د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۲

یوشمېر افغانان په ژمي کې د ځان تودولو لپاره د کور توکي پلوري


فرا کې د کو د زړو توکو د پلور بازار
فرا کې د کو د زړو توکو د پلور بازار

په ‌داسې حال کې چې نن په افغانستان کې د ژمي د پيل دويمه ورځ ده او په مرکز کابل او بېلابېلو ولایتونو کې لا له مخکې هوا سړه شوې، يوشمېر بېوزله کورني وايي، دوی د سون ‌توکو د اخيستلو وس نه ‌لري نو ځکه اړ دي چې ورته د خپل کور توکي وپلوري.

د کابل اوسېدونکې او د یوې لس کسیزې کورنۍ مشره سايمه چې وايي د اقتصادي ستونزو له امله نه‌شي کولی سږ ژمی خپلې خونې تودې کړي، اړه شوې چې یخنۍ نه د خپلو وړو لمسیانو د ژغورولو لپاره خپل د کور ځیني توکي خرڅ او لرګي پرې واخلي."د دوه کورونو مال مې خرڅ کړ دوه زامن مې وو دوه اېنګندې مې وې واده کې مې ډېر مال ورته اخيستى وو ټول مې وپلوره، په ارزانه بيه مې ټول وپلورل، د کار څوک نه لرم، زه هم ناروغه يم داکټر په ډاکټر ګرځم خو نسخه نشم اخيستى، واړه زامن مې د اعصابو تکليف لري، د خداى هيلې ته حيران پاتې يو."

د میدان وردګو ولایت د مرکز ميدان ښار اوسېدونکې ړنا هم ورته خبره کوي."د ژمي په رارسېدلو سره اقتصادي مشکلات ډېر دي کور کې مو يوه قالينه درلوده هغه مو خرڅه کړله، یو بورۍ سکاره مو واخيستل پروسږکال مو هم همداسې سخت ژمى تېر کړ."

د یو شمیر کابل ښاریانو په خبره دا مهال په کابل کې یو خراور څیړۍ لرګي تر دیارلس زرو افغانیو پورې، یو خروار د ډبرو سکاره تر ۷۰۰۰ افغانیو او یو کیلو اوبلن ګاز تر ۶۰ افغانیو پورې پلور کېږي.
هم‌مهاله یوشمېر کهنه‌فروشان یا هغه کسان چې د استفاده شویو توکو د پیر او پلور کاروبار کوي هم ازادي راډيو سره خبرو کې دا موضوع تاييدوي.

له دې دلې محمد شعیب ازادي راډيو ته وويل "د خلکو اقتصادي وضعيت ډېر خراب دی، غالۍ، کوچونه، فرنېچر، يخچال، ټلوېزیون او ډېر نور وسايل پلوري، زه د هغوی کورونو ته ورځم او همدا وسايل ترې اخلم. دا چې اقتصادي وضعيت خراب دی، کار نه‌شته، خلک د خپلو لګښتونو پوره کولو لپاره دا شيان پلوري."
دا څرګندونې داسې مهال دي چې ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو هم په خپلو وروستيو راپورونو کې خبرداری ورکړی، چې سږکال به افغانان يو سخت ژمی په مخکې ولري چې په ډېری سيمو کې به د واورې ورېدو له امله د مرستې رسولو چارې هم ټکنۍ شي.
د خوړو نړيوال پروګرام "ډبليوایف‌پي" په خپل تازه راپور کې چې د ليندۍ په ٣٠مه يې خپور کړى ويلي چې، "په سخت ژمي کې به نژدې ۱۵ ملیونه کسان بشري مرستو ته اړ وي".

په افغانستان کې د دغې ادارې مرستیال ویاند ضیا الدین صافي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې ويلي "سږکال په افغانستان کې بشري اړتیاوې لوړې دي او د افغانستان یو پر درېیمه برخه وګړي له لوږې سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG