترکیې د شمال لویدیځ بولو ولایت د کارتالیکایا سیمې د سکي په مهمه تفريحي ساحه کې دی. د ترکیې د روغتیا وزیر ویلي چې د ۵۱ ټپیانو له ډلې د لږترلږه یوه وضعیت نازک دی او ۱۷ تنه نور له درملنې وروسته رخصت شوي دي. د دې اورپېښې علت تراوسه نه دی معلوم شوی.
ټرمپ پوتین ته ګواښ کړی چې که له اوکراین سره سوله ونه مني بندیزونه به پرې ولګوي
د متحدوایالتونو ولسمشر ډونالډټرمپ ګواښ کړی چې که ولسمشر ولادیمیر پوتین له اوکراین سره د سولې یوې موافقې ته ونه رسېږي نو پر روسیې به اضافي بندیزونه ولګوي.
ښاغلي ټرمپ پرون (د جنوري په ۲۱مه) په سپینه ماڼۍ کې د خبرو پرمهال د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې دا څرګندونې وکړې. هغه د چین پر ولسمشر شي جین پېنګ هم غږ وکړ چې د اوکراین د جګړې په پای ته رسولو کې مرسته وکړي.
ټرمپ یادونه وکړه چې غواړي په نژدې راتلونکي کې له ولسمشر پوتین سره خبرې وکړې خو په دې اړه یې جزییات ورنه کړل.
ښاغلي ټرمپ همداراز وویل چې د ده ټیم اوکراین ته د نورو وسلو د استولو په اړه هم غور کوي. د انتخاباتي کمپاینونو پرمهال ټرمپ پر مخکینۍ ادارې، له اوکراین سره د مرستو د کچې له کبله کلک انتقادونه کول.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي له دې مخکې ویلي و، چې هیله من دی د امریکا نوی ولسمشر به یې د هیواد پر وړاندې د روسیې جګړه په عادلانه توګه پای ته ورسوي.
د ټرمپ ادارې د طالبانو له بنده د دوو امریکايي بندیانو د خوشې کېدو هرکلی کړی
د امریکا د نوي ولسمشرډونالډ ټرمپ ادارې په افغانستان کې د دوو نیول شویو امریکایانو د خوشې کیدو هرکلی وکړ.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت پرون تایید کړه چې له امریکا سره د بندیانو د تبادلې په ترڅ کې په امریکا کې د افغان بندي خان محمد په بدل کې دوه امریکایان خوشې شول.
امریکايي رسنیو خبر ورکړی چې خوشي شوې امریکايان رایان کوربیټ او ویلیام مککینټي نومېږي او د خوشې کیدو لپاره یې د پخواني ولسمشر جوبایډن ادارې د طالبانو له حکومت سره له شاوخوا دوو کلونو راهیسې خبرې کولې.
د سپینې ماڼۍ د ملی امنیت شورا ویاند براین هیوز په یوه بیان کې وویل د ټرمپ اداره له طالبانو څخه د هغو میلیارډونو ډالرو مرستې په بدل کې چې په وروستیو کلونو کې یې ترلاسه کړي دي غواړي چې ټول نیول شوي امریکایان خوشې کړي.
د پخواني ولسمشر ادارې هڅه کوله د بندیانو په تبادله کې په افغانستان کې دوه نور نیول شوي امریکایان جورج ګلیزمن او محمود حبیبي هم خوشې کړي.
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه په بهر کې خپل فعالیت پیلوي
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه وايي، له دې وروسته به د افغانستان لپاره د یووالي د کمیټې په نوم په بهر کې خپل فعالیت ته دوام ورکړي.
دې خیریه ټولنې پرون (د سلواغې دوهمه) پر خپله فیسبوکپاڼه د یوه بیان په خپرولو سره ویلي دي چې دفترونه به یې له دې وروسته په افغانستان کې تړلی وي.
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د ۲۰۲۴ کال په مارچ میاشت کې په دې هېواد کې د قرانکریم د سوځولو په غبرګون کې د طالبانو د فرمان په اساس په افغانستان کې خپل فعالیت بند کړ. دې کمیټې ټینګار کړی چې یوه بې پرې او نادولتي اداره ده خو بیا یې هم په افغانستان کې فعالیت ځنډول شوی دی.
د سویډن کمیټې د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې فعالیت کاوه او شاوخوا اوه زره کارکوونکي یې درلودل.
په تخار ولایت کې یو چینایی وګړی وژل شوی دی
سیمه ایزې سرچینې په تخار ولایت کې د یوه چینایي وګړي د وژل کیدو خبر ورکوي.
د سرچینو په وینا دا چینایي وګړی چې د تخار او بدخشان ولایتونو په کانونو کې یې کارکاوه د خواجه بهاالدین ولسوالۍ په کتکجر سیمه کې هغه مهال ووژل شو چې د سپرلۍ پر موټر یې ډزې وشوې.
ویل کېږي بریدګرو له دې کس څخه چې په اړه یې ډېر جزییات نه شته یوڅه پیسې هم وړې دي. ازادي راډیو هڅه وکړه چې د پیښې په اړه د تخار د سیمه ایزو چارواکو نظر واخلي خو هغوی خبرو ته حاضر نه شول.
د انګلستان د کرکټ لوبډلمشر: له افغانستان سره له لوبې بایکاټ کول سم کار نه دی
د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر، جاس بټلر، په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي چې د اتلانو (چمپینز ټراپۍ) په جام کې له افغانستان سره له لوبې انکار کول "سمه لار" نه ده.
