د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۰۳

خبرونه

سره میاشت ټولنه: د زړه د سوري ۴۳ نور ماشومان وړیا عملیات کیږي

په افغانستان کې د سرې میاشتې د یوه روغتون عکس- عکس ارشیف
په افغانستان کې د سرې میاشتې د یوه روغتون عکس- عکس ارشیف

افغان سرې میاشتې ټولنې خبر ورکړی، چې د زړه په سوري ۴۳ نور ماشومان د درملنې او عملیاتو لپاره په کابل کې شپږو روغتونونو ته ورپېژندل شوي دي.

دغې ټولنې پرون یکشنبه پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې د دغو ماشومانو د درملنې او عملیاتو مالي لګښت د افغاني سرې میاشتې ټولنې له خوا ورکول کېږي.

هر کال لسګونه افغان ماشومان چې د زړه په سوري اخته هغه هم په کې شامل وي، د درملنې لپاره جرمني ته هم لېږل کېږي، چې هلته یې "د سولې کلي" په نوم بنسټ درملنه کوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

روبیو: د واشنګټن او تهران ترمنځ تخنیکي خبرې به د روانې میاشتې په پای کې پیل شي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ د تخنیکي خبرو نوی پړاو به د جون میاشتې په پای کې په سویس کې بیا پیل شي. هغه دا څرګندونې د فارس خلیج سیمې ته د خپل مهم سفر د دویمې ورځې په پای کې وکړې. د دې سفر هدف د واشنګټن او تهران ترمنځ د لنډمهالي هوکړې په اړه د سیمې د اندیښنو کمول بلل شوي دي.

د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپورله مخې روبیو د چهارشنبې په ورځ د جون په ۲۴مه بحرین ته روانیدو مخکې په کویټ کې د ازادي راډیو خبریال ته وویل: "زما په باور، تخنیکي ډله به د جون په ۲۹مه یا ۳۰مه بېرته خبرو ته کښېني."

هغه څرګنده کړه چې په دغو خبرو کې به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د انرژۍ وزارت متخصصین ګډون وکړي او بحثونه به د بندیزونو، اټومي مسایلو او د هوکړې د عملي کولو پر میکانیزمونو متمرکز وي.

روبیو ټینګار وکړ چې واشنګټن هڅه کوي د یوه نازک اوربند ته ورته فضا څخه ژر تر ژره یو هراړخیزاو دوامداره توافق ته لاره هواره کړي.

واشنګټن او تهران تیره اونۍ یوتفاهم لیک لاسلیک کړچې له مخې یې د ځینو نورو مواردو ترڅنګ د هرمزتنګی بیرته پرانستل شو او امریکا د ایران د بندرونو محاصره پای ته ورسوله.

فریدریش میرڅ: له طالبانو سره همکاري یوازې تخنیکي بڼه لري او د جرمني د ملي ګټو لپاره ده

د جرمني صدراعظم فریدرش میرڅ هغه تورونه رد کړي چې ګواکې حکومت یې په افغانستان کې له واکمنو طالبانو سره اړیکې عادي کوي. هغه ټینګار وکړ چې هر ډول همکاري یوازې تخنیکي بڼه لري او د جرمني د ملي ګټو لپاره ترسره کېږي.

د جرمني ډي پي اې خبري آژانس د راپور له مخې میرڅ د چهارشنبې په ورځ د جرمني د پارلمان (بونډستاګ) په غونډه کې د حکومت د پوښتنو او ځوابونو پر مهال، د زرغون ګوند د نیوکو په ځواب کې وویل: "موږ دا رژیم (طالبانو) نه عادي کوو."

هغه زیاته کړه چې ډیپلوماتیکې اړیکې د دولتونو ترمنځ وي، نه د حکومتونو ترمنځ، او جرمني تل له افغانستان سره ډیپلوماتیکې اړیکې ساتلې دي. میرڅ وویل: "موږ د طالبانو دې رژیم ته د دوستۍ لاس نه ورغځوو؛ بلکې په هغه ضروري تخنیکي کچه همکاري کوو چې زموږ د هېواد ملي ګټې تأمینوي."

هغه څرګنده کړه چې حکومت په تر ټولو ټیټه ممکنه تخنیکي کچه اړیکې ساتي، څو هغه افغان نارینه بېرته افغانستان ته واستول شي چې په جرمني کې یې جنايي جرمونه ترسره کړي دي. هغه وویل: "همدا تګلاره به دوام ولري."

په برلین کې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ ویلي وو چې د طالبانو د حکومت تر څلورو نورو ډیپلوماتانو پورې به جرمني ته د ورتګ اجازه ورکړل شي، څو افغانستان ته د ډیپورټ بهیر اسانه او چټک شي.

د ویاند په وینا، د افغانستان د قونسلي چارو چارواکو ته اړتیا ده، څو د بېلګې په توګه نور پاسپورټونه صادر کړي. هغه وویل چې د جرمني حکومت به د ویزو له ورکولو مخکې د دغو چارواکو سابقه او شرایط په دقت وڅېړي.

په وینزویلا کې دوه پرله پسې زلزلې؛ څه باندې یوه پیړۍ کې بې سارې وې

په وینزویلا کې د پرله پسې دووزلزلو له امله له ۳۰ څخه ډېر کسان مړه او سلګونو نور ټپیان شوي دي. چارواکو ویلي چې د مړو او ټپیانو شمېر به نور هم لوړ شي، ځکه تراوسه ژغورونکې ډلې ټولو هغو سیمو ته چې زلزلې ځپلې، ندي رسیدلي.

دا په تېرو څه باندې سلو کلونو کې د وینزویلا تر ټولو پیاوړې زلزله وه. لومړۍ زلزلې چې شدت یې د ریښتر په کچه ۷،۲ و، د دې هیواد هېواد د شمالي ساحل سیمه ولړزوله، یوازې ۴۰ ثانیې وروسته بلې د ریښترپه کچه ۷،۵ زلزلې بیا همدا سیمه ولړزوله.

دغو زلزلو په پلازمینه کاراکاس کې کورونه ونړول او په ټوله سیمه کې یې پراخ ویجاړی رامنځته کړ. د ژغورنې او بیړنیو خدماتو سلګونه کارکوونکي په چټکۍ سره هڅه کوي چې هغه کسان ومومي او وژغوري چې د نړېدلو ودانیو تر خاورو او کنډوالو لاندې بند پاتې دي.

سپاه پاسداران: په هرمزتنګي کې بله هره لاره به خوندي نه وي

سپاه پاسداران وايي چې د هرمزتنګي له لارې د کشتیو خوندي تګ راتګ یوازې د هغه مسیر له لارې ممکن دی چې له مخکې ایران ټاکلی او هره بله لار چې د ایران له همغږۍ پرته اعلان شوې وي، د منلو وړ نه ده او یو امنیتي خطر ګڼل کېږي.

سپاه پاسداران دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د چهارشنبې په ورځ راپورونه خپاره شول چې عمان د یوې "موقتي" سمندري لارې په معرفي کولو سره له کشتیو غوښتي چې د اوس لپاره دې په هرمز تنګي کې د تګ راتګ لپاره له همدې لارې کار واخلي.

سپاه پاسداران ټینګار کړی چې له هغو کشتیو سره به چلند وکړي چې د ایران له همغږۍ پرته د دې مهمې سمندري لارې د تېرېدو هڅه وکړي.

ایران تر دې وړاندې یوه بله لار ټاکلې وه او هغه یې د هرمز تنګي چې د نړۍ د تیلو شاوخوا یو پرپنځمه برخه له همدې لارې تیریږي، د تېرېدو یوازینۍ خوندي لاره بللې وه.

د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو او کډوالۍ کمېشنر: له طالبانو سره خبرې یوازې د "عملیاتي بحثونو" په کچه وې

د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو او کډوالۍ کمېشنر مګنوس برونر وایي، د طالبانو د حکومت له پلاوي سره خبرې اترې د "یوازې عملیاتي بحثونو" په کچه وې چې په جرمونو کې د ښکیلو افغانانو د بیرته ستنولو په اړه ترسره شوې او طالبانوته د هېڅ ډول امتیازاتو ورکول پکې شامل نه وو.