دا سیالي، چې د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه د پاکستان په لاهور ښار کې ترسره کېدونکې ده، په وروستیو څو اونیو کې یې پر وړاندې د سیاسیونو لخوا ډېرې نانندرۍ روانې دي.
د برېټانیا د کارګر ګوند لخوا د پارلمان غړې، تونیا انتونیازي، د یوه لیک له لارې، چې د پارلمان ۱۶۰ نورو غړیو هم لاسلیک کړی و، د انګلستان او ویلز له کرکټ بورډ غوښتنه کړې چې د طالبانو حکومت له لوري له ښځو او نجونو سره د "ناوړه" چلند په وړاندې غبرګون وښيي او له افغان ملي لوبډلې سره دې سیالي نه کوي.
د انګلستان د کرکټ ملي لوبډله، چې اوس مهال په هندوستان کې ده او سبا چهارشنبه، د جنورۍ په ۲۲مه نېټه، له یاد هېواد سره د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ پیلوي، لوبډلمشر جاس بټلر په کلکته کې د خبریالانو په ځواب کې ویلي دي چې دوی به د خپلې لوبډلې د مشرتابه په لارښوونه عمل کوي او له افغانستان سره پلان شوې لوبه به ترسره شي.
ښاغلي بټلر ویلي دي، د یوه لوبغاړي او بیا لوبډلمشر په توګه، په دې تړاو د انګلستان او ویلز کرکټ بورډ له مشرانو سره غږېدلی دی او له هرڅه خبر دی، خو په باور یې له لوبو بایکاټ کول مناسب کار نه دی.
د یادونې وړ ده چې د انګلستان کرکټ بورډ هم د خپلو سیاسیونو خبرو ته د رد ځواب ویلی دی او د سیالۍ په کولو یې ټینګار کړی دی.
د طالبانو دوه لوړ پوړو چارواکو د متحده عربي اماراتو له ولسمشر سره کتلي
د طالبانو د حکومت دوو مهمو امنیتي چارواکو متحده عربي اماراتو ته د سفر پرمهال د دې هېواد د دولت له مشر سره کتلي دي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي دي چې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني او د استخباراتو لوی رییس ملا عبدالحق وثیق د متحده عربي اماراتو د دولت له رییس محمد بن زاید آل نهیان سره کتلي دي. په بیان کې د دوی د خبرو د جزییاتو په اړه تفصیل نه دی ورکړل شوی.
حقاني او وثیق دواړه د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لیست کې دي نو ځکه بهر ته د سفر اجازه نه لري خو ملګرو ملتونو د تېر ۲۰۲۴ کال په جون میاشت کې ښاغلي حقاني ته، متحده عربي اماراتو او له هغه مخکې سعودي عربستان ته د سفر ځانګړې اجازه ورکړې وه.
ملګرو ملتونو د طالبانو د دې چارواکو د اوسني سفر په اړه څه نه دي ویلي.
د ترکیې په یو هوټل کې د اورلګیدنې له کبله ۶۶ کسان وژل شوي
د ترکیې په شمال لویدیځ کې په یوه څو پوړیز هوټل کې یوې اور پېښې لږترلږه ۶۶ کسان وژلي دي.
د ترکیې د کورنیوچارو وزیر علي یرلیکایا نن (د سلواغې په ۲مه) اعلان وکړ چې د بولو ولایت په کارتالکایا سیمه کې د سکي وهلو په یوه مرکز په بېګانۍ پېښه کې ۵۱ نور کسان هم ټپیان شوي دي.
انادولو دولتي خبري آژانس خبر ورکړی چې د اورلګېدلو علت نه دی معلوم. په هغو ویډیوګانو کې چې د پېښې له سیمې څخه خپرې شوي، د دې هوټل په لوړو پوړونو کې د اور لمبې ښکاري.
عیني شاهدان وايي دوو کسانو چې په اور کې ګیر پاتې وو، ځانونه راغورځولي او مړه شوي دي. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پېښې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.
د ټرمپ د یو فرمان پر بنسټ ښايي امریکا ته د یو شمیر افغانانو تګ وځنډیږي
تمه ده چې د امریکا د نوي ولسمشر د امر په اساس دې هېواد ته د ۱۶۶۰ افغان کډوالو الوتنې کنسل شي.
ډونالډ ټرمپ پرون له لوړې وروسته په یوه فرمان کې د امریکا د مهاجرت پروګرام وځنډاوه.
دا فرمان د جنوري په ۲۷مه نافذېږي.
رویټرز خبري اژانس پرون د یوه امریکايي چارواکي، چې نه غواړي هویت یې افشا شي او د افغان ایواک په نوم بهر ته د زیانګالو افغانانو د لېږد ټولنې د غړي شان ون دایور له قوله دا خبر ورکړ.
د دې چارواکو په وینا دا حکم به پخواني افغان پوځیان، هغه ماشومان چې له خپلو کورنیو لیرې پاتې دي او د پرځېدلي جمهوري نظام کارکوونکي چې امریکا ته خپلو الوتنو ته سترګې په لاره دي اغېزمن کړي. سپینې ماڼۍ او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. دا په داسې حال کې ده چې زرګونه کسان چې په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې د کډوالۍ کېسونه لري، امریکا ته د تلو په تمه دي.
ټرمپ د ۲۰۲۴ کال د انتخاباتي کمپاین پرمهال بیا بیا د کډوالۍ د جدي پالیسیو پر اړتیا ټینګار کاوه. د امریکايي رسنیو د راپور له مخې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د مخکیني ولسمشر جوبایډن ادارې تراوسه نژدې ۲۰۰ زره افغانان امریکا ته انتقال کړي دي.