ښاغلي برونر د چهارشنبې په ورځ په بروکسل کې یوې خبري غونډې ته وویل: "دا د امتیازاتو موضوع نه ده، هېڅ ډول امتیازات په کې نشته." د هغه په وینا، د دواړو لورو ترمنځ لومړنۍ تخنیکي غونډه د روان کال په جنورۍ میاشت کې په کابل کې ترسره شوه، او ورپسې دویمه غونډه د سې شنبې په ورځ په بروکسل کې وشوه چې تمرکز یې افغانستان ته د مجرمینو د بېرته لېږلو پر "عملیاتي طریقې" و.

برونر وویل چې د اروپايي ټولنې ۲۰ غړو هېوادونو له اروپايي کمېسیون څخه غوښتنه کړې وه چې افغانستان ته د بېرته ستنولو په چارو کې هڅې همغږې کړي. هغه ټینګار وکړ چې دغه خبرې اترې یوازې د بېرته ستنولو لپاره په "عملي ترتیباتو" پورې محدودې وې او باید د یوې عادي اداري پروسې په توګه وګڼل شی. د کمېشنر په خبره د سې شنبې ورځې په غونډه کې د اروپايي ټولنې ۱۵ غړو هېوادونو ګډون کړی و.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهاربلخي چې د پنځه کسیز پلاوي مشري یې کوله، وویل چې کابل هیله لري:"دا سفر به د مثبت تعامل لپاره نوې لارې پرانیزي، په بهر کې د مېشتو افغانانو د ستونزو د حل لپاره هڅې پیاوړې کړي، او د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ به همکاري نوره هم پراخه کړي."

د ملګروملتونو د بشري حقونو د چارواکو او ادارو په ګډون د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو هم د اروپایي کمیسیون پردغه اقدام انتقاد کړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې بشري وضعیت په تیره د ښځو د حقونو وضعیت ته په پام باید د طالبانو پلاوی بروکسل ته نه وای غوښتل شوی او اروپایي هیوادونه باید افغانان هغه وضعیت ته بیرته ونه لیږي چې خطرناک دی.

د امریکا پوځ: په سوریه کې مو د داعش یو جګپوړی مشر وژلی

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) ویلي چې ځواکونو یې د سوریې په شمال لوېدیځ کې په یوه هوايي برید کې د داعش ډلې یو مهم مشر وژلی دی.

سینټکام د چهارشنبې په ورځ په اېکسپاڼه کې لیکلي چې دغه برید د جون په ۱۹مه ترسره شوی او په ترڅ کې یې د داعش یو جګپوړی مشر، علي حسین العلیوي، وژل شوی دی.

د امریکا پوځ ویلي، دا برید د هغو ترهګرو ډلو د له منځه وړلو د هڅو برخه ده چې د امریکايي وګړو او د امریکا خاورې ته ګواښ پېښوي.

د سینټکام قوماندان، براد کوپر، ویلي چې امریکايي ځواکونه او سیمه‌ییز متحدان به یې د داعش د پاتې شونو پر ضد خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي، څو د دې ډلې دایمي ماتې یقیني شي. هغه زیاته کړې چې امریکا به د خپلو ځواکونو، خاورې او متحدانو دفاع ته دوام ورکړي.

د بریتانیا پاچا چارلس د افغان ښځینه کرکټ لوبډلې ملاتړ وکړ

د بریتانیا پاچا درېیم چارلس د افغان ښځینه کرکټ لوبډلې، چې دا مهال په جلاوطنۍ کې ژوند کوي، ملاتړ څرګند کړ او پرون (چهارشنبه) یې د لندن په کلارنس هاوس کې له لوبغاړو سره ولیدل.

دا لوبډله د طالبانو له لوري پر ښځینه ورزش د بندیزونو له امله نه شي کولی د افغانستان په استازیتوب په رسمي نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړي. د لوبډلې ډېری غړې له افغانستانه وتلې او اوس په استرالیا کې اوسي.

د لوبډلې غړې اکیل لطیفي ویلي، دوی د هغو افغان ښځو استازیتوب کوي چې په خپل هېواد کې د ورزش حق نه لري. هغې هیله څرګنده کړه چې یوه ورځ به افغان ښځینه کرکټ لوبډله بېرته تر خپل ملي بیرغ لاندې په نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړي.

پاچا چارلس له دې لوبډلې سره داسې مهال ولیدل چې دوی د څو سیالیو لپاره بریتانیا ته تللي دي.

اروپايي ټولنه په افغانستان کې د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ لپاره ۲۰ میلیونه یورو ورکوي

افغانستان ته د اروپايي ټولنې طبي مرسته
افغانستان ته د اروپايي ټولنې طبي مرسته

اروپايي ټولنې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ته ۲۰ میلیونه یورو نوې مالي مرسته ځانګړې کړې، څو په افغانستان کې د راستنېدونکو کډوالو، کورنیو بې‌ځایه شویو او کوربه ټولنو ملاتړ وکړي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي، دا پیسې به د اساسي خدمتونو، د معیشت د ملاتړ، مسلکي زده کړو او د راستنېدونکو د دوامدار ادغام لپاره ولګول شي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافېرې، ویرونیکا بوسکوویچ پوهار، ویلي چې اروپايي ټولنه د راستنېدونکو د بیا ادغام ملاتړ ته ژمنه ده او له ۲۰۲۲ کال راهیسې یې د بې‌ځایه کېدو بحران ته د کمولو لپاره تر ۱۴۰ میلیونو یورو ډېره مرسته کړې ده.

د افغانستان او هند سوداګریزې خونې د همکارۍ د پراختیا لپاره د هندي پانګوالو د چمتووالي خبر ورکړ

د افغانستان او هند سوداګریزې خونې د همکارۍ د پراختیا لپاره د هندي پانګوالو د چمتووالي خبر ورکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویلي چې د هند د سوداګرۍ خونې مشرتابه او غړو چمتووالی ښودلی چې د دغه هېواد سوداګر به د درمل جوړونې، لوژستیک، ترانسپورټ او تولیدي سکتورونو په برخو کې له افغان سوداګرو او پانګوالو سره همکاري وکړي.

دې خونې پرون (چهارشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د هند د سوداګرۍ خونې دا ژمنه په نوي ډیلي کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له پلاوي سره د لیدنې پر مهال کړې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې، دواړو لوریو د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا، د پانګونې د فرصتونو او د ګډو همکاریو د زیاتوالي په اړه خبرې کړې دي.

یادې خونې زیاته کړې چې ټاکل شوې د هند یو ۲۰ کسیز سوداګریز پلاوی هم افغانستان ته سفر وکړي، او د هند د سوداګرۍ خونې د دغه سفر تایید کړی دی.

تمه کېږي چې د دغه پلاوي سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره نوې لارې پرانیزي او په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د ګډو پروژو د رامنځته کېدو زمینه برابره کړي.

یوناما: په دیپلوماسۍ کې د ښځو ګډون د سولې لپاره اړین دی

ارشیف
ارشیف

افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) دیپلوماسۍ کې د ښځو د ګډون د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغانستان په ټولنیز ژوند کې د ښځو د حضور پر اهمیت ټینګار کوي.

یوناما د چهارشنبې په ورځ په خپله فیسبوکپاڼه ولیکل چې په تصمیم نیولو، ديپلوماسۍ او دسولې په هلوځلو کې د ښځو واقعي ګډون دیوې تلپاتې، متوازنې او سوله ایزې ټولنې لپاره اړین دي.

یوناما ټینګار کوي چې ښځې په نړیوالو اړیکو کې یواځې ګډون کوونکې نه دي بلکه د سولې دمنځګړیتوب په برخه کې خپلو هلوځلو سره کولای شي دیوې ډیرې عادلانه او امن لرونکې نړۍ په رامینځ ته کولو کې برخه واخلي.

یوناما د دیپلوماسۍ او عامه خدماتو په برخه کې دافغان نجونو او ښځو لپاره د برابرو فرصتونو په رامینځ ته کولو ټینګار کوي.

د جون ۲۴ مه په دیپلوماسۍ کې د ښځو دګډون نړیواله ورځ ده.

سره لدې چې طالبان وايي افغانستان کې یې د ښځو حقوق د اسلامي شریعت په چوکاټ کې تامین کړي خو ددوی ترحاکمیت لاندې په تیرو ۵ کلونو کې ښځې او نجونې د مشرتابه له دندو یو مخ لیرې کړای شوي دي او په زده کړو اوکارباندې یې هم محدودیتونه لګول شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